شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد عامې روغتیا وزارت دوه معینانو له څو اوونیو خپله کورونا پټه...

د عامې روغتیا وزارت دوه معینانو له څو اوونیو خپله کورونا پټه ساتلې 

 تاند، شنبه، د ثور ۲۶مه: تاند ته د عامې روغتیا وزارت یوې سرچینې ویلي، چې د وزیر فېروز الدین فېروز دوه نوي ګمارل شويو مرستیالانو سره له دې چې ۳ اوونۍ وړاندې یې د کورونا ټیستونه مثبت راغلي وو، چاته له ویلو یا هم له قرنطین کېدلو پرته دا ناروغي په کار کې تېره کړې ده.

سرچینه وايي، د عامې روغتیا وزیر ته کورونا ویروس هم د هغه له همدغو دوه مرستیالانو څخه ورغلی دی او په وینا یې چې د صحي خدماتو معین وحید الله مجروح او د پالیسۍ معین بشیر نورمل هغه دوه نوي مرستیالان دي چې په ټولو غونډو کې یې ګډون هم کاوه، له خبریالانوسره یې هم لیدلي خو ځانونه یې تر اوسه قرنطین کړي ندي.
سرچینه وايي، دغه دوه مرستیالان هغه وخت کورونا وو چې تازه په دندو وګمار ل شول او خپله د کورونا ناروغي یې پټه وساتله، مګر اوس ویره ده چې د وزارت ګڼ کارمندان به دغې ناروغۍ نیولي وي: (( یوازې لابراتوار پرې خبر دی، دوی د کورونا پر ضد لارښوونې عملي کړې نه دي، وېره ده چې دوی به ډېر کسان مصاب کړي وي.))
بلخوا روغتیا وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو وايي د عامې روغتیا د وزیر روغتیايي حالت اوس ښه دی.

دا په داسې حال کې ده چې وحید مجروح دوه ورځې ورځ خبري کنفرانس ته حاضر نشو او د کورونا په اړه یې وروستی راپور له کور څخه په یو ویډیويي کلیپ کې خبریالانو ته ورکړ، خو پرون بیا په خبري کنفرانس کې یوازې ناست و او شاوخوا همکاران ورسره نه وو.

په همدې حال کې د کابل ښاروال داوود سلطانزوی هم چې په کورونا خپل اخته کېدل یې منلي، ویل کېږي چې د ناروغۍ له لومړیو ورځو راهیسې یې دفتر ترک کړی نه دی او هره ورځ کار ته ځي چې ترې ګڼ همکاران په کورونا اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب