جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا نه منو

طالبان: د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا نه منو

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: طالبان وايي دوی د مصالحې نوې تشکیلېدونکې شورا په رسمیت نه پېژني او دوی به له عبدالله عبدالله سره د دغې شورا له چوکاټ څخه دباندې خبرې وکړي.

تېره ورځ تاند ته داسې راپورونه ورسېدل چې ولسمشر غني او عبدالله به ډېر ژر یوې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې به یې عبدالله ته مصالحې شورا مشري ورکړل شي او ښاغلی غني به د منتخب ولسمشر په حیث پاتې شي.

که څه هم ولسمشر غني دا هوکړه، د عبدالله لخوا د یوې احتمالي ګډوډۍ د مخنیوي او د سولې مذاکراتو د پرمختګ لپاره کوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی به د مصالحې عالي شورا په رسمیت ونه مني، خو له عبدالله سره به د نورو ټولو جهتونو په څېر مذاکرات وکړي: (( طالبان له ټولو افغان لوریو سره مذاکرات کول غواړي، چې افغان حکومت به هم په کې د یو جهت په څېر حضور ولري.))

مجاهد ویلي، اشرف غني د مصالحې شورا د سولې پروسې د تخریب لپاره رامنځته کوي، حال دا چې تر دې د سولې عالي شورا په خپلو کارونو کې ناکامه وه.
نوموړي د تاوتریخوالي د دوام په تړاو ویلي، دوی له افغان حکومت سره کوم تړون نه لري او لا یې هم پر ضد د طالبانو عملیات روان دي.

1 COMMENT

  1. اول خو طالبان ندي سپیان او یهودیان دي، دوی دې اول خپل ځان ثابت کړي چې دوی د کومو هېواد سره لکۍ لري، اول دې خپله لکۍ له ګاونډیانو غوصه کړي او خپل استقلالیت دې څرګند کړي، بیا دې زمونږ سره خبرې وکړي، دوی خو خپله مسلماني په یهودیانو وپلورله اوس یې د افغان وژنې پروژه واخیسته، داسې به یې څټونه ووهو لکه د خره نه چې سر پرې کوې…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب