جمعه, اپریل 26, 2024
Home+فرانسوی ولټر او پښتون عبدالغني خان غني

فرانسوی ولټر او پښتون عبدالغني خان غني

د رو ښانفکرانو په توګه؛

محمداکبر کرګر

له يوې تلويزيوڼې خپروني واورېدل شول چې حكامو د غني خان په شعر او كلام او اثارو بنديز لگولي دي. تر كومه ځايه چې ما غني مطالعه كړی او پيژنم يې ما ته دا نوې خبره نه ده. غني دومره ستر دى لكه هندوكښ او  بابا. دا بنديز غني نور هم  خلكو ته ستر ځلوي. ما د غني خان او فرانسوي ولتر د روښانه تفكر په اړوند يوه ليكنه كړي. سره له دې چې دا كامله پرتلنه نه ده، خو په بشري بيلابيلو تولنو كې ورته پيښو ورته شخصيتونه زيږولي دي. دلته د فرانسوي ولتر او د غني خان يادوني دي.

لومړۍ برخه :

هغه څه چې انسان ته ابديت ورکوي، عمل او کړنه ده. دا کړنې د ناانساني چلندونو او کړنو پر ضد چې د بشريت له لومړيو پيل شوې، له هغو سره مبارزې د دې سبب شوې چې انسان په ټولو زمانو او دورانونو کې جاوداني کړی. سقراط د حقيقت په ويلو سره په ټولو دورانونو کې د بشريت په منځ کي حضور لري. «ژانژاک روسو» په خپل يو اثر کې ديوگنس يا ديو ژن د يو فيلسوف په نامه چې د سکندر په وړاندې درېدلې و، قهرمان بللی دی؛ خو د فيلسوف رسالت د نيکمرغۍ په لور د خلکو لارښوونه ده . د قهرمان رسالت بيا بل څه دي ؟،دهغه رسالت د سم ژوند په لور د خلکو لارښوونه ده. سم او درست ژوند د خوښۍ او خوشالۍ لازمي نه بلکې، دا ځکه چې سم ژوند کول يو لړ اصولو ته ژمنه ده، چې تل او هر وخت د نيکمرغۍ سبب نه کېږي يا که په پايله کې د نيکمرغي سبب هم شي، نو زيات احتمال شته چې د انساني ژوند په هر پړاو کې ښه پاېله ترې تر لاسه  نه شي.

يو وخت ژان پل سارتر په فرانسه کې يو لړ فعاليتونه پيل کړل دکيڼ اړخو يوه خپرونه يې ويشله  چې پر هغې سخت بنديز و. د فرانسې پوليسو لوړ پوړو چارواکو ته شکايت او وړانديز وکړ چې سارتر بايد بندي کړي. خو د وخت د فرانس ولسمشر هغوی ته وويل، چې څوک حق نه لري چې د«فرانس ولټر» بندي کړي. د دې خبري مانا دا هم ده چې ولټر له تورتمو پېړيو نه وروسته د ازادۍ غوښتنې او فکري ازادي او دغه راز د پوهې او معرفت ضد فعالیتونو په وړاندې د يو تاريخي مبارز حيثيت پيدا کړي و.

انسان د خپل ځان، ټولنې او د طبعيت په وړاندې د داسې کردار ترسره کوونکي دی، چې د هغه اغيز ادامه پيدا کوي. موږ کله چې بيا خپل فرهنگ ته پام را اړوو، په پښتني فرهنگ کې هم له داسې څېرو سره مخامخ کېږو، چې له نورو سره په توپيرونو برسېره خپل روښان فکرانه رسالت يې په ښه توگه تر سره کړی دی. له ډېرو څخه يو هم خان عبدالغني خان دی چې په دې ليکنه کې د ولټر او د غني خان يو لړ گډې ځانگړني البته په ټول جزيياتو سره نه، په لنډه توگه رااخلو او بيا د غني په يو نظم غور کوو.

۱. ولټر

ولټر په ۱۶۹۴ کال دونيا ته راغي. د «ژزويتانو» په مدرسه کې يې زده کړې وکړې. څرنگه چې خپله يو کوچني زده کوونکي وو، نو له ادب، تاريخ او فلسفي سره بلد شو.

له ماشومتوبه يې له ليکلو او لوستلو سره مينه پيدا شوه. همدې انگېزې او هڅې هغه راوباله چې د «تامپل» په نامه ادبې ټولنې سره يو ځای شي. دا د پاريس د روښانفکرانو د ټولېدو ځای و.

دمارتين گروبرگ په نامه يو څيړونکي د ولتر په باب ليکي: دولتر ليکني دهغه دزنداني کيدو او  شړل کيدو پايله وه ۔

له هغه وروسته  يې پلار غوښتل چې ولتر بايد قانون پوه شي. ولتر خپله لومړني ليوالتيا يعني ليکوالي غوره وبلله، چې ډېر ژر يې له چارواکو سره ستونزي را پورته کړي دا ځکه  چې ځيني وختونه يې په حکومتي چارواکو  او په کاتوليک کليسا هم سختي نيوکي کولي ، په پايله کې څو واري بندي او وشړل شو ۔ په ۱۷۱۳ کې ولتر دلنډې مودي له پاره هالند ته  تبعيد شو. په ۱۷۱۷ کال کې دهغه طنزيه ليکنو په اساس چې په حكومت باندې يې سختي نيوکې کړي وې په ځانگړي توگه په دويم فيليپ باندي. نو  په باستيل ته واستول شو. ( ۱  )

. لا شل کلن نه و، چي بېرته پاريس ته راستون شو. خلکو به د هغه لومړۍ ننداره په پټه په لاسونو ليکله اولاس په لاس کېدله به. سره له دې چې ولټر يو نوی زلمی و،لکه  چې يادونه وشوه هغه  په خپل استقلاليت او ازادۍ دومره مشهور شو، چې پوليسو وکړای شو، د نندارې ليکوال پيدا کړي او ویې پېژني. هغه بندي کوي او له محاکمې پرته يې باستيل زندان ته اچوي. يوولس مياشتې په بند کې تېروي. همالته د «اوديپ» تراژيدي او د «هانرياد» په نامه حماسې منطومه هستوي. په همدې وخت کې ولټر هڅه کوي چې د ټولنې پلټونکی احساس وپاروي.

کله چې له زندانه وځي؛ نو سياسي او ټولنيز فعاليت پيلوي. ولټر په روحانيونو، لويانو او د اقتدار په خاوندانو نيوکې کوي. پر هغو ملنډې وهي او د منځنيو پېړيو اشرافي اداب په کلکه غندي. د ولټر همدا کار او فعاليت د دې سبب کېږي، چې روحانيون او مذهبي مشران او واکمنان په غوسه شي. په همدي سبب په ۱۷۲۶ کال يو شواليه چې «روهان» نومېږي، خپلو نوکرانو ته امر کوي، چې ولټر په متروکو ووهي. بيا يې نيسي او بېرته يې بندي کوي. پنځه مياشتې بندي وي؛ خو په دې شرط يې ازادوي، چې په شواليه «روهان» پسې څه ونه وايي او له فرانسې بهر ولاړ شي. ولټر انگلستان ته ځي او هلته د نيوتن، بيکن او جان لاک له افکارو سره هم اشنا کېږي. د هغه د علمي مطالعاتو په اثر د ولټر شاعرانه افکار فلسفي بنسټ پيداکوي او بيا هم د خپلسريو او خرافاتو د ريښو ويستلو ته ملا تړي.

ولټر په لندن کې د يو داسې کس د محاکمي شاهد کېږي، چې «ولستون» نومېږي. وولستون چې د مسيح د معجزاتو د رد په باب يې کتاب ليکلي و، سره له دې چې محکمې محکوم کړ؛ خو تماشاچيانو جرأت وکړ، چې د محکوم په وياړ لاسونه وپړکوي. همدارنگه پر دي برسېره ولټر وليدل، چې د نيوتن جسد سره له دې چې تکفير شوي و، د هغه د سترو علمي او بارزښته خدماتو له برکته چې ترسره کړي يي و، په «ويست مينيستر» کې خاورو ته سپارل کېږي. د ازادي دا بڼه چې په بريتانيا کې موجوده وه، د ولټر ډېره خوښيږي.

ولټر درې کاله وروسته په پټه فرانسي ته ستنېږي. بيا هم هلې ځلې پيلوي. د «بروتوس» او «زايير» په نومونو نندارې وړاندې کوي. په ۱۷۳۲ کال کې يوه هنرمنده مېرمن چې «ادرين لوکورو» نوميده، مړه کېږي؛ خو د کليسا واکمن د هغې د مړي له ښخولو ډډه کوله. «ولټر» د روحانيونو په نامه يوه اعتراف نامه ليکي، چې وروسته خپل فلسفي ليکونه په انگرېزي ژبه چاپوي. د فرانس سنا امر کوي، چې د هغه ليکونه وسېزل او ليکوال يي ونيول شي.

د ولټر په نظر له لوږې، بربنډتيا، تنګسیا، ناروغۍ، جنگ او جگړي نه بل ستر شر نشته. دا ابدي هم نه دي، زموږ نړۍ يې خرابه کړې ده. له دې ټولو سره په دې خبره يې باور او عقيده درلوده چې دا نړۍ د ستمگرو د تاييد په نسبت ډېره ښکلې او غوره هغه ده. د فساد په وړاندي تسليمېدل دروغجنه اقناع او ځان تېر ايستنه ده، چې اشرافو او روحانيونو را منځته کړې ده. ولټر تقدير نفي کوي او خلک د دې حقيقت منلو ته هڅوي چې خواصو د ټولنې نعمتونه د ځان بللي؛ نو طبيعي مساوات، فردي ارزښتونه او له انساني وړتياوو څخه بايد دفاع او ستاينه وشي.

ولټر له ظلم او دوه مخي سره په مبارزه کې سخته سرښندنه کوي. بالاخره د ازادۍ سرغندوی بلل کېږي. هر څوک چې ستم ويني، ولټر ته مراجعه کوي.

دکانديد داثر اصلي کرکتر خپله کانديد د اثر په يوه برخه کې له نيک پير سره  ټينگار کوي  چې دهغه ځاۍ روحانيون وويني وايي: «غواړي وپوښتي  چې دخداۍ ميړونه چېري دي؟» خو «نيک پير» په خندا او مسکا وايي: «دوستانو موږ ټول دخداۍ ميړونه يو ، سلطان او د ټولو کورنيو مشران هر سهار د الهي شکراني سرودونه په پوره تشريفاتو زمزمه کوي اوپنځه شپږ زره غږوونکي ورسره ملتيا کوي ۔»

هغه ورته وايي : څرنگه ؟ تاسې په اصل کې له دې روحانينونو چې زده کړه ورکوي ،جنگ اوجگړه کوي ،حکمراني کوي، دسيسه کوي او هغه کسان  چې ورسره موافق نه دي له منځه يې وړي، نشته.»

 (۲ـ ۸۳)

کله  چې ولتر مري ،د پاريس مذهبي کسانو او روحانيونو چې له هغه سره يې سخته کينه درلوده، د هغه د جسد په وړاندي يې د مذهبي مراسمو له اجرا څخه سرغړاوي وکړ. کشيش د هغه جسد په امانت ډول په صومعه کې کيښود او له څوارلسو کالو وروسته د هغه د جسد پاتې شونی په پانتيون کې د لويانو په هديره کې د ژان ژاک روسو د قبر تر څنګ خاورو ته سپاري.

د ولټر انتقادي روح او طنز د مذهبي فرقو او اشرافي ځانگړنو شکنجو او انکيزيسيون او د اتلسمې پيړۍ د عقايدو په وړاندې يو سخت گوزار و۔هغه بيا هم د اوهامو زنگ له زړونو ليري کوي، ځان ليدنې، ځان ستاينې ځپي او د خلکو فکري سيستمونو ته لورۍ ورکوي. اوس هم ولټر زموږ د خوش باوريو او ساده زړيو په له منځه وړلو کې وس لري.

ولتر دفکري ازادۍ قهرمان ۔ولتر دطنزيه او فلسفي ليکنو له لاري د مسيحيت په وړاندي دکرکي دښودلو زغم تشريح کاوه ۔ کوم چې هغه يې دستم او ټولنيزو ناخوالو دنه زغملو او غير عقلاني افکار يې يا ردول اويايي غندنه کوله.

دويمه برخه:

۲. غني خان

 که ولتر په خپل دوران کي ېوازې  په ټولنه کې دبې عدالتي ظلم استبداد او دکليسا داوهامو سره مخامخ او مبارزه کوله۔ غني خان  لازيات هم په ټولنه کې دننه اوهم دبهرني استعمار سره مخامخ و ۔ موږ چې کله د غني خان د «پلوشو» ، د «پانوس» ، او د «پنجرې چغار» او نور اثار لولو؛ نو طبعاً له هغه سره زموږ چلن پر يو پراگماتيست مبارز سربېره، له یوه هنري او ادبي شخصیت سره مخامختيا ده؛ خو پاتې دي نه وي چې غني د خپل هنر د هېندارې له لارې د منفي دودونو د ټولنې د ناسمو کردارونو، د ناسمو ديني کردارونو او د ظلم، استبداد او بې عدالتۍ په وړاندي ستر نقاد او د ولټر په څير بغاوتگر هم دی.

خو کله چې د غني خان په هنر او هنري لیدتوګه او د هغه په ازادخیالۍ، وطنپالنې، هیومانیزم، عدالت خوښونې، امید او خپګان او ټولو ابعادو څه وایو، نو مختلف عوامل چې د هغه د ژوند او زوکړی په پیل کې او وروسته د هغه په ټولنه او په مجموع کې په ټول هند کې منځته راغلی و، له پامه نه شو غورځولی.

دا هم بايد وويل شي چې غني خان موږ په مجرده توګه یوازې د شعر له لارې نه شو مطالعه کولی؛ بلکې کله چې د هغه د هنر او خلاقیت په باب او د هغه د سیاسي مبارزې او له مبارزې څخه د هغه د حماسي او وطنپرستانه روح په باب څه وایو.

د شلمې پېړۍ په سر کې په لرې پښتونخوا کې د پښتنو د ملی ازادۍ بښونکي غورځنګ رامنځته کېدل او ورځ په ورځ پیاوړتیا تر هر څه زیات د اهمیت وړ ټکی څرګند کړ. په ۱۹۱۲ کال خان عبدالغفار خان د ترنګزو له حاجي صاحب سره یوځای د ازادو ښوونځیو په جوړولو  پیل وکړ. دې غورځنګ چې د ماهیت له مخې یې استعمار ضد او انګلیسي ضد خصلت درلود؛اوهم يې دټولني داصلاح  اوريفورم له پاره يو گام پورته کړ ۔ د پښتنو د توامیت او وېشل شویو او ټوټه ټوټه شویو ضلعو، ریاستونو او ایجنسیو د پښتني سیمو د یوځای کېدو او د ملي خپلواکۍ لپاره له مبارزې څخه عبارت و، ډېر ژر یې په ټولو پښتني سیمو او ان په قبایلي سیمو کې د پښتنو ملاتړ ځانته حاصل کړ. د پښتنو زیار کښې پرګنې، وطنپرست روحانیون، کوچني ځمکه وال او په ضلعو کې زیارکښ بزګران د باچا خان یاد خدایي خدمتګارو د غورځنګ ترشا ودرېدل.

د انګلیس استعمار د پښتنو په حساسه او ستراتیژیکه سیمه کې خپل مورال له لاسه ورکړل او له ټولو ظلمونو، بی رحمیو، او قساوتونو سره سره یې له هېڅ ډول روحي شکنجې او عذاب ورکولو څخه هم ډډه ونه کړه.

د شلمې پېړۍ په شلمو او دېرشمو کلونو کې د سرحدي صوبې په سیمو کې له کانګرس سره یوځای د پښتنو ازادۍ بښونکی غورځنګ پیاوړی شو. دا غورځنګ دومره پراخ شو، چې کله په ۱۹۳۵ او ۱۹۳۷ کلونو کې انتخابات وشول او بالغ سړی پکې د رای حق نه درلود، یوازې د انګلیسي قانون له مخې هغه کسانو رایه ورکولی شوای، چې ټاکلې ځمکه او شتمني یې درلوده او په طبقاتي لحاظ د ټولنیز اعتبار خاوندان وو.

په څلویښتمه لسیزه کې زیات پښتانه روښانفکران منځ ته راغلل او ان په ازادو پښتنو سیمو کې د روښانفکر قشر د پیدا کېدو جریان منځته راغی. د دغه قشر له پیدا کېدو سره سم ښوونځي او مدرسې منځته راغلې او په دې ډول روښانفکري فرهنګي جریان له سیاسي جریان سره هم غبرګ شو.

«غني خان د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې یعنې په ۱۹۱۶ کال کې د لرې پښتونخوا د اتمانزو د خوازیخېلو په قبیله کې زیږیدلی دی. هغه په داسې کورنۍ کې زېږیدلی چې سرنوشت یې د بریتانوی استعمار د ماتې او د هند د نیمې وچې له ازادۍ سره نه شلېدونکی پیوند لري.

غني خان هم په لومړي سر کې د يوې دیني مدرسې زده کوونکي و چې د دين ټول ارزښتونه او اصول ورته روښانه وو او د پوره تبحر څښتن و خو وروسته بيا له ازادو زده کړو څخه هم برخمن شو. د زياتو او لوړو زده کړو لپاره لندن ته ولاړ او هلته د لوېدیځ فرهنگ له يو لړ ارزښتونو سره هم اشنا شو.

د بریتانوي استعمار له ټولو نادودو او ناکردیو او له ټولو بې رحمیو سره بیا هم ټولنه مړه نه شوه. سره له دې چې هلته د ژوند د یو ډول نفي او یاس او غمجن روح لاسبری وي، له بلې خوا هر ډول زورګیر ته یې په یو ډول «ارام شرافت» او «زړورتیا» سره ځواب ویلی دی؛ خو د شرقي فرهنګ اصلي جوهر مړ نه شو، بلکې پرځای پاتې او د منفي او وحشي  ګیاوو په خوا کې یې مثبت او ارزښتناک نیالګي هم زرغون کړل. د تاریخی منطق له مخې یې باید زرغون کړي وای.

په پښتني ټولنه کې غني او د غني خان د کورنۍ سرنوشت د هند د نیمې وچې د ازادۍ له سرنوشت سره کلکې اړیکې پيدا کړې. غني هم له زده کړو په څنگ کې د ازادي غوښتنې غورځنگ يو غړي شو. د همدغه غورځنگ په بوده تنسته کې لوی شو. د هند د هغه مهال مشهور زندانونه چې د هغه د اشعارو په پای کې يې نومونه کښل شوي، تېر کړي دی.

له کومه ځایه چې د هند د ټولنې فرهنګ او په هغه باندې د بریتانوی استعمار بې رحمانه یرغلونو په نتیجه کې څه نوې فکري پدیدې منځته راغلې، د هند په تېره د پښتنو په فرهنګ او هنر باندې او د هند په سترو هنرمندانو یې هم اغېزه کړې او له بل پلوه غني خان د خپل زلمیتوب، زده کړې او زیاتو وختونو کې د هند د نیمې وچې د ستر ازادي غوښتونکي مشر جواهر لعل نهرو له کورني چاپيريال سره ډېر نژدې اړیکې درلودې. همدارنگه يې يوه موده د انديراگاندي سره يو ځاۍ دټيگور دشانتي نيکيتن په  مکتب کې هم تېر کړي دي۔ د دی ټولو تأثیرات د غني خان په هنر او هنري خلاقیت کې هم لیدلی شو.

غني خان د یو مبارز هنرمند او شاعر په توګه له دغه اتموسفیر او فرهنګي فضا څخه متاثر دی، خو په دې منطق سره چې په هغه باندې د دغو حوادثو یاس، خپګان او روحي عذاب اثر نه دی کړی؛ بلکې د ازادۍ بخښونکي غورځنګ د یو مخکښ په توګه د دغه فضا د بدلولو په خاطر يې مقاومت او مبارزه وکړه، چې هنري او ادبې کلام يې هم له دې روحيي نه مالامال دی.

که موږ د هغه په شعر او هنر کې نسبتاً تأثر او روحي ناامیدي وینو؛ نو له هغه زیات پکې امید، هیله، ارزو، خوشبیني او په راتلونکي باندې ایمان او باور هم وینو، او دا باور د هغه په حماسي شعرونو کې ډېر څرګنده دی. غني خان د يوې وروسته پاتي سنتي يا دوديزې ټولنې شاعر او مبارز دی. له ديني او مذهبي نصوصو خبر دی.

غني د استعمار پر ضد يو سرسخت مبارز دي. د ولټر په څېر يې زندانونه تېر کړي او له استعمار سره په مبارزه کې کړاوونه ليدلي دي.

د زندانونو او فيزيکي شکنجو اوکړاوونو په څنگ کي غني خان خپله روښانفکرانه خبره کړي ده. ليکل يې کړي شعر يې ويلي دي او شعر يې هم په ښکلاييز اړخ برسېره روښانوونکي او سخت انتقادي ځانگړنه لري.

غني خان د دروغجنو او مريي صفته روحانيونو په وړاندې کلک درېدلی دی او تر لوی خوشحال وروسته که مبالغه ونه شي؛ نو يوازينی شاعر او روښانفکر دی چې په سيده توگه د دغه موسسې د واکمنو له ناسم او بې لارې کوونکي اعمالو پرده پورته کوي.

شاعر د هغه متداول فرهنگي جريان خلاف خبرې راپورته کوي چې زموږ په فرهنگ کې له باټو يا له ډوزو نور څه نه دي. د بېلگي په توگه دا چي وايو: «موږ باتور ولس يو»، «موږ چا ته سر نه ټيټوو»، «موږ له بنگال نه تر اصفهانه پورې امپراتورۍ جوړې کړې» یا دا چې «موږ پنځه زره کلن تاريخ لرو»، «موږ د سومنات بت تس نس کړ»، «موږ د ډيلي تخت واکداران و» او داسې نورې ډېرې خبرې. دا ځکه چې له دې لاپو د کرښو د ليکونکي هم دومره ښه نه راځي.

خو په غني خان کې د خپل وخت د يو بې بديله ولتر په توگه دا جرأت او زړورتيا وه، چې سپينه خبره وکړي او خپل قوم او ولس مخاطب کړي.

په دې برخه کې د غني خان د پهلوان په نوم يو مشهور نظم يو څه برخې رااخلو او خبرې پرې کوو:

د غني خان د پهلوان په نامه نظم هم چې کلونه پخوا يې هست کړی او ليکلي، اوس هم نوې خبرې لري. مشهوره خبره ده، چې هغه ادبي او هنري اثار چې په هر زمانه کې نویوالي ولري، هغه ابديت لري. د غني خان کلام هم دا راز ځانگړنې لري. دغني خان  د دې نظم په محتوا ډېر لږ په څيړنيزو او ادبي اثارو کې لږ څه ويل شوي او دا ډول انتقادي نظر ډير کم  وړاندي شوي خو شاعر په پوره زړورتيا سره سنت ماتونه کړي ده ۔

شاعر  په دې اثر کې تاريخ بيانوي. هغه تراژيک تاريخ چې د هغه د قوم له سادگي او خوشباوريو پرده پورته کوي. خپل قوم ته وايي:

دا ولې خفه ناست يې يو اړخ ته د مېدانه

راودانگه میدان ته، پتون ووه پهلوا نه

خلاصی دې نه په چل، نه په حکمت نه په دهوکه شته

يا سل ځله که ته ځان ليونی جوړ کړي له ځانه

يا ځان ورته شيخو کړي د اسلام شا ته شي غلی

دږيرې شپول ببر کړې، ځان پرې پټ کړې له جهانه

په دا خو مې لږ پوې کړه، زما ښکلی نوجوانه

کوم شپول دې د پټي د سړي ځان له خپله ځانه

او دا با ټې اول هم تا دي کړې څو څو واره

سلطان محمود غزنوي يو له هغو شاهانو څخه وو، چې سخت مذهبي تعصب يې درلود. د بيهقي په قول: «د عباسيانو لپاره يې ښودله چې په ټوله نړۍ کې يې قرمطي پلټلو او هغه يې په دار ځړاوه. سلگونه زره کسان چې له دين سره يې «بد دينان» بلل، په دغه نامه، له منځه يوړل. په سلگونو خروارونه کتابونه يې په ښارونو کې وسوځول. فلسفه نجوم او د معتزله اثار يې اور ته واچول. سلطان محمود چې کله د ختيځ په لور وخوځېد، ټول له اسلام تر مخه اثار يې له منځه يوړل او د پښتنو په وړاندې يې هم له زيات قساوت او بيرحمي نه کار واخيست.

غني خان د يو روښانه ذهن د خاوند په توگه د پښتنو له خوا له تاتار يانو  او د هغه وخت دمستبد حاکم سره په ملگرتيا نيوکه کوي. ځکه دغه ياد سلطان و چې د پښتنو په فرهنگ يې سترگې پټولې .هېڅ ډول پروا يې ونه کړه، يوازې د دې لپاره چې وښيي او د بغداد خليفه ته څرگنده کړي، په بيرحمانه توگه يې نه يوازې د ختيځې دونيا اثار ويجاړ کړل، يو لرغوني مدنيت يې پای ته ورساوه، د انسانانو په وژلو خو يې هېڅ صرفه ونه کړه. د افغانستان مشهور او د روښانه ليد څښتن مورخ مير غلام محمد غبار په «افغانستان درمسير تاريخ» کې همدا خبره روښانوي چې سلطان محمود يو حريص او متعصب واکمن وو، هغه د علم او فرهنگ په تېره د پښتنو د فرهنگ ستر دوښمن و، شيخ الريس ابن سينا بلخي د هغه د استبداد او تعصب له امله خپل کور او ځای پرېښود او اواره شو.  ډېر پوه او ځېرک وزير حسنك  دقرمطي په نامه   د هغه دزوۍ له خوا په دار وځړول شو.  چې مړې يې څو مياشتي ځوړند و.

غني خان په خپل همدې نظم کې د پښتنو خوشباوريو ته گوته نيسي چې تش د اسلام په نامه د وحشت او بربريت ښکار شوي دي. هغه تاتاريانو يوه کيسه هم را اخلي چې يوه بيلگه يې بابر دی وايي:

«څومره يرغلونه چې بابر د پښتونخوا له يوه سر نه تر بل سره، په بېلابېلو پښتنو قومونو او د هغوی په ځينو نورو وطنوالو کړي او څومره عام قتلونه او مرگونه يې چې په دې یرغلونو کې کړي دي. څومره سرونه يې چې پرې کړي، څومره کله منارونه يې چې جوړ کړي، څومره کلي او کورونه يې چې وران کړي او څومره مالونه يې چې تالا او زورگيره کړي دي، ښايي چې بل هيڅ جهانگير او يرغلگر به نه وي کړي.»

 همدا راز استاد حبيبالله تږي ليکي :

وايي چې د باجوړ خلکو  دبابر  توصيه ونه منله ،ځکه يې نو پرې حمله وکړه. د باجوړ کلا يي ونيوله او اوسيدونکي يې قتل عام کړل. بابر خپله په دې باره کې داسې وايي: «څرنگه چې باجوړيان ياغيان او د اسلام له ملت سره دښمنان وو او څرنگه چې د کفارو او معاندينو عادت بېخي پکې عام و؛ نو د اسلام نوم يې له قبيلې نه بيخې ورک شوی و، ځکه نو قتل عام شول او ښځې اوماشومان يې اسير شول. تخمين درې زره نارينه يي ووژل شول خو څرنگه چې جگړه د کلا تر شرقي خوا پورې ونه رسېده؛ نو يو څو تنه يې خلاص شول. کلا چې ونيول شوه موږ ورننوتو او ومو کتله. د دېوالونو له پاسه کورونو کې په لارو او کوڅو کې هر چيره بې حسابه مړي پراته وو. څوک چې تله راتله په مړو به ختل او ورباندې تيرېدل به.»  (۳-۱۹۸)

(د بابر کتاب ۳۷ مخ )

دپښتانه داثر ۱۹۸ مخ

غني خان وايي :

بابر چې راروان شو، تا ته جنگ له تاتاره

تا وې د چنگيز زوی ته زما وروره مسلمانه

هغه درته مسکی شو، وې زموږه دا رواج دی

چې يو ځل يې بری شي، نو ورور خره بيايي له وروره

د زور قانون کې ورور نشته يو يار شته يو کمتره

کتاب د ملا گران دی، د خپل ژوند کتاب دې گوره

باچا يې ښکار د قامونو دی، دا زور او توره غواړي

مستي د غازي غواړي، د ژوندون نشه سرتوره

د باز او د کمترې ورورولي ده چا ليدلې؟

ځه ورک شه ځان له ورو چرته د ځان هسې وگوره

نو ای د زمرو زويه تا گيدړ جوړ که له ځانه

خاني د صدو لاړه چې ته لاړې له ميدانه

يو بل وږی تاتار و د ډاکوانو مير لښکر وه

جامه کې د اسلام شو د غزني نه راروانه

زما د شنو سيندونو، سرو گلونو ملک يې وران کړو

بدل کې يې قیصې د گلو راکړې له ايرانه

څه کفر څه انکار شو، يو رنگ بل يې تصوير شو

چې چل او حرص يو شي صحرا جوړ کړي له بوستانه

زما د لوړ ژوندون نخښې يې خاورې کړې ايرې کړې

په نوم د بت شکن يې غټ بت جوړ کړو له خپل ځانه

نامه يې را له ورکه او تاريخ يې سپيني پاڼې

ښارونه مې ډېرۍ کړي او د نيکه حجره مې ورانه

تش لاس او ښپې مې څه چې زړه او سر مې غلامان شو

زه خاورو کې بربنډ، هغه په تخت راته خندانه

رحم نه انصاف و، سړيتوب نه شرافت و

تورې جلاتيان د پښتون وينه وه ارزانه

ښکلي هلکان که جينکۍ که دولتونه وو

نوم حيا غرور هر څه يې لوټ يوړل له تا نه

او ته مړاوې غوږونه بگيليه غلې ناست وې

تف شه ستا په ژوند مرگی ډېر ښه و، د دې ساه نه

هېر دې هغه وخت و، چې به ډول د پښتون ډنگ وکه

بوڅ به شو غوږونه تر بنگاله تر ايرانه

داسلام دسپيڅلي دين په نامه يوازې دا نن نه ده چې افغانان وژل کيږي بلکې دا دپيړيو له پخوا پيل شوي ده ۔ خو غني خان يې خپل اولس ته يو وار بيا تداعي کوي. اولس ته يې وريادوي  چې  هغه مهال  چې نه خو لويديځ مدنيت و اونه سيکولريزم  اونه دښځو ازادي او نه دزده کړو معاصرو علومو خپريدا وه خو اسلام يوه داسې وسله وه. ددې پر ځاۍ  چې حاکمان يې دخداۍ دلارې په توگه توضيح کړي يوازې دقتلونو ،وژنو  اود کله منارونو دجوړولو له پاره ترې کار اخيست، دا ځکه  چې په دې بهانه د هغو  استبداد ټينگيداۍ شو  اودپرديو حاکميت ټينگيداۍ شو .

همدارانگه مغلو چې په هند کې د پښتنو افغانانو پادشاهي ختمه کړه؛ نو بيا هم زياته ترهه يې له پښتنو هستوگنو کوله.

دغه راز د پښتو د فرهنگ او ادب يو بل نوميالي عالم درويش دراني په خپل اثر «د پښتنې ژوند کړه وړه» کې په دې باب ليکي: «د هند په پاچهانو کې له پښتنو سره زياته دوښمني دمغلو وه. ولې چې يو خو د کابل له اولغ بيگه نيولې بيا تر اورنگزيبه پورې له دغو واکمنو سره هر وخت د پښتنو يوه يا بله قبيله چرته نه چرته په جنگ اخته پاتې شوې وه. بله دا چې د هند باچاهي هم دوی له پښتنو ځنې اخيستې وه.  نو وېره ورسره وه چې دغه خلک به بېرته د خپل تخت د نيولو له پاره هڅه کوي. دا وېره هسې بېځايه ويره نه وه. موږ وينو چې سوريانو له دوی څخه تخت بېرته هم ونيوه، هغه وار خو بخت ورسره ملگري وکړه او دوی ژر وتوانېدل چې دغه کورنۍ بېرته له تخته ليري کړي. خو بخت تل داسې مهربانه نه وي. تللی تخت بېرته ډېر کم چا ته په لاس ورځي. د دې تر څنگ هغوی دا هم ليدل چې په هند کې د پښتنو يو داسې تخت اړوونکي قوت په خواره واره شکل شتون لري، چې سرچينه يې د پښتونخوا سيمه ده. له دغې سرچيني نه په دغه قوت کې هر وخت نوره اضافه کېدای شوه او کيده. نو دغسې تخت اړوونکي قام که دوښمن هم نه وي، باچاهان يې د ځان لپاره خطر گڼي او د هغو د ژوند هېڅ اړخ دې ته نه پرېږدي چې وده وکړي، خو پښتون چي په رښتيا هم د مغلو د تخت وفادار نه و، د هغه لپاره د اهيله لرله چې باچاهان دې ورباندې مهربانه شي. پر ځای خبره بېخي نه وه. اوس نو د داسې نامهربانه باچهانو په باچاهي کې پښتنو ته پکار ده، چې نور هم خواره او در په دره شوي وای، مگر موږ چې گورو خبره بېخي دا بل ډول ده. دغه مغولي دور د پښتنو زرين دور دی. له روښانيانو څخه تر کاظم خان شيدا پورې چې کومې هنر پارې پښتنو زېږولي دي، هغه په خپله زمانه کې د نړۍ د هرې ژبي د هغه وخت د هنر پارو سره سيالي کولای شوه اوکولای يې شي.» (۴ـ ۲۱۹ )مخ دروېش دراني

خو غني خان د پښتنو د خوشباوريو د ښې روښانتيا لپاره همدا مسايل د نظم په ژبه وايي:

غني خان په پورته بندونو او بيتونو کې د سياست او د زور او د اقتدار ريښي راسپړي او همدا مساله چې د مسلمان په نامه يا د اسلام په تش نامه پښتانه د بابر چې د غني د قوم ريښې يې وچې کړې، پرده پورته کوي. که بت شکن بتان مات کړل؛ نو پخپله يې ځان په يو لوی بت بدل کړ. دغه راز بابر هم يو بل بت جوړ شو. خو پښتانه تش د اسلام په نامه د هغه ملگري شول او خپلې جرړې يې وويستلې

زور هسې پيغور شي چې همت ورسره مل نه شي

ورک هغه مشال شه چې تياره شي او دی بل نه شي

نو ځکه درته وايم زما نره ښکلی ځوانه

را ودانگه ميدان ته پتون ووه پهلوانه

دا منم گران د پښتو اور دی

رښتيا د اوسپنې نينې چيچل دي

خو ستا غاښونه د فولادو دي

غني خان په دې پورته نظم کې د تاريخ د کرشمو او د زورگيرو له چالونو نه پرده پورته کوي، يو وار بيا پښتون کرکټر باندې غاړه خلاصوي چې له دې زيات نور د مذهب په نامه په د سايسو او دوکو مه غولېږه. هغه د پښتون ولس ظرفيت او ستعداد يو وار بيا د هغه په مخ کې ږدي، ورته وايي، د خپل خود اراديت او استقلال په پار، ميدان ته شه. ته زور لرې، د سختيو د زغم وس لرې، ته دپولادو غاښونه لرې. ته دا ميدان گټلی شې.

پټ دې په سترگو کې د باز کتل دي

گل او ساقي او جام کتل غواړي

ليلی په بام ده مشالونه بل دي

حسينه څه شوې کربلا جوړه شوه

عشق وه قلا اوس ترې بلا جوړه شوه

يار په اوربل کې سره گلونه کېښول

ژوندون صحرا شو او ليلی جوړه شوه

مرگ او وصال په يوه خوله خاندي

داسې بيدريغه جواري جوړه شوه

چا لېوني ته لار د کور د جانان

چا له ژړا و چا له زاري جوړه شوه

خو په هېڅ چال دې خلاصېده ترې نشته

دا  د  اخون  لنگرۍ  به  ته  اړوې

يا به دا سر په دې تلي کې ږدې

يا ښه اوار به د اوښ پل جوړوي

هر قدم نن شو کربلا کربلا

دا ځلې گرانه ډېره گرانه ده

خو د خولې ياد تش د ليلي ليلي

چا کوکۍ موندې د ليلا نه ده

باغ کې گلونو کې ليلی نشته

ليلي خو جوړه له صحرا نه ده

نيغه شمله خو به هر څوک پرېږدي

نيغه ساتل يې ډېره گرانه ده

د سر په بيه د ژوند نوم اخيستل

گرانه ده گرانه، ډېره گرانه ده

دا ځکه درته وايمه زما نيازبينه ځوانه

راودانگه ميدان ته پتون ووه پهلوانه

ته سترگې که د باز نو نو شنه وزر پنجې به را شي

راويښ شه لږ ببر شه ستا خاني ده را روانه

تقدير راوستې ته د مرگ او ژوند داسې گودر ته

 چې يا به سړی کېږي يا ورکېږي د دنيا نه

کېډي شوه د ننگ سره ازمري په کې تاوېږي

ليلی په بام مسکى شوه ډېرې طمعې دي له تا نه

را پاڅه سور مشال شه تياره لر کړه د دنيا نه

راودانگه ميدان ته پتون ووه پهلوانه (۵ـ۴۶۵)

يوه څنگ ځنې خبره دا هم ويل په کار دي  چې دپښتو ادب که فلکلوري دي او که ليکلي ادب دۍ ۔ په يو استقامت کې دزورگيرو اواشغالگرو سره په مقاومت او مبارزه کي را زيږيدلي دي ۔ په پښتو ادب کې دمغلوالي مفهوم هيڅکله کوم نژادي او راسيستي جنبه نه لري  اونه خو په دې مفهوم کارول کيږي ، بلکې دظلم اواستبداد  دتوجيه اوتعبير مفهوم دۍ  چې دخوشال اثار ترې مالامال دي ۔ پښتو ټپه هم دا ډول زياتې بيلگې لري ۔ روښاني ادب دهمدي مبارزو په ترڅ کې په يوه بله بڼه را هست شوۍ دۍ ۔

همدارنگه غني خان پر يوه هنرمند او سياسي مبارز سربېره د يو ديني عالم په توگه په دې ښه پوهېږي چې د خدای فرمان انسان ته څه دی؟ او هغوی چې د دې لارې د ارشاد دعوه کوي، هغوی څه وايي؟ غني خان د مذهب په نامه د جيره خورو او مزدورو عناصرو له څېرو پرده پورته کوي. هغه په ډاگه کوي چې کوم کسان ژر پلورل کېږي او د دنيوي متاع او د گېډي په غم اخته کسان څوک دي؟ هغه  دولتر په څېر په ترخه ژبه  د دين دپردې لاندې چال اوفريب لوڅوي  اوهغه کسان په گوته کوي چې يوه ذره احساس نه لري، وطن نه پېژني، له ازادۍ او خپلواکۍ نه بې خبره وي. د خلکو د تېرايستلو او دوکي ورکولو لپاره يوازې د خدای د قهر صفات بيانوي، چې خلک وډار کړي؛ خو د رحم په باب څه نه وايي .هغه کسان  چې دخداۍ دبنده گې پر ځاۍ دانسان اوزورگيرو بنده گان دي  دا بنده گي ورته خوند ورکوي. غني خان دا خبره په ښه توگه روښانه کوي  چې  پښتون انسان د تاريخ په اوږدو کې له زرونو کالو را هيسې د دين او مذهب په نوم تېرايستل شوی؛ يو علت خو دا هم دی چې هغه ډېر سپېڅلی او صادق کرکټر دی، خو له بلې خوا له معرفت نه بې برخې هم دی.  اوپه جبر اونيرنگ سره له معرفت نه ليرې ساتل شوۍ دۍ .په افغانستان کې اوسنی حالت يې ډير روښانه مثال دی، چې په لوی لاس هڅه کېږي چې له سواد زده کړې او له علم نه بې برخې پاتې شي. د دې لپاره چې د بې علمۍ په حالت کې په ښه توگه ايل کيدای شي. نن ورځ د سلطان غزنوي، د چنگيز د اولادې او پاتې لړۍ  او همدارنگه د بابر او بيا د تاتارو د ناکردو قرباني دۍ. په پښتنو کې ټول ازادي غوښتونکي غورځنگونه لکه روښاني، خوشحال خاني او نور په ټوله د اجيرو مذهبي عناصرو له ننگونې سره مخامخ شوي دي.

يادښتونه:

۱ -The first amendment encyclopedia Presented by the john seigenthaler chair of excellence in first amendment studies

-. ۲- ولتر ۔کانديد يا خوشببيني ۔(ترجمه جهانگير افکاري ) ۔نشر کتاب ،کال ۱۳۴۰ ۔تهران ۔

۳-داکتر حبيب الله تږي. پښتانه.دپستني فرهنگ د ودې تولنه. کال ۱۹۹۹

۴ـدرويش دراني.دپښتني ژوند کړه وړه. صحاف کتابخانه. کال ۲۰۱۴

۵۔غني خان ۔لټون ۔يونيورستي بک ايجنسي پيښور ۔ کال

2 COMMENTS

  1. وُلټر سره لدی چی ځان ئی د کلیسا او مسیحی روحانیت دښمن ګاڼه خو دننه یو سخت معتقد او متعصب مسیحی ؤ او د اسلام د ستر پیغمبر سره ئی ډیره کینه درلوده. ضمناً د غرب خصوصاً فرانسی معاصر روشنفکران بالآخره د باران څخه ولاړ سوی او ناوی ته کینستلی دی ( ځانونه ئی اجتماعی مبارزین او بشر پالونکی ګڼل او ګڼی خو د غرب خصوصاً فرانسی د ظالمانه او استعماری کړنو اصلی توجیه ګران وه او دی ) البته انګریزان خو اصلاً د شیطان زامن دی.
    امّا غنی لالا؛
    زموږ او پاکستانی پښتنو اوسنی او پرونی حالات د روس او انګریز تر منځ د حساس مؤقعیت محصول دی خو د غنی خان غوندی کسانو څخه پوښتنه دا ده چی ولی ئی د معادلی پر یوی برخی ایمان درلود ( د انګریز د استعمار غندنه! او د شوروی استعمار په وړاندی پټه خوله؟ )
    بله اساسی پوښتنه دا ده چی د غنی خان او د هغه د پلار د مبارزی ثمر د پاکستان په پښتنی ټولنه کی کوم دی؟
    آیا د پاکستان پښتانه همدا نن هم د انګریز په منګولو کی ایسار نه دی؟ او آیا دا ویروس ئی زموږ هیواد ته سُرایت نه دی کړی؟

  2. ښاغلي محمداکبر کرګر نه زیاته مننه ، چې په دې ښکلې لیکنه کې د پښتنو د وروستیو پنځه سوه کلونو د ژوند ، تاریخ او د هغوي مستبدو دښمنانو په هکله هراړخیز معلومات وړاندې کړي دی . زمونږ ځوانانو خپل تېر تاریخ هغه راز چې وو ، نه دی لوستلی . همدغو جابرو پردیو واکمنانو د پښتنو ټول تاریخ ، هنر ، ادب ، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ له مونږ نه ورک او محوه کړیدی . دا اوس پر ځوانو روښنفکرو فرض ده چې له یوې خوا خپل تاریخ یو ځل بیا ولولي او له بلې خوا هغه تاریخي اشتباه ګانې یعنې بې اتفاقي او ناپوهي جبران کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب