پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکلتورما ته په سترګو کي حال وایه. . ./ پوهنمل حاجی محمد...

ما ته په سترګو کي حال وایه. . ./ پوهنمل حاجی محمد نوزادی

دا هغه مهال وو چي پر ژبو  د سیاست او کلتوري دود مهرونه لګیدلي او یوازي سترګي وي چي د حالاتو د دغه استبداد څخه تر یوې کچي خوندي پاتي وې او کولای یې شوه په زړه کي د غمونو د غرونو رازونه په یوه نظر کي را وسپړي .

ماته په سترګو کي حال وایه

    لاري کوڅې د غمازانو ډکی دینه

    همدغه سترکي وي چي نژدي ۵۱۰ کاله وروسته یې د نقاشۍ ملکه « مونالیزه » د نړۍ سترګو و درول ، خو دا ځل  دا په رازونو د ډکو سترګو ملکه په ایټالیا کي نه بلکه د افغانانو په خاوره کي را پیدا شوه او نړیوال شهرت یې تر لاسه کړ . زه « شربت ګله ، دا افغان مونالیزه » یادوم چي تر دغه سرلیک لاندي مي په ۲۰۱۱ کال یوه لیکنه په افغاني بریښناپاڼو کي نشر شوه . دادي نن بیا دغه افغاني مونالیزه د نړۍ په رسنیو کي د سر په خبرونو کي راغله . د پاکستان جنایتکاره واکداران چي د هر ډول سیاسي کلتور څخه بې برخي دي دغه معصومه او بیګناه افغانه خور یې د هر ډول اخلاقي نورمونو پرته د زندان په قفس کي تړلې ده .

       په همدې خاطر مي یو شمیر  یارانو او زما د لیکنو مینه والو  راته یاده وکړه ، دا چي ډیری ځوان افغانان ددغي افغاني مونالیزي د ژوندلیک سره بشپړه اشنایي نلري او ښایي د « مونالیزي » د نامه سره هم ځیني کسان بلد نه وي . ځکه یې نو غوښتنه را نه وکړه چي هغه لیکنه د موضوع د ګرموالي سره سم یوار بیا نشر ته وسپارم ، څو ځوانان و کولای شي هم شربت ګله او هم مونالیزه و پیژني . دا تاسی او دا هم هغه لیکنه . هیله ده د بیا لوستلو والا کسان هم خوند تری نه واخلي :

شربت ګله، دا افغانی مونالیزه  

      په افغان – جرمن وتلی پورتال کی می دمحترمی خور ، حسینه روفی په قلم یوه ډیره په زړه پوری لیکنه په خوږه دری ژبه تر سترګو شوه او په مینه می ولوستل . دغی محترمی خور د لیکوالی په پوره مهارت خپلی لیکنی ته دا سرلیک غوره کړی وو:  شربت ګله « د یوی ښځی په نظر کی دیوه هیواد د ورانیدو رازونه »

یا داسی یو د لوستلو مینه وال به پیداشی چی د دومره زړه وړونکی سرلیک د لیدو څخه بی پروا تیرسی ؟ ما هم دا کار ونکړای شو . د لوستلو وروسته می بیله ځنډه په کمپیوټر کي د ورډ پاڼه پرانیستل او ددی کرښو په لیکلو می لاس پوری کړ . دادی د متن پښتو ژباړه مي په ډالۍ کي و منئ :

 شربت ګله. نړۍ پرهغو  سترګو مینه شوه چی د یوه هیواد د ورانیدو رازونه پکښی پټ دی.  د خپلو پخوانیو لیکنو په خلاف چی علمی بټه به یی درلوده ، دا ځل غواړم د شلمی پیړۍ د تر ټولو مشهور او تر ټولو زیات پیژندل شوی عکس په اړه یو څه ولیکم . د ډیر وخت راهیسی زه هم د نورو مینه والو پشان دی انځور خپلی خواته ور کښلی یم . تل می غوښته پوه شم چی دا افغانه نجلۍ څوک ده . ښایی دا به دچا دپاره نوی خبره نه وی مګر ما چی کله ددی په هکله ځینی لوستنی وکړی او په اړه می معلومات تر لاسه کړ ، ومی غوښته چی زه هم څه ناڅه ورباندی ولیکم . دا عکس د لیوناردو داوینچی د پیژندل شوی اثر – مونالیزا (۱) سره پرتله شویدی چی لدی کبله کله ناکله یی د افغانی مونالیزی په نامه هم یادوی .

      د دی افغانی نجلۍ شنی سترګی د یوه داسی څپاند سمندر بڼه لری چی نه چوپتیا منی او نه له یادونو وتلای شی ، داسی سمندر چی په هیواد کی د ورانونکی جنګ د بی شمیره تراژیدیو کیسی بیانوی . کله چی د ۱۹۸۵ کال د جون په میاشت دا تصویر د « نیشنل جیوکرافیک » مجلی د پوښ پر لومړی مخ له چاپه راووت ، نړیوال شهرت یی تر لاسه کړ او دیوی افغانی نجلۍ څیره یی و ټولو نړیوالوته ور و پیژندل . پوره اوه لس کاله هیچا د نیشنل جیوګرافیک مجلی د وتلی ژورنالیست او عکاس ستیو مک کاری په ګډون چی داعکس یی اخیستی وو ، ددی زړه وړونکی څیری اصلی نوم نه پیژندی . هغه وو چی بالاخره په ۲۰۰۲ کال کی تر سختو او اوږدو لټولو وروسته د څیری څښتنه نجلۍ پیداشوه او د بیومتریکی تکنولوژی په مرسته یی رسما پیژندنه وشوه چی دا پخپل هم هغه څیره ده .

       د ۲۰۰۲ کال د جنوری په میاشت د نیشنل جیوګرافیک تلویزون یوی ډلی کارکونکو ستیو مک کاری د ځانه سره پاکستان ته راوست تر څو دغه شین سترګی افغانه نجلۍ و لټوی . دوی په پیښورکی  د افغانی کډوالو د (ناصرباغ ) کمپ هر چاته دغه عکس چی کلونه پخوا همدلته اخیستل شوی وو ، ښوده او د عکس دڅښتنی نجلۍ پوښتنه یی ور څخه کول چی داڅوک وه او اوس چیری ده. په پای یو نفر پیدا شوچی پدغه کمپ کی یی له وړوکتوب نه ددی سره شناخت درلود . ده نومړی نجلۍ د ماشومتوب نه پیژانده او ورته د ورور پشان وو . ده وویل چی ډیر وخت کیږی بیرته افغانستان ته کډه شوی او توری بوړی ته نژدی په یوه غرنۍ سیمه کی ژوند کوی . ددغه نفر په مرسته د شین سترګی نجلی فامیل د نیشنل جیوګرافیک تلویزیون د راغلی کاری ټیم په بلنه و پاکستان ته را وبلل شو . کله چی ښاغلی ستیو مک کاری اطاق ته دننوتلو سره سم هغه ولیده ، سمدستی یی و پیژانده او ویی ویل چی دا پخپله هم هغه نجلۍ ده . ده د عکس اخیستلو صحنه ډیره ښه په یاد کی ساتلی وه . د کډوالو د ناصرباغ کمپ په اصل کی د خیمو یوسمندر ته ورته والۍ درلود . ددغو خیمو له ډلی نه یوه خیمه د نجونو دښونځی په توګه ټاکل شوی وه چیری چی عکاس نوموړی نجلۍ د لومړی ځل د پاره ولیده .  سره لدی چی دی پوهیدی چی نجلۍ شرمیدونکی او خجالتی ده بیا یی هم ورنه دعکس اخیستلو اجازه وغوښته او عکس یی تری نه واخیست . دی وایی چی هغه وخت ماته ددی عکس او نورو عکسونو تر منځ چی همدلته می اخیستی وه ، څه ځانګړی توپیر نه ښکاریده .

      نوموړی پیدا شوی افغانی میرمنی هم هغه د عکس اخیستلو ورځ په یاد وه او ویل یی چی دا ډیره قهریدلی وه ځکه چی دیوی خواعکاس ورته یو بیګانه سړی وو او دبلی خوا یی تر دغه ګړیه پوری هیڅکله هم نه کامره لیدلی وه او نه یی چا عکس اخیستی وو . دی همدارنګه دهغه وخت وروسته په دا تیر شوو اوه لسو کالو کی هم کوم بل عکس نه وو اخیستی . ددغه مشهور او پیژندل شوی عکس د څښتنی نوم « شربت ګله » دی. دا یوه پښتنه افغانه او د ۱۹۷۲ کال په خواوشا کی یی نړۍ ته سترګی پرانیستی دی . ددغه انځور د اخیستلو پروخت شربت ګله ۱۲ کلنه وه .

      د نیشنل جیوګرافیک ژورنالیست ستیو مک کاری لیکی چی پښتانه ډیر زړه ور او جنګیالی خلګ دی ، دا قوم هغه وخت ځان ډیر ارام احساسوی کله چی د خپل نوم او نښان ، وطن او ناموس پخاطر په جګړه لګیا وی . دشربت ګلی په سترګو کی لکه اوه لس کاله پخوا ، همدا اوس هم دغه احساس په څرګنده لیدل کیږی ( ښایی یو تر ټولو مهم لامل به د همدغه احساس څرګندونه وی چی عکس ته یی دومره نړیوال شهرت ور په برخه کړ . ژباړ.)

    د نوی ځوانۍ له وخت نه د ورځنی ژوند ستونزو د شربت ګلی پر بدن پوست د څرمنی پشان وچ کړی وو . خو سره لدی یی هم څیره ارامه او سترګو یی د پخوا پشان ځلا درلوده. دی دستونزو ډک ژوند تیراوه . دډیرو افغانی میرمنو د ژوند ستونزی دشربت ګلی غوندی ورته کیسی لری .داټولی بد مرغۍ د ۳۳ کلن جنګ ، یونیم میلیون شهیدانو او دری نیم میلیون کسانو د کډوالی کیدو پایله ده . هیڅ داسی افغانه کورنی نشته چی یوه یا بل ډول یی ددی لعنتی جنګ د تریخوالی مزه څکلی نه وی .

     د شربت ګلی ورور د خپل ژوند کیسه داسی بیانوی : « روسانو ټوله خواوشا نیولی وه اوخلګ یی بیله کوم دلیل نه قتل عام کول. په دی ډله کی زما پلار او مور هم شهیدان شول . له همدی کبله موږ بله چاره ندرلوده ، بیله دی نه چی خپل کلی کور پریږدو . انا می یواځنۍ څوک وه چی د واوری نه یی په پټو غرونو کی زما او زما د څلورو خوندو ملتیا کوله. د هری شیبی دا احساس چی اوس به الوتکه راشی او موږ به بمبارډ کړی ، زموږ نه یی خوځنده مړی جوړ کړی وو . د هر ږغ په ارویدو سره به مو ځانونه په غارونوکی پټول . هغه زړه بګنونکی او خواشینونکی سفر چی د مور او پلار د وژلو څخه مو پیل شو ، دوی هفتی یی په واوری پوښلو غرونو کی دوام وموند او پاکستان کی د کډوالو کمپ ته په رسیدو د بیګانه خلګو ترڅنګ په خیموکی اوسیدلو سره پای ته ورسید . دلته موږ د خواړو نه زیات د یوی کمپلی (شړۍ) د پیداکول په فکر کی وو ، څو ځانونه ور باندی لږ تاوده کړو».

     دشربت ګلی د فامیل پشان د عادی وګړو ژوند په کمپونو کی چی په بیلابیلو خلګو به ډک وو، ډیر ستونزمن وو . کډوالو هلته خپل هیڅ شخصی ژوند نه درلود. ددوی ژوند د نورو مرستندویانو په مرحمت او د سیاستوالو په پریکړو پوری تړلی وو .

     شربت ګله په ۱۹۹۰ کی واده شوه او افغانستان ته یی بوتله. خاوند یی رحمت ګل چی په یوی نانوایی کی کار کوی ، د ورځی یی د یوه ډالرپه اندازه معاش درلود.په دی پیسو باندی د کورنی اړتیاوو پوره کول او خپلی میرمنی ته درمل رانیول چی د اسمه (نفس تنګۍ) په ناروغۍ اخته وه ، ډیر مشکل کار وو . ددوی د واده لاسته راوړنه دری لورګانی – روبینا ، زاهده او عالیه دی چی څلورمی لور یی د زیږیدلو وروسته په ډیر ماشومتوب کی له فانی دنیا نه سترګی پټی کړیدی .

      شربت ګله سهار وختی دلمر ختو نه وړاندی له خوبه پاڅیږی او دلمانځه په اداکولو سره ورځ پیلوی . وروسته له څاه نه اوبه راکاږی او پاته ورځ په ډوډۍ پخولو ، کور پاکولو ، کالی مینځلو او دماشومانو په روزلو تیروی . دا وایی چی ماشومان یی د ژوند اصلی موخه جوړوی ، دوی باید لیک لوست زده کړی ځکه چی لوست او سواد دا دسترګو روښنایی بولی . دی پخپله هم غوښته چی ښوونځی پای ته ورسوی خو له بده بخته داسی ونشوه .

      کله چی له دی نه وپوښتل شوه چی ایا لدی نه مخکی یی هم خپل دغه عکس چیرته لیدلی دی کنه ؟ جواب منفی وو ، مګر میړه یی وویل چی څو ځله یی یو یا بل ځای دا عکس تر سترګو شوی خو په یوه سربیرن نظر سره یی خپله میرمن ور پکښی پیژندلی نده .

     د شربت ګلی کورنۍ دنیشنل جیوګرافیک موسسی څخه دهغو پیسو نه چی ددغه عکس دشهرت موندلو له کبله یی پلاس راوړی وی ، خپل حق یوه برخه ترلاسه کړه او په ډیر ښه وخت یی دوی په درد وخوړه . حج کول او دبیت الله شریف زیارت د شربت ګلی یوه پخوانۍ هیله وه چی بیله دغه عکس نه یی هیڅکله هم دتر سره کیدو خوب لیدلای نه شو . ددغو پیسو په مټ د شربت ګلی دا لوړه هیله هم ترسره شوه .

     د عکاس سره د شربت ګلی ملاقات ډیر سوړ او دچوپتیا په فضا کی سرته ورسید. دی ته هیڅکله هم داخبره د درک وړ نه وه چی عکس یی ولی دومره شهرت وموند. داځکه چی دی ته دخپلو سترګوعظمت او قدرت معلوم نه وو. کله چی په پای کی لدی نه وپوښتل شوه چی ددی دومره ستونزو ، ربړونو ، د کډوالۍ کړاوونو او د ژوند دنورو ترخواو ناخوالو سره سره څنګه ژوندی پاته شویده؟ دی بیله تردیده په بشپړ یقین بیله ځنډه په لوړ اواز جواب ورکړ:  « د پاک خدای غوښتنه همدا شی وه »           

یادوونه : نیشنل جیوګرافیک تلویزیونی چاینل پدی اړه یو مستند فلم جوړ کړی چی « د شین سترګی افغانی نجلۍ په لټه کی » نومیږی . مینه وال کولای شی دا فلم په لاندی انتر نیټی ادرس باندی و ګوری :

National Geographic TV made a film called ‘’ In search of Afghan girl with green eyes’’ and

those who are more interested can watch it by clicking on bellow links.

http://www.youtube.com/watch v? =0Uw0JukBGmk

http://www.youtube.com/watch v? =Reh3 -k Ibu_0

http://www.youtube.com/watch v? =hrAy7EjhXsUh

د ژباړونکی یادوونه:

(۱)- مونالیزا دا د نقاشۍ دهغه وتلی او په نړیواله کچه پیژندل شوی اثر نوم دی چی په ۱۵۰۳ – ۱۵۰۵ کلنو د لیوناردو داوینچی په زورورو مټو د نړی پر معنوی شتمنیو ور زیات شو . دا ښکلی نقاشی د پاریس په لاور نومی ګالری کی ساتل کیږی

لیوناردو داوینچی د ایتالیی یو وتلی نقاش، مجسمه جوړونکی او مهندس وو. دی همدارنګه د اناټومی په برخه کی یو مشهور طبعت پیژندونکۍ هم وو . لیوناردو داوینچی په ۱۴۵۲ کال په ایټالیا کی زیږیدلی او په ۱۵۱۹ کال یی په فرانسی سترګی له نړۍ نه پټی کړی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب