تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۴مه)د روسیې دولتي خبري اژانس تاس وايي، په مسکو کې د افغانستان سفیر ویلي چې هیواد یې له روسیې څخه د تېلو او ګاز پېرلو ته لېواله ده.
ګُل حسن تاس ته په مرکه کې ویلي چې که یو شمېر ستونزې، په ځانګړي ډول بانکي محدودیتونه، ختم شي، افغانستان کولای شي له روسیې څخه تېل، ګاز او یو شمېر نور توکي وارد کړي.
د امریکا د بندیزونو له کبله روسیه د تېلو په صادراتو کې له جدي ستونزو سره مخامخ ده. تازه د هند صدراعظم نریندرا مودي د امریکا ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې د روسیې تېل به نور نه رانیسي. هند او چین د روسیې د تېلو دوه مهم رانیوونکي دي.
د طالبانو سفیر ویلي چې د تېلو او ګاز تر څنګ، طالبان د روسیې د درملو، صنعتي توکو، غلو دانو، نباتي غوړیو او نورو محصولاتو واردولو ته هم لېوالتیا لري.
د ګُل حسن په وینا، د دغو راکړو ورکړو عملي کېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په څرګند ډول لوړولی شي.
هغه همدا ډول ویلي چې طالبان هڅه کوي په مسکو کې د افغاني توکو یو نندارتون جوړ کړي.
طالبان روسیې ته کارګر لېږي
ګُل حسن په دې مرکه کې ویلي چې روسیه او طالبان د افغان کارګرو د جذب په اړه هم خبرې کوي. د هغه په وینا، طالبان چمتو دي ځوان، مسلکي او ماهر کاري ځواک روسیې ته د کار لپاره معرفي کړي، او په دې خبرو کې د مثبتو پایلو ترلاسه کولو زمینه شته.
د اوکراین د جګړې له کبله روسیه د کارګرو له شدید کمښت سره مخامخ ده. راپورونه وايي چې په وروستیو کې روسیې پر هندي کارګرو اتکا ډېره کړې ده. په ۲۰۲۵ کې روسیې ۵۶ زره هندیانو ته په خپل هیواد کې د کار لپاره وېزې ورکړي دي،
ګل حسن زیاته کړې چې په ورته وخت کې دواړه لوري د دوو هیوادونو ترمنځ د الوتنو د پراختیا پر موضوع هم کار کوي او ټاکل شوې ده چې د کامایر هوايي شرکت مستقیم پروازونه د کابل او مسکو ترمنځ پیل شي.