جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرمیینې ته د نوي کال په درشل کې/نزار قباني، ژباړه اجمل...

میینې ته د نوي کال په درشل کې/نزار قباني، ژباړه اجمل پسرلی

 خبله مینه ستا د برخې لیږدومه له یوه کال نه نوي کال ته

لکه، زده کوونکی چې کورنی کار له یوې کتابچې بلې ته نقلوي

ستا غږ، ستا بوی او ستا پیغامونه لیږدومه

ستا د ټیلفون شمیره، د پوسټ بکس شمیره انتقالومه

د نوي کال پر سیف یې راځوړندوم

په زړه کې تاته د اوسیدو دایمي ویزه لګوم

­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­——————-

زه مینه درسره کوم

کله دې هم د ډسمبر د یو دیرشمې نیټې د جنتري پر پاڼه یوازې نه پریږدمه

پر ولیو دې اخلم

او له تاسره پر څلور سره فصلونو ګرځم

په ژمي کې سره وریښمینه خولۍ درپرسروم

چې ساړه دې ونه شي

په مني کې یوازینی باراني جمپر درکوم

دا مې خپل دی

چې لمده نه شې

په پسرلي کې دې پریږدمه چې پر تازه وښو ویده شې

سهارنۍ له مرغیو او ملخو سره وخورې

او په اوړي کې تاته د ښکار وړوکی جال اخلم

ترڅو صدف ښکار کړې

د سمندر مرغان ونیسې

او هغه کبان ونیسې چې نومونه یې د چا نه زده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه میینه درسره کوم

زه نه غواړم چې تا د ماضي فعلونو له یادونو سره غوټه کړم

زه نه غواړم چې د مساپرو له اورګاډو سره دې غوټه کړم

ته وروستی اورګاډی یې چې شپه او ورځ ځغلي

زما د لاس په رګونو کې..

ته وروستی اورګاډی یې

او زه ستا وروستی تمځی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه له تاسره مینه کوم

زه نه غواړم تا له اوبو او شمال سره غوټه کړم

یا له میلادي او هجري تاریخ سره

یا هم د مد و جزر له حرکتونو سره

او د خسوف او کسوف له ساعتونو سره

ماته مهمه نه ده چې څارونکي څه وایي..

او د قهوې د پیالو کرښې

یوازې ستا سترګې پیشګویي کوي

دواړه د دې کال د خوښۍ مسوولې دي

­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ته یې ګرانه

خوښیږي مې چې له زمان او هوا سره دې وتړم

او د خپل مدار ستوری دې کړم

غواړم چې ته د کلیمې په څیر شې

او د پاڼې مساحت ونیسې

که مې کتاب خپراووه..او خلکو لوست

تا هلته لکه ګل پیدا کړي

غواړم زما خوله شې

چې بس خبره کوم

خلک دې پیدا کړي چې زما په غږ کې لامبې

غواړم زما لاس شې

چې کله یې پر میز ږدم

چې خلک یې په خپله پوست احساس کړي

لکه پتنګ د ماشوم په لاس کې

زه د خوښۍ په زنګ نه پوهیږم

زه په عشق پوهیږم

هغه زما پر پوست میږی میږی کیږي

او ته زما تر پوست لاندې چکر وهې

خو زه

پر باران وینځل شوي پياده روونه او واټونه

پر ولیو وړم..او په تا پسې ګرځم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مننه چې زه دې په مکتب کې داخل کړی یم

مننه چې تا د عشق الف بې رازده کړې

او مننه چې دا دې منلې ده چې زما میینه یې

مننه

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب