پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeفلسفهفلسفه؟ (لومړی څپرکی) عطاءالله خان حیران

فلسفه؟ (لومړی څپرکی) عطاءالله خان حیران

 لومړۍ برخه

که څه هم د فلسفې لپاره نن سبا ښې ورځې نه دي نن ورځ فلسفه  په زړو علوموکې شمېرل کیږي، فلسفه نن په هغه  شان، جوش او خروش کې نه ده لکه پخوا، چې وه  نن فلسفه له پامه غورځېدلې ده۱ له دې څخه پيدا شوي ساینس فلسفه په خپلو کې ووېشله او ددې ترڅنګ یې ور سره دومره ظالمه نه سلوک وکړ، چې فلسفه یې له خپل کوره هم پسې واخیسته ولې؟

یو وخت و، چې د همدې فلسفې لپاره دخپل وخت یو ځواکمن انسان مرګ ته غاړه ورکړه: سقراط د فلسفې د دښمنانو په وړاندې د بې ننګۍ ژوند دمنلو پرځای خپل ځان پرفلسفه شهید کړ نوموړي خپل خوږ ژوند فلسفې ته وبښلو خو فلسفه یې له مرګه وژغورله مارکس له تخت نه زیاته مینه له فلسفې سره لرله او برونو له فلسفې سره د وفادارۍ په  موخه ځان په سره اور کې وریت کړ، یو وخت له فلسفې نه د خپل وخت شاهان په ویره کې و او دفلسفې منونکې یې د تورو تمبو شاته اچولي و، چې ددوی سلطنتونه په امن کې شي، اتنوالو فیثاغورث له خپل ملکه وشاړه او سکندریه د هایپاتیا په وړاندې د ټینګې نه و، یوه عاظیم پاپ له ډېرې وېرې نه ایراسمس سره دوستي وکړه، دوخت بادشاه د خپل ځان له وېرې والتیر له خپلې خاورې په سې واخست په تهذیب ولاړې نړۍ بیا هم د فلسفي پلوي کوله او دفلسفې دښمنان په دغه وخت کې سخت په وېره  کې و، څومره چې فلسفې پرمختک کاو دوخت د ځبرځواکو ویره زیاتېدله.خو بیا هم، دغه حقیقت ټولو ومانه او غاړه یې ورته کېښودله.

ډایواني سیس او دهغه لور افلاطون ته د سیراکیو د حکومت وړاندیز وکړ،د سکندر شاهي کورني له ارسطونه سترعالم جوړ کړ همدارنګ یوه پوه عالم بادشاه له فرانس بیګن نه د انګلینډ مخور مشر جوړ کړ او له دښمنانو نه یې وساته،دفریډرک عاظم جنرالان به چې کله په خواږه خوب ویده شول نوموړی به بیا په نیمه شپه کې د شاعرانو او فلسفیانو سره ناسته کوله او دهغو له بحثونو به یې خوند اخسته.

دغه وخت د فلسفې زرین وختونه ول چې په ډېره زړورتیا سره یې ټول علوم ترخپل چتر لاندې راوستل او د ډېر خلکو په زړه او ذهن کې یې ځان ځای پرځای کړ،

 نن سبا، چې کوم خلک فلسفې لورته هڅه  کوي یا خو دوی له ساینس سره مينه لري او یا خو غواړي، چې په نړۍ کې د موجودو موجوداتو په ارزښت او په هکله یې ځان پوی کړي.

د فلسفې کلمه؟.

۱ فلسفه له دوو یونان  تورو  ( فیلو)( سوفیا) څخه عبارت دی، فیلو مینه او یا د خوښولو په مانا ده او سوفیاد پوهې او د پوهیدلو په مانا چې لنډ تعریف یې فلسفه یانې له پوهې سره مینه ده.

لومړنی کس چې ځانته یې فیلوسوف ووایی او د فلسفې کلمه  یې وکاروله فیثاغورث و.

له فیثاغورث نه چاپوښتي و، چې ایا ته ډېرپوه انسان یې؟ نوموړي ورته په ځواب کې ویلي و، چې نا زه له پوهې سره مینه لرم یانې( فیلوسوفر) یم.

نو پرهمدې اساس فلسفه له پیدایښت نه له پوهې سره د مینې په مانا پيژندل شوې ده .

۲ فلسفه؟

فلسفه تفکر دی تفکر د هغو ټولو اساسي او اړینو موضوعاتو په هکله، چې په نړۍ او ژوندکې ورسره انسان مخامخ کيږي.

فلسفه هغه وخت خپل ځان ښکاره کوي او هغه وخت ورته اړتیا پیداکېږي، چې بنیادي پوښتنې مو د ځان ا ودنړۍ په هلکه ذهن کې  راپيداشي دا چې بنیادي  او فلسفي پوښتنې څه  ډول وي یوڅو پوښتنې دبیلګې په توګه راخلم.

ښکلاڅه ده؟

وړاندې له پیدایښت څخه چېرې وم؟

علم څه هدف لري؟

حقیقت څه دی؟

ژوند څه مانالري؟ او څنګه ورباندې پوهېدالی شو؟

داشونې ده چې شی وي او علت یې نه وي؟

د انسان برخلیک په خپله دانسان په واک کې دی او که له بهرنه تعینیږي؟

 دې ته و رته داسې نور…

دغه ډول پوښتنو ته پرته د فلسفې له علم نه بل علم ځواب نه شي ویلی.

فلسفه یانې پرټولو هغو موجوده حقایقو باندې څېړنه او پوهېدل دي، چې دانسان له وسې پوره دي

فلسفه د انسان عقلي او فکري وړتیا پراخوي، چې انسان وکولی شي په موجوده  مجوداتو په هکله فکر وکړي او  ځان ورباندې پوی کړي.

    فلسفه علم دی  خو په لویه او پراخه مانا، یانې په نړۍ باندې د پوهیدلو په مانا که موږ دفلسفې تعریف د فلسفې لفظونو پورې محدود وساتو نو فلسفه بیا هغه چې وايي( فلسفه هرڅه ده خو فلسفه هیڅ هم نه ده.) ستونزه دلته ده، چې فلسفه هغه وخت هم فلسفه وه چې ټول علوم یې ترچتر لاندې ول نن هم فلسفه ده، چې ډېرڅانګې ورنه جلاشوي دي او فلسفه یوازې او یوازې خپلې موضوع ته ځانګړې شوې ده، دغه ډول تعریفونو باندې ولې زموږ دزړونو تسکین نه کیږي او ولې وشي؟ موږ د فلسفې پراخ مفهوم پريږدو موږ د فلسفې اړوند مهم مموضوعات پرځای پریږدو یوازې دې ته مو تلوسه وي چې فلسفه څه ده؟ که یوازې همدومره وي خو هغه تعریف دی چې له پوهې سره مینه اوبس.

د فلسفې تعریف د لفظونو له مخې علمي شی نه شي ګڼل کيدای په لومړي سر کې او په روسته پاتې ټولنه کې فلسفه د لفظونو له مخې تعریفول له فلسفې سره ظلم دی، په فلسفه باندې دخپل پراخ مفهوم له مخې پوهیدل علم دی او فلسفې سره ښېګڼه ده، د لفظونو له مخې د فلسفې جسد پيژندلی شو نه روح موږ د فلسفې د کلبود لپاره دغه  تعریف غوره ګڼو خو د روح او دمفهوم له مخې بلکول نا فلسفه یو لوی پراخ علم دی پراخ په دې مانا چې لږ مو خپله خبره روښانه کړي وي هرعلم خپل خپل چوکاټ کې فکر کوي دا هرڅه هغه وخت وشول کله چې له فلسفې نه نورې ټولې څانګې جلاشوې هره یوه څانګه یې له یوې موضوع سره په یوچوکاټ کې ځان ځای په ځای کړ، ارواپوهنه یوازې ارواپوهنه ده تاریخ یوازې تاریخ دی او هره څانګه یې په خپل چوکاټ کې په خپله موضوع باندې فکرکوي خو فلسفه بیا داسې نه ده فلسفه د خپل پراخ مفهوم له مخې پراخ فکر کوي، یانې د موجوه موجوداتو په هکله هغه که د نړۍ په هرګوټ کې وي.

د انسان څلورو خوا وته ستره نړۍ پرته ده، چې هیڅ حدنه لري  انسان چې توره و کړي نو له سترګوبه یې تیره کړي خو پيژندلی یې نه شي  انسان د سترپاک خالق داسې تخلیق دی چې په ټولو موجوداتو باندې یې عقل نه رسیږي الله ج ه خپله هم قران پاک کې ويلي دي چې (ماانسانانو ته محدوده پوه ورکړې ده) خوداسې علمي څېړنې چې دانسان په هکله شوي دی داسې ویل کیږي چې تردې دمه انسان له خپلې وړتیا او پوهې نه نیمایي ګټه هم نه ده پور ته کړې، ډېر داسې شیان شته چې پيژندل او پوهیدل یې دانسان په واک کې دي خو ننی انسان ورباندې تردې دمه نه دی بریالی شوی ، فلسفه لکه ساینس په کره او یا په داسې شی سرچ نه کوي، چې  له دې نه وړاندې دې چاورباندې دفکر شوخند وهلی وي.

فلسفه د حقیقت لټون دی د فلسفې په هکله ډېر مختلف تصورات او نظرې شتون لري چې یوڅويې په لاندې ډول دي.

  په حقيقت كي هيڅکله هم نه شو ويلاى چې فلسفه څه ده؟ ياني هيڅ وخت نه شو ويلاى: فلسفه دغه شى دى او له دې څخه پرته بل شى فلسفه نه شي كيداى، ځکه فلسفه د انسان دکاري برخې تر ټولو پراخه ساحه ده، او موږ هغې ته ديوه ځانګړي شي په مټ هېڅکله هم بريد نه شو ټاکلى.۳

فلسفه  د انساني درک او قوې پربنسټ پرهغو مسیالو د پوهېدلو او څیړلو کوښښ دی چې د انسان د شتون، پیژندګلوۍ، دلیل او هدف سره تړاو لري۲

فلسفه  دطبیعت، ټولنې او د تفکرد عامو قوانینو مجمعه ده.۳

فلسفه د عیني لوی جهان او ورپورې اړونده لوی علم او لویي قانونمندۍ د ابدي تکامل په پروسه کې بشري، نسبي، ذهني، علمي، تفکري او قانونمندي نتیجه ګیري ته وايي.۴

فلسفه د عیني واعقیتونو پربنسټ د انساني قوې او دادراک په وسیله دنړۍ بنسټیزاو هراړ خیزې پوهې لپاره د انساني هڅو څخه عبارت دی.۵

فلسفه ددې مادي نړۍ په حواله د حسي ادراک پربنسټ د ټولنیزو، کایناتو او کولتوري حقیقتونو او ددې حقایقو د بدلون او تضاد په لړکې په عقلي توګه ترلاسه کولوته او دا ترلاسه شوي حقایق په انساني ژوند کې پلي  کولوته وايي.۶

فلسفه دهغو اصولو پوهنه ده، چې د هستیو د ذاتي پېژندنې په  غرض انسان ته ښودنه او د شیانو د مبادیو حقایقو او دهغو دوجود دعلتوڅخه بحث کوي او د فکر او هستیو داړیکو څخه هم غږيږي، چې دهغو د پيژندنې له اغیزې دانسان لاره دعالي هدف ياپوهنې لپاره پرانستل کېږي.۷

فلسفه زموږ د ژوند لارښوده، د ښيګڼو ملګرې او د بدیو دښمنه ده.۸

فلسفه په پراخ مفهوم تنقیدي ساینس دی۹

د یو کایناتي سیاس په توګه د فلسفې اړیکه له هرڅه سره ده.۱۰

فلسفه یو داسې ساینس دی، چې په رښيتنولۍ دلالت کوي.۱۱

فلسفه د ژوند او مرګ یو ډول دی.۱۲

فلسفه د ژبې له لارې زموږ د ذهن د غولونې پرضد جنګ دی.۱۳

دفلسفې د تفریف او دمفهوم په هکله په معاصرو مفکرینوکې  تردې هم لا ډېر اختلاف موجود دی که موږ یوازې دفلسفې د لفظ په معنا پسې ګرځو او پلټنه پسې کو نو بیا به هم زموږ د زړه تسکین نه   ورباندې کيږي له دې نه ښه ده چې موږ نیغ په نیغه د فلسفې د جسم پرځای د فلفسې روح یانې دفلسفې ماخذ ته رجوع وکړو، چې په فلسفیانه فکر باندې پوی شو، چې فلسفه چیرته او کله منځ ته راغله؟

او دفلسفې اړوند موضوع ګانې کومې دي یانې فلسفه له څه نه څنګه  بحث کوي،

ماخذونه:

۱ ویل ډیورانټ.  محبت اور فلسفه د جواد یاسر ژباړه لومړی چاپ ۱۳۹۰ نګارش پبلشرز لاهور۱۹ مخ.

۲ ګالینا کیریلنکو او لید یاکور شنووا. فلسفه کیاهي  د تقي حیدر ژباړه  لومړی چاپ   ۱۳۸۴

فرید بکډپو نوې ډیلې هندوستان ۷ مخ.

۳پښتو ویکيپيډیا.

۴ جیتي تیچمن او کاترین اوانزه. فلسفه به زبان ساده درېم چاپ ۱۳۸۹ تهران ۱۹مخ

۵ افق کاندید اکاډمېسن: د عېنیت فلسفه حرکت ډاکتر سید شېراقا اول چاپ۱۳۹۰ کابل دانش خپرندویه ټولنه ۲۲ مخ.

حرکت ډاکتر سید شېراقا دعېنیت فلسفه لومړی چاپ کابل دانش خپرندویه ټولنه ۱۳۹۰ـ ۵۷مخ.

۶ یثربي سیدیحی فلسفه چیست؟ لومړی چاپ۱۳۸۷تهران امیرکبیر ۳۴ مخ.

۷مرزا اشفاق سلیم فلسفه کیاهی دویم چاپ ۱۳۸۷لاهور فکشن هاوس ۱۹ مخ.

۸ کنداری محمدنادر ایوبي. فلسفه لومړی چاپ۱۳۸۵ کوټه صحاف نشراتي موسسه  ۷ مخ.

۹ مهابترامولیارنجن فلسفه مذاهب اودو ژباړه جواد یاسر لومړی چاپ۱۳۹۰ فکشن هاوس لاهور ۱۴ مخ

۱۰ همدا اثر همدا مخ

۱۱ همدا اثر

۱۲ همدا اثر

 ۱۳همدا اثر

۱۴همدااثر

۱۵همدا اثر

4 COMMENTS

  1. حیران صیب! هغه څه چې تا لیکلي ډیر ښه او لوړ دې لیکلی. فلسفه یعنې ده انسانی ژوند ده تخلیق اساسې مقصد پیژندنه. نیږدې یو کال وړاندې په افغانستان کې له یوه عمرخوړلی بوډه سره شاوخوا درې کاله نیږدې پاتې شوی وم، دغه بوډا ده سرک په غاړه ده سره لمر لاندې ده خلکو ده تسکین لپاره نصوار خرڅول، ده ده ډیرو نورو شیانو ترڅنګ له غمیو سره هم بې کچې مینه وه، په بیکاره وخت کې به یې کرې ورځ په غمیو ده کوپرې(یوه استوای میوه چې په انګلیسې کې ورته کوکونټ وایي) غوړ بڅرکی مږل. ما څو ځله ورته وویل چې تره(کاکا) دا تیږې په دغو غوړو نه رڼې کیړی هسې چټې ځان ستړی کوې! چیرته تسبې(تسبیح) ووایه سبا به مړ وې ، ده به ده نوړو ډیرو سپین ګیرو په څیر کفر نه غږولو او ژر به نه غصه کیدو او راته ویل به یې چې: “دا دنیوي ګردونه که څه هم لړ زخمت غواړي خو که هڅه وشي نو خړې تیړې ده کوپرې په نرمو بڅرکو هم رڼې کیدای شي او تر ټولو جالبه لا دا چې زما پکښې ګیره سپینه شوه ترجبه(تجربه) پکې لرم.” نو اوس کله کله او په ځانګړي ډول چې ده فلسفې حقیقت ته ځیر شم، وایم چې په ریښتیا هم فلسفه همغه ده سپین ګیرې نرمه کوپره ده چې ده ژوند بنیادي جوهر او شکل له خړو کردو څخه روڼ کولی شي.. ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب