پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+څومانیزتوب او همانیزتوب| فریدالله حبیبي

څومانیزتوب او همانیزتوب| فریدالله حبیبي

سریزه

د پښتو ژبې ادبیاتو او ژبپوهنې ته که ځیرشو، د نړۍ نورې ژبې خولا پرېږده چې د پارسي ژبې په نسبت هم ډېر لږ کار ورته شوی دی، خو بیاهم په دې وروستیو کې د پښتو ژبې د ادب پرمختګ د پام وړ دی. خو د معاصرې ژبپوهنې په برخه کې یې کار په نشت حساب دی. نو په همدې دلیل د پښتو ژبې هر ویوونکي او مینوال ته لازمه ده چې په دې برخه کې کار وکړي، ترڅو تر یوه ځایه دغه تشه ډکه شي، او د معاصرې ژبپوهنې د لوستونکو ستونزې تر یوه ځایه حل شي. نو ماهم  په ژبپوهنه کې د څومانیزتوب او همانیزتوب ترعنوان موضوع باندې د خپل وس او توان مطابق هغومره څېړنه کړې ده. هیله ده تر یوه ځایه مې د دې موضوع په اړه خپل حق ادا کړی وي. دا موضوعګانې  په معاصره ژبپوهنه کې ډېرې نوي نه دي، خو د عصر د غوښتننو سره پرې نوې خبرې شوې نه دي. نو ماهم د اداراکي ژبپوهنې له زاویې دغه موضوع څېړلې ده. او پر دې غږیدلی یم چې همانیزتوب او څومانیزتوب څه دی، او څنګه پیدا کېږي؟ آیا په پښتو ژبه کې څومانیزې او همانیزې جملې شته دی؟

لنډیز:

څومانیزوالی یا ډېر مانیزوالی دې ته وایي چې د یوه ښووند (دال) یا نوم لپاره د څو ښوولیو (مدلولونو) پروړاندې ټیکاو ولري، په بله وینا، یو ویی څو ذهني انځورونه اوبیا تردغه منځ څو تړاوونه «ماناوې» راونغاړي بېلګې یې لکه: «غږ» د ( آواز) له (فونیم) ترم یا نومونې سره یو څلورمانیز ویی دی: د پارسی (آواز، صدا) د انډول په ټوګه (پلاني ته غږ وکړه. پېښور خواته آواز دود دی.

څومانیز یا ډېرمانیزویی هغه دی، چې یو راز یا ورته دوې یا زیاتې ماناوې ولري. (ګواښ) د ( قهر، اخطار، اقدام، توربریښ، تهدید) (تور) دتیارې، تهمت، جال، تاریک) په مانا کارېږي.

د پېژندل شوې مفهومي اړیکې، د ژبې د وییونو تر کچې څومانیزه اړیکه ده. مثلا: (توپ) څو ماناوې لري، د لوبې کولو وسیله، د جنګي وسلې نوم او داسې نور. اصلآ په ټولو کې د ګردوالي مانا پرته ده. په څو مانیزو وییونو کې څو ماناوې پرتې وي، چې هره مانا یې له اصلي ویي سره اړیکه لري.

همانیزې جملې: دوه جملې چې واحده مانا ولري ورته مترادفې جملې وایي، خو بیا ځینې ژبپوهان په دې اند دي چې په یوې ژبې کې دوو بشپړو همانیزو جوړښتونو ساتل ګټه نه لري، په همدې دلیل بشپړې همانیزې جملې وجود نه لري.(صاحب ارغند، ۱۳۹۶، ۱۴۳)

همانیز وییونه: هغه دي چې دوه یا زیات ناهمجولیز( غیرمتشابه) وییونه سره په یو وار یا ورته ماناوو کارول کېږي. همانیز وییونه ( په یوه کره لیکنۍ بڼه کې د هماغې یوې ژبې له ګړدودونو یا پور وییونو څخه سرچینه اخلي. لکه: پښتورګی او بډوډی، تیږه ډبره، ګټه کاڼی، غرګی یا وطن، هېواد او ټاتوبی…)

آر وییونه:

څومانیزتوب، همانیزتوب، مانا، همانیزې جملې، د څو مانیزتوب د پیدا کیدنې علتونه،همانیز وییونه یا کلمې باید کوم شرطونه ولري؟

د مانا تعریف: پوهنمل حبیب الله جاج پښتونزی د مانا د تعریف په اړه داسې لیکي، چې د ډېرو سرخوږونکو بحثونو څخه وروسته هم د مانا داسې جامع تعریف نه دی شوی، چې هر وخت او هر چېرته د هر چا لپاره د منلو وړ وي، ځکه چې مانا یوازې له یوه کلتوره بل کلتور ته فرق کوي، بلکې د یوه انسان له نظره «مانا» سره توپیر لري، نو همدا راز د ژوند د دوامدارې تکاملې پروسې په مد جزر کې د عصر شرایطو له بدلون سره هم مانا هم بدلېږي. که څه هم یو جامع تعریف نه لرو، خو پوهانو مانا په لاندې ډول تعریف کړې ده.

  • مانا د انسان ذهني تصویر دی.
  • مانا د ژبې او خارجي جهان ترمنځ رابطه ده.
  • مانا د تجربو اتحاد او اتصال دی.
  • مانا د سیمانټیک عکسالعمل تحلیل دی.
  • مانا د ژبې او تجربې ترمنځ رابطه ده.

مانا د ژبې په لغتونو کې پرته ده او د ساتلو ټاټوبی یې هم لغات ګڼل کېږی، او د لغاتو خاصیت دا دی چې مختلفې معناوې ولري او د لغتونو معناوې له هغه چاپیریال (context) او وضعیت سره ټینګې اړیکې لري، په کومه کې چې استعمالېږي. (صاحب ارغند، ۱۳۹۶، ۴۶مخ)

همانیزتوب او څو مانیزتوب

همانیزتوب او څو مانیزتوب د ماناپوهنې مهم بحث دی، چې معاصره ژبپوهنه کې مطالعه کېږي.

 کله چې د همانیز(Synonymy) او څو مانیزتوب (Polysemy) وییونو په اړه خبرې کوو، نو لومړی باید پوه شوو، چې مانا څه  ده؟ د مانا ګڼ تعریفونه شوي دي؛ خو چې یو تخنیکي بحث پرې وشي او یو جامع تعریف ترې واخیستلای شي.

مانا د یوې ژبنۍ نښې منځپانګه ده، نښه ( لغت، عبارت، جمله، وینا، متن) دال بلل کېږي؛ منځپانګه یې

(مدلول – مانا) د دال او مدلول ترمنځ اړیکې ته دلالت وایي. د یوه لفظ پر مانا پوهېدنه د یوه مفهوم نامتصور کېدل دي. ژبپوهان په تېره قاموس لیکونکي مانا د وییپانګې تر تعریفه محدودوي. ډېر ژبپوهان او ځینې فیلسوفان او رواپوهان وایي، چې د مانا ځای ذهن دی او په دې باور هم دي، چې په یوه ډول د فکر او مفاهیمو ترمنځ له ژبنیو اړیکو سره کار لري. ځینې ژبپوهان د داسې مانا په لټ کې دي، چې د ژبې او بهرنۍ نړۍ ترمنځ اړیکې جوړوي. او هغه څیزونه، پېښې او واقعیتونه ځیري، چې د مربوطې سرچینې موخې ته پرې ورسېږي.

د یوه ادبي اثر مانا له ژبې څخه شروع کېږي، چې ژبپوهنه او د جملې جوړښت په خپله غېږ کې رانغاړي؛ نو په همدې خاطر هیڅ شی هم د ژبې کیفیت څخه خالي نه دی. ژبپوهنیزې بېلګې، غونډله پوهه، مورفیمونه، او ټول ژبني توکي د متونو په مانا کې دخیل دي. دلته د مانا پوهنې د مشهور انګریز لیکوال « اولمن» تعریف راوړو، چې وایي: (مانا دوه اړخیزه اړیکه ده، چې د ذهني تصویر او ویي ترمنځ موجوده ده).

د ویی (کلمې) په لیدلو او اوریدلو مو په ذهن کې تصویر جوړ شي او ذهني تصویر هم کیدای شي، د ویي ځایناستي شي. دا ځکه چې د یو څیز او یا پدیدې په اړه د فکر کولو له مخې. ویي زموږ په ذهن کې ژوندي کېږي؛ نو دلته د مانا له مخې د وییونو ډولونه “همانیز” او “څومانیز” راسپړو.

همانیز او څو مانیز دوې بېلابېلې ټولۍ دي، ځینې د دوی ترمنځ حد نه پېژني. له همانیز څخه مراد ترادف دی، چې یو ویی له بل ویي سره همانیز وي او څومانیز هغه دي، چې یو ویی د جملو په استعمال کې مختلفې ماناوې ورکړي، په بل عبارت همانیز له څو مانیزو وییونو بېل دي. یعنې په هممانیز کې څو وییونه په یوه مانا دي؛ خو په څو مانیز کې سرچپه دي، مطلب یو ویی څو ماناوې لري.

(سمون،۱‍۴۰۲- ۵۷ – ۵۸- ۵۹ مخونه)

څومانیزوالی یا ډېر مانیزوالی دې ته وایي چې د یوه ښووند (دال) یا نوم لپاره د څو ښوولیو (مدلولونو) پروړاندې ټیکاو ولري، په بله وینا، یو ویی څو ذهني انځورونه اوبیا تردغه منځ څو تړاوونه «ماناوې» راونغاړي بېلګې یې لکه: «غږ» د ( آواز) له (فونیم) ترم یا نومونې سره یو څلورمانیز ویی دی: د پارسی (آواز، صدا) د انډول په ټوګه (پلاني ته غږ وکړه. پېښور خواته آواز دود دی. د (خواهیش، مراجعه) انډول ( هغه راباندې یو غږ وکړ چې راسر مرسته وکړه.) د (مراجعه) په مانا (که څه دې په کار شو، یو غږ راباندې کولای شې.) د ( اخطار یا اپیل) به مانا، ( پاڅونیانو پر دولت غږ وکړ، چې پر خپل چلند نوې کتنه وکړي) د هیجان په مانا ( بیګاه د ګاونډی له کور یو غږ راغی) د چوپیتا یا ماتې په مانا ( له خولې یې یو غږ هم نه خېژي) د غونډلې کوم رغنده توکی نه، بلکې له آره د وینا او متن له رغنده توکو څخه ګڼل کیدای شي. څومانیزوالی هم یوه پرتلیزه ( نسبي) پدیده ده نه بشپړه او مطلقه. په دې مانا، کوم ویی ته چې موږ دوه مانیز (ذوالمعنین) یا څومانیز (کثیر المعانی) وایو، اړوندې ماناوې یې سره هرومروبېخي یورازوالی (عینیت) نه، بلکې ورتوالی لري. ورتوالی یا مشابهت په ژبه، ادب او هر هنري او پوهنیزې او طبیعي ښکارندو پدیدو کې په دې جاج، مفهوم او مانا دی چې د څو اړخونو د دوو څیزنو او پدیدو تر منځ یو برخیزه همرنګي بلل کېږي، او بشپړه او هر اړخیزه همرنګي بیا عینیت دی نه مشابهت. ( زیار، ۲۰۱۷، ۱۴۳- ۱۴۴مخونه)

څو مانیز وییونه (Polysemous Word)

څومانیز یا ډېر مانیز ویی هغه دی، چې یو راز یا ورته دوې یا زیاتې ماناوې ولري. (کواښ) د ( قهر، اخطار، اقدام، توربریښ، تهدید) (تور) دتیارې، تهمت، جال، تاریک) په مانا کارېږي.

څو مانیز ویي: د پېژندل شوې مفهومي اړیکې، د ژبې د وییونو تر کچې څومانیزه اړیکه ده. مثلا: (توپ) څو ماناوې لري، د لوبې کولو وسیله، د جنګي وسلې نوم او داسې نور. اصلآ په ټولو کې د ګردوالي مانا پرته ده. په څو مانیزو وییونو کې څو ماناوې پرتې وي، چې هره مانا یې له اصلي ویي سره اړیکه لري.

(عین) په عربي  کې ۷۰ ډوله کارېږي، چې په دې ډول لیکل کېږي؛ خو په ترادف کې یې اړیکې بېلې دي. عین – سترګې عین – چینې عین – مثل عین – خلاص

د څومانیزو جملو بېلګې:

۱ – څانګې ته وختم.

د ونې د شاخ په مانا؛ یعنې د ونې شاخ ته د ختلو په مانا.

د مسلک او دیپارتمنټ په مانا؛ یعنې هغه دیپارتمنټ چې په دویم پوړ کې دی هغه ته ختل.

ښخینه نوم په مانا؛ یعنې هغه انجلۍ چې څانګه نومېږي او په دویم پوړ کې یې دفتر دی.

۲ – تاته ښه دولت غواړم.

د پیسو په مانا؛ یعنې پیسیه داره شې، شتمن شې.

د مقام او ریاست په مانا؛ یعنې لوړ مقام ته ورسېږې.

۳ – سلیم کاکا ډېر تند سړی دی.

د ترخه، یا بد اخلاقه په مانا

د قهرجن په مانا

د حقیقت ویونکي په مانا

۴ – زمري اباسین ته لاس ورکړ.

د پخلاینې په مانا.

د یووالي او اتحاد په مانا.

د ملاتړ او مرستې په مانا

د روغبړ په مانا.

۵ – زمری راغی.

د نارینه نوم په مانا. هغه شخص چې زمری نومېږي راغی.

د حیوان په مانا. زمری (شیر) راغی

۶ – ډېر سپین سترګی یې.

د بې شرمۍ په مانا.

د سترګو د سپین رنګ په مانا

۷ – خان وزیر راغی.

د شخص نوم په مانا. یعنې هغه شخص چې نوم یې خان وزیزردی راغی.

د لوړ مقام او ریاست په مانا. یعنی خان او وزیر راغلل.

د اوبو (H2O) فورمول دی، چې د موقعیت په پربنسټ یې مانا بدلون کوي. کله چې په یوه چایجوشه کې واچول شي او هغه بړاس چې ترې پورته کېږي، موږ یې بخار بولو. دا چې آسمان ته لاړ شي، په وریځې بدلېږي، کله چې په مایع ډول د ځمکې لور ته راشي باران یې بولو، او په جامد شکل چې راشي؛ نو واوره یا ږلۍ یې بولو. دا چې په ځمکه کې جامد شي یخ یا یخی یې بولو او که مایع وي بېرته یې هماغه اوبه بولو. دا دومره ماناوې د موقعیت له بدلون سره ترې پیدا شوې، چې په مانیز چابیریال کې پراخوالی راغی، د ماناوو جال یې جوړ کړ، چې د اوبو تر چترلاندې رامنځته شو. سمون، ۱۴۰۲، ۶۱- ۶۲ مخونه)

د څو مانیزتوب د پیدا کیدنې علتونه:

۱: د څومانیزو وییونو د رامنځته کېدو یو لامل د ویي کارونې ترمنځ مفهوم دی. دا له دهنی انځور  څخه سرچینه اخلي، چې دا یو روښانه، واضح، قاطع او مشخص برید نه دی، بلکې ابهام دی چې کله ویی په ژبني متن کې استعمال شي؛ نو یوه برخه یې څرګندېږي. دا حالت هغې نندارې ته ورته دی، چې د نندارچیانو له کتو سره یې روښنایی زیاتېږي او نورې برخې یې هم تر دې وړانګې لاندې راځي.

لکه د (توند) ویی چې د تریخ، بداخلاقه او غوسناک په ماناوو کارول کېږي. د (روښان) ویی هم د رڼایي، پاک او روښان فکره مانا لري.

۲: څو مانیزتوب د ابهام زېږنده دی، کله چې په وینا، کلمو او جملو کې ابهام وي نو څومانیزتوب رامنځته کوي. یعنې د څومانیزتوب د پیداکیدو یو لامل په وینا کې د ابهام شتون دی.

۳: بله لار د څومانیز ویی تخصصي کارونه ده، چې زیاتره وییونه د عمومي مانا ترڅنګ په مختلفو ویناوو کې خاصه مانا پیدا کوي. دا وییونه لومړی په عبارتونو کې کارول کېږي بیا د زیاتې کارونې له امله عبارت وړېږي او د جملې مانا په یوه ویي کې راټولېږي.

بېلګې:

عمل: د طب په اصطلاح د جراحي عمل ترسره کول.

اصلاح: د سلمانۍ په اصطلاح کې د ویښتو اصلاح کول.

کله چې دا وییونه له مسلکي داېرې ووتل او رالنډ شول؛ نوعامې ژبې ته ننوتل. له دې ځایه څومانیز وییونه جوړ او بیا په ټولنه کې عامېږي. که څه هم ځینې وخت څومانیز کله ابهام رامنځته کوي او ژبنۍ اړیکې خرابوي. دغه د ژبې په کارونه کې ډېر نقش لري. که څو مانیز په ژبه کې نه وای؛ نو حافظې کار به ډېر دورند وه. موږ مجبور وو، چې دهرې موضوع د درک لپاره جدا جدا ویي ولرو. باید له یاده ونه باسو، چې څومانیزې پدیدې د ژبې په اقتصاد کې ډېر مهم رول لري.

 د پالمر په باور هغه عامل چې ویی څو مانیز دی؛ خو لیکل کېږي یو ډول او ویل کېږي په مختلفو بڼو، دې ډول وییونو ته ( همجوله) ویی ویل کېږي، لکه پښتو کې: لور«طرف» لور «دختر» لور «داس» لور« پېرزو» داسې نورې بېلګې هم شته دی. ( سمون، ۱۴۰۲، ۶۲- ۶۳ مخونه)

همانیزې جملې (Synonymous Sentences)

دوه جملې چې واحده مانا ولري ورته مترادفې جملې وایي، خو بیا ځینې ژبپوهان په دې اند دي چې په یوې ژبې کې دوو بشپړو همانیزو جوړښتونو ساتل ګټه نه لري، په همدې دلیل بشپړې همانیزې جملې وجود نه لري.(صاحب ارغند، ۱۳۹۶، ۱۴۳)

داکتر کورش صفوی په خپل اثر (درآمدی بر مانا شناسی) کې لیکي، چې د جملې همانیزوالی هغه دی چې د یوې پرځای بله داسې جمله وکارول شي، چې د جملې کلي مانا کې بدلون را نه شي لکه:

الف: ورور مې مجرد دی.        ب: ورور مې تر اوسه واده نه دی کړی.

د همانیزو جملو په اړه باید ووایم چې امریکایي ژبپوه چامسکي د شلمې پېړۍ په نیمايي کې نحوه او مانا یو له څخه جلا کړل، مانا یې هېره کړه او جمله یې په خپلواکه او مستقله توګه په نظر کې ونیوله. د چامسکي د زېږنده شکلي بدلون ګرامر (Transformation Generative Grammar) په نظریې کې یې مانا هېڅ ځای نه درلود، خو وروسته چامسکي د «کتز» او «فودور» د مقالې ( د مکانیز جوړښت نظریه) تر تاثیر لاندې راغی او دې نتیجې ته ورسید چې هر څومره چې نحوي توصیف ژور شي، مانیز مسایل هم په کې بررسي کېږي او په همدې اساس چامسکي مانیزه برخه له خپلې نظریې سره یو ځای کړه، یعنې د شکلي بدلون قاعده (Transformational) نه شي کولی په مانا کې بدلون راولي، بلکې یوازې یو جوړښت په بل جوړښت بدلوي، مثلآ:

همسایه ګان احمد را به شفاخانه رسانیدند.

احمد توسط همسایه ګان به شفاخانه رسانیده شد.

د معیار نظریې (Standard Theory) مطابق د پورتنیو دوو جملو د همانیزوالي په نظر کې نیولو سره دې پایلې ته رسېږو، چې دواړه جملې د یو واحد ژور جوړښت څخه مشتق شوې دي. دویمه جمله د شکلي بدلون څخه وروسته مجهوله شوې ده، چې د لومړۍ جملې څخه مشتق شوې ده، او شکلي بدلون د مانا په بدلون کې هېڅ نقش نه لري. (صاحب ارغند، ۱۳۹۶، ۱۴۴مخ)

د مانیز تعبیر لپاره باید د جملې ژور رغښت او د جملې برسیرن جوړښت ته پام وشي مثلآ:

همه زنان یک قالین بافتند.                    ټولو ښځو یوه غالۍ و اوبدله.

یک قالین توسط همه زنان بافته شد.       یوه غالۍ ټولو ښځو واوبدله.

همانیز وییونه (Synonyms)

هغه دي چې دوه یا زیات ناهمجولیز (غیرمتشابه) وییونه سره په یو وار یا ورته ماناوو کارول کېږي. همانیز وییونه ( په یوه کره لیکنۍ بڼه کې د هماغې یوې ژبې له ګړدودونو یا پور وییونو څخه سرچینه اخلي. لکه: پښتورګی او بډوډی، تیږه ډبره، ګټه کاڼی، غرګی یا وطن، هېواد او ټاتوبی…)

د همانیزو وییونو بېلګې:

کور، مېنه، منزل، جونګړه

جنګ، جګړه، شخړه

بیخ، بنسټ، بنیاد

خواري، غریبي، نیستي

همانیز وییونه یا کلمې باید کوم شرطونه ولري؟

۱ دوه وییونه هغه وخت همانیز دي، چې دواړه د یوې ژبې وي. که څه هم دا شرط د بحث وړ دی؛ خو سل په سلو کې داسې نه ده؛ نو وایو، چې وییونه مختلفې ماناوې لري. چې په ژبو کې مختلفوالی نظر په متن کې د استعمال وړ وي؛ نو چورلټ نشو ویلای، چې دوه وییونه په دوو ژبو کې مترادف او همانیز وي.

۲ هم ژبیتوب په همانیزو وییونو کې هم وي، لکه: خیر، نیک، شر او بد، او یا روح او روان د همانیزو وییونو په قطار کې نه راځي.

۳ درېیم شرط یې د خواناستي او ځایناستي وییونو ترمنځ په اړیکه کې دی، ډېر مهم او اساسي شرط دی، په دې توګه د وییونو په مانا کې ښکاره څرګندېږي. هر ویی له بل سره په پیوستون کې نور ماناییز وییونه رامنځته کوي. (سمون، ۱۴۰۲، ۶۰ مخ)

اخځلیکونه:

۱ – زیار، مجاور احمد، ۲۰۱۷ م، پښتو ماناپوهنه، اسد دانش خپرندویه ټولنه. کابل.

۲ – سمون، محمد مصطفی، ۱۴۰۲، ادراک او مانا، سمون خپرندویه ټولنه، کابل.

۳ – صاحب ارغند، ذبیح الله، ۱۳۹۶، ماناپوهنه، پکتوس خپرندویه ټولنه، کابل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب