سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+یو ”راز“ چې د څو نسلونو پر زړه پاتې شو

یو ”راز“ چې د څو نسلونو پر زړه پاتې شو

د فکر او مزاحمت استعاره
لیکوال: نعمت الله صدیقي
ما تراوسه د لفظ او مانا د ربط او جوړښت ایله تیوري لوستې وه؛ مګر نن پوهېږم، چې بې ربطي څه مانا؟ لفظونه ولې معصوم شي؟ مضمون یا کالم ولې مظلوم دي؟ زړه څنګه له لفظونو او ماناوو سره یوازې وژاړي، ایا د چا په تلو باید سړی یوازې وژاړي او بس!! سل و زر شپې او ورځې، خاطرې، د ژوند طرز، فکري او ادبي لارښوونې، اخلاقي ادرسونه او د ژوند، سیاست، فکر سنجیده رویو سره به سړی څه وکړي یوازې که ژړا جبران وای؛ دا به نو بېخي بل ډول راویت و؛ خو دا د زړه سود او تسلي وي، چې په دا ډول نه راستانېدونکیو پسې د خپلو یادونو او خیالونو په مټ ځان غږوي. کنه له دې سفر هیڅوک بیا نه راځي. په مخه دې زېړي ګلونه!!
په راز صاحب پسې بیا به هم له معمول سره سم ډېر خلک او زړونه وژاړي، د سلو سر به یاد شي، تعزیتي ریفرنسونه به وشي، د فکر او مبارزې ویاړنې به یې وویل شي او بلا اخره لکه د یوې مړژواندې ټولنې رسم به پای ته ورسېږي. نه به یې د خپلو خلکو د نتلې طبقې ارمان تعقیب شي او نه به یې هم ټولنه له طبقاتي کشمکش سره د لاس و ګریوان له عذابه خلاصه شي او دا خو به بیا بېخي ممکن نه وي، چې د همدې یوه سړي هغه سل نوره سرونه د بلا د مرګ له خولې بچ پاتې شي. دی هم ومړ او سل نور به یې هم ومري.
راز صاحب زموږ د نسل هغه د اتصال کړۍ وه، چې د تېرې یوې پېړۍ ادبي، فکري، سیاسي او نظریاتي ماحول نه یوازې د قلم د مبارزې نظري سړی، عالم، نقاد او لیکوال و؛ بلکې د یوې خورا زور ورې نظریې او فکري رویې عملي سنګر او مورچل هم و. هغه د صنوبر حسین کاکاجي، دوست محمد خان کامل، عبدالحی حبیبي، قلندرمومند، ایوب صابر او اجمل خټک مرحومینو د ناستې او ولاړ ورستۍپسرلی و. هغه د خپل همزولي نسل د سرلارۍ ویاړ هم درلود او زموږ د ځوان نسل د لاروښونې مشري یې هم کوله، نو ځکه دی زموږ د څو نسلونو په زړه کې پاتې کېدونکی څوک دی.
 ما هغه د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د ژوند په مختلفو وختونو او پړاوونو کې په مختلف انداز لېدلی او لوستلی و، هغه د یوه مشر په توګه دومره مهربان و، چې حتی د کور د یوه نېږدي غړي په توګه یې د هر چا په زړه کې ځای موندلی و او هر چا په همدومره کچه محسوس کړی هم و، چې ګواکې زه له ټولو ده ته ډېرې نېږدې څوک یم. هغه په یو وخت د هر چا دوست، یار و دلدار و.
راز صاحب په همدې اساس د شخصیت له پلوه دوه ډوله شخصیت بارز کړ، یو یې عام هر اړخیز شخصیت و او بل یې هر اړخیز ادب پنځونکی شخصیت و. راز صاحب په دې داوړو شخصیتونو کې دروند، سنګین، قاطع او نه ماتېدونکی سړی و. هر اړخیز په دې مانا چې د ژوند په ټولو برخو کې یې د خپل فکر او نظریې په اساس کله هم مصلحت ته عاړه کېنښوده او نه یې د ځان د ګټې په خاطر د ژوند او نظریې لپاره کوم تضاد او خجالت ته مخه کړه؛ هغه بېخي په دې برخه کې لکه د خپل ژوند سوچه سور مخ ولاړ و.
راز صاحب یوازې د څانګوالۍ او یا د یوې مخصوصې نظریې او د ادبیاتو د ژانرونو په حواله هر اخیز نه وو؛ بلکې د یوه ځانګړي نوي فکر او فن له مخې هر اړخیز و. د هغه لیکوالي، نقد، کالم لیکنه، تبصرې، یونلیک لیکنه او شاعري هغه وسیلې وې، چې ده پکې په یو وخت د یوه بېل طرز لیکوال، ځېرک نقاد، روښانفکره کالم لیکونکي او د یوه نوي طرز د شاعر په توګه تجربې لرلې. راز صاحب د همدې موخې لپاره د ژوند تر اخره خپل فکر او ژوند وقف کړی و، تر اخره یې د علم، فکر، سوچ او ادبیاتو د رڼا مشالونه بل ساتلي وو، زه فکر کوم د یوه هر اخیز شخصیت لپاره دا کافي ده، چې د ژوند او فن دا دومره ښیګڼې ولري.
راز صاحب د فکر او نظریې له پلوه اوس هم سور و، هغه د خپل فکر او نظریې لپاره خپل دلایل لرل، هغه کله هم افراطي نه و؛ خو نظریاتي او فکري مصحلتي هم نه و، هغه که خبره کولای شوای؛ نو اورېدای یې هم شوه، د ده تر ټولو لوی علمي او ټولنیز اخلاق همدغه وو، چې د خپل فکر او نظریې له مخالفانو سره یې هم د ذاتي راشه درشې تامل درلود. هغه په همدې اساس هم د خپلې نظریې په تناظر کې د لوستو او لېدو سړی نه و؛ بلکې هر اړخیز و.
راز صاحب د دومره علم، فکر او تخلیقي نبوغ سره سره داسې اخلاقې رویې لرلې، چې حتی هیڅ فکر دې نشوای کولای، چې دا همغه څوک دی، چې پېړۍ پېړۍ به یې ژبه او ادبیات احسانات مني. هغه د خپل فکر په څېر ایغ نیغ و؛ مګر دومره حلیم او نرم مزاج یې درلود، چې له هر وار مخالفت وروسته به دې داسې محسوساوه، چې ګواکې هغه د بحث سړی دی نه و.
 دا په قد او قامت دومره سړی، چې که علم مجسم وای؛ نو همدا به وای، نرمه خندا، وړې وړې مګر زورورې علمي او فکري خبرې، کله کله ظریفې ټوکې یې هغه څه وو، چې موږ او وختونه به خامخا پسې لاسونه مروړو. زما یاد شي، چې څو اوونۍ وړاندې یې د خپلې سر زورۍ او سفر کیسه څنګه راته وکړه او بیا یې په خپل همیشني او مخصوس انداز زموږ د ناځوانیو طنزونه څنګه راسره تبادله کول. زه که د لس کلن ادبي ژوند لږې و ډېرې خوږې او ترخې خاطرې لرم؛ نو راز صاحب په دې ټولو خاطرو کې ځکه راسره شریک دی، چې تقریباً هره اوونۍکنه هره میاشت خو یې خامخا پيدا کړي یو او د حالاتو حاضره ادبي او فرهنګي مسایلو ترڅنګ یې زموږ جدي پوښتنه او لارښوونه راته کړې ده.
زه باوري یم، چې هغه د خپل خالق په لوی دربار کې بېخي د خپل ځان په څېر سور او سپین مخ ولاړ دی، او دا مې یقین دی، چې هغه خالق به یې د انسانیت د هغې مبارزې په نیت ویده کړي، چې ده یې د ظلم، برابریت، ناانصافي پر وړاندې د سرلوړۍ او عظمت خبره او غږ بدرګه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب