پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeروغتیاد شلغم حیرانوونکې ګټې

د شلغم حیرانوونکې ګټې

ژباړه:حمیدالله حمیدي

 د شلغمې پاڼې او بېخ دواړه د ګټې اخیستنې وړ دي، خو له بېخ څخه یې پاڼې ګټورې دي؛ ځکه چې ګڼ شمېر مغذي مواد او ګټور ترکیبات لري.

د روم پېژندل شوی فیلسوف (پلینیوس پیر) شلغمې د خپل دور او زمانې تر ټولو مشهور خواړه بللي دي.

د شلغمو ګټې:

۱- د سرطان مخه نیسي

دا چې شلغمې په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان او مغذي مواد لري، نو په بدن کې د سرطان مخنیوی کوي. نباتي ترکیبات لکه ګلوکوزینولات یې په بدن کې له سرطان زېږوونکو ترکیباتو سره مبارزه کوي او نه پرېږدي چې وده وکړي.

۲- زړه روغ ساتي

شلغمې د التهاب ضد خاصیت لري چې د زړه د حملو پر وړاندې ګټور تمامېږي او د زړه د ناروغیو مخه نیسي. دغه راز شلغمې کولی شي چې په وینه کې د کلسترول د زیاتوالي مخه هم ونیسي. شلغمې په زیاته کچه فولات او ويټامین بي لري چې د زړه او عروقي ناروغیو لپاره ګټورې تمامېږي.

۳- د هاضمې سيستم پیاوړی کوي

په شلغمه کې په زیاته کچه فیبر شته چې د هاضمي سيستم له پیاوړتیا او روغتیا سره مرسته کوي.

۴- هډوکي روغ ستاتي

شلغمې په خپل ترکیب کې کلیسم، پوتاشیم او نور ضروري معدني مواد لري چې د هډوکو په وده او کلکوالي کې مرسته کوي او د هډوکو د ګڼو ناروغیو او پودګۍ مخه نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب