څېړونکی: صبغت الله قیام.
لارښود: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی.
لنډيز
مانیز تقابل د وییونو تر منځ مانیز تضاد، ټکر، مانیزنقض او له یو بل سره له هر پلوه برعکسوالي او تضاد ته وايي. مانیز تقابل ځينو پوهانو له مانیز تضاد سره مترادف بلل، خو تقابل لکه له نوم څخه یې چې څرګندېږي د دوو پدیدو یو د بل پر وړاندې واقع کېدو ته وايي او مانیز تضاد تر ډېره د دوو وییونو له یو بل سره مانیز مخالفت ته وايي. دا دوه وییونه تر ډېره نسبي مترادف بلل شو.
متضاد توب په خپل منځ کې د ځینو اړخونو له مخې اړیکې سره لري؛ لکه:د وخت د مفهوم له مخې: ورځ – شپه. د فضا د مفهوم له اړخه: لرې ـ نږدې. د انسان د کیفیت او خاصیت له مخې: ښه ـ بد.
متضادتوب له بېلابېلو اړخونو په مختلفو ډولونو وېشلی شو، چې مشهور یې عبارت دي له:
۱ـ د کلام اجزاوو ته په پام وېشنه، چې په دې وېشنه کې مانیز تقابل په پینځو ډولونو باندې وېشل شوی: د نومونو ډله، د ستاینومونو ډله، د قیدونو ډله، د فعلونو ډله او د مصدرونو ډله.
۲ـ د اندازه ګیرۍ، رتبې، کیفیت، نښې او ځینو نورو خصوصیاتو له مخې د متضادو وییونو ډلبندي، چې په دې ډلبندۍ کې هم پينځه ډلې متضاد وییونه معرفي شوي: رتبي، غیر رتبي یا مطلق، ناجوړې متضاد، رابطه یي او نښانه لرونکي متضاد.
۳ـ د پښتو ژبې مورفولوجیکي جوړښت ته په پام وېشنه، چې د دې وېشنې پر اساس دوه ډوله متضاد وییونه معرفي شوي: الف: ولۍوال. ب: (پرېفکسي) چې د نفې مخ وندی ولري.
دا چې پاراډوکس (چې اصلاً په بلاغي علومو کې د ځانګړي ارزښت وړ دی)؛ خو څرنګه چې د مانا سره سروکار لري او له بل اړخه د متضادو مفاهیمو له غاړه غړۍ کېدوڅخه منځته راځي؛ نو په همدې اساس مو په دې موضوع هم مختصر بحث کړی او له عام تضاد سره یې په توپير غږېدلي یو.
مهم وییونه: مانیزتضاد (مانیزتقابل)،اسمي تضاد، فعلي تضاد، قیدي تضاد، مصدري تضاد، توصیفي تضاد، رتبي تضاد، غیررتبي تضاد، ناجوړې متضاد، رابطه یي متضاد، نښانه دار متضاد، ولۍ وال متضاد، پرېفکسي متضاد، پاراډوکس.
سریزه
مانیز تقابل چې تر ډېره یې کار د وییونو له مانیز ټکر او تضاد سره دی، په ژبه کې په طبیعي توګه موجود دي. مانیز تقابل په ژبه کې د ځانګړي ارزښت لرونکی بحث دی، چې په مانا پوهنه، لغت پوهنه، ادبي فنونو او نورو حوزو کې بحث ورباندې کېدای شي.
په دې مقاله کې د مانیز تقابل په ډولونو باندې بحث شوی. مانیزتقابل د وییي، عبارت، جملې او وینا په کچه مطرح کېدای شي؛ خو تر کومه چې د ژبپوهنې په آثارو کې په مانیز تقابل باندې بحث شوی؛ نو دا بحث یې تر ډېره په ویيي پورې محدود کړی. په دې مقاله کې هم د وییي په کچه د مانیز تضاد په ډولونو باندې بحث شوی. دا چې د مانیز تقابل موضوع د لغت پوهنې او مانا پوهنې په هر اثر کې یو څه ځيرل شوې او په ډولونو یې هم بېلابېلو پوهانو نظرونه څرګند کړي، نو غوره مې وبلله، تر څو د دې بحث سره تړلي جامع موارد له ځينو معتبرو منابعو څه را واخلم او د مانیز تقابل د بېلابېلو ډولونو یو جامع تصویر وړاندې کړم.
همدارنګه د مانیز تناقض او تضاد په توپير باندې مو هم بحث کړی. په همدې ترتیب مو په پاراډوکس چې (اصلاً په ادبي او بلاغي علومو کې د ځانګړي بحث موضوع ده) هم بحث کړی او له مانیز تضاد سره یې پر توپيرونو باندې غږېدلي یو.
د موضوع شالید
د مانیز تقابل یا تضاد اړوند ډېر مواد او معلومات په هره ژبه کې پيدا کېدای شي، تر کومه چې د مانیزو لغتونو د رامنځته کېدو خبره مطرح کېږي؛ نو ویلی شو، چې مانیز تقابل د یوې ژبې په ذات کې په طبیعي توګه موجود وي، خو د دې سره سره بیا هره ژبه د ځینو متضادو جوړو د جوړولو لپاره ځینې خاص قواعد لري، چې بیا یې هم د هغې ژبې له طبیعي جوړښته ګټه اخیستې وي.
مخکې مې یادونه کړه، چې د مانیز تقابل اړوند مواد په هره ژبه کې موندل کېدای شي. په پښتو ژبه کې د لغت پوهنې او مانا پوهنې په هر اثر کې دې موضوع ته اشارې شوې، مثلاً: د ذبیح الله صاحب ارغند (مانا پوهنه)، د میراجان غوربندي (لغت پوهنه)، د پوهاند مجاور احمد زیار (وییپوهنه) او (پښتو مانا پوهنه) او…
د مانیز تقابل (تضاد) پېژندنه
مانیز تقابل یا مانیز تضاد په اصل کې د لغت پوهنې او مانا پوهنې له مهمو بحثونو څخه یو دی، چې تر ډېره یې سر او کار د وییونو له مانیز ټکر او تضاد سره دی. کله چې د دوو وییونو مانا یو له بل سره په ټکر کې واقع شي، یا یو د بل په مقابل کې واقع شي او یا هم یو د بل مانا نقض کړي، نو وایو چې دا لغتونه په مانیز لحاظ متضاد او یا هم متقابل وییونه دي. مانیز تضاد په ادبي صنایعو کې هم د خاص اهمیت لرونکی دی، خو په مانا پوهنه کې بیا د ځانګړي ارزښت لرونکی دی.
فرانګ ر. پالمر وایي، چې ژبه دومره هممانیزوالي ته اړتیا نه لري، څومره چې متضادو معناوو ته یې لري. (ارغند،۱۳۹۶: ۸۱).
دا چې د مانیز تقابل اړوند بېلا بېلو پوهانو خپل نظرونه څرګند کړي؛ نو اړتیا ده تر څو د مانیز تقابل یا مانیز تضاد د ښې پېژندنې لپاره د دوی د نظرونو یادونه وکړو:
دولت لودین په خپل اثر لغت پوهنه کې لیکي: متضاد لغات هغو لغاتو ته ویل کېږي، چې په خپلو منځو کې د مانا ګانو له مخې تضاد ولري، یا دا چې د کیفیت له پلوه د داسې نښو او علامو څښتنان وي، چې د همدې له امله یو لغت د بل سره معنوي تضاد ولري. (لودین، ۱۳۵۵: ۹۳)
میراجان غوربندی هم پورته نظر ته ورته نظر لري، دی لیکي: دا هغه برخه لغتونه دي، چې پخپلو منځونو کې د ماناګانو، کیفیت او یا د ځینو نورو نښو نښانو په درلودلو سره په خپل منځ کې تضاد لري. په دې توګه یو لغت د بل سره معنوي تضاد لري. (غوربندی، ۱۳۹۸: ۱۱۰)
په (نګاهی تازه به معناشناسی) کې لولو: « اصطلاح (تضاد معنايی) را برای معانی متقابل بکار می بریم و واژه هایي که در تقابل معنایی با یکدیګر قرار میګیرند (متضاد) یکدیګر می نامیم» (پالمر، ۱۳۶۶: ۱۳۶)
په هر صورت د متضادو لغتونو ډله په ژبه کې د ځانګړي ارزښت لرونکي وییونه دي، چې د مانا په څرګندولو او مفهوم رسولو کې خاص ځای لري، مثلاً موږ ډېری وخت د متضادو لغتونو په وسیله متضادې پدیدې پېژنو؛ مثلاً احمد لوړ دی؛ خو همدا لوړوالی د (ټیټ) په ويي هم څرګندولی شو، که ووایو چې احمد ټیټ نه دی، مانا دا چې د (ټيټ) د ویي مانا نقض شوه او دا یې څرګنده کړه چې احمد هغه څوک دی، چې ټيټ نه دی او یا هم د ټیټ په مقابل کې واقع مفهوم لري.
وایي، که متضاد لغتونه د لغتونو د ګروپونو له مخې وکتل شي، نو په ساده لغتونو کې راځي. (لودین، ۱۳۵۵: ۹۳)
د متضادو وییونو د ښې پېژندنې لپاره اړتیا ده تر څو لاندې ټکي هم په نظر کې ونیسو:
۱ـ متضاد وییونه دوه لغتونه وي.
۲ـ په متضادو وییونو کې مانیز ټکر، برعکسوالی، یو د بل مانا نقض کول، یو د بل د مفهوم منفي کول، یو د بل کیفیت نقض کول او دې ته ورته متضادې اړیکې موجودې وي.
۳ـ د متضادو وییونو په وسیله په ډېرو مواردو کې یو او بل هم شرحه کولای شو.
۴ـ په مانیز تقابل کې داسې وییونه هم شتون لري، چې څو مترادفات ولري ، له بل اړخه یې مقابل وییی هم د څو مترادفاتو لرونکی وي، کېدای شي دا ډول جوړې سره متقابلې (متضادې) وي، مانا دا چې د طرفینو له ډلې د یوه طرف هر مترادف وییی کېدای شي د بل طرف د هر وییي پر وړاندې متضاد وي؛ مثلاً: لوی، ستر او غټ چې هممانا وييونه دي، له وړوکي، کمکی، کوچیني، چې دوی هم مترادف وییونه دي، متضاد وي. دا ډول د وییونو ډلې ته ښایي د متضادو وییونو ډلې ووایو.
۵ـ د متضادو وییونو اړوند د دې یادونه هم اړینه ده، چې متضاد وییونه هغه وخت سره متضاد دي، کوم وخت چې په خپله اصلي مانا کې وکارول شي، یعنې که دوه متضاد وییونه چې اصلي ماناوې یې سره په ټکر کې وي، په داسې ترکیبونو او جملو کې تر غور لاندې ونیسو، چې هلته یاد وييي د خپلې اصلي مانا پر ځای په مجازي او یا هم ضمني مانا کارول شوي وي؛ نو ښايي، د متضادوالي اړیکه یې تر پوښتنې لاندې راشي؛ لکه: که و وایو، چې فلانی قلم لري او زموږ موخه ترې دا وي، چې پوهه لري، (دلته د قلم مانا پوهه ده)، که (د قلم د نه لرلو یا عدم) سره یې په نظر کې ونیسو؛ نو په لومړۍ جمله کې کارېدونکی قلم چې د پوهې په مانا کارول شوی او دا یې مجازي او کنايي مانا ده، د دویم قلم، چې مادي قلم ترې مراد دي، د تضاد په اړیکه کې وګورو؛ نو څرګندېږي، چې دا دوه ویونه (قلم ـ پوهه) او (نه قلم – عدم قلم) سره په تضاد کې نه دی. دولت محمد لودین لیکي «… متضاد لغات یوازې د یوې معنی د لرنې په چوکاټ کې یو د بل تضاد ګڼل کېږي، که په دغو دوو لغاتو کې کوم یو د ټاکلې معنی څخه بلې معنی ته واوړي؛ نو په دې وخت کې د هغه بل لغت سره د هماغې پخوانۍ معنا په درلودنه تضاد نه ګڼل کېږي.» (دولت، ۱۳۵۵: ۹۶)
۶ـ کله چې په پوښتنیزه جمله کې دوه متضاد وییونه څنګ په څنګ راځي نو د دواړو تر منځ «که» راځي؛ لکه: نن ځې که سبا. په نورو جملو چې کله متضاد وییونه خوا په خوا راشي؛ نو «او» یې تر منځ راځي؛ لکه: زه په ښه او بده پوهېږم. یا زه تور او سپین پېژنم.
د متضادو ويیونو تر منځ اړیکې
متضاد لغات د دې لپاره کارول کېږي، چې یوه پدیده د بلې په مقابل کې ودروي، بیا دغه متضاد توب په خپلو منځونو کې یو تر بله سره د ځینو ملحوظاتو له مخې روابط لري؛ لکه:
۱ـ د وخت د مفهوم له مخې: ورځ – شپه، د وخته – ناوخته، ژمی – اوړی، تل – کله کله، سبا – بیګا.
۲ـ د فضا د مفهوم له اړخه: لرې ـ نږدې، تنګ ـ پراخ، شمال ـ جنوب.
۳ـ د انسان د کیفیت او خاصیت له مخې: ښه ـ بد، زړور ـ بې زړه، هوسا ـ ستړی او…(دولت، ۱۳۵۵: ۱۰۴، ۱۰۵)
سیما وزیرنیا وايي: «رابطه تضاد دو نوع است: ا) مطلق. ((لکه: شپه او ورځ، غم او ښادي.)) ۲) نسبي، مانند رابطه میان بزرګ و کوچک یا تیره و روشن. این تضاد از آن رو نسبي است که ممکن است یک شیئ که نسبت به شیئ دیګر روشن یا کوچک است نسبت به شیئ دیګر تیره یا بزرګ باشد. این رابطه در جفت واژه های نظیر: دراز و کوتاه، پهن و باریک و کم و زیاد نیز صادق است (وزیرنیا، ۱۳۷۹: ۸۴)
تضاد او تناقض
د تضاد اړوند مو مخکې جامع بحث وکړ، دا چې تضاد او تناقض څه توپير سره لري او که نه دلته به یو څه بحث ورباندې وکړو.
د تضاد او تناقض مانا په لغتنامو او فرهنګونو کې تر ډېره یو شان ده، خو متضادتوب تر ډېره د دوو پدییدو او دوو کلمو تر منځ وي؛ لکه: شپه – ورځ، سهار – ماښام، تور – سپین او نور، یعنې تر ډېره تضاد د کلمو په کچ وي؛ خو د تناقض لمن بیا تر ډېره له کلماتو اوړي د جملې او وینا په کچ وي، له بل اړخه تناقض په بالفعل ډول وي، یعنې که چېرته په یوه جمله یا وینا کې داسې تضاد واقع وي، چې اصلاً د نقض وړ وي دې ته تناقض وايي؛ لکه: ړوند انځور ګوري، یا کوڼ سندره اوري، دا جملې د مانا په لحاظ متناقضې جملې دي، یانې د دې جملو په مانا کې نقض موجود دی؛ ځکه ړوند انځور نه ويني او نه هم کوڼ سندره اورېدلی شي.
متناقضې جملې په عادي وینا او عامه ژبه کې تر دېره نه کارول کېږي؛ خو په بلاغي علومو او شاعرۍ کې د دا ډول جملو کارونه توجیه لري؛ خو په عامو یا بالفعل ویناوو کې دا ډول جملې متناقضې جملې بلل کېږي.
له پورتنیو دوو جملو څخه د تناقض او تضاد توپیر هم ښه جوتېدای شي، مخکې مو د تضاد په بحث کې وویل چې تضاد دوه توکونه لري، چې له یو بل سره د مانا له اړخه سره ضد وي؛ خو دلته په دې جملو کې ګورو، چې اصلاً داسې وییونه نه دي پکې راغلي چې په مجرد ډول دې له یو بل سره متضاد وي؛ خو دا چې په دې جملو کې (کوڼ او سندره اورېدل) (ړوند او انځور کتل) د مانا په لحاظ سم نه دي؛ نو وایو چې دا جملې مانیز نقض لري او متناقضې جملې دي.
د تناقض اړوند یوه بله یادونه هم اړینه ده، هغه دا چې کله کله خاص کانټکس او شرایط وي، چې تناقض له منځه وړي؛ لکه (مړی وايي) دا جمله په اصل کې متناقضه جمله ده، ځکه مړی خبرې نه شي کولای یانې (د مړي او خبرو کولو تر منځ تناقض موجود دی)؛ خو که همدا جمله د جنت او دوزخ اړوند بیان کې وکاروو او یایې واورو، نو د دغو خاصو شرایطو پر اساس یې نقض نفي کېږي او متناقضه جمله نه بلل کېږي.
د متضادو لغتونو ډولونه
مخکې له دې چې د متضادو وییونو د ډولونو په اړه بحث وکړو، د دې یادونه اړینه ده، چې د متضادو وییونو ډولونه د بېلابېلو معیارونو پر اساس شوي، چې ډېری ډولونه یې کله کله له یو بل سره ګډېږي. که څه هم د متضادو وییونو ډېرې بېلګې په ستاینومونو او کړولونو کې تر سترګو کېږي؛ خو بیا هم د کلام په بېلابېلو توکونو کې د متضادو لغتونو ډولونه موندلی شو، که د کلام اجزاوو ته په پام سره متضاد وییونه په ډلو ویشو؛ نو په لاندې ډلو یې وېشلی شو:
دا ډلبندي میراجان غوربندي په لاندې ډول تر سره کړې ده:
۱ـ په صفتونو کې د متضادو لغتونو بېلګې:
ځوان- بوډا، موړ- وږی، روغ- ناروغ، پی مخی- بدمخی، بد- ښه، لنډ- اوږد، خوږ- تریخ، تور- سپین، پوه – ناپوه، پراخ – تنګ، لرغونی- اوسنی، لوی – کوچینی.
۲ـ په قیودو کې د متضادو لغتونو بېلګې:
لرې – نږدې، ډېر – لږ، ښکته – پورته، ژر – ورو، اوس – پخوا، وړاندې – وروسته، وختي – ناوخته.
۳ـ په نومونو کې د متضادو لغتونو بېلګې:
مینه – نفرت، غم – خوشحالي، عقل – کم عقل.
۴ـ په مصدرونو کې د متضادو لغتونو بېلګې:
تودول – سړول، زیاتول – کمول، خوشحالول – خپه کول، ویاړل – شرمېدل، ورکول – اخیستل.
۵ـ په افعالو کې د متضادو لغتونو بېلګې:
ځم – نه ځم، زیاتوم – کموم، لولم – نه لولم.
د تضاد یا تقابل بېلابېل ډولونه پوهانو معرفي کړي، چې زما په اند ذبیح الله صاحب ارغند چې د تضاد یا مانیز تقابل کوم ډولونه را وړي دا ډولونه د نورو پوهانو لخوا معرفي شوي ډولونه هم په خپله لمن کې رانغاړي؛ نو په دې اساس په خپله لیکنه کې د استاد له لیکنې څخه پوره کټه اخلم او د مانیز تقابل ډولونه په لنډ او مختصر ډول دلته معرفي کوم. د یادونې وړ ده، چې دا ډولونه د اندازه ګیرۍ، رتبې، کیفیت، نښې او ځینو نورو خصوصیاتو له مخې د وړاندې شوي دي.
۱ـ رتبي متضاد (Gradable Antonyms) هغه لغتونه چې د کیفیت له نظره د درجه بندۍ وړ وي، درجه وښیي او اندازه ګېري وکړي، رتبي متضاد ورته وايي، لکه په لاندې مثال کې: که څه هم کله نا کله د پارسي ژبې له درجه بندۍ څخه هم په پښتو کې استفاده کېږي؛ خو بیا هم پښتو ژبه ځانته جلا درجه بندي لري؛ لکه:
دا سړک پراخ دی
دا سړک تر هغه بل ډېر پراخ دی
دا سړک تر هغه بل خورا پراخ دی
د درجې وړ متضادې کلمې معمولاً په صفتونو کې ډېرې تر سترګو کېږي؛ لکه: پراخ او تنګ، زوړ او ځوان، تود او سوړ، لوړ او ټیټ، لنډ او اوږد. د دا ډول متضادو د طرفینو له ډلې معمولاً یو طرف معیار ګرځو؛ مثلاً موږ ویلی شو چې (څومره اوږد؟) خو داسې نه شو ویلای چې څومره لنډ؟ خو په ځينو کې بیا دواړه معیار ګرځولی شو؛ لکه: څومره اوږد؟ څومره لنډ؟
۲ـ غیر رتبي متضاد (Non Gradable Antonyms ):
په رتبي متضادو کې متضادې جوړې نورې جوړې هم دلودای شي، خو په غیر رتبي متضادو کې بیا دوه شیان د یو بل ضد وي، او زیاتې کلمې وجود نه لري، یعنې دوه کلمې د یو بل په مقابل کې واقع کېږي؛ لکه: مړ ـ ژوندی، نر ـ ښخه، ناکام ـ کامیاب او… موږ نه شو کولای چې ووایو، ډېر مړ دی. غیر رتبي متضادو ته مطلق متضاد هم ویل شوي. د غیر رتبي متضادو په اړه د څومره پوښتنه نه شو مطرح کولای.
۳ـ ناجوړه متضاد (incompatible antonoms):
ځينې پوهان وايي، چې یوه ډله وییونه داسې هم شتون لري، چې هېڅ متضاده جوړه نه لري، لکه: مېز، المارۍ، کړکۍ، اعداد، شخصي نومونه او… ارغند وايي دا سمه ده، چې دغه وییونه هېڅ متضاده جوړه نه لري؛ خو دا ډول وییونه بیا په بې جوړې متضادو وییونو کې راځي؛ ځکه په ناجوړو متضادو کې مېز/ څوکۍ، دروازه/ کړکۍ، پیاله/ نعلبکی او … راځي. دا ډول وییونه د یو بل په مقابل کې نه شي واقع کېدای، څنګه چې له یو بل سره همانا نه دی او همدارنګه د یوه او بل په مقابل کې هم نه شي واقع کېدای؛ خو دا چې یو له بل سره توپیر لري؛ نو ښه به وي چې بې جوړې متضاد وبلل شي. ښايي دلته د تضاد اړیکه یوازې د توپير پر اساس ولاړه وي.
۴ـ رابطه یي متقابلې کلمې (relational antonyms):
دا هغه متضادې کلمې دي، چې له یو بل سره معکوسې اړیکې ولري؛ لکه: پلورل – پېرودل، مېړه ـ ښځه، قرض ورکول، قرضول. دا وییونه د یو بل شرحه کوونکي هم دي، له رتبي متقابلو وییونو سره یې توپير په دې کې دی، چې د طرفینو ترمنځ تضاد شتون لري، خو د طرفینو درجه پکې نه ښودل کېږي. دا چې دا وییونه یو بل شرحه کوي، نو ځینې ورته سمتي تضاد هم وايي. فرانګ پالمر د دې ډول وییونو تر منځ د رابطې د تشخیص لپاره لاندې اصطلاحات کارولي دي:
الف: تقارن (symmetry): دا هغې اړیکې ته ویل کېږي، چې لغتونه یا موضوع له یو بل سره مساویانه اړیکه ولري، مثلاً که جان له (ماري) سره واده کړی وي، نو حتماً (ماري) هم له (جان) سره واده کړی دی، چې د دوی اړیکه تر ډېره مساویانه ده.
ب: تعدي (لېږند) یا (transitivity): تعدي هغې رابطې ته ویل کېږي، چې (aRb) او (bRc) د (aRc) متضمن وي، په دې ترتیب، ډېر مکاني قیدونه متعدي دي، ځکه که «جان» د «زرمینې» مخکې ولاړ وي او «زرمینه» هم د «پلوشې» مخکې ولاړه وي، کولی شو استدلال وکړو، چې «جان» حتماً د «پلوشې» مخکې ولاړ دی. دا مسئله د «شاته»، «پاس»، «لاندې»، «شمال»، «جنوب» او «داخل» لپاره هم صدق کوي. خو د «مقابل» لغت په کې نشو شاملولی، ځکه دا متقارن دی، په بله وینا که (A) د (B) مقابل کې ولاړ وي، حتماً (B) هم د (A) مقابل کې ولاړ دی.
ج: انعکاس (reflexivity): هغه رابطې ته وايي چې قضیه په ځان پورې وتړي، په بله وینا (aRa) یې ښه مثال کېدلی شي، چې په دې مورد کې د «مساوي» یا «تشبه» کلمې د مثال په توګه راوړلی شو، ځکه څلور مساوي څلور دی او «جان» لکه ځان غوندې دی، یا که یو څوک له ننګرهار څخه راغلی وي او ووايي، چې د کابل هوا خو سړه ده، بل ورته ووایي چې کابل خو کابل دی، دلته یوه کابل بل ته انعکاس ورکړ.
۵ـ نښانداره متضادې جوړې (Narked antonyms): دا هغه متضادې جوړې دي، چې یو د بل په مقابل کې مشخصې او محسوسې نښې لري، دا نښې هغه مختاړي دي، چې کلمې منفي کوي، او یا یې هم متضادې کوي؛ لکه: منل/ نه منل، زمری/ زمرۍ. په دې ډول وییونو کې معمولاً یوه کلمه نښه لري او بله یې نه لري. (ارغند، ۱۳۹۶: ۸۱، ۸۲، ۸۳، ۸۴، ۸۵، ۸۶)
دولت محمد وايي، په پښتو ژبه ژبه کې د مورفولوجیکي جوړښت له پلوه متضاد وییونه په دوه ډوله دي:
الف: هغه امونیمونه چې د لغت د (ولۍ) په مانا کې یې متضادیت پروت وي. دغه ډول متضادو لغاتو ته (ولۍ وال) متضاد لغات ویل کېږي؛ لکه: (خوشې) چې په یوه لهجه کې بد او په بله کې ښه مانا لري، یا د (یه) وییی چې په کندهاري ګړدود ګې د (نه) او په جنوبي ګړدود کې د (هو) مانا لري.
ب: هغه متضاد چې متضادتوب یې د نفې مخ وندی په واسطه څرګندېږي، چې د وندیز (افکسي) یا مخ وندیز (پریفکسي) متضاد هم ورته ویلی شو. په پښتو ژبه کې وندیز (افکسي) متضاد وییونه د دغه مختاړو په وسیله جوړېږي: نا، غیر، عدم، بې او نه، بېلګې یې دا دي: روغ/ ناروغ، ادبي / بېادبي، عادي/ غیر عادي، اعتماد/ عدم اعتماد، حاضر/ غیر حاضر.(لودین، ۱۳۵۵: ۱۰۲)
پاراډوکس
پاراډوکس عموماً په بلاغي علومو او شاعرۍ کې ډېر استعمالېږي، دا چې شاعري هم مانا تولیدوي او د مانا بحث دی او بیا پاراډوکس چې تر ډېره د متضادو مفاهمو زېږدند دی، نو غوره به وي، چې په پاراډوکس هم څه ناڅه بحث وکړو او له عام تضاد سره یې په توپیر باندې رڼا واچوو.
لومړی خو د پاراډوکس او عام تضاد حوزې سره بېلې دي، تضاد په عامه ژبه کې په طبیعي بڼه موجود وي، خو پاراډوکس بیا په عامه ژبه کې ډېر کم کارول کېږي؛ خو په بلاغي علومو په ځانګړي ډول په شاعرۍ کې ډېر مستعمل وي.
له عام تضاد سره یې بل مهم توپير دا دی، چې عام تضاد د سټرکچر له پلوه دوه توکونه لري، چې یو د بل پر وړاندې واقع وي او یا هم یو له بل سره مستقیماً مانیز مخالفت لري؛ خو په پاراډوکس کې له دوو متناقضو مفاهمو څخه یوه ژوره مانا منځته راځي. ډاکټر احسان الله درمل د پاراډوکس په اړه وايي: «کله کله شاعران اضداد داسې سره کوشیر کړي، چې د یوه او بل پر وړاندې درېدلي نه وي، بلکې یو بل یې په غېږ کې نیولی وي او دې امتزاج یوه درېیمه معنا زېږولې وي.» (درمل، ۱۳۹۷: ۱۶۳)؛ لکه: د سکوت غوغا، د اوښکو موسکا، د لمبو سیوری، د ژوندون مړی، پیاله له تشوالي تشېدل، په هدیره کې د خاموشۍ چیغې، د غم سرور او…
د پاراډوکس او تضاد یو بل توپیر دا دی، چې تضاد د کلمې په کچ وي یانې دوې کلمې یو له بل سره مانیز تضاد لري؛ خو پاراډوکس کېدای شي یو توصیفي عبارت وي، یا تشبهي عبارت وي، یا اضافي عبارت وي او یا هم کله کله بشپړه جمله وي. درمل وايي: «په پاراډوکس کې د اضدادو تر منځ نوې رابطه کشفېږي.» (درمل، ۱۳۹۷: ۱۶۳) له بل لوري تضاد په طبیعي بڼه په ژبه کې موجود وي.
نتیجه
د دې بحث د پایلې په توګه ویلی شو، چې متضاد یا متقابل وییونه تر ډېره د وییونو یوې داسې ډلې ته ویل کېږي، چې په خپل منځ کې د مانا په لحاظ یا خو یو د بل سره تضاد ولري، یا یو د بل مانا منفي کړي او یا هم یو د بل مانیز کیفیت نقض کړي.
مانیز تقابل په ژبه کې د خاص ارزښت لرونکی دی، متضادتوب د یوې ژبې طبیعي خاصه ده، په ژبه کې متضاد وییونه او مانیز تضاد له ځایه موجود وي، چې ځینې یې مطلق وي او ځينې هم نسبي وي.
په هره ژبه کې متضاد وییونه ځانته جلا جلا ډولونه لري، چې د هماغې ژبې له طبیعي وییز او ګرامري جوړښته یې رنګ اخیستی وي. په پښتو ژبه کې متضاد وییونه یا ماننز تضاد بېلا بېل ډولونه لري، چې پورته څه نا څه بحث ورباندې وشو.
مانیز تضاد د کلمې، جملې او وینا په کچه مطرح کېدای شي، په دې مقاله کې تر ډېره د وييي په کچه په مانیز تضاد یا مانیز تقابل باندې بحث وشو.
دا چې دا موضوع یو څه پراخه ده، نو کېدای شي، د یوه ځانګړي اثر په توګه څېړنه ورباندې وشي او د مانیز تقابل په برخه کې د پښتو ژبې په زېرمه رڼا واچول شي.
مأخذونه
۱ـ ارغند، ذبیح الله صاحب. (۱۳۹۶لمریز). ماناپوهنه. کابل: بکتوس خپرندویه ټولنه.
۲ـ پالمر، فرانګ ر. مترجم: کورش صفوي. (۱۳۶۶ هـ ش) نګاهی تازه به معنی شناسي. تهران: چاپ بنکوئن.
۳ـ درمل، احسان الله. (۱۳۹۷لمریز). شعرستان. (دویم چاپ). کابل: سروش خپرندویه ټولنه.
۴ـ زیار، مجاوراحمد. (۱۳۹۶لمریز). پښتو ماناپوهنه.کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۵ـ ښکلی، اجمل. (۱۴۰۳لمریز) د مانا پوهنې لکچرنوټونه. کابل: کابل پوهنتون، پښتو څانګه، د ماسترۍ برنامه.
۶ـ غوربندی، میراجان. (۱۳۹۸لمریز). لکسیکالوژي (لغت پوهنه). کابل: انتشارات ویسا.
۷ـ وزیرنیا، سیما. (۱۳۷۹هـ ش). زبان شناخت. ایران: نشر قطره.
سلامونه او درنښت.
غواړم ستاسې سره خپلې لیکنې شریکې کړم
طرز العمل مو څه ډول دی؟