شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهمخدر مواد/ اجمل پسرلی

مخدر مواد/ اجمل پسرلی

خبر شوم چې د زیبرانسکي خور په مخدر موادو روږدې شوې ده. د دې نجلۍ ټول خرڅ هم د ده په غاړه دی. له زیبرانسکي مې پوښتنه وکړه چې دا خبره ریښتیا ده؟

ده شونډه په غاښ وریودله، سر یې وخوځاوه او ورو یې هو کړل. ما ورته وویل:

– ته نه شي کولی چې لږ فشار پرې راولې چې له نشو لاس واخلي

–  زه چې کله ورسره وینم د نشو غیبت ورته کوم

–  خو ښکاره ورته ووایه چې دا کار مه کوه

–  هسې مې هم تر غوږ ورتیره کړې ده

– نو ورته ووایه که دې بل ځل نشه کړې وه پیسې نه درکوم

–  هسې ډیر فشار ښه نه دی باید خپله پوه شي چې دا بد کار دی کنه زما لپاره به یې مخامخ بس کړي په پټه به بیا خپله نشه کوي

–  نو تر کله به ورته صبر کوې

–  ترڅو چې خپله دې نتیجې ته ورسیږي چې زه په ناسمه روانه یمه

– که ته پیسې پرې ودروې د نشې پیسې به له کومه کوي

–  بدلمني ته که مخه کړي؟!

–  نو ته د همدې لپاره پیسې ورکوې؟

– هو او ډیره خواري کوم چې ذهنا دا ومني چې نشه بد شی دی. هغه ورځ مې ملګري راته ویل چې یو ناول په جرمني لیکل شوی او اوس په چکي ژباړل شوی دی د دې کتاب پیغام دا دی چې نشه بده ده. زه مې خور ته په کلیزه کې هم یو نوی موبایل اخلم او هم دا کتاب ورکوم.

3 COMMENTS

  1. اجمل جانه ډیره ښکلې باالکل دې ښکلې لیکې وه خدای دې وکړي چې زمونږ خلک شیره پیده کړي او ویې څکي البته له څکلو مې مراد څښل نه دي په انګریزي کې ورته ټیسټنګ وايي

    درنښت

  2. پسرلی صاحب بې قلمه مه سي!
    تاسو د یوه لڼډ، له برسیرنو کرښو خوندي، روان نثر په ترځ کې د اروپایې میشتي بنیادم د کړاند زوند، یو داسي اړخ را سپړلي چې، زموږ په کور کې د څلویښت کلني جګړي، په چکړو کې راګیر،لالهاند او نیم ژواکي اولس لپاره یې یوه جوړونکې نغوته بللی سو.
    د یوه انسان لپاره د روغتیا تدریجي بایلل او په ټولنه کي د سر لوړي و باوقاره زوند یو په یوه له لاسه ورکول، مو سره پرتلله کړي، سلیم عقل هم همدا حکم کوي، چې د خټین انسان لپاره د لیږ و ډیر تاوان تر منځ مناسب انتخاب یوازي په سړو مغزو او له میني ډک زړه تر سره کیدای سی!

    ستاسو د نورو لیکنو په هیله
    حقانیار،سویډن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب