د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له هند سره یې یو نوی سوداګریز تړون کړی، چې پر اساس به یې نوی ډیلی له روسیې څخه د تېلو پېرل ودروي.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د سلواغې/ دلوې ۱۳مه، په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې ولیکل چې د دغه تړون له مخې به متحدایالتونه د هندي محصولاتو ګمرکي تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکمه کړي.
هغه زیاته کړه چې دا تړون د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په ټېلیفوني خبرو کې شوی او مودي منلې ده چې له روسیې څخه د تېلو پېر ودروي او پر ځای یې د امریکا او ښايي د وینزویلا تېل وارد کړي.
د امریکا ولسمشر، نریندرا مودي خپل یو «تر ټولو نژدې ملګری» وباله او ټینګار یې وکړ چې د روسیې د تېلو وارداتو بندول به د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
ټرمپ همداراز وویل چې د هند صدراعظم ژمنه کړې ده چې له امریکا څخه به د انرژۍ، ټکنالوژۍ، کرنې او نورو برخو پورې اړوند د ځه باندې ۵۰۰ میلیارد ډالرو محصولات واخلي او هممهاله به پر امریکایي توکو لګېدلې وارداتي تعرفې صفر ته راټیټې کړي.
هغه په پای کې وویل چې دی او نریندرا مودي «د عمل سړي» دي، د دواړو هېوادونو اړیکې یې «حیرانوونکې» وبللې او زیاته یې کړه چې دا اړیکې به له دې وروسته تر پخوا هم لا ټینګې شي.
ټرمپ تر دې وړاندې د تېر کال په سنبلې میاشت کې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له مشر شي جینپینګ، سره د مودي د کتنو په اړه ناخوښي څرګنده کړې وه او لیکلي یې وو: «داسې ښکاري چې موږ هند روسیې او تر ټولو ژور او تیاره ځای، یعنې چین ته بایللی دی». خو اوس د واشنګټن او نوي ډیلي تر منځ د نوي سوداګریز تړون له اعلان وروسته، ښکاري چې د امریکا د ولسمشر نظر د نریندرا مودي په اړه بدل شوی دی.
په غبرګون کې، د هند صدراعظم په ایکسپاڼه کې د ډونالډ ټرمپ مننه وکړه او ولیکل: «خوښ یم چې د هند محصولات به له دې وروسته د ۱۸ سلنې تعرفې لاندې راځي».
مودي هیله وښوده چې له د متحدو ایالتونو له ولسمشر سره نژدې همکاري ولري. هند هر کال شاوخوا ۴۸ میلیارد ډالره توکي متحده ایالاتو ته صادروي.