شنبه, مې 4, 2024
Homeادبلنډه کیسهوسواس/ اجمل پسرلی

وسواس/ اجمل پسرلی

د کابل له سینده راووتم. پورته بیروبار و. هره یوه راته کتل. لاندې له وچ سینده د دې لپاره راختلی وم چې د خوړ په ژۍ چې کوم کسان ګرځیدل هغوی مخ رااړاوه. د سړک په منځ کې پارک ته ورغلم. د ټیټو ناجو ونو ترمنځ پناه غوندې ځای کې کوڅه ډب سپی پروت و:

« چغه ..چغه»

زیړې سترګې یې وچې راته نیولې وې. په ملا مې په لته وواهه، داسې مې کلک وواهه چې پښه مې خوږ شوه. سپی وکوړنچیده لکۍ یې پر ځان پورې نښتې ونیوله رهي شو. زه یې په ځای کې وغځیدم.

هغه خلک چې د سړک یوې خواته په موټرو او بایسکلونو تیریدل هغوی ته نه ښکاریدم د ونې څانګه مې مخې ته وه. بل لور ته چې به څوک په بایسکل تیریده مخ به یې رااړاوه. یوه راته وخندل لکه چې سپیني چینګي داړې  یې زما په وجود کې ښخي شوې. څیرمه یوه ډبره پرته وه هغه مې مخې ته کیښوده. د مځکې خاورې مې وتوږلې، شاوخوا مې څارله چې څوک مې ونه ویني چې راته ووایي ته څه کوي. خاوره مې د سر خواته کوټه کړه. نوکان مې په درد شول. د بټې ګوتې ورۍ مې سوی وکړ:

« د موټرو او بایسکلونو سپاره خلک مې اوس نه ګوري»

سترګې مې پټې کړې…… ماشوم وم چې له دیوال سره به دریدم سترګې به مې پټې نیولې نورو به ژر موندلم بیا د دروازې شاته پټیدم. داسې وخت راغی چې د سر پر سر بسترو په منځ کې ځان غلی کړم. په دغه ځای کې په هغه ورځ هم پلار پیدا نه کړم، چې ما د ګاونډي د زوی سر ورمات کړی و….بیا به پارک ته تلم هلته به مې سګریټ څکاوه. ملګرو راته ویل چې پلار ته مې وایي. له دوی وویریدم.  پناه  ځای د کوټو شاته د ژمي د لرګیو د انبار ترڅنګ راته ښکاره شو. هلته به ناست وم  د سګریټو هغه بیخونه به راته پنډ پراته وو چې له شاوخوا به مې غونډ کړي وو.د سګریټ له څکولو وروسته به مې د څاه په اوبو خوله ښه وینځله. ښه مې په یاد دي چې یوه ورځ د دروازې شاته غلی وم مور مې زما پلار ته ویل چې دا هلک وسواسي غوندې دی له څاه اوبه راباسي مخ ته اوبه وراچوي بیا یې وراچوي بیا بیا خوله کنګالوي. په هغه ورځ څو ځله پلار وروغوښتم. څنګ ته یې کښینولم. د پلار په خوا کې ناسته داسې وه لکه له دیوال سره چې به دریدم، ټولو به لیدم. زړه مې کیده چې وزر وکړم……..

نارې شوې. سترګې مې رڼې کړې. د سړک له پورې غاړې ماشومانو زما خواته ډبرې وارولې. تر ما لږ پورته د سپي کوړنچاری شو. ما سر راپورته کړ چې ورته ووایم مه کوئ دوی زه هم په ډبرو وویشتم. په کینایستلي ځای کې مې ځان سره غونج منج کړ. چیغي ورکې شوې سترګې مې نیم کښو کړې، ملا مې درد کاوه. لکه چې په ډبره لګیدلې وه. راپورته شوم:

« هغه سپی چې له دې ځایه مې شړلی و هغه خوارکی به بیرته خپل ځای ته راولم»

یوه سپي زما مخې ته منډه کړه:

« لکه چې همدا و»

پسې ومې ځغاستل سپی په منډه شو، پسې ګړندی شوم سپی نور هم تیز شو. د دوکانونو مخې ته خلکو زما خواته لاسونه نیولي و، کټ کټ یې خندل. د دوی خندا داسې وه لکه زما پر سینه چې د ماشین بخۍ تیروي، ساه مې بنده بنده شوه، ځای پرځای ودریدم، سپی زما له سترګو پناه شو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب