شنبه, جون 29, 2024
Home+د کانکور ګډونوال کوم پوهنتونونه انتخاب کړي؟

د کانکور ګډونوال کوم پوهنتونونه انتخاب کړي؟

لیکنه: نوماند پوهنیار محمدعلي شاه الفت

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد

په افغانستان کې د لېسې دورې زده‌کړو له بشپړولو څخه وروسته هغه شمېر زده‌کوونکي چې د لوړو زده‌کړو ترلاسه کولو لېوال وي، اړ دي تر څو کانکور ازموینه ورکړي. د عمومي کانکور د پوښتنو شمېر ۱۶۰ وي چې د لېسې دورې د لوړو ټولګیو له ډېری مضمونونوڅخه راخیستل شوې وي او د هر مضمون برخه پکې ټاکلې وي. لویې برخې یې ریاضي، طبیعي علوم، ټولنیز علوم (اجتماعیات)، او السنه او جیولوجي وي.

د پوښتنو تر حل کولو وروسته خبره د پوهنتونونو ټاکلو ته رسیږي. د ازموینې هر ګډونوال پنځه ټاکنې کولی شي. د دغو ټاکنو اهمیت له لمړۍ ټاکنې څخه د پنځمې پر لورې کمیږي؛ یعنې لمړۍ درې ټاکنې باید په ډېر دقت او پوره پام سره وشي، خو په ځینو حالتونو کې وروستۍ دوه ټاکنې ممکن د یوه ګډونوال سرنوشت ور وټاکلی شي نو اهمیت ته یې په کمه کتل نه دي په کار.

په کلني ډول د ازموینو ملي اداره له ټولو دولتي پوهنتونونو/لوړو زده‌کړو مؤسسو څخه د نوي تحصیلي کال لپاره د محصلینو د جذب ظرفیت پوښتي. تر ازموینې څو ورځې مخکې د کانکور هر ګډونوال د هیواد د هر دولتي پوهنتون د ټولو څانګو د جذب له ظرفیت څخه خبریږي. له دې څخه وروسته، د ازموینې په ورځ د حل کړیو پوښتنو د شمېر، خپلې خوښې، د کورنۍ غوښتنو، کاري مارکېټ، ټولنیز موقف او نورو فکټورونو ته په کتو سره ګډونوال مختلف مسلکونه/ډیپارټمنټونه انتخابوي. په دې اړوند ډېرې خبرې کېدای شي چې کومو مسئلو ته پام وشي تر څو له هر اړخه مناسبه ټاکنه مو کړې وي، خو دا چې د لیکنې موضوع پراخوي، ور څخه تېرېږو.

تحصیلي څانګې په ډېرو دولتي پوهنتونونو کې سره ورته دي، لږ شمېر ډیپارټمنټونه داسې شته چې ځینې پوهنتونونه یې لري او نور یې نه لري. نو که د کانکور یو ګډونوال یو مسلک انتخابول وغواړي، کوم پوهنتون وټاکي؟ د خپل ولایت پوهنتون، د ور څېرمه ولایت پوهنتون، د زون مرکزي پوهنتون او که د هیواد له مرکزي پوهنتونونو څخه کوم یو یې؟ دغو پوښتنو ته مناسب ځوابونه پیداکول مو د دغې لیکنې موخه ده.

د کانکور ځینې ګډونوال چې د پام وړ کورنی ملاتړ نه لري یا یې کورنی اقتصادي وضعیت ډېر لوېدلی وي، هغوی که په لرې ولایتونو کې پوهنتون ټاکي، ممکن د تحصیلي دورې په جریان کې د یادو ستونزو له امله لوړې زده‌کړې پر نیمایي ورڅخه پاتې شي او هغه ژوندنۍ موخې یې چې لرلې، ور و نه رسیږي. دوی ته به ممکن مناسبه لاره دا وي چې که د یادو ستونزو حل ممکن وي، تر تحصیلي دورې مخکې دې د یادو ستونزو د حل هڅه وکړي. له هغو وروسته کولی شي داسې یو پوهنتون وټاکي چې لاسرسی یې ورته اسانه وي، یا هلته نیمه ورځ د کوم مناسب کار پیداکولو فرصت شتون ولري.

که له پورته یادې شوې طبقې کانکوریانو څخه نه یاست، یعنې هم مو په لوړو زده‌کړو کولو کې کورنۍ درسره همغږې ده او هم مو د کورنۍ اقتصادي وضعیت بد نه دی، نو واقعاً بختور یاست. تاسې ته مناسبه ده چې د ټولو دولتي پوهنتونونو اړوند معلومات پیداکړئ او د دوی له منځه غوره هغه یې ځان ته معلوم کړئ. یوه خبره چې تر ډېره رښتیا ده؛ دا ده چې پخواني (مشران یا سابقه لرونکي) پوهنتونونه د ځوانو پوهنتونونو په پرتله ډېر امکانات لري. که د اصولو مطابق ډېټا را ټوله او تحلیل کړل شي حتمن معلومیږي چې د سابقه لرونکو پوهنتونونو فارغان د ځوانو پوهنتونونو د فارغانو په پرتله په خپلو مسلکونو کې ډېر برلاسي دي ځکه خو په ګمارنو کې د څه نا څه اضافي امتیاز خاوندان هم ګڼل کیږي. پایله دا کیږي چې غوره پوهنتونونه به ډېری د مشرانو پوهنتونونو له جملې څخه مومئ. اوس نو غور وکړئ؛ د ټاکلیو پوهنتونونو له منځه د کوم یوه چاپېریال/ولایت، موسم او اقلیم، ستاسې له استوګنځای څخه واټن، او د تدریس ژبه یې تر نورو پوهنتونونو ډېر ستاسې له خوښې سره برابر دي؟ هر نوم مو چې مخې ته راغی، دا مو تر ټولو مناسبه ټاکنه ګڼل کېدلی شي. دا کار تر پنځم انتخاب پورې کولی شئ.

د دوهمې کټګورۍ ګډونوالو ته د مرکزي پوهنتونونو اړوند څو مشورې ورکول اړین بولم. لمړی دا چې که مو د خوښې وړ تحصیلي څانګه په مرکزي (کابل کې واقع) پوهنتونونو کې شتون لري، همدلته یې وټاکئ؛ دا کار د تحصیل تر څنګ ډېر شمېر نورې ګټې هم درته لري. که بیدار واست، ډېر فرصتونه په لاس درځي. دوهم دا چې هیڅ مرکزي پوهنتون په کومه ژبه پورې مختص (ځانګړی) نه دی، په دې اړوند حاکم روایت ناسم دی. تاسې بېغمه خپل درسونه پکې پیل کړئ، د هیواد د لوړو زده‌کړو وزارت د قانون له مخې د پوهنتون هر استاد د هیواد په دواړو ملي ژبو باید برلاسی وي. که تاسې ته د تحصیل په جریان کې په دې اړوند کومه ستونزه مخته راځي، د اړوند پوهنځي او پوهنتون له مسؤلینو څخه یې د حل غوښتنه کولی شئ. وروستۍ یې دا چې له لوړو زده‌کړو تر لاسه کولو سره په عین وخت کې دوهمه ملي ژبه زد‌ه‌کوئ. د نړیوالو ژبو، د کمپیوټر او ټکنالوجي اړوند معیاري او د هیواد په سطحه ښو ښوونیزو مرکزونو ته لاسرسی لرلی شئ.

پایله دا کیږي چې د ژوند شرایطو ته په کتو مو د خپلې راتلونکې جوړونکو زده‌کړو لپاره یو مناسب ځای وټاکئ. که د ځوانو او لویو پوهنتونو تر منځ د پرتلې خبره شي، لوی پوهنتونونه وټاکئ. که د ولایتي او مرکزي پوهنتونونو خبره شي نو مرکزي پوهنتونونه وټاکئ. دا هم له یاده مه باسئ چې ښه زده‌کړییز چاپېریال ستاسې د زده‌کړې پروسه اسانولی شي خو که تاسې و نه غواړئ چې څه زده‌ کړئ، د نړۍ هیڅ پوهنتون یې هم نشي در زده‌کولی. هر ځای چې یاست، ځاني هڅې مو حتمن رنګ راوړي.

3 COMMENTS

  1. یو وړاندیز د افغانستان پوهنتونونو لپاره :
    تراوسه په ټولو پوهنتونونو کې اجتماعي برخې لکه شرعیات ، حقوق ، ادبیات ، اجتماعي علوم او نورې رشتې خورا ډېر دي ، اما زمونږ ټولنه اوس په دې برخه کې کافي کدرونه لري .
    د اوسني عصر او وخت تقاضا داده ، چې مونږ باید د ساینس او تکنالوژي په برخه کې فعاله او تکړه مسلکي ماهرین ولرو.
    بنا د عالي تحصیلاتو وزارت باید د انجنیري ، تکنالوژي ، کانو پېژندنې او استخراج ، د اوبو د تنظیم ، بندونو جوړولو ، برښنا تولید ، پلونو او لویو لارو جوړولو ، خفیفه او ثقیله صنایعو ، نساجي ، کمپیوتر او په هغو پورې مربوطې سلګونې رشتې ، زراعت او مالداري ، وترنري ، طب او طبابت سلګونو مختلفې رشتې ، درمل جوړوني ، ساختماني ، د نظامي صنایعو د تولید او ترمیم رشتې ، نرسنګ او په پورته رشتو کې د استادانو روزلو او نوروضروري برخو کې کدرونه وروزي .
    په هغو مسلکي برخو کې چې زمونږ خویندې پکې علاقمندي ولري لکه کمپیوتر ، طب ، درمل جوړونه ، د ماشومانو روزنه ، نساجي او نورو کې زیاتې جذب شي ، تر څو په راتلونکې کې مونږ ټولنې ته سالم ، په اسلامي او افغاني روحیه وفادار ماهرین او کدرونه وروزي .

  2. نظري صاحب مننه ښه په زړه پوری او د افغانستان د پرمختګ وړاندیز دی.

  3. دې لیکنې مې کابل پوهنتون، زموږ نوټونه، تشانابونه، د لیلې پتنوسونه، د خان علي چنچه او د طالبانو په تیره دوره کې د هنرها پوهنځني او لیلې تر منځ د کیناراپونو بویونه ټول رایاد کړل.

    الفت صاحب ډیرې ښې لارښوونې او نظري صاحب ښنه نظرونه ورکړي. خدای دي اجرونه ورکړي.

    خدای پاک دې په ټولو هغو کسانو چې دولتي او نادولتي پوهنتونو ته ځي ورحمیږي ځکه چې په ملک کې د اړینو مسلکونو د اړتیا او د پوهنتونو له خوا په بیلابیلو برخو کې تدریسي رشتو تر منځ هیڅ ډول انډول نشته. افغانستان غوندې هیواد تمکرز باید په لومړنیو زده کړو وشي، بیا په منځنیو او بیا په لوړو…د دیني مدرسو او پوهنتونو تر منځ هیڅ توپیر نه لیدل کیږي، دواړه یو شمیر کسان فارغوي چې په ټولنه کې ورته اړتیا نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب