جمعه, اپریل 26, 2024
Home+پښتو متون سمـــېدل غواړي(۶) استاد محمدمعصوم هوتک

پښتو متون سمـــېدل غواړي(۶) استاد محمدمعصوم هوتک

ب – د متن لیکونکي او برابروونکي د شخصي قضاوت ښکارسي:

          د خطي نسخو کاتبانو او د چاپي متن برابروونکو په متن کي په بې مسئولیتۍ سره لاس وهلی دئ. دوی په خپل رسالت او مسئولیت یا نه پوهېدل یا ئې لاسوهنه د دوی په نزد د اصلاح او سمون په نیت کوله. دوی فکر کاوه چي په دې لاسوهنو سره د منقول عنها نسخې د لیکوال غلطۍ او تېروتني ورسموي خو خبر نه ول چي په دې کار سره ئې د متونو

 د تاراج او مسخه کولوعملیه تر سره کوله.

لاسوهني که جمع بندي کړو، نتیجه به ئې داسي راووزي:

  1. کاتب د خپلي لهجې تر اغېزې لاندي راځي او د خپل تلفظ او وینګ ارجحیت ئې دې ته اړ باسي چي په متن کي د ده په نظر اصلاحات راولي. (نه) د (څخه) پر ځای راوړي او برعکس لا هم.
  2. له کاتب څخه د ناپوهۍ او غفلت له اسیته په متن کي بدلونونه راځي او کله کله خو د تلوار له خاطره هم د متن اصلي جوله الیشه کېږي.
  3. کاتبان د ژبي د سوچه کولو په ناروغي اخته وي. دوی غواړي له متونوڅخه د پردیو ژبو اغېزې پوجي کړي خو پام ئې نه وي چي په دې عمل سره د متن له خپل اصلي مخ څخه پزه هم ورپرې کوي. (وګ: دهمدې لیکني د پښتو سوو لغتو برخه)

ج – د چاپي متونو برابروونکي هم د کاتبانو او ناسخانو په شان د متن په مسخه کولو کي شامل دي. پر دوی باندي هم پورتني بیان سوي حالتونه تطبیق کېدلای سي او پر څنګ ئې نور مشکلات دا وي چي ښایي هغه نسخه یانسخې، چي دی چاپی متن ورڅخه برابروي، زړه وي، ورَسته وي، شوړېدلې یا اوبو وهلي وي، نیمګړې وي … او نوري ټکي و ډبري پر رالوېدلي وي او له سم لوستلو ئې ایستلې وي. د متن ترتیبوونکی ئې د خپل عندي قضاوت تر اغېزې لاندي رانقلوي او خپروي ئې.

ښایي د چاپی متونو د تصحیح په کار کي غفلت سوی وي، لوستل ئې سخت وي، توري په مطبعه کي سم نه وي لګېدلي.

ښایي د لیکوال یا شاعر په خپل خط د لیکلو نسخو نه سته والي دي د چاپی متن د ناسم والي عامل گرځېدلی وي.

د – د مادي گټي په خاطر نسخې زړول، زړې ښوول، غلطي نېټې وراچول هم د لاسوهنو له پاره زمینه برابروي. زما په کتابتون کي د عبدالقادرخان خټک د یوسف و زلیخا یوه خطي نسخه سته چي د کتابت نېټه ئې ښوول سوې ده. خو نسخه له ورایه معلومېږي چي د ؟ په نامه یو چا له روس سره د جهاد په کلونو کي د بلوچستان د سورخاب په کمپ کي خطاطي کړې ده او د دغه تقلب هدف ئې د پیسو تر لاسه کول وو.

هـ – د کتابت او تالیف د نېټو سره گډول:

د متونو په برابرولو کي د ټولو متنپوهانو پر دا یوه خبره باندي اتفاق دئ چي د متن په تهیه کي باید هغه نسخه د اصل په توگه ونیول سي چي په زماني لحاظ تر نورو زړه وي. هر څونه چي نسخه زموږ زمانې ته نزدې استنساخ سوې وي، هغونه ئې د تحریف، بدلون او لاسوهني احتمال زیات وي. د نسخې د زړتابه په برخه کي بیا یوه ستونزه دا ده چي کاتبان پر نسخه باندي د کتابت نېټه لیکي او دا خبره نه لیکي چي منقول عنها نسخه، یعني هغه نسخه چي ده دا خپله نسخه ځني رانقل کړې ده، په کومه نېټه لیکل سوې وه.

د متن برابروونکي ته یوازي په پښتو پوهېدل کفایت نه کوي، عربي او فارسي هم ورته په کارده. د نسخو د کتابت تاریخ زیاتره په عربي وي. عربي حساب خو ئې باید هرومرو زده وي. کاتبان د نسخو په پای کي یو راز مکرر عبارتونه راوړي او اکثره په فارسي، عربي یا په دواړو ژبو گډوډ وي. تمت بالخیر …

کله کله د یوې خطي نسخې په پای کي کومه نېټه په نظم، په نثري عبارت یا په عدد لیکل سوې وي او مصحح فکر وکړي چي دا عدد د استنساخ نېټه ده، خو هغه د کتاب د لیکلو تاریخ وي. یا برعکس؟ د احمدشاه باباد دېوان د پای څلوریځه ئې مثال دئ.

و- نسخې ته اوبه رسېدل، اوبوزو وهل، په صحافت کي متن کنډو کول، د گنډلو پر وخت متن ضایع کول هم کله کله د لاسوهني عامل کېدلای سي. مصحح چي له دغه راز ستونزو سره مخامخ سي د متن د بشپړولو له پاره باید له ځانه تصرف وکړي. د تصرف له پاره که پیاوړي او قوي او منطِقي قرینې موجودي نه وي، له ناوړي لاسوهني سره به ئې هیڅ توپیرنه وي.

د متونو برابرول ځان ته اصول لري چي نه مراعاتول ئې د دغو تاریخي پاڼو د سوځولو حیثیت لري. د متونو په سمولو کي که د یوې کلمې یا یوې فقرې د لوستلو په برخه کي چا له حدس وګومان څخه کار واخیست، ګویا پر غلطه روان سوی دئ. د متن په تصحیح کي حدس هغه وخت مجاز دئ چي د احتمال له پاره ئې د نورو معتبرو نسخو ملاتړ موجود وي. هسي هوایي حدس وهل د متونو د برابرولو معتبر پوهان نه خوښوي او په کلکه ئې ردوي. هر چا که د هرې کلمې ثبت ته د شک په سترگه کتل، دغه شخص دقیق متن تهیه کولای سي.

ز – د خطي نسخو ناسمه لوستنه:

د خطي نسخې متن سم نه وي لوستل سوی . کله کله له کاتبانوڅخه زور – زېر پاته سوي وي. (شو)، (شوه) هم لوستل کېدلای سي او سوی هم دئ.

د عبدالقادر خان خټک په دېوان (۱۳۶۸ش چاپ) کي لولو:

حکومت ناستی په پل د جهنم دی

سهل کله د عالـــــــــم حکمرانی ده

(۴۳۹مخ)

ما ته د دغه بیت اول نیم بیتی داسي سم ایسي:

“حکومت ناستی پر پله د جهنم دی”

“پر” خو کاتب او مرتب له خپلي لهجې سره سم اړولی دئ او د دې راز اړوني مثالونه په کلاسیک ادب کي په پېخر دي. د “پل” پر لام باندي په غالب گومان سره زور(فتحه) یا له کاتبه پاته سوې ده او یا مرتب نه ده لیدلې. پر دغه بیت باندي به وروسته نور بیان هم ولولئ.

اشرف خان هجري وایي:

نه به وصل درانجــــــاوشي له هیره

نه به هیر دیدې روشني په رانجا کا

( ۴مخ)

په متن کي “روشن” دئ چي د یوې هجا کمبود په شعر کي سکته راوړې ده. په اصل کي ښایي تر نون لاندي زېر یا له کاتبه پاته سوی وي، یا به د متن چاپوونکي دقت نه وي ورته کړی.

په خطي نسخو کي د اعراب له پاره مشترکه قاعده نسته هر لیکوال او خطاط ئې په خپل فکر او پوهه د تورو پر سر یا تر هغه لاندي ایږدي. لوستونکي زیاتره د دغو حرکاتو په لوستنه کي غلطي کوي. د عبدالقادرخان خټک د دېوان د۴۳۹ مخ بیت چي مخکي مو راووړ او تبصره مو پر وکړه، دلته بیا هم صدق کولای سي.

حکومت ناستی په پل د جهنم دی

سهل کله د عــــــــــالم حکمراني ده

دلته وینو چي په بیت کي “په پل” ثبت سوی دئ چي سم شکل ئې “په پله” یا “پر پله” دئ. د لام زور (فتحې) ته پاملرنه نه ده سوې یا له کاتبه (زور) پاته سوی دئ او په دې ډول د متن “په پل” باندي ژبپوه د خپل ژبني تحلیل تاداو ایږدي او موږ ئې فکر کولای سو چي د دې تحلیل تاداو به څونه لړزانده او غیرواقعي وي.

ح – زموږ زیاتره متون د سرکاري او رسمي پروژو په خاطر تهیه سوي وي او تر سر تیري سوي وي او د پروژې د بشپړولو له اسیته په متن کي راز راز لاسوهنو لارموندلې وي.

ط  – تعجیل:

          کله کله پر یوه متن باندي دوه تنه په عین وخت کي کار پیل کړي او هر یو بېړه کوي چي تر ها بل چا دمخه متن خپور او ویاړ ئې تر لاسه کړي.

د دغي بېړي او تلوار له خاطره هم په متن کي د لازم دقت اصول تر پښو لاندي کېږي او ناروا لاسوهنو ته زمینه برابرېږي .

ی  – او په پای کي باید ووایم چي د متن څېړني لازمه پوهه نه لرل هم دناروا لاسوهني عامل کېدلای سي.

2 COMMENTS

  1. محترم استا صاحب:
    ستاسو دانټرنېټ بانډار ځای (site) ېعنې HotakOnLine.com کارنه کوي. زما هيله داده چه که ېې چار وکړای سی. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب