تحليل: لمر نيازی – خوست
سريزه: کرونا؛ هغه نوی وايرس چې نړۍ يې وننګوله، ځانځانۍ ځپلي انسانان يې را په کور او را په هوش کړل. د ۲۰۱۹ د ژمي اخرنۍ شپې – ورځې سړې وې، خو په چين کې د دې وايرس په راپيدا کېدو سره بلاخره په نړۍ ګرمه تبه راغله. وايرس په تېزۍ سره خپور شو، دنيا يې ټوله پرېشانه کړه. دا بې غږه موجود د خطر زنګ شو، وکړنګېده او د نړۍ د سياسي، اجتماعي او اقتصادي نظم معادلې يې په ډېره تېزۍ ګډې – وډې کړې؛ بيخي لکه د نړيوالو جګړو هغسې لويه غوغا. له دې غوغا سره هېښتيا هم مل ده، يو ډول چوپتيا هم، خو يو نامعلوم راتلونکی. اوس د لالهانده نړۍ د خاموشه وګړو په سر کې دا لويې پوښتنې راګرځي چې: دا هر څه څنګه او ولې؟ څه به کېږي؟ ايا موږ به خدای مه کړه بې وخته د نوې نړۍ(هديرې) شو، کنه يو ځل بيا به له نويو شرايطو سره د زړې نړۍ په نوې سبا کې سترګې پرانستلی شو؟!
هو دا رنګ پوښتنې ډېرې دي، څه به بې ځوابه پاتې شي، څه به وخت ځواب کړي. دا پوښتنه چې ګويا څه به کېږي؟ که وخت ته پرېږدو نو باور لرم چې ځواب به يې کړي: د نجات يا فلاکت ځواب. خو له هغه وړاندې يو بله پوښتنه چې د همدغې پوښتنې د پايلې وروستی ماهيت بدلولای شي دا ده چې: د څه کېدنې دپاره څه کول په کار دي؟!
د هغه عقيدوي روايت باوجود چې – تقدير نه بدلېږي؛ مګر په دعا- خو د انساني شعور تقاضا بيا د تدبير حکم هم کوي. که غوغا لويه ده نو حوصلې هم لوېيدلی شي، تر دې بيا د الهي رحم اندازه بيخي ډېره لويه ده او د بشري علم اميدونه هم مړاوي شوي ندي.
بلې! تر اوسه لا د کرونا واکسين ندی جوړ شوی، خو د ځان ساتنې لارې – چارې يې معرفي شوې دي. د وايرس د خپرېدا او د خطر د زياتېدو سره مل طبي لارښوونې په چټکۍ سره خلکو ته تفهيم شوې دي. بيخي ساده او وړيا لارې – چارې. داسې چې وقايه(ځان ساتنه) يې خاص لګښت نه غواړي، خو پابندي او د ټولنيزو عادتونواو باورونو د بدلولو / قرباني کولو جسارت ضرور راڅخه غواړي.
د کرونا دوه وړانديزونه؛ اجتماعي تسمم يا بيولوژيکي مرګ؟!
کرونا نه يوازې د انسانانو په بيولوژيکي وجود حمله کړې، بلکې اجتماعي نظم ته هم ګواښ ګرځېدلې. په دومره لوی ګواښ بدله شوې چې نړۍ او خلک يې اوس عملا د لوی بحراني بدلون لور په مخه کړي دي. اوس نو په دغسې رامنځته شوي حالت کې چې د ډله ييز بحران لوري ته تلونکي يو؛ ژوندي پاتې کېدلو د انسان د يوازيني او تر ټولو شديد لومړيتوب ځای خپل کړی.
فرهنګي عقايد او آن د مختلفو ټولنو د خلکو د ديندارۍ چلندونه لا د دويمي او درېيمي ضرورتونو کچې ته راغلي. ومو ليدل چې د مسلمانانو مقدس ځايونه(حرمين) او زيارتونه، د غير مسلمو بتکدې، کليساوې، ګوردوارې، جشنونه، کنسرتونه، لوبې… او ټولې ډله ييزې بوختياوې تعطيل شوې دي او هدف يې هم يوازينی او مشترک دی: د حضرت انسان ژوندي پاتې کېدل.
اوس د مسئلې دې اړخ ته راځو چې د کرونا په دې نړيواله غوغا کې زموږ قبايلي – سنتي ټولنې ته نوي فرصتونه څه کېدلی شي؟ د ګرځبنديز او کاربنديز پر مهال پر خپلو کومو فردي او ډله ييزو رفتارونو له سره غور وکړو؟ که بدلون کوو، نو څه ډول بدلون؟!
په داسې حالت کې چې کرونا انساني توجه په ټوله کې پر ژوند متمرکزه کړې او ټولنيز – فرهنګي ارزښتونه يې هم په مقطعي ډول د انسانانو د نجات په بيه داو وهنې ته وړاندې کړي دي، پس هوښيار ملتونه همدغه وخت کې فرصتونه خلق کوي. هغوی له هر څه مخکې د سر ساتنې غم کوي او بيا له تسمم څخه د ټولنيزو اړيکو د نجات غم کوي. له فاجعې څخه فرار نه کوي؛ بلکې د انسان او انساني باورونو تر منځ د ټکر له راپيدا کېدونکي اور نه د جمعي شعور د تياره ګوټونو د رڼا کولو کار اخلي، خو بېغوره ټولنې لا دومره بصيرت نلري چې د دغه اور په تودوخه حد اقل خپل کنګل شوي عقلونه ملايم کړي.
اوس به پر دې فکر وکړو چې د انسان او د هغه د باورونو تر منځ دا ټکر او نااټکل شوی حالت چې د کرونا له وجې رامنځته شوی، زموږ له افغاني ټولنې څه تقاضا لري؟! په تېره بيا د پښتنو سنتي ټولنې ته څه ډول چانسونه ورکوي، چې د شرايطو له درک څخه فرصتونه او په تعقيب يې بدلونونه رامنځته کړي؟!
غواړم دغلته موضوع په دوو برخو تجزيه او تشريح کړم: ۱- په ټولنيزو-فرهنګي تعاملاتو کې تغير ۲- د روايتي عقايدو انتقادي کتنه/عقلاني چلند
په ټولنيزو – فرهنګي تعاملاتو کې تغير
افغاني او په ځانګړي ډول پښتني جامعه په شديده توګه سنتي(ابتدايي او غير مډرنه) ده. مړ – ژوندی، راشه – درشه، پر تظاهر ولاړ خيراتونه او ډېر نور غير ګټور دودونه لا هم پکې سرې کرښې دي. موږ د همدې ټولنې د ډېرو داسې عجيبه چلندونو ژوندي شاهدان يو چې د يوه غيرت د ساتنې دپاره سل او د سلګونه کورنيو غيرتونه بايلل شوي دي. همداسې يې د ګټې او تاوان په معاملاتو کې هم وګورئ. په بې شمېره مناسبتونو کې د لږې ګټې، حيثيت يا ظاهري نېکنامۍ په غرض، په مراتبو ډېر مادي، معنوي او ځاني تاوانونه هم زغمل شوي دي، خو کله يې هم دې ته غاړه نده ايښې چې د يو کار له کولو وړاندې – وروسته سوچ او د ګټې او تاوان محاسبه يې وکړي.
اوس د کرونا له وجې زموږ په دغه ډول باورونو کې د بدلون د رامنځته کولو فرصت ته راځم. د نړۍ ټول حکومتونه او ډاکټران په يوه خوله وايي چې له کرونا د بچ کېدلو لاره دا ده چې په کور پاتې شو، له شديد ضرورت پرته بهر و نه وځو، له هر ډول راټولېدنو ډډه وکړو، له لاس ورکولو او د غېږ له ستړي مه شې تېر شو، د استوګنځايونو او ځانونو پاکوالي او حفظ الصحې ته جدي پام وکړو او… خو له څو مياشتني عامه پوهاوي وروسته هم پښتون له خپل ړانده خره نه راکوزېږي. دا اوس هم هره ورځ د خيراتونو او ودونو په بلمنګي ډوډيو، په جنازو کې د ګډون، په محفلونو کې د مستيو – خرمستيو او بغل کشيو او بازارونو کې د ګرځېدو په وجه خپل او د کورنۍ ژوند له احتمالي خطر سره مخ کوي.
نو د حالاتو او پېړۍ تقاضا دا ده چې ځينو مروجو اجتماعي چلندونو ته بديلې لارې رامنځته کړو او خلک هم د چلندونو د بدلون پر عقلانيت متيقن کړو. د بېلګې په ډول؛ ستړي مشې يوازې د خولې سلام او د لاس اشارې ته رالنډه کړو، له بهره د ضرورت وړ توکو راوړلو ته مشخص کس وټاکو، مړ – ژوندی په ټليفون/ټولنيزو رسنيو وپالو، لاسونو يوازې ډوډۍ خوړولو او د لاس د مشهودې ککړتيا پر مهال نه؛ بلکې له تشناب د وتلو او حتی د ځينې ظاهراً پاکو شيانو له لمس وروسته هم ومينځو…
دا خو شو له کوره د باندې خلکو سره تعامل. خو مسئله يوازې پر دې نه را خلاصه کېږي. د قضيې بل مهم اړخ دا دی چې له همدې شرايطو په استفادې د کورونو په داخل کې د کورنۍ له غړو، د يو بل تر منځ، مېرمنو او حتی ماشومانو سره کېدونکی چلند او حاکم شرايط څه ډول اصلاح کولای شو. نو دا يو ښه فرصت دی چې د پښتنو په نارينه سالاره او پلار ځپلې ټولنه کې له کورنۍ او مېرمنو سره د کېدونکي چلند کره کتنه وکړو. اوس چې کرار-کرار نارينه خپلو کورونو ته رامحدودېږي، نو له مېرمنو سره د کور په سمبالښت، پخلي، صفايي، د ماشومانو د څارنې او روزنې په برخه کې همکاري به سړيو ته نه يوازې د مشترکو مسووليتونو د ادا کولو احساس ورکړي؛ بلکې دا به هم وروښيي چې مېرمنې(ميندې، خويندې، لوڼې او کورودانې) د څومره درندو او ستومانوونکو کارونو بوج تحمل کوي. هو دوی مرستې، همکارۍ، استراحت، د پرېکړو، خبرو او نظرياتو آزاديو ته د اساسي حقونو په توګه شديدې اړتياوې لري.
… اوس چې کرونا نارينه په کور کې دوامدارې پاتې کېدنې ته مجبوروي، نو لازمه ده چې په خپلو مروجو اجتماعي تعاملاتو له سره غور وکړي او بدلون پکې رامنځته کړي. هو فرصتونه خو څه د امبولانس په څېر اونګارې نه کوي چې په بله کړې اشاره به درته را روان وي، بس همدا فرصت دی کنه چې فکر وکړو، تصميم ونيسو او بدلون وکړو. نو د همدې تغير د رامنځته کولو دپاره ډېر مسووليت د پښتني کورنيو ځوانانو ته ورګرځي. هغه نوي نسل ته چې تحصيل يافته او جهان ديده دی او پر دې قانع شوی چې فرهنګي دودونه د قرانکريم آيتونه ندي چې لاسوهنه پکې سور کفر او اطاعت يې مطلق عبادت دی.
د روايتي عقايدو انتقادي کتنه/عقلاني چلند
له هغه مهاله چې د لومړي ځل دپاره د کرونا وايروس تازه – تازه په چين کې رامنځته شوی و، د افغاني ټولنې د خلکو ارزونه مطلق پر دې رامختص کېدله چې ګويا دا پر چينايانو ځانګړی الهی عذاب او يا نړيواله سياسي توطيه ده. زه پر دې نه غږېږم چې دا به ګوندې سياسي توطيه وي يا نه، شايد يو وخت روښانه هم شي چې هو توطيه وه يا نه. خو زه يې د “ځانګړي الهي عذاب”ګڼلو پر اړخ تمرکز کوم، چې همدا نظر د باسوادو او حتی تحصيل يافته ځوانانو په شمول د مطلق اکثريت خلکو مشترک عکس العمل و. هغه که د ټولنيزو رسنيو فعالان و، که سطحيت ځپلي ځوانان، که اخندان او ملايان او حتی آن د پوهنتونونو تر استادانو پورې. هغوی د ناپوهۍ، وېرې، غفلت او حتی د ديانت د کاذب تظاهر په بڼه کرونا وايرس په چين کې له ييغوري مسلمان اقليت سره د چينايي دولت د سختو رفتارونو پر وړاندې مطلق الهي عذاب ګاڼه؛ هغه هم داسې عذاب چې مسلمانان نه نيسي او ګويا د شيخانو په ليدليو خوبونو او تجويز کړو اورادو ترې بچ کېدلی شي.
اګر که په نړۍ کې د کرونا له چټکې خپرېدا سره زموږ د خلکو دغه قبايلي – عقيدوي ذهنيت تقريبا په بشپړ ډول بدل شوی، خو دا تريخ واقعيت لا هم پر خپل ځای پاتې دی چې په دغسې غافلګرانه ذهنيت جوړېدنه کې د هغو اخندانو/ملايانو تقصير خورا بارز و چې د عالمانو په نامه يې خوشباوره عوامو ته ځانونه ايډيال ناجيان معرفي کړي دي.
اوس چې کرونا تر کلي او کوڅې رارسېدلې او آن پر هغو غافلګرو ملايانو او پوهنتونيانو يې هم ماسکونه او دستکش واغوستل، نو همدا فرصت دی چې د عقلانيت له ذره بين څخه پر هغو خرافاتو او ړندو ټيکه دارانو يې له سره انتقادي فکر وکړو چې درګرده ديني مسايل او فضايل د خپلو فردي سرټمبهګيو، وهمياتو، ليدليو خوبونو او شکمنو رواياتو په وېروونکو جامو کې خلکو ته وړاندې کوي. موږ ته بويه چې د دين او ديندارۍ د اصلي ماهيت او هدف پېژندلو ته د عرفان له روښانه دروازو وګورو؛ نه د هغو اخندانو له تفسيره چې خپله د دين له اصلي روح څخه ناخبر دي، خو درګرده به لاړې بادوي چې د علم او فلاح دروازه يوازې يوه کيلي لري او هغه هم ګوندې له ده جناب سره ده.
هسې د بحث په همدې مقطعه کې سړي ته د ځينو تاريخ پوهانو هغه ارزونه وريادېږي چې په اروپا کې د ۱۳۴۷ ميلادي کال د طاعون( تور مرګ )له خپريدو وروسته په خلکو کې د رامنځته شوي شعوري بدلون په اړه يې کړېده. زما ځوان ملګري فريدالله قربان څه وخت وړاندې د فسبوک په يو پوسټ کې د تاريخ پوهانو ياده ارزونه داسې روايت کړې چې:((طاعون په څلورو کلونو کې د اروپا نيمايي نفوس او د ايرواسيا او شمالي افريقا په ګډون ټولټال تقريبا ۲۰۰ ميليونه انسانان ووژل. کليساګانو هڅه کوله چې خلک پر ځان رامات کړي، کشيشانو به خلک دعاګانو، صدقو او بېلابېلو قربانيو ته رابلل آن تر دې چې ژوندي انسانان يې د قربانۍ په نوم ووژل. خو دا هر څه د طاعون په مخنيوي کې بې ګټې ثابت شول. کشيشان چې ځانونه يې د خدای استازي او د خلکو ناجيان بلل، خپله هم ډلې ډلې د طاعون ښکار شول. د تاريخ پوهانو په خبره د طاعون او يادو پېښو له امله په اروپا کې نوی شعور او فکر ايجاد شو، خلک وار په وار د کليسا په دروغو بې باوره شول او د ژغورنې په نويو او منطقي لارو چارو فکر وشو…))
د پورته تاريخي روايت پر مسند افغاني ټولنه کټ مټ هماغسې شرايطو کې قرار لري چې ۶۶۷ کاله وړاندې اروپا ورسره مخ شوې وه. زموږ دپاره دا مقايسه د يوې ناروغۍ په حد کې هومره مهمه نده چې وګورو اوسنۍ کرونا له طاعون سره څه مشابهتونه لري؛ بلکې مهمه دا ده چې د هغه مهالې اروپا او زموږ د اوسني ټولنيز وضعيت شباهتونو ته متوجه شو. ضمناً هغه غير علمي او غير حقيقي چلندونه او ګټې نقدکړو چې د هغه مهال د کشيش او اوسني اخندان تر منځ سره ورته دي او دواړه يې په يو ډول مقام کې درولي دي.
پس زموږ نوی نسل بايد درک کړي چې د ټولنې د هر قشر او هر مسلک متصدي بايد د هماغه مسلک په حدودو، صلاحيتونو او قواعدو کې ومني او هر کس د هغه د مسلک باوجود د اهليت او نااهلۍ په سنجيده کاڼو هم وتلي. په عموم کې به دا باور ومنو چې ځينې هغه انساني ناروغۍ چې له اروايي بې نظميو رامنځته شوي وي؛ په دم – تعويذ درمان کېدلی شي، خو د کرونا او ورته نورو ناروغيو په مورد بايد د اخند د تعويذ پر ځای د ډاکټر نسخې او لارښوونو ته مطلقه ترجيح ورکړو. هو طبابت، انسان پېژندنه، تاريخ، ټولنپوهنه او په ټوله کې د ساينسي حوزې علوم هغه څه ندي چې يو دوديز اخند يا کم سواده مکتبي يې په جمع او جومات کې خلکو ته کفريات/شرکيات معرفي کوي. دلته د نوي نسل مسووليت جوړېږي چې له ناروغيو، ټولنيزو ستونځو، پديدو، پېښو، نوښتيزو پرمختګونو او حتی فرهنګي باورونو سره علمي، عقلاني او معاصر چلند وکړي او عوام هم پرې اګاه کاندي.
بل پلو د نړۍ د ټولو اديانو پر ډله ييزو مناسکو د کرونا د وارد شوي اغېز موضوع ده. موږ وليدل چې د اسلامي نړۍ د دوو سپڅليو معابدو(حرمينو) دروازې د انسانانو د فلاکت له وېرې وتړل شوې. د دې تر څنګ د حج عمرې او د نورو اديانو په زيارتي سفرونو هم قيودات وضع شول. حتی تر دې چې د اديانو د اساسي مناسکو/عباداتو د اجراء پر څرنګوالي لا د احتياطي تعذيراتو د نفاذ لارښوونه کېږي. ظاهراً دغه ټول قيودات چې د طبي علماؤ په مشوره او د باوري دينې مراجعو په تاييد د حکومتونو لخوا د ديني مناسکو پر ډله ييزو راټولېدنو لګول شوي دي؛ هدف يې يوازې او يوازې د حضرت انسان ژوند او صحت دی. خو زموږ عوام لا هم او د يادو ديني مراجعو او خپلو ژوندپالونکو علماؤ نظرياتو ته د درناوي سر نه ټيټوي او له ځينو خو دا ورکه ده چې اوس د چا ومني؟ اګر که زموږ د هېواد يو محدود شمېر برجسته علماء په دې اړه خپل رسالت ادا کوي، خو بدبختي دا ده چې نه مو د خلکو ټولنيز شعور دومره لوړ دی چې له مسائلو سره د معمول پر ځای معقول چلند وکړي، نه د اسلامي نړۍ د معتبرو ديني مراجعو په خوله تريخ پياز خورو او نه مو هم د رښتينو علماء شمېر دومره ډېر دی چې پر اخندي فضاء غالب شي او خلک په اسانۍ سره د دين په اصلي اهدافو/مقاصدو پوه کړي.