جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهامریکا، د داعش یو پاکستانی مالي ملاتړی ډاکټر نیولی

امریکا، د داعش یو پاکستانی مالي ملاتړی ډاکټر نیولی

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: امریکا وايي، یو پاکستانی ډاکټر یې له داعش ډلې سره د مالي ملاتړ په جرم نیولی او محکمې ته یې وړاندې کوي.
دا امریکا د ملي امنیت څارنوالۍ مرستیال جان سي ډیمرز او مینیسوټا ایالت څارنوالې ایریکا میک ډونالډ وايي، د ۲۸ کلن پاکستاني ډاکتر محمد مسعود په تړاو تور دی چې له ترهګرو ډلو سره یې مالي همکاري کړې ده.

دوی وایي، محمد مسعود پرون په مینسوټا ایالت کې نیول شوی دی او سمدوار تر ابتدایي محکمې وروسته زندان ته لېږدول شوی دی.
څارنوالان وايي، محمد مسعود په عراق او سوریه کې له داعش مشرانو سره بیعت درلود او داسې اسناد پرې لري مسعود د داعش ډله په امریکا کې بریدونوته هڅوي.

د څارنوالانو په خبره مسعود تازه له شیکاګو څخه د عمان الینوای او بیا د اردن ټکټونه اخیستی وو تر څو سوریې ته ځان ورسوي، خو د کورونا له کبله چې په هوايي سفرونو بندیز ولګېده، نو دغه کس هم پاتې شو، مګر تازه یې یو وار بیا د سفر هڅه کوله چې په هوايي ډګر کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې هم ګڼ پاکستاني داعشي مشران په دې وروستیو کې نیول شوي دي چې د طالبانو، داعش، حقاني شبکې او لښکر طیبې تر منځ له ژورو اړیکو یې پرده پورته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب