دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبوروستی دیدن، وروستۍ خبره / احسان الله درمل

وروستی دیدن، وروستۍ خبره / احسان الله درمل

په دې هدیرې کې د لوی استاد علامه حبیبي په شمول د افغانستان ګڼ مشاهیر ویده دي، نن مو یو بل هم وروسپاره، استاد توریالی ځاځی، چې یو عمر یې د وطن او خلکو د خیر لپاره تېر کړ او قلم یې یوازې د انساني خیر لپاره خوځېده. استاد له موږ سره په یوه کوڅه کې اوسېده، خو زما یې تر اخره په دیدن او صحبت کې نصیب ونشو. لس میاشتې وړاندې د دوی کوڅې ته زموږ کډه راغله، زه نه پوهېدم، چې دلته به هغه هم اؤسي. یوه شپه بې ریا صاحب راسره و، چې زموږ په کوڅه تیرېدو، راته کړل یې:

اوهو ته خو د ځاځي صیب تر څنګه راغلی یې کنه، همدا وړاندې یې کور دی، اوس حج ته تللی، چې را وګرځي، ګډ به ورځو او مجلس به ورسره کوو.

زه له خوشحالۍ وغوړېدم او په زړه کې مې وویل، چې یو اهل دل او اهل قلم خو مې شکر په ټول عمر ګاونډی شو او بیا د ځاځي صیب غوندې یو څوک چې یو عمر یې د قلم او فرهنګ په خدمت کې تېر کړیدی. استاد له حج نه راغی، خو زه او بې ریا صاحب تر اخره سره یو ځای نشوو، چې دیدن او مجلس ته یې ورشو. یوازې ما زړه نشو کولی او زموږ په کوڅه بېرته د بې ریا صیب پښه نه راغلطېده.

یو سهار د روغتون موټر ته ولاړ وم، چې یو غنمرنګ او دنګ سړی مې مخې ته تېر شو، په لاس کې یې کتابونه او اخبارونه وو، یو بل ته مو خواږه، خواږه وکتل خو هېڅ مو ونه ویل. بله ورځ مې بیا ولیده، چې زما له مخې تېر شو او په وړاندې یوه دوکان کې یې سودا واخیسته، د ډیرې شېبې لپاره یې له دوکاندار سره خبرې کولې، ماته مې زړه ویل، چې همدا استاد کېدای شي، خو د خبرو او روغبړ نصیب مو ونشو. ما یې په تذکیرو او کتابونو کې له قره قل سره څو عکسونه لیدلي ول، خو اوس یې پکول پر سر و، پکول یې په څېره کې یو څه بدلون راوستی و او دا بدلون هم زموږ تر منځ یو دېوال شو.

نن مې چې د وروستي ځل لپاره د هغه وروستی دیدن وکړ، نو پوی شوم، چې زما شک بې ځایه نه و. هماغه خنده رویه او دنګ غنمرنګ سړی په تابوت کې موسکی ایښی و، چې ما دوه ځله په لارو او کوڅو کې لیدلی و، خو د خبرو ارمان یې په زړه راپاتې شو.

د قبر پر سر د ویناوالو یوه لویه خبره دا وه، چې استاد ډېره پسته ژبه لرله او خوږې خبرې یې کولې. د ویناوالو دا خبره پر ما ځېږه لګیده او د حقارت احساس یې راکاوه، چې ولې مې د استاد خبرې ندي اورېدلې؟ زه د لیسې په نهم یا اتم صنف کې وم، چې د استاد نوم مې په مخاذ اخبار کې ولیده. هغه مهال د استاد عارف غروال درې ورارونه (عزیز، محمد رحیم او سیف الله [غروالان]) زموږ ټولګیوال وو. د دوی په مرسته زموږ لیسې ته مخاذ اخبار راته او کله کله به موږ هم شعرونه ورلېږل. په دې اخبار کې به د استاد توریالي ځاځي مقالې راتلې او موږ به په مینه لوستې.

د سپیدې په مجلې کې د افغانانو د ادبي غونډو راپورونه راتلل، چې په ټولو کې به د ده نوم و، وروسته یې له ژوند او اثارو سره لا ډېر اشنا شوم، خو حیف چې دا اشنایي تر اخره پورې په زړه کې پاته شوه او حتی د یوه سلام تر بریده هم و نه رسیده.

توریالی ځاځی او د هغه د همځولي نسل لیکوالان او فرهنګیالان د افغانستان د یوې ډیرې حساسې مرحلې څراغونه دي. هغه وخت، چې پر وطن توپان راغلی و او له مادي شتمنۍ سره یې معنوي هغه هم پر مخه کړې وه، دوی له خپلو قلمونو او کتابونو سره د توپان مخې ته وروتلي ول او غوښتل یې، چې د افغانانو معنوي شتمني د توپان له منګولو خلاصه کړي. دا نسل، چې په کابل کې نوی راټوکیدلی و او په پېښور کې پخپلو وینو او اوښکو پوخ شو، د افغانستان د مقاومتي ادبیاتو سرلاري ګڼل کېدای شي. ددې نسل ځینې سرغنه سټې د خپل پیاوړي شعور په ګناه د پېښور هدیرو وخوړې او هغه چې خدای (ج) له تورې اژدها نه سلامت وساتل روان دي، یو، یو یا د کابل د هدیرو دروازې خلاصوي او یا یې د ارواښاد تڼیوال غوندې، په مړینه هم ګناه نه معاف کېږي.

د استاد توریالي ځاځي پر مزار ګڼو کسانو دا مکرره خبره وکړه، چې پښتانه په ژوند خپل ارزښتونه نه پېژني، خو زه غریو نیولی وم او هېچا پرېنښودم، چې ویلي مې وای: پښتانه نه په ژوند خپل ارزښتونه پېژني او نه په مړینه، زما په شمول څوک پوهېږي، چې پدې هدیرې کې د استاد حبیبي مزار چېرته دی؟! هغه حبیبي چې د ایران د لوی ادیب ډاکتر پروېز ناتل خانلري د زړه ستنې یې ځانته راکږې کړې وې؟

د توریالي ځاځي د همځولي نسل قافله د افغانستان د ادب، فرهنګ، مقاومت او سپیڅلتیا یوه نمونه یي قافله ده، ددې قافلې هر لاروی چې له قافلې نه بیلېږي، موږ په توپاني شپه او وحشتناکه بیدیا کې یو مشال تاوان کوو، خدایه وساتې رڼا او څراغونه!

ما په ژوند د استاد خبرې وانه ورېدې، خو هغه مهال، چې دده تابوت د خلکو پر اوږو و، یوه زمزمه مې اورېده، فکر مې کاوه چې د استاد پسرلي د زړه غږ له روان تابوته راځي:

چې کتی نشئ، اوس زما لور ته
بتۍ او شمې، مه راوړئ ګور ته
ستاسې دستور دی، مړه په اوږو وړﺉ
ژوندي مو نکړل، له خاورو پورته

1 COMMENT

  1. درمل صاحب يوه له مینې او درده ډکه خاطره دې لیکلې وه.
    ښکلې وه.
    ځاځي صاحب دې الله ج وبښي.
    راځه ګرانه که نه خپه کیږې نن د راډیام وړانګو ته ځان ونیسه. ته خو بې هغې هم ډاکټر یې. په زیان او ګټو يې پوهیږې. دا وړانګې که له حده ډیرې درتیرې شوې شاید ناسور پیدا کړي خو که مناسبه اندازه یې قبولې کړې نو عکس دې اخلي. یعنې سکریننګ دې کوي او یا ستا دننه ټول عوارض درښايي. ګوره لیکوال د ټولنې سترګې وي او سترګې د لیدو وسیله وي. نو مه هیروه چې عام وګړي یا ټولنه هرڅه زما او ستا له سترګو ګوري. څنګه یې چې زه او ته لیکو هغوی یې هغسې انګیري. تعبیروي یې او په ډیرو مواردو کې یې راسره مني هم. که مونږ ناسم مفاهیم وکاروو نو ټولنه به پرې ککړه کړو او که سم وکاروو نو ټولنه پرې ښایسته کړو. دا که ژبني وي که ادبي مسایل وي او که نور.
    که ټنډه دې نه ترویږي ښه خاطره دې لیکلې وه خو ځینې څه دې سم نه دي.
    مثلآ:
    ۱- ورارونه معیاري پښتو نه ده معیاري شکل یې وریرونه دي چې د ورور زامنو ته ویل کیږي. په پښتو کې د وراره کلمه شته چې د ورور نر اولاد ته یې وایې او وریره د ورور لور ته وايي. همدا رنګه ورآره هغې خور ته وايي چې ورورمړې وي. لکه وايي ډيرې خویندې ورآرې شوې.
    ۲- تذکره عربي کلمه ده او مونږ یې معمولآ په لیکلو کی ی نه کاروو یعنې تذکیره نه لیکو که نه نو بیا خو باید کلمه هم کلیمه ولیکو او داسې نورې ډیرې کلمې شته چې خپل شکل لیکل یې د ژبې له اسانوالي سره مرسته کوي.
    ۳- کله چې ټول پښتانه ښامار پیژني نو څه ضرورت دی چې اژدها دې ولیکو
    ۴- وو معیاري شکل دی نه ول. که همداسې محلي لهجې راواخلو بیا نو ستونزه ډيروي.
    ۵- اول خو مونږ لا رسما د مقاومت ادبیاتو په نوم څه نه لرو. جهادي ادبیات ځينې ورته وايي. که مقاومت وایو نو باید تعریف یې کړو کوم مقاومت؟ هغه هر اړخیز جنګ چې د جهاد په نوم له افغانستانه ایران او پاکستان ته وتلو افغانانو د غرب او عربو په مالي او نظامي مرستو او خصوصآ د پاکستان د منهوسو استخباراتي کړیو په رهبرئ د خلقیانو او پرچمیانو(یا کمونستانو) د حکومت په وړاندې وکړ؟ که هغه مقاومت چې د خلقیانو او پرچمیانو حکومت د وخت د شوروي اتحاد په مرسته د یادو شویو هیوادونو او جهادیانو، مقاومتیانو یا د وخت د حکومت په اصطلاح د اشرارو په وړاندې وکړ؟ په دې صورت کې د امین افغانپور کیسو او د سلیمان لایق شعرونو او دې ته ورته نورو ډیرو ادبي تخلیقاتو ته کوم ادبیات ووایو هغوی هم په خپلو تخلیقاتو کې د یو مقاومت دعوه کوي؟ او که هغه مقاومت چې پنجشیري یا د شمال ټلوالې ګوډاګیانو د طالب ګوډاګیانو په وړاندې وکړ؟ کوم یو لطفآ وښایه. خو تر ټولو مهمه دا چې مقاومتي ادبیات نه بلکه د مقاومت ادبیات باید ووایو.
    ۵- همدارنه کړيدی مه لیکه ولیکه کړی دی. او بله دا چې کله یو خبر راشي دویم خبر ته ضرورت نشته کړی پخپله خبر دی نو دی یو ځای کولو کې ورته ضرورت نشته. نشو هم سم نه دی دا دوه بیل بیل توري دي نه او شو.
    هیله ده د تاند چلوونکي به له سترګو د انصاف عینکې لرې نه کړي او دا لیکنه به په خپل شکل خوره کړي.

    درناوی

    ګل یوسفزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب