مرګ د سپين غرۀ پر يوه غټه غوندي پرښه ناست دے
اندېښنو وړے دے و خپلي بېوسۍ ته غريب
اوړي را اوړي يې په زړۀ کي دا يوه خبره
چي زۀ په زور او دبدبه کي سکندر هم نۀ شوم
د دې جهان د دې فاني انسان په سر هم نۀ شوم
***
هغه چي کومه ورځ په دغه اراده روان شو
چي له يوۀ سره تر بله دا جهان کړي لاندي
نو يې د توري مخته هيڅوک ټينګېدلاى نۀ شو
خو افغانانو کړ را ټينګ پر خپله خاوره باندي
را اورول يې زحمتونه لکه واوره باندي
***
مګر تر ما دے ننګيالے و خوت په دغه ځاى کي
په څلور کاله کي يې ځان له دې ګردابه و يوست
زۀ خو چي کله لکه دے په يرغل راغلم دلته
نو څلوېښت کاله دا دي تېر شول چي سور اور اوروم
ژور زخمونه پر وګړو لور په لور اوروم
***
دغه زخمونه او اورونه هيڅ اثر نۀ کوي
نۀ دا ولس ماتې مني، نۀ ما وتو ته پرېږدي
راپسي کار د نور جهان مي نايبان چلوي
زۀ کښېوتلے يم ډېر بد، په آريانا کي ګير يم
د دې خروړو افغانانو په دنيا کي ګير يم.
***