سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبکره کتنهد کره‌کتنې غوښتنې/ محب‌الله زغم

د کره‌کتنې غوښتنې/ محب‌الله زغم

کره‌کتنه د هنري اثارو تلل او سپړل دي. دغه تله د کره‌کتنې له اصولو رغېدلې ده او کاڼي یې د هنرونو تیورۍ دي.

دلته خبره پر ادبي کره‌کتنه ده نو په کار ده چې بحث مو لا نور اختصاصي شي.

په ادبي کره‌کتنه کې موږ د یوه ادبي اثر ښکلاوې او نیمګړتیاوې معلوموو او محک مو د ادبیاتو تیوري وي. نو که څوک نقد کوي، ورته بویه چې د ادبیاتو تیوري یې نه‌یوازې دا چې مطالعه کړې وي، بلکې دغه تیوري یې باید سمه درک کړې او ځان یې په کې ملا کړی وي. کره‌کتونکی باید ادبي مکتبونه وپېژني او ډېر ادبي اثار یې لوستي وي. البته د کره‌کتنې خاص ډولونه بیا نوره مطالعه هم غواړي. مثلاً د ارواپوهنیزې کره‌کتنې لپاره کره‌کتونکی باید ارواپوهنه ولولي. په تېره بیا د دې پوهې عمده او منل شوې تیورۍ باید خامخا ولولي او ځان پرې پوه کړي، مثلاً د فروید او آدلر ارواپوهنه، سلوکي ارواپوهنه، جنايي ارواپوهنه …. د عادي کره‌کتنې لپاره هم باید د ارواپوهنې اساسي موضوعات مو زده وي. دا راسره مرسته کوي چې وګورو لیکوال د کرکټر/ کرکټرونو اروايي اړخ څنګه انځور کړی دی. ځینې لیکوال د ډارمو او فلمونو په پېښو په خپلو کیسو کې ځینې صحنې جوړوي، مثلاً کله چې یو کرکټر ناڅاپه یو بد یا ډېر حیراوونکی خبر اوري، لاسونه یې سره جلا شي او که فرضاً په لاس کې یې ګېلاس وي، هغه ولوېږي. ممکن په داسې حالتونو کې د ځینو کسانو غیرارادي غبرګون همداسې وي خو د ټولو نه. د ارواپوهنې مطالعه راسره مرسته کوي چې وپوهېږو په غیرعادي حالتونو کې انسانان څه ډول غبرګون ښيي او چې په دې پوه شو، بیا کیسې له دې نظره سمې ارزولی شو.

ادبي کره‌ کتنه څو دندې لري:

یو، د یوه اثر په نقد کولو سره د هغه اثر له خاوند سره مرسته کوي چې خپلو خامیو ته یې پام شي او په نورو اثارو کې ځان له دې نیمګړتیاوو څخه وساتي. همدرانګه نور هنرمندان هم چې دغه نقد لولي، دې ته یې پام کېږي چې څنګه خپل هنري کارونه تر وسې پورې له عیبونو پاک کاندي.

دوه، کره‌کتنه د ښو اثارو په معرفي کولو سره د خلکو ذوق لوړوي. زموږ په هېواد کې عام ذوق ټیټ دی. مثلاً زموږ عام خلک داسې شعرونه خوښوي چې محض احساسات او شعارونه په کې لیکل شوي وي. یو آزاد شعر که څومره هم اوچت وي، عام خلک یې په دې نه‌خوښوي چې وزن، قافیه او ردیف په کې نشته. نو که موږ ښه کره‌کتونکي ولرو او خلک نقدونه ولولي، کېدای شي چې لږ تر لږه د تعلیم‌یافته وګړو ذوق یو څه پورته شي.

درې، نن سبا کتابونه بې‌شمېره خو وخت لږ دی. کره‌کتنه کولای شي خلکو ته هغه اثار وروپېژني چې په لوستلو ارزي او د خلکو وخت نه ضایع کوي.

څلور، کره‌کتنه د ابتذال په مخنیوي کې مرسته کولای شي. څرنګه چې اوس مطبوعات ازاد دي او هرڅوک کولای شي هرڅه چاپ کړي، نو ممکن داسې کتابونه هم چاپ شي چې ادبیات بازاري او مبتذل کاندي. کره‌کتونکي پر دغسې اثارو د نیوکې له لارې کولای شي دا حالات تر یوه بریده کنټرول کړي.

البته چې هنر ازادي غواړي او بندیزونه یا هر هنري اثر په تنګو چوکاټونو کې اچول، د خلاقیت مخه ډب کوي خو له بلې خوا بې‌خرته ازادي د بې‌بندوبارۍ سبب کېږي نو کره‌کتنه باید دغه انډول په پام کې ونیسي او هغه هنري بغاوتونه وزغمي چې د فردي خلاقیت په نتیجه کې رامنځته کېږي.

ارواښاد اکاډیمسین محمدصدیق روهي وايي: «هر اثر چې له چاپه راووځي او خپور شي، نور نو هغه د ټولنې د فرهنګ جز بلل کېږي او د ټولنیز ملکیت د بڼې په غوره کولو سره خپله انفرادي جنبه له لاسه ورکوي. نور نو څوک نه‌شي کولای چې د دغه اثر په وړاندې بې‌توپیره پاتې شي بلکې د یوې ټولنیزې پدیدې په توګه برخورد ورسره کوي او ګټور او زیانمن اړخونه یې راسپړي». (سرمحقق محمد صدیق روهي، د ادب او فولکلور په هکله، ۳۵ ام مخ، ۱۳۶۵، دولتي مطبعه) د دې خبرې مانا دا ده چې هېڅ اثر او هېڅ لیکوال/شاعر تر نقد پورته نه‌دی خو دا پوښتنه هم مهمه ده چې ایا هرڅوک به د نقد کولو جوګه وي؟

په نورو ملکونو کې کره‌کتنه د ادبیاتو د پوهنځیو د نصاب اصلي برخه وي او څوک چې ادبیات لولي، د ادبياتو پر تیورۍ سربېره د کره‌کتنې له اصولو او مکتبونو هم خبر وي. هلته اکثره کره‌کتونکي د ادبیاتو د پوهنځیو استادان وي. زه نه‌پوهېږم چې زموږ د ادبیاتو په پوهنځیو کې کره‌کتنه او د دابیاتو تیوري څومره او څنګه تدریسېږي.

دا چې زموږ په وطن کې ډېر څه آماتوري بڼه لري او مسلکیتوب چندانې نه‌شته نو پر کره‌کتنې بحث کول، ضروري برېښي. زموږ ځینې کره‌کتنې یا یو مخ ستاینه وي یا یو مخ رټنه. ملګرتیا او تربګني د ځینو کره‌کتنو اساس وي. دلته په کار ده چې خبره اخلاقو ته واړوو. که څوک د کره‌کتنې اخلاق وپېژني او مراعات یې کړي نو له ډېرو جنجالونو به خلاص شو.

یوه ورځ مې ډاکتر احسان‌الله درمل ته پر یوه داستان د نقد لیکلو وویل. هغه وویل: «زما په نظر څوک چې په یوه ژانر کې عملي تجربه نه‌لري، باید نقد ورباندې ونه‌لیکي.» د ده خبره ځکه سمه ده چې کله کله وینو ځینې کسان پر یوه کیسه نقد ولیکي خو نقد یې د کره‌کتنې پر اصولو برابر نه‌وي. یا به د داستان پر تخنیکي اړخونو خبر نه‌وي او یا به یې دا تخنیکونه مطالعه کړي وي خو خپل کړي به یې نه‌وي. که یو څوک عملاً کیسه لیکي، پر دې به پوهېږي چې دغه تخنیکونه څنګه کارول کېږي او کله چې د بل کیسې ته کره‌کتنه کوي، ښېګڼې بدګڼې یې ورته له وریا ښکاري. البته زموږ په وطن کې ډېر کسان شته چې کیسې لیکي خو پر تیوریکي اړخونو یې نه‌دي خبر. همدارنګه ډېر داسې کسان دي چې نقد کوي خو د کیسې یا شعر په تخنیکونو نه‌پوهېږي.

د اخلاقو یو اصل دا دی چې په هغه څه چې نه‌پوهېږو، خوله خلاصه نه‌کړو. نو که څوک په دې نه‌پوهېږي چې لیدلوری څه دی او څو ډولونه لري، راوي څوک دی او د روایت کوم ډولونه لرو، د مکالمې ځانګړتیاوې کومې دي او د کیسې کومه برخه مکالمه غواړي، غوټه څه ده، ټکر څه دی، کیسه‌ییز نثر څرنګه وي او له عام نثر څخه څه توپیر لري، د توصیف، خلاصې او صحنې تر منځ انډول څنګه رامنځته کېږي، د ژبې موسیقي، آهنګ او سلاست څه دی او له مانا سره څه تړاو لري، د کلمو ضمني ماناوې کومې دي، سېمبول څه دی او څه شی سېمبولیک ماهیت لري … نو داسې کس باید هېڅ کله دې ته زړه ښه نه‌کړي چې د چا پر کیسې نقد ولیکي.

همدارنګه هغه کس دې پر شعر کره‌کتنه نه‌کوي چې د شعر په ماهیت نه‌پوهېږي، پر بدیعي او بیاني صنعتونه یې سر نه‌وي خلاص، تشبیه، استعاره، سېمبول، پاراډاکس او تشخص نه‌پېژني، د ژبې ښکلاییز اړخونه لکه وزن، آهنګ او موسیقي نه‌وي ورمعلوم …

د اخلاقو بله غوښتنه عدالت او بې‌پرېتوب دی. که کره‌کتونکی دغه اخلاقي اصل مراعات کړي، خپلې شخصي عقدې، کرکې، ملګرتیا، تربګنۍ … به یوې خوا ته پرېږدي او د ادبي اثر پر ځای د هغه خاوند تر قضاوت لاندې نه‌نیسي. دی به په خپل قضاوت کې خپلو احساساتو ته د مداخلې حق نه‌ورکوي.

هنر د باورونو، سیاسي مفکورو او ایډیالوژیو په زنځیرونو نه‌تړل کېږي. کره‌کتونکی باید نګه هنر وپېژني او د هنر پر ازادۍ باورمن اوسي. کره‌کتونکي ته نه‌ښايي چې د یوه ادبي اثر په ارزولو کې د ایډیالوژۍ ذره‌بین وکاروي.

همدارنګه که کره‌کتونکی د یوه اثر یوه برخه ناسمه ګڼي، باید دغه وړتیا دې ولري چې مناسب بدیل/ بدیلونه ورته وښيي او وايي چې که دغه برخه داسې شي، بهتره به وي.

ښه کره‌کتنه باید هغه هېنداره وي چې د یوه اثر ښکلا او بدرنګۍ دواړه راوښيي. هېنداره مبالغه نه‌کوي، نه له ځانه څه زیاتوي، نه د چا له څېرې څخه څه کموي. ښه کره‌کتونکی هم باید همداسې وي او خپله لیکنه له مبالغو او احساساتي ویناوو پاکه وساتي. په عین وخت کې باید خپله خبره په دقیقه، صریحه او واضحه توګه وکړي. د وینا د دقت لپاره قیدونو ته اړتیا لرو. مثلاً که د یوه شاعر په شعر کې یو بیت تر نورو بیتونو لږ بې‌خونده وي، بهتره ده ولیکو چې دغه بیت یې تر نورو بیتونو نسبتاً کمزوری دی، نه دا چې ووایو دغه بیت یې بېکاره دی.

د شدت او درجې د قیدونو او د صفتونو بې‌خرته استعمال زموږ په نثرونو کې نسبتاً عام دی او دغه شی مبالغې ته لاره هواروي. مثلاً ډېرسخت، خورا بې‌خونده، زښته خرابه، ډېر عالي، … کره‌کتنه علمي چاره ده او د نورو علمي لیکنو په شان اکاډیمیک نثر رانه غواړي. اکاډیمیک نثر خنثی، دقیق، صریح او واضح نثر وي. زما په باور د ارواښاد محمدصدیق روهي، استاد اسدالله غضنفر، او استاد اجمل ښکلي لیکنې که وګورو همدغه ځانګړنې لري نو که څوک غواړي نقد ولیکي، بهتره ده چې یو ځل د دوی لیکنې ولولي.


په تاند کې د ډاکتر زغم نورې لیکنې

په پل کې د ډاکتر زغم لیکنې

1 COMMENT

  1. for your information and knowledge a bout teaching of this subject I recommend you to read prof. A. K. Rashid Two books in Pashto language , he taught criticism to us years a go in JNU , it helps you and be inform to you this he taught this subject at Kabul university as well.
    regards
    z.
    from Delhi

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب