پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاسناد ښيي د ط استخباراتي کس له خلکو باج غواړي

اسناد ښيي د ط استخباراتي کس له خلکو باج غواړي

تاند:( سې شنبه، د دلوې څلورمه)‏ په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو د يوه کارمند څارنوال سمیع الله حقیار په اړه تر لاسه شوي اسناد څرګندوي، چې نوموړي د ټولنیزو رسنیو له لارې له خلکو باج غوښت او هم ېې د همدغو رسنيو له لارې خلک ترکېې ته په قاچاقي لارو د وړلو په نوم لوټل.

تاند ته رسیدلي اسناد څرګندوي، چې نوموړی په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی او ورڅخه د پلټنو پر مهال د نوموړي په موبایل کې د « شین لغمان»، « منصور حقیار» او نورو مستعارو فيسبوک اکونټونو د موجودیت اسناد تر لاسه شوي.

د طالبانو يوې سرچينې پر نوموړي لګول شوی تور تایيد کړ او ويې ويل، چې له څارنوال حقیار څخه پلټنې روانې دي.

 دغه طالب استخباراتي کس تورن دی، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې ېې افغانان د ایران له لارې ترکیې ته بیول، په لاره یې د انساني قاچاق د بانډ په همکارۍ بندیانول، شکنجه کول او له کورنیو څخه ېې پریمانه پیسې غوښتې.

د نوموړي په اړه ویل شوي، چې څه موده په بګرام کې د طالبانو د يوه قومندان ملا بختیار تګابي او مولوي فرهاد سره پر دندې بوخت و.

سمیع الله حقیار د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی دی او اوس په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو جاسوس و.

ويل کېږي، چې هغه د طالبانو په ځینو مشرانو او ځايي چارواکو پسې هم په وروستيو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې تبلیغات کول، چې له دې کبله نیول شوی او نور اسناد يې پر ضد ترلاسه شوي.

نوموړي سره په دې اړه په خبرو ونه توانیدو.

د طالبانو د اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسیون مشر هدایت الله هدایت هم په وروستيو کې د يوې افغان خبریالې حسيبه اټکپال په نوم د مستعار ټویټر اکونټ په لرلو تورن شوی و، خو هغه د بل چا له لوري د ياد شوي اکونټ د ور سپارلو او په خپل نوم ېې د بدلولو ادعا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب