تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: دي نیوز انګلیسي ورځپاڼه وايي، چین د سولې په پروسه کې له امریکا څخه خار خوړلی او دا هیواد پوه شوی چې امریکا د سولې پر ځای ترهګرو ته تمایل زیات کړی دی چې دا د چین لپاره خطرناکه ګڼل کېږي.
ورځپاڼه وايي، چین تر اوسه د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د بریالیتوب هڅه کوله، خو له دې وروسته چین د پردې تر شا داسې هڅې روانې کړې دي چې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړه ناکامه شي، دا ځکه چې چین په دې هوکړه کې ځانته ستراتیژیک ګواښونه حس کړي دي.
ورځپاڼه وايي، چین احساس کړې ده چې امریکا په ډېره لویه کچه د ترهګرو په طرف خپل تمایل متمرکز کړی دی چې ورسره د جنوبي چین لپاره ګواښونه زیات شوي دي.
ورځپاڼه وايي، چین د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې د هوکړې ملاتړ وکړ، خو د نورو په څېر کلک هرکلی یې ونکړ کړ، بلکې حالات یې له نږدې څخه وڅارل،
دي نیوز د سټېمسن فکري مرکز د ختیځې اسیا څانګه کې د چین د پروګرام مشر دوکتور ینسن له قوله وايي، چین له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو لومړی خوشاله و، خو اوس د تاوتریخوالي په زیاتېدو او د ترهګرو ډلو په راپورته کېدو د ناهیلۍ ښکار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکايي چارواکو د بیانونو پلوي د طالبانو پر خوا زیاته شوې او دغه چارواکي د داعش د لوی ښودلو هڅه کوي.