پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکلتورخاطرهخاطره/ محمد نعمان دوست

خاطره/ محمد نعمان دوست

 له هریپوره مو ماسپښین حرکت وکړ. د پیښور نوې اډه کې د ماښام اذانونه شروع شول. بس ته پورته شوو. ګڼه ګوڼه وه. سبا د لوی اختر ورځ وه.

بس کې شیبه په شیبه همدا نارې وې: په جیبونو خیال کوئ! دې خبرې نور هم وه ویرولم. موږ لوی سفر درلود. لومړی باید سپین جومات او بیا د پلوسۍ موټر کې ناست او ملکنډیر ته تللي وای. ما سره مې خوریه هم و.سپین جومات ته په رسیدو، د ماسخوتن اذانونه وشول.

د پلوسۍ وروستۍ سوزوکۍ ولاړه وه. ور پورته شوو. په هغه ځای کې ښکته شوو چې ملکنډیر کلي ته خامه لاره ګرځیدلې وه. دا لاره له یوې پخوانۍ هدیرې او ځنګله تیره شوې وه.

موټر وان ته مې ویل چې تر کلي مو وه رسوي، خو د هغه ځواب داسې و: څه پاګل یم؟ دا نیمه شپه او ملکنډیر! ویره نوره هم زیاته شوه. اخر مو پیاده حرکت وکړ او څه سورتونه چې مې یاد وو، په ځان مې چوفول. په دې زړه هدیره او خامه لاره کې دوه ماشومان (زه او خوریه) مې د سپوږمۍ رڼا ته روان وو، کله به له خپل سیوري هم ډاریدم.

 یو نا څاپه به کوم زوړ شغال قو کړ دا قو به دومره اوږد شو چې اوریدو به یې د زړه ضربان زیات کړ. ما ویل اوس به مو مخې ته جینګې داړې ودریږي. کلي ته نږدې شوو. دلته پښتانه اوسیږي او د خدای په غضب ککړ دي. دښمنداره دي، یو بل ته په کمین کې پراته وي.

یو نا څاپه غږ وشو او له دې سره سم ځای په ځای ودریدو. یو سړی چې کنده کې یې پروت کړی و، را پورته شو او د ټوپک شپیلۍ یې زموږ خواته ونیوله. بل، پوښتنه وکړه: ورته ویل مې له هریپوره راغلي یوو. دلته مو د خپلوانو کور دی. هغه ښه له نظره تیره کړو او بیا یې ویل: نا وخته مه ګرځئ،ښه بچو! هغه خپلو ملګرو ته وویل: هلکو! دوی سره دا ګنډې واخلئ او تر کوره یې ورسوئ.

ایله مې حلق تازه شوو. هغه وخت ښه و، د هر چا دښمن معلوم و. خلک نا ځوانه نه وو. یوازې خپل دښمن سره یې کار وو. اوس خو ټوپک والا نا ځوانه دي. دښمن معلوم نه دی بس له انسانیت سره دښمني ده. خدای خبر، دا دښمنۍ به تر کومه دوام وکړي؟

 محمد نعمان دوست

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب