پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد معلومات خرڅول/ اجمل ښکلى

د معلومات خرڅول/ اجمل ښکلى

د بېلابېلو موضوعاتو په اړه معلومات ښه دي، ځکه چې که پر يوه موضوع/ پېښه ځان پوهوې؛ نو پکار ده، چې په اړه يې درسره مخکې له مخکې څه ناڅه معلومات وي. بل د معلوماتو له مخې انسانان د خپل ژوند لورى سيده کوي.

خو ځينې خلک درباندې تش معلومات خرڅوي. زموږ زياتره ليکنې او څېړنې دا ستونزه لري. دا دود تراوسه لا روان دى او د ډېرو خلکو يې لا ناسموالي ته پام شوى نه دى.

که معلومات نوي وي؛ نو لوستونکي يې په مينه لولي او د فرهنګ په بډاينه کې مرسته کولى شي.

د معلوماتو د خرڅولو لوى لامل د معلوماتو تکرار دى. پښتانه څېړونکي چې د څېړنې لپاره موضوع اخلي، لومړۍ پوښتنه د ماخذونو کوي، چې ماخذونه پکې شته؟ نو هغه موضوع اخلي، چې ماخذونه پکې پرېمانه وي. مطلب، يو خو د موضوع د غوراوي معيار نوښت نه، پرېمانه ماخذونه شول او بل، چې په يوه موضوع کې دومره ډېر ماخذونه وي، بيا ستا څېړنې ته څه اړتيا ده؟

که څېړونکى يا ليکوال له بلې موخې پرته معلومات تکراروي؛ نو لوستونکي نه شي موندلى. دا چې ”امير کروړ پر ١٣٩ق د غور په مندېش باچا شو” يا ”داوود خان د کمونيستي رژيم په مرسته کودتا وکړه” او داسې نورې خبرې تکراري دي. که په همدې موضوع کې نوي معلومات پيدا شي، ښه خبره ده. که دا خبره داسې چا ته کوو، چې مخکې يې نه دي اورېدلي، بيا هم بده نه ده؛ ګنې په تاريخونو کې خو شته او که د يوې موخې لپاره يې کاروو، مثلا: په دويمه پېړۍ کې مو د پښتو شعر د پياوړتيا بيان وي، يا يې ضمنا لنډ ياد کړو، بيا هم ګوزاره ورسره کېږي، خو وچ تکرار يې ګټه نه رسوي.

زياتره ليکوال او څېړونکي پر يوه موضوع د تاکيد لپاره يا چې ورسره د لوستونکي د نه پوهېدو اندېښنه وي، نو معلومات تکرار کړي او خپلې موضوع ته اوږدې لنډې سريزې ورکړي، خو د تاکيد لپاره د تکرار نه، استدلال اړتيا ده او د لوستونکي د نه پوهېدو اندېښنه دې نه لري، ځکه چې لوستونکي زياتره متجسس وي، که پر يوه خبره پوه نه شي، نو وييزېرمې، تاريخونه او نور اۤثار ورپسې ګوري او ځان پوهوي. نن سبا د وخت کمښت لويه ستونزه ده. سريزې د لوستونکي وخت بربادوي.

د خبرو د خرڅولو بل لامل تش معلومات دي. زموږ څېړونکو او ليکوالو ته تر عملي ګټې د معلومات ورکړه غوره ښکاري. دوى څېړنيزه ليکنه هغه بولي، چې ماخذونه يې پاخه وي او معلومات ولري؛ خو کومه ليکنه يا اثر چې عملا د ليکوال، شاعر يا لوستونکي د خوږ دوا نه شي، ګټه يې کمه ده او د علم و ادب په خپراوي کې دومره اغېزمن نه وي.

د معلوماتو د خرڅولو بل لامل ځانښودانه ده. ځينې ليکوال او څېړونکي چې لوستونکو ته ځان ښيي، چې زه هم څوک يم او په تاريخونو پوهېږم، يا د شهرت تږى وي، يا د خپل شهرت تامين غؤاړي؛ نو تکراري معلومات له سره وليکي او پر لوستونکو يې خرڅ کړي. ليکوالي دا نه ده، چې معلومات راټول کړې او بيا پرې د خلکو سرونه خوږ کړې، ليکوالي دا ده، چې خلکو ته فکر ورکړې. ليکل اسانه دي، خو فکر ورکول سخت کار دى.

د معلوماتو د تکرار د مخنيوي لپاره څو کاره پکار دي:

يو دا، چې د معلوماتو په ورکړه کې له تاريخه راوووځو او د خپلو معلوماتو مخه نويو او مهمو موضوعاتو ته واړوو، چې زموږ له لوستونکي سره په ذهني او ليکنۍ وده کې لاس وکړي.

دويم دا، چې له دې خپل پوستکي لږ سر رااوباسو او پښتانه د نورو له تجربو هم خبر کړو.

درېيم دا، چې څېړنه کوو؛ نو د ادبياتو او نورو علومو فکري، ژبنيو او تخنيکي ناسميو ته پام وکړو، شاعر، ليکوال او لوستونکي ته لار وښيو. ښه څېړنه او ليکنه د څېړونکي او ليکوال د خپل فکر استازې وي او د نورو خبرې پکې تر اړتيا نه اوړي. په علم و هنر کې د پرمختګ مشالونه کتابونه نه، شخصي فکرونه دي، ګنې تراوسه به مو د اپلاتون او ارستو خبرې اړولاى رااړولاى.

څلورم دا، چې په معلوماتو کې انتخاب وکړؤ. کوم معلومات چې زموږ له موضوع سره تړاو نه لري، هغه لرې کړو. په مربوطو معلوماتو کې هم له لنډيزه کار اخيستل پکار دي. ځکه معلومات که زيات شي، بيا ترې شوې استدلالي استفاده کمزورې کېږي، د لوستونکو پاملرنه د استدلال پرځاى معلوماتو او تاريخ ته اوړي.

5 COMMENTS

  1. الله دی درته ژوند در کړی د پښتو او د پښتنو د اصلاح او ژوندی ساتلو لپاره خو زمونږ یواځینی مشکل د وخت څخه مخکی کار کول وی او هغه ځای ته لاس اوږدول دی چی هغی ته په رسیدو کی موږ ته ډیر مزل پروت وی

  2. محترم استاده ډيره ښي موضوع ته دي اشاره كړي دي په پښتو كي ډيري خلك دي خوشحاله وي چي يوه څه وليګي ،محتوا ته يي نه ګوري .زما په نٰظر ليكوالان بايد نوښت ګر وي كه هر څوك هماغه تكراري شيان ليكي نوبيا به پښتو ادبيات څنګه پياوړي شي؟

  3. ډېرې ښې موضوع ته مو اشاره کړیده. زه خپله لیکوال نه یم او تراوسه مې هېڅ هم ندي لیکلي، خو ښه کره لوستونکی یم. زه چې د ځینو وروڼو لیکنې ګورم زیاتره وخت تکراري وي، او له لیکنو یې داسې ښکاري چې ته وا لیکوال کوشش کوي چې خپله لیکنه اوږره کړي او په لوستونکو یې جبري ولولي. نو لدې داسې ښکاري چې ځینو لیکوالانوته د لیکنې ارزښت مطرح ندی، یواځې دده لیکنه مطرح ده چې دی یو څو کرښې تورې کړي او د سرلیک تر څنګ غټ نوم او تخلوص ولیکي. همدا ډول د ځینو وروڼو ژباړې لولم چې هېڅ مفهوم ترې نه اخیستل کېږي، هغه بله ورځ‌ مې په تاند کې یو ژباړل شوی مطلب لوست چې ډېر اوږد هم و خو تاسو باور وکړئ چې تر پایه مې هېڅ مفهوم ترې وانه خیست، ځینې لیکوالان بیا خپلې لیکنې د مفهوم پر ځای په مغلقو لغاتونو څرخوي. په هرصورت لیکوالان باید داسې لیکنې وکړې چې لنډې او ښه مطلب لارونکي وي تر څو لوستونکي ترې ګټه واخلي او د لوستونکو وخت هم ضایع نه شي

  4. ، استاده په همدې لړ کې که لیکوا ل غواړي لیکنه يط ځوک ترز اخره ولولي نو مو ضوع دې له با با آدمه نه پیل کوي، نه دې وايي چط
    افغانستان پنځهزره کلن تاریخ لري، پنبه د افغانستان او نړۍ په اقتصاد کې پرطګکنده نقش لري ، رحمان با با داسې وایي اوخوشال با با چې د مغلو سره یې جنګو نه کدي د خپلې دستار نا مې( د پښتو ټولنې چاپ پنځو سم مخ کې) وايي چې دستار تړي …….. د هغې په ځای دې د هغې کا لني تو ليدات، بهرني مار کېت او نرخ احصا ییه ور کړي
    که د جنازې لمو نڅ تشریح کوي نو دا سې دې نه شروع کوي چی د اسلام مقدس دین چې نور ټول دینو نه یې منسوخ کړل او عالم اسلام پرې نا زیږي او سید جما ل الدین چې فرانسوي یې هم یاده وه ، هغه په ارو پا کې د عروت الوثقی.. بس د جنازې د لما نڅ نیت، دې تشریح کړي ، نه د وحدت الوجود حکمت او د وحدت الوجود سره یې فرق او بیا د تصوف طریقې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب