شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهمست بوډا شوم وخوت | لنډه کیسه

مست بوډا شوم وخوت | لنډه کیسه

لیکوال: حضرت عثمان نوري

ژمی په تېرېدو و، ونو پاڼې زرغونولې، الوتکونکي په خپلو کې جوړ نه راتلل، ځکه دوی هم د موسم ښایست ته انتظار کښلی و. مست بوډا ګله زامن او پنځه لوڼې در لودې. سهار به چې له خوب را ویښ شو، د کټ له بازو به یې چټله خولۍ او بوین څادر را واخیست، له جومات سره یې مړي کړي و، هېڅ به یې لار نه ور غلطوله؛ ځکه خو به یې د کرکېلې پټېو چینه خپل جومات ګرځولی و، چینه کې به یې په رڼو اوبو اودس وکړ، خپل لانده لاسونه به یې په څادر وچ او بیا به یې د پولې په غاړه هوار کړ.

مست بوډا هر سهار ۴ رکعته لمونځ کاوه، خو رکوع او سجده به یې د سترګو په رپ وه. لمانځه ته یې روغه ملا ماته وه او دومره ګړندی ښکارېد، ته وا جنراتور دی او د روښانه کېدو سره سملاسي موخې ته ژر رسي.

مست بوډا د جومات، تلاوت او اذکارو په نوم څه نه پېژندل، له پلار ورته په میراث جریبونه ځمکې او شتمني ور پاتې وه. هر سهار لمر خاته به یې د کرکېلې پټېو ته سر ورښکاره کاوه، په هره پوله به ګرځېد او ښه فصل ته به یې وچې او عمر خوړلې اوږې ښورولې، ګونځ تندی به یې هوارېد، سپېرو شونډو به یې د خوښۍ وښکي ور کږول، په غاښو به یې شونډې چېچلې او په زړه کې به يې ګوړې ماتولې.

مست بوډا د نړۍ په ډول ډول ژیړو او غوړو خپله خوله کنګاله کړې وه، د ژوند له هر ډول نشو او تماشو یې ننداره کړې وه او چم ګاونډ کې به وخت نا وخت د خوښۍ پر مهال به یې ډول او سورني ته د زړه په دروازو کې نڅل، بوډا په مستۍ کې له ډېرو شاه زلمو اوس هم ګټلی شوه، خو چا ورته ست نه کاوه. که مشرانو به ورته په مست بوډا؟! غږ کولی، هم نه خپه کېد، ځکه له ماشومتوبه تر بوډاتوبه یې له زړه مستي نه وته.

شوم بوډا په ګټه کې په بخت بېدار و، ځکه شتمني هم ورته په میراث ور پاتې وه؛ خو د اخروي ژوند په نوم یې څه نه پېژندل، بدبخته فکر یې درلود، د کرکېلې په پټېو او شته شتمنېو ښه بډایه و، خو د ناچارو حق یې خوړ، ذکات او عشر یې پېژاند، خو سترګې یې پرې ړندولې.

چم، ګاونډ کې یې داسې ناچاره او یتیمان هم مېشت وو چې بېګاه ته یې د خوراک څه نه درلودل، ځینو خو به د خپلو ماشومونو د دوکه کولو لپاره له نږدې هټېو بیسکټ او میانچې را نیولې؛ ځکه په ورځو ورځو به یې اوړه نه درلودل. ګاونډ کې به یې ځینو ناچاره کورنېو پرته له ډوډۍ یوازې بې تبي/بې غوړېو شفتله خوړه او د کمکیانو نهار نسونه به یې پرې غولول، خو شوم بوډا به د پټېو له حاصل وروسته د غنمو لسګونه ډکې بوجۍ په بدبخته کور ور دننه کړې، هلته به یې په سړه خونه کې وساتل او د کال تر پایه به یې په بازار کې د اوړو هټۍ نه سر نه ورښکاره کاوه، دې سخت حالت به د چم، ګاونډ لسګونه کونډې، سلګونه یتیمان او ګڼې ناچاره کورنۍ ځورولې او د څښتن تعالی اسرې ته به یې سترګو کې ګېلې زیاتېدې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب