Homeخبرونهمک کال: امریکایان او استازي یې باید له افغانستانه د وتو اسنادو...

مک کال: امریکایان او استازي یې باید له افغانستانه د وتو اسنادو ته لاس رسی ولري

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۹ مه )    د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو په اړه محرمو اسنادو ته، د دې کمېټې د ټولو غړو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

تېره اوونۍ د مک کاول تر فشار لاندې هغه او د جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې یو شمېر نورو جګپوړو غړو ته اسنادو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شوه، خو د بهرنیو چارو وزارت د کمېټې نورو غړو ته چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د ورته لاسرسي له ورکولو ډډه وکړه.

په دې لیک کې مک کال دا هم ویلي چې د دې اسنادو د طبقه بندي کولو لپاره کافي اساس نشته او د بایډن له ادارې یې غوښتي چې دا اسناد افشا کړي او د امریکا خلکو ته یې وسپاري.

هغه پر دې ټکي له ټينګار سره چې له افغانستان څخه د وتو د سندونو خپرول د امريکا ملي امنيت ته ګواښ نه کوي، څرګنده کړه چې د دغو سندونو خپرول به د حکومت د بهرني سياست په پرېکړو باندې د امريکايانو د باور په رامنځته کولو کې ګټور وي.

د امریکا پر حکومت دا فشارونه په داسې مهال په زیاتیدو دي، چې ولسمشریزې ټاکنې یې په مخکې دي.

د شنونکو په باور، له افغانستانه د نامسوولانه او شرمونکي وتو مسئله به د امریکا حکومت ته په دغو ټاکنو کې یوه ننګونکې موضوع وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...