پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبد وخت ضرب که د ژوند کرب" ته یوه کتنه| استاد محمد...

د وخت ضرب که د ژوند کرب” ته یوه کتنه| استاد محمد معصوم هوتک”

د افغانستان د خپلواکۍ گټلو سلم جشن ته له کوره په سفر وتلی وم. چي له سفره راغبرگ سوم، د ښاغلي اکبر کرگر کتاب “د وخت ضرب که د ژوند کرب” په پوسته کي رارسېدلی وو. په بېړه مي پرانیست او لوستلو ته ئې وجوغېدم. د (کرب) لغت مي له ذهنه وتلی وو. د قلندر مومند “دریاب” مي پر را وننگاوه او پوه سوم چي ( درد، تکلیف) ته وایي. ښاغلي کرگر د ایمیل له لاري را څخه وغوښتل چي د کتاب تر لوستلو وروسته څه پر ولیکم.

دا په مخونو نسبتاً ووړ خو په منځپانگه پوخ کتاب زما د اشنا عبدالهادي عطایي (مُلا) پر شعري مجموعه ( د وخت ضرب) لیکل سوی دئ. ټول مخونه ئې ۱۴۳ دي.خپروونکی ئې”پښتانه مترقي لیکوال پښتونخوا” ټولنه ده او د سږ کال په اگسټ کي له چاپه راوتلی دئ. پر کتاب باندي په سر کي ښاغلي عصمت الله زهیر درې مخه خبري کړي او ورپسې د ښاغلي کرگر خپل بیان او څېړنه پیل سوې ده چي لومړۍ برخه ئې په ۸۴ مخو کي رانغښتې او دوهمه ئې د (مُلا) یوې منظومې یا حماسې ته بېله کړې او د لومړي ځل له پاره ئې خپره کړې ده.

د وخت ضرب شعري مجموعه د عطایي (مُلا) ښکلي شعرونه دي چي وار د واره په ۲۰۱۵ع کال خپره سوې وه او دوهم وار د” ځلاند صحاف خپرندویي ټولني” په ۲۰۱۸ع کال له کوټي څخه د یو زر ټوکو په تېراژ په ښکلې قطع و صحافت چاپ کړې ده. دواړه چاپه را سره سته او کتلي مي دي. د عطایي (مُلا) پر شعر د زیاترو لوستونکو نظر دادئ چي پر شعر ئې د ” عرفاني تفکر او تصوف” سیوری پروت دئ او د شاعر له خپلي ناویلي ادعا سره سم ئې د غني خان لار په یو شکل د اشکالو پاللې ده . زه به دمخه تر دې چي د کرگر صاحب پر کتاب څه ولیکم، یو وار به خپل حال لنډ درته بیان کاندم.

زه چي د لیکني او څېړني په اعتیاد اخته سوی یم، څه کم پنځوس کاله پر تېر سوي دي. په دې نیمه پېړۍ کي مي د نظم و نثر د څېړني او گروېږني ډېرو کوڅو ته مخ ور ښکاره کړی دئ.

د ژبي او ژبپوهني پر هغه اړخ مې قلم خوځولی دئ چي لیکنه ئې تخصصي پوهه نه غواړي او ما وارو کسان په دغه وندر کي ځایېدلای سي.

د تاریخ پر پلټنه مي ځان یو څه ازمویلی دئ او داسي راته څرگنده سوې ده چي په دې څانگه مي لږ څه نوک جگېدلای سي.

د شعر پر نړۍ مي هم ځان کتلی دئ او پوهېدلی یم چي د یوه بالقوه ناظم نوم راباندي ایښوول کېدای سي، خو شعر پوهنه بېل استعداد غواړي چي زه ځني بې برخي یم.

د متونو پر برابرولو او نقد کولو چي مي په اوله ورځ ځان وکوت، راته ثابته سوه چي ” د یار کوسی دئ، پر یار جوړ”. زه باید دغه څانگه پسې ټینگه کړم.

د عرفان، تصوف او فلسفې سبق ته هم کښېنستلم خو په هماغه لومړۍ ورځ مي کالي واخیستل. اوس چي کله پر هماغه کوڅه ور برابر سم، پښې مي ورېږدي، وایم نه گانه ،خلک به مي وویني چي دا خو هماغه تښتندوکی دئ چي موږ پخوا لیدلی وو.

ددغه شان ځان پېژندني په صورت کي به زه د ښاغلي مُلا پر عرفاني کلام او د ښاغلي کرگر پر اشراقي تحلیل څه ولیکلای سم؟ هرومرو به د هغه چا کانه را سوې وي چي د ژبي د سوچه کېدو په ناروغي اخته وو او د رحمان بابا پر صوفیانه کلام ئې څېړنه کوله. په پای کي د رحمان بابا عرفاني مقام او صوفیانه و ملکوتي کلام پاته وو او خبره ئې پر دې راڅرخوله چي رحمان بابا ولي” بېخرته فارسي ویي” کارولي دي؟

تر دې مقدماتي خبرو چي راتېر سو، ما به تر مُلا یو دوه کمیسه زیات زاړه کړي وي خو فرهنگي تقویم چي د یوه عصر له پاره کم (کوم) بریدونه ټاکلي دي، د هغو له مخي زه او مُلا د یوې زمانې خلک یو او د ژوند په لوړو و ژورو کي کله کله مل پاته سوي هم یو. مُلا زموږ د نسل د ښکلي شاعرۍ د سر په کسانو کي ولاړ سړی دئ. زه دده پر مضمون آفرینۍ، د رمزونو، تشبیهاتو، محاورو او وراشو پر کارولو باندي شاباسی وایم. ده رمزونه او سمبولونه یوازي کارولي نه دي، بلکي هغه د چا خبره” نڅولي ئې هم دي”. دده ځیني تشبیهات به دده خپله ابداع وي خو هره یوه ئې اولسي او محیطي ریښه لري او پر ژبه باندي دده د برلاسی ښه پوخ ثبوت گڼل کېدای سي. مُلا عجیب سړی دئ، له دغه شان استعداد سره سره ئې لږ شعر ویلی دئ او چي ویلی ئې هم دئ، کلونه کلونه ئې له ځان سره ساتلی دئ. ښه ډېر کلونه پخوا چي علامه رشاد(رح) امریکا ته تشریف راوړی وو، د افغانانو په یوه مجلس کي مُلا خپل دا بیت ورته واوراوه :

توبې! مړه لور دي پیدا سه، زُهده! غبرگ زامن دي ومره

هــــــلته وار د پیالې تېر ســـــــو، دلته پاته لا ځــــــــواني ده

علامه مرحوم ئې د بیا تکرار غوښتنه ځني وکړه او تر مکرر اورېدلو وروسته ئې ورته وویل :” هلکه! عبدالهادي! پر دا پښتو باندي ولي دونده زیات ظلم کوې؟” موږ حاضرین هک پک سوو او فکر مو وکړ چي د استاد دغه شان ښکلی بیت ولي خوښ نه سو؟ مُلا به هم همداسي فکر کړی وو، خو د استاد مطلب چي وروسته ئې توضیح کړ، دا وو چي تاته خدای دونده ښه استعداد او عالي قریحه درکړې ده، نو ولي ډېر شعر نه وایي او د خوارکۍ پښتو لمني ته ولي دغه شان ملغري او جواهر نه اچوې؟

مُلا په برنده ځواني کي د وخت سیاسي او مفکوروي هښمو ور سره واخیست او ښه ډېر ئې ادو بدو کړ. دې هښمو ته ځان ورکول، هسي تصادفي خبره نه وه. زموږ د زمانې ډېرو ځوانانودغو هښمو ته لبیک ووایه او هغه ئې د خپلو ملي او وطني ارمانونو د تحقق وسېله وگڼله، خو د حالاتو مسیر بل لور ته کوږ سو چي بیان ئې ددې لیکني په ججوري کي نه ځایېږي.

د ځوانۍ د وخت جوړ سوي فکري چوکاټونه پر پاخه عمر باندي د چا خبره په یوه ناڅاپي (U- Turn) نسي ماتېدلای. دغه شان انساني و مدني ارزښتونه خو څه داسي واړه څیزونه نه ول او نه دي چي د زمانې سیاسي دوړدوړکي (بړبوکۍ) دې له ځانه سره یوسي. منور ماغزه تل د هغو د تحقق ارمان ته د زړه په تل کي ځای ورکوي.

من ترک عشق شاهد و ساغر نمی کنم

صد بار توبه کــــــردم و دیگر نمی کنم

د مُلا په کلام کي هغه ارمانونه ښه سم ځلېږي چي ده ورته د خپلي ځوانۍ ښې شپې وقف کړي وې او د هماغو ارمانو پر تالا ترغه کېدو ئې ښې سمي اوښکي تویي کړي دي. دا خو سو، مُلا.

کرگر صاحب پر عرفاني ادبیاتو باندي د لیکني اوږده سابقه لري. ما ئې لومړۍ لیکنه چي د رحمان بابا د دوه سوه اتیایم تلین د سیمینار له پاره ئې په ۱۳۶۷ش کال = ۱۹۸۸ع کي لیکلې وه، په هماغو کلونو کي لوستلې وه. ددې لیکني تر لوستلو وروسته راته څرگنده سوه چي د لیکني لیکوال ددغه شان څېړنو له پاره لازمه آمادگي لري. تر هغه وروسته ده د عرفان او تصوف په باب د لویدیځو پوهانو تحلیلونه هم لوستي دي او زه ئې ددې ساحې بریالی څېړونکی بولم. د عرفاني ادب د څېړني په برخه چي موږ پښتانه په مجموع کي څه ستونزي لرو، هغه زموږ د ژبي کمزورې لغوي زېرمه ده چي د عرفان د پراخو او ژورو مفاهیمو د افادې بار تر مزله نسي رسولای. پر دې کمزورتیا چي بیا د څېړني پر وخت د سوچه پښتو ژبي اشتها سرباری سي، خبره نوره پسې پېچلې کاندي. د مثال په توگه د (اشراق) له پاره د ” روښانتیا” کلمې راوړلو زما ذهن ته وار د واره د ارواښاد روهي صاحب د ادبي تاریخ د دورو وېش تداعي کړ چي یوه دوره ئې د روښانتیا دوره بللې ده. اشراق د روښانتیا په کلمې سره بشپړ نسي افاده کېدلای او بهتره به دا وي چي هماغه اشراق ئې پرځای راوړو. دغه راز مثالونه ښایي نور هم وموندل سي. ښاغلی کرگر پخپله لیکنۍ ژبه کي د نورو ژبو د اصطلاحاتو او لغتونو دروازه یو مخي نه تړي، خو کله کله ئې د مفاهیو د افادې څوری مزله ته تر رسېدو پخوا له اوږې څخه لوېدلی شانته ښکاري. زما مشوره ښاغلي کرگر او ددې ساحې نورو څېړونکو ته داده چي د ژورو عرفاني او فلسفي مطلبونو د بیان په ترڅ کي دي د کلماتو د پښتو کولو چاري ته لومړۍ درجه اهمیت نه ورکوي.

کرگر صاحب چي د مُلا په شعر کي له کومو سمبولونو ، رمزونو او عرفاني اصطلاحاتو سره مخامخ سوی دئ نو ددغو مفاهیمو لنډه پېژندنه ئې هم راوړې ده او د عرفان د سرلارو په آثارو کي ئې څرکونه راښوولي  او په دې ډول ئې خپلي څېړني ته استنادي تاداوونه ایښي دي. د څېړني دا روِش ښوونیز ارزښت لري او گټور تمامیږي.

ددې کتاب دوهمه برخه یوه پنځه دېرش مخیزه منظومه ده چي ”  د اشراق حماسه” بلله سوې ده. منظومه په څلورو سبقونو کي د یوه سفر بیان دئ چي دا خپره سوې برخه ئې لومړی سبق دئ. په دې سبق کي دوه کرکټرونه ( مُلا او طالب) یو له بله مکالمه کوي او تر هغې وروسته په دواړو د یوه بل سفر تیاری نیسي. مُلا دا منظومه له نن څخه درو دېرش کاله پخوا ویلې ده او د نورو دریو سبقونو د ویلو وخت ئې نه دئ موندلی. منظومه د یو راز آزادشعر په قالب کي ویله سوې ده او په ویلو کي به ئې غالباً د ” ځانځاني ښامار” الهامي اغېزه شامله وه. پر دې حماسه باندي کرگر صاحب ښه مغزن بیان کړی دئ او نوي خبري پکښې موندل کېږي. . زه اریان چي د ځانځاني ښامار پر بشپړ پوهېدلو باندي تر اوسه بریالی سوی نه یم، نو ددغي حماسې د نورو سبقونو د ویلو او خپرولو تر وخته به مي د تبصرې نه کولو له پاره عذر که ډېر موجه نه وي، بېځایه به هم نه وي.

د ښاغلي کرگر کمال په دې نوي کتاب کي دادئ چي د مُلا په شعر ئې وار دواره ځان ښه مُلا کړی دئ او بیا ئې نو دده د ذهن ټولي تاخانې او بالاخانې لټولي دي او ورپسې ئې د خپل تېز ذهن او ژوري مطالعې په زور د مُلا تصویر کښلی دئ او لوستونکو ته ئې زما په خیال ښه ور پېژندلی دئ. کرگر خپله خبره او خپل برداشت زموږ مخي ته ایښی دئ او د توافق و تخالف لار ئې د لوستونکو پر مخ پرانیستې پرې ایښې ده چي همدا روش ئې د اکاډمیک چلند ښکارندویي کوي او زه ورته مبارکي وایم. غم دې خدای نه راوینې.

آشاوا ـ کاناډا

۲۴ مه د سپټمبر ۲۰۱۹ع

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب