جمعه, مې 3, 2024
Homeداسې هم شتهساینسشاوخوا ۲۲ ژبې انلاین او وړیا زده کړئ

شاوخوا ۲۲ ژبې انلاین او وړیا زده کړئ

عبدالغني عاطف

هر څوک غواړي چې نورې ژبې په وړیا زده کړې.

که ستاسو انګریزي یا عربي ژبه زده وي نو کولای شئ وړیا انلاین تقریبا ۲۲  نورې ژبې زده کړئ؛ دا چې څنګه لاندې یې وګورئ.

Duolingo د اینډرايډ او سمارټ فون لپاره یو اپلیکیشن دی چې هر څوک کولای شي په مرسته یې نورې ژبې زده کړي (ټول کورسونه یې وړیا یا مفت دي.)

د Duolingo  په اپلیشکیشن باندې د ۲۰۰۹ کال په اخیرو کې کار شروع شو، د  ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې عام بازار ته راووت.

د ۲۰۱۳ کال د نوومبر په میاشت کې Duolingo د iOs لپاره خپل اپلیکشن جوړ کړ او د ۲۰۱۳ کال د مئ په میاشت کې یې انډرایډ اپلیکیشن په لیکه شو چې په دریو هفتو کې یې یو میلیون استعمالونکي پیدا کړل، او په ګوګل پلې سټور کې یې ”د تر ټولو زیات ډاونلوډ شوی تعلیمي اپلیکشن“ نوم وګټی.

Duolingo  اوس مهال ۱۵۰ میلیونه استعمالونکي لري.

Duolingo  په لیکلې بڼه او د لوبې په بڼه کورسونه نشروي چې په ډیره اسانۍ سره هر څوک ورباندې پوهیدای شي او زده کولای یې شي.

Duolingo  کې تاسو له انګریزي سره سره د هسپانیې، فرانسې، جرمني، هند، پرتګال، روسیې، ایټالیا، نیدرلینډ، ایرلینډ، سویډن، ډنمارک، ترکیې، ناروې، پولینډ، عبراني، اوکراین، ویتنام، اندونیسیا، هنګریا او د کوریا ژبې زده کولای شی.

ویب پاڼه: https://www.duolingo.com

اپلیکیشن: https://play.google.com/store/apps/details?id=com.duolingo&hl=en

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب