Home+راشدخان په شل اوره سیالیو کې ۵۰۰ ویکټونه پوره کړل

راشدخان په شل اوره سیالیو کې ۵۰۰ ویکټونه پوره کړل

تاند (سې شنبه، د دلوې ۴ مه) د افغانستان او نړۍ د کریکټ نامتو لوبغاړي راشد خان د جنوبي افریقا په غوره لیګ کې د شل اورونو په فارمټ کې ۵۰۰ ویکټونه پوره کړل.

دی تر دې دمه د نړۍ دوهم لوبغاړی دی چې په شل اوره سیالیو کې یې ۵۰۰ ویکټونه اخیستي دي.

راشدخان، چې د جنوبي افریقا په روانه غوره لیګ کې د کیپ ټاون لوبډلې کیپتان دی، د  د دوشنبې په ورځ له پریتوریا کيیټلز لوبډلې سره په مسابقه کې درې لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول چې یوازې یې ۱۶ منډې ورکړې.

د جنوبي افریقا باولر داواین بریفو ۶۱۴ ویکټونه اخیستي خو نوموړي تر راشدخان خورا ډیرې لوبې کړي دي.

راشدخان د تیر میلادي کال په وروستیو کې وروسته له دې د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې د شل اوره سیالیو کیپتان غوره شو چې تکړه لوبغاړي محمدنبي له کیپتانۍ استعفا ورکړه.

راشد خان په وروستیو کې د استرالیا له لوري له افغانستان سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ پر لغوه کولو نهیلي ښوولې او خبرداری یې ورکړی چې ښايي په دې خاطر د استرالیا په بیګ باش غوره لیګ کې ګډون ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...