جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهمحکمې ته د عمران خان بیا احضاریدل؛ پوځي قانون کیدای شي پرې...

محکمې ته د عمران خان بیا احضاریدل؛ پوځي قانون کیدای شي پرې تطبیق شي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۹ مه )   د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن بیا محکمې ته بلل شوی، څو د روانې میاشتې د ګډوډیو په اړه ځواب ووایي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي د عمران خان پرضد د پوځي قانون لاندې قضیه اچول له امکانه لیرې نه ده.

د مۍ په نهمه د حکومت ضدو لاریونونو پر مهال، د عمران خان پلویانو پراخې ګډوډۍ او پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل، چې په تور یې د هغه څو زره پلویان نیول شوي او د ترهګریزو فعالیتونو دوسیې ورته جوړې شوي.

عمران خان اوس له حکومته غوښتي، چې خبرې ورسره وکړي، خو دفاع وزیر خواجه آصف وایي چې عمران خان اول ټول زور وکاروه، مګر اوس له ناچارۍ د خبرو غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان د ګڼو پلویانو له نیولو او فشار لاندې نیولو سره، یو شمېر مهمې څېرې د نوموړي له ګوند څخه لار بېلولو ته اړ ویستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب