دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزخوېشکي څوک دي؟ | لیکوال: عبدالرشید سعادت

خوېشکي څوک دي؟ | لیکوال: عبدالرشید سعادت

   خوېشکي یا خېشکي د پښتون قوم یوه ستره او مهمه پښه ده چې په کوزه او بره پښتونخوا کې اباد دي او ددغه قوم په مادي او معنوي ویاړونو کې یې د نورو پښتني قبېلو په څېر پراخه ونډه اخیستې او په خپل جوړښت کې د ځینو نورو پښو تر څنګ  ځانګړې ولسي پانګه، رواجونه، کړه وړه او اصول لري چې پېژندنه یې د هر افغان لپاره اړینه ده. ما د پروان ولایت د غوربند درې په خوېشکو هم زیات تمرکز کړی دی. په دې مقاله کې لاندې ټکو ته په لنډيز سره اشاره شوې ده: 

الف: د خوېشکوقوم نسبي سلسله

ب : شته استوګنځایونه

ج: په غوربند کې د خوېشکو د درې پېژندنه

د: د ښووخځیو شمېر

ه: اقتصادي حالت

و: ټولنیز حالت

ز: لاسي صنایع 

الف : د خوېشکو قوم نسبي سلسه 

   که د تاریخ پاڼه راواړو د پښتو تاریخ زرګونو کلو نو ته رسیږي خود شجرو له مخې د دوی باقاعده تاریخ قیس عبدالرشید نه شروع کیږي . هغه شخص چې د اسلام په بلکل ابتدايي دوره کې ژوندی او د حضرت محمد «ص» په لاس مسلمان شوی و، وروسته بیا هغه دا نوم( قیس) په عبدالرشید ورته بدل کړی دی. د قیس په ځای هغه ورته د عبدالرشید نوم  ایښی دی .

   د قیس عبدالرشید درې زامن ول:

  ۱: سړبن 

  ۲: بیټنی

  ۳: غرغښت 

   ددې درو نه د پښتو ټولې قبیلي جوړې شوې ددي ،څلورم سړی کرلاڼی دي دده اولاد وصلي پښتانه ګڼلی شو، په دې څلوروکې د وړمبي سړي سړبڼ دوه زامن وو: شرخبون ( شرف الدین اوخرشبون (خیرالدین ). بیا د شرخبون درې  زامن ول ؛یو کند بل ځمند او درېیم کاسي یا کانسي .

  په دې درو کې زموږ تعلق د ځمند سره دی .اود ځمند پنځه زامن وو.

  ۱:خوېشکی

  ۲: محمد زی 

  ۳: کتانی

  ۴: نکبي زی

  ۵: نوخی 

   شیرعلي خان په خپل ناچاپ کتاب (د پښتو تاریخي مالومات ) کې لیکي :« چې د خوېشکي د زامنو شمېراتو ته رسیده اوکومه شجره چې ده مرتب کړې په لاندې ډول ده :

   ۱-شوریانی ۲- سلمهاک ۳- امچوزی۴- کرلاڼی ۵- زیرزی ۶-عمرزی۶- عزیزی۸- بټک زی.

   د شوزیاني نه به غیر ددې نورود اولاد ذکر نه کوي .د شوریاني درې زامن وو۱- خلف زی ۲- وتوزی ۳- حسین زی بیا د وتوزی شپږ زامن ښودل شوي دي۱ – جنوزی ۲- شهابن زی ۳- عارف زی۴-ابراهیم زی ۵- محمد ۶- عاشوزی ؛شجره لیکونکو بیا د حسن زي درې زامن ښودلې :۱-شموزی ۲- مهلي ۳- بهدین .

   کتانی د خېشکي ورور و مخزن افغاني او د پښتنو تاریخي مالومات دده دوه زامن را په ګوته کوي .

یو ملازی او بل الازی چې د پښتو تاریخي مالومات ورته د اله زیاو حیات افغاني ورته الا‎ نورو پښتو تاریخونونه پرته د کتاني اولادڅلورښودلي  .

    ۱ـ عزیزی ۲ ـ بټک زی ۳ـ عمرزی ۴- غیبي زی.

   مخزن افغاني د خېشکي د بل ورور نکبي زي اولاد په دې نومونوسره یادوي ۱- زیمل ۲- اوبوبکر۳- آزر۴- موسی.

  د خېشکي د درېیم ورور د نوخي د اولاد ذکر (مخزن افغاني ) په دې نومونوسره کوي .

  ۱-باجوزی ۲- جمیل زی ۳- منصورزی ۴- امچي زی ۵- بټي زی . 

  د ډاکتر مهجورخيشکي په وینا د محمد زیو نه پرته د خیشکي نورو ورونو اولاد زیاتره د خوېشکي په نوم کې ضم شوي دي . او دا ټول اوس د خیشکي په نوم یادیږي .

ب :دخېشکوشته استوګنځایونه 

هسې خوپښتانه یعنې ددوی مختلفې قبیلې په مشهورو ځایونو او د هېواد دننه او بهر کې ژوند کوي .

چې له دې ډلې څخه خیشکي هم دي، چې ځینې ډلې یې په افغانستان او ځینې یې له هیواده بهر یعني په هندوستان او پاکستان کې هم میشت دي .

اوس به پرهغو سیمولږه رڼا واچوو چې خیشکي پکې ژوند کوي .

۱: قصور (پنجاب) : 

   په قصور کې هم خیشکي شته کله چې قصور آباد شو نوهرې ډلې به ځان ،ځان ته کورونه جوړول اوژوند به یې پکې کوه .

   هغه کلاګانې چې هلته خیشکي پکې اوسیدل: ۱ـ د نواب حسین خان خلف زي دمدمه کلا۲- د محمد خان عیسی زي کلا ۳- د مراد خان دولت زي کوټ کلا اوهمداسې نورې کلاوې 

   موءارخین په دې متفق دي چې د خېشکوپښتنو یوه لویه برخه د سلیم خان ځمند په مشرۍ کې هغه وخت آباد شوي ول، کله چې دوي د ابراهیم لودي پرخلاف د بابر په مرسته وجنګیدل.

   د قصور دې خېشکوته  (قصوریه پټهان) ویلی شي دوی اوس پښتو ژبه هیره کړې ده 

  ۲: تانډه اوهېرووال :

   په خپلو کې د جنګ جګړې له وجې اکثره سلمهاک د امچوزیو او حسن زیو دشتمنۍ له مخې پاڅیدل او اوټانډې ته ولاړل او دغه شان څه بټک زي هم په خپلوکې د شتمنۍ له مخې هېرووال ته کډه شول .

  ۳ : خورجه (هند) :

  په د ې جنګ جګړوکې د ابراهیم زیو کوچ هم راځي ددوی د جنوزیو سره شتمني پیدا شوه دوی ددې ځایه پا څیدل او خورجه ته لاړل د ډیلي او علي ګړه په منځ کې آباد دی .دلته دې خوېشکو د سیند پر غاړه د خېشکودوه کلې آباد کړه .

۴: میان چنو (مغربي پنجاب ) :

میا چنو د حضرت شیخ عطاء الله شوریاني خیشکي مشهور په شیخ اتوزوی دی . میا چنو د خپل وخت یو لوی عالم او روحاني بزرګ و د چنوزي دده او لاده ده . د پنجاب مشهورښار (میان چنو ) هم ددې خوېشکي بزرګ په نوم مشهور دی . دوی د قصورنه دغې علاقې ته تللي وو. او هلته آباد شوي .

  ۵: بنوان او ډېره اسماعیل خان:

   د کنور نونهال سنګـهـ په مشرۍ کې په ۱۸۳۰ کې تقریبا درې سوه ځوانان د قصور نه بنون ته راغلل .په دوی کې زیات خلف زي ، عارف زي او بټک زي خوېشکي شامل وو . دوی په مشرانو کې امیر احمد خان خلف زي او عثمان خان خلف زي  د یادونې وړ کسان دي . دېره اسماعیل خان نه کابو اتیا (۸۰) میله د سویل نمبر پریواته په لور پروت د موسی زیو په کلي کې هم د خېشکوکورنۍ آبادې دي .

  ۶: بهاولپور:

  څه قصوري پښتانه د بنون او ډېره اسماعیل خان نه بها ولیورته لاړه ،او څه قصوري خوېشکي هم په بهاولپور کې اوسیږي .

  ۶: غوربند 

  د سپین ږیرو خېشکو روایت له مخې دا وینا ده چې د غوربند خوېشکي له کندهار او هلمند څخه دلته راکډه شوي دي .

  د غوربند خیشکي دغه وخت په درې ورونو یادیل ۱- ابیټ (هیبت ) ۲- مسعود ۳- سلطان .

  د پوهاند محمد صابر خوېشیکي په وینا:« اېبټ په سیدان دره کې میشته شول مسعود د ځان لپاره د سیدانو درې آخرسیمه خوښه کړه چې تراوسه هم د قول مسعود په نوم یادیږي .

  او درېیم کس سلطان و چې په یخدره او تایخان کې مېشت شول .

  د غوربند سیمه ۲۴ لویې او وړې درې لري او په سیاه ګرد ،شینوارو،سرخ پارسا او شیخ علي ولسوالیو باندې ویشلي دي چې د غوربند خیشکي د سیا ه ګرد ولسوالۍ اړوند د خېشکو په لویې درې کې استوګن دي .

  چې د وخت په تیردوسره  د غوربند نورو سیموته هم کډه شوي دي.

  د استادخوېشکي په وینا په غالب ګومان چې اوس به د خوېشکوشمېر تر ۲۰۰۰۰کورونو هم اوښتی وي .

  له ویلو دې پاته نه وي چې په چارسده او نوښارکې هم خوېشکي اوسیږي 

  په غوربند کې د خوېشکو د درې پېژندنه

    د سیاګرد ولسوالۍ جنوب لور ته یوه سیمه ده، چې دلته د پښتنو د قبیلو څخه یوه قبیله استوګنه کوي، چې هغه قبیله د خوېشکو قبیله ده او د دې سیمې نوم د خوېشکو لویه دره دی، ځکه په دې لویه دره کې خوېشکي استوګن دي بله کومه قبیله د پښتنو په دې سیمه کې استوګنه نه کوي او دالویه دره ښې اوبه لري، چې د دې درې بڼوڼه پرې خړوبېږي او دې بڼو د دې درې په ښایست کې زیاته ونډه اخیستې ده.

    دا دره لوړغرونه لري چې د ژمي په موسم کې په بې ساري ډول  د وارې د ښویي دو له امله یې د دې درې د وګړو ژوند د خطر سره لاس او ګرېوان کړی وي. د پسرلي په موسم کې دې درې ته د نورو سیمو وګړي د تفریح له پاره راځي. په دې دره کې د سکرو ډبرې هم پیدا کېږي. د دې درې شمال خواته د سیاګرد ولسوالۍ بازار پروت دی، د شرق خواته یې د سردرې دره پرته ده، د جنوب خواته یې د وند اوپارساو درې پرتې دي او د غرب خواته یې د چیلان دره پرته ده د وند او پارساو درې دا لویه دره د کابل ولایت د شګردرې د ولسوالۍ سره وصل کړې ده، چې د تنظیمي جګړو په وخت کې د دې درې وګړو د وند اوپارساو له لارې خوراکي توکي له کابل څخه را لېږدول، د یاد نه دې وتلې نه وي، چې خوراکي توکي یې ځینو په خپل شا او ځینو د حیواناتو په ذریعه را لېږدول. او د دې لویې درې په منځ کې  نورېځو نورې درې پرتې دي، چې عبارت دي: د تیخان دره، د سیدانو دره(د خوېشکودره)، د سرخي دره، د رحیم خېلو دره او د یخدرې دره.

  د خوېشکو په لویه دره کې د وړو درو پېژندنه

     د خوېشکو لویه دره په څو وړو درو وېشل شوې ده خو په اصل کې ټول یو خوېشکي دي، اویوه لویه قریه هم شته، چې د درې په نامه نه ده بلکې څو کلي پکې موجود دي، چې هغه د رحیم خېلو قریه ده. هره دره به په پوره وضاحت سره وڅېړم.

   د تیخان دره

   د تیخان لویه دره د دوآبې څخه شروع کيږي د پارساو او وند د غرونو د څوکوپورې رسېږي، چې د دې درې وګړي ټول د سني مذهب پیرو دي او ټول په پښتو ژبه کړېږي. د دې درې وکړي په مختلفو کارونو بوخت دي؛لکه:کرکیله، نجاري، ساختماني کارونه، تجارت او ذغال وېستل او د دې درې وګړو په دې وروستیو کې د زده کړې بهر ته زیات پام وراړولی دی، چې هم یې د عصري او هم دیني زده کړو سنګر تود ساتلی دی، چې ځوانان یې د هرولایت په پوهنتوکې په مختلفو رشتو کې په لوړو زده کړو او په مدرسوکې په دیني زده کړوبوخت دي.

    د دې درې د نوم اېښودنې وجه د یوې افسانې له مخې په دې ډول ده: کله چې دې سیمې ته پښتانه راغلل نو دلته هزارانو استوګنه کوله او د دې سیمې د ځمکې اسناد او قوالې د پوښتنو سره وې هزارانو پښتانه دلته نه پرېښودل، چې استوګنه وکړي هماغه وه، چې د دوی ترمنځ جګړې وشوې او دلته د انګورو بڼوڼه وو، د جګړو په پایله کې د دواړه ډلو دومره کسان مړه شول، چې دا د انګورو بڼوڼه یې ونيول د جګړو نه وروسته دا سیمه د پښتنو شوله او هزاران زیات مړه شول او یو څه تعداد یې له دې سیمې و وتل او د دې سیمې نوم تی خون شه خو د وختونو په تېریدوسره یې نوم تغیر وکړ او اوس یې نوم تیخان دی. 

   د نوموړې درې شمال لورته د رحیم خېلو د قریې یو کلی دی په نامه د هجم خېلو، د شرق لورته یې د یخدرې دره ده، د جنوب لورته یې د پارساو دره ده او د غرب لورته یې د چیلان دره ده. د دې درې په غرونو کې د ډبرو سکاره پیدا کېږي، چې دې درې ته یې زیات اهمیت ورکړی دی. او د ډبرو د سکرو زېرمې یې د درې څلو او د پارساو غاښي په نامه غرونو کې دي، چې د دې درې د وګړو ستونزې پرې حل کېږي. 

   او د دې درې کلي عبارت دي: کجیرخېل، ملوک خېل، عظم خېل، د تیخان کوز کلی، د تیخان بر کلی، چارماغزکي، ګلي خېل او  بهادر خان خېل البته دوه نورې سیمې هم لري هغه وګړي چې مالداره دي یو کورپه یادو شو کلو کې لري او یو کور په دې سیمو کې لري ،چې هغه د سربلاک او پنډک به نامه دي.

   اوپه دې دره کې یوه لویه هدیره ده چې ساری یې په درست غوربند کې نشته او دلته د ډېرو لرې سیمو خلک د زیارت لپاره راځي او خپل ماشومانو ته بندو نه جاروي. د دې درې سیند د پنډک او سربلاک د غرونو څخه سرچینه اخلي او د دوآبه په سیمه کې د یخدرې د سیند سره ګډېږي.

    د یخدرې دره

    د یخدرې دره د دوآبې د سیمې نه پیلېږي د پارساواو وند د غرونو د څوکو پورې، چې د شمال لورته یې د رحیم خېلو قریه پرته ده، د شرق لورته یې د سیدانو دره پرته ده، د جنوب لورته یې د پارساو او وند درې پرتې دي او د غرب لورته یې د تیخان دره پرته ده. دا دره د پارساواو وند له لارې د کابل ولایت د شکردرې د ولسوالۍ سره وصل ده.

   دا دره ښې اوبه لري، چې د دې درې بڼونه پرې اوبه کېږي او ښکلې یخه هوا لري، چې د ځینو افسانو له مخې همدا یخه هوایې د نوم ایښودنې وجه ده، د نوموړې درې وګړي په دې کارونو بوخت دي: کرکیله، تجارت او ساختماني کارونو. زیاتره یې په دوکاندارۍ او تجارت بوخت دي، چې د خپل د سیمې په وچو او لمدو مېوو د خپل تجارت په مخ بیایي. په دې وروستیو کې د دې درې وکړو د زده کړې بهیر ته وردانګلي دي.، خو د عصري زده کړو په پرتله یې دیني زده کړو ته مخه زیاته کړې ده.

   د دې درې د کلو نومونه دادي: محمدخېل، دوآبه، غلام خېل، ګځک، پټک پلال، مقام خېل، غونډۍ، خانک خېل، بادرخېل، کلتوت، طیلاخېل، سده خېل،ک ډلک، ریمان، مؤمن خېل، بازي خېل او څینارک. د دې درې په وروستۍ برخه کې دوه سیمې دي، چې د یادو کلو وګړي یو کورهلته هم لري، چې د اوړي په موسم کې خپل مالونه هلته بیایې، چې هغه د ورناو او سرد به نامه دي. دا دره یو سیند لري،چې د ورناو او سرد د غرونو څخه سرچینه اخلي او د دوآبې په سیمه کې د تیخان د سیند سره یوځای کېږي.

   د سیدانو دره

   دادره د پرګرد د خولې څخه پیل کېږي او د پارساواو وند د غرونو د څوکو پورې ادامه لري. د دې درې نوم په اصل کې د خوېشکو لوی دره دی، ځکه دا دره د دې نورو درو څخه لویه ده او ډېر وګړي پکې استوګنه کوي. په دې دره کې یو څو کوره سیدان(شعیه ګان) هم استوګنه کوي، د همدې وجې ځینې وګړي دې درې ته د سیدانو دره وایي. څوکاله دمخه د سیدانو او خوېشکو ترمنځ په دې اړوند یوه شخړه رامنځته شوه، چې خوېشکو ویل باید د دې درې نوم د خوېشکو لویه دره شي او سیدانو ویل، چې باید نوم یې د سیدانو دره شي، ځکه چې د لېسې نوم مو د سیدانو عالي لیسه دی. نو یو متل دی، چې جز تابع یې کل دی هماغه وه چې په سیدانو یې ومنله، چې د دې درې نوم دې د  خوېشکو لویه دره شي، او دلېسې نوم یې هم د خوېشکو د درې عالي لیسه شي، چې دواړه هم د درې او هم د لېسې نوم یې تغیر که، ځکه زیات وګړي چې دلته استوګنه کوي هغه خوېشکي دي. ډېر لږشمېر سیدان دلته استوګنه کوي نسبت د خوېشکو.

   د یوې افسانې له مخې: کوم سیدان،چې دلته استوګنه کوي، لومړی د دوی مشر دلته راغلی و او د خوېشکو له یو مشر سره یې ملګرتیا وه او دا غوښتنه یې ترېنه وکړه، چې د غوایي د څرمنې په اندازه ځای ماته راکړه، چې دلته استوکنه وکړم.هغه خوېشکي د سیدانو مشر ته د یوې څرمنې په اندازه ځای ورکړی و. د وخت په  تېریدو سره یې هلته کور جوړ کړ هغه وخت هغه د خوېشکو مشر مړ وه او د نورو وګړو دومره ورته پام نه شو، چې دوی به کله زمونږ سره دومره شخړې وکړي اوس په دې لویه دره کې یو ۱۵کوروپه شا او خوا کې سیدان استوګنه کوي.

  دادره یو لوی سیند لري، چې د د سرد او څینار له غرونو سرچینه اخلي او د پرګرد په سیمه کې د تیخان اویخدرې د سیدونو سره یوځای کېږي او د چارباغ په سیمه کې بیا د سیاګرد د سیند سره یوځای کېږي. بڼو د دې درې په ښایست کې زیاته ونډه اخیستي ده او دا بڼوڼه د همدې سیند څخه خړوبېږي.

  د دې درې وګړي په کرکیله، تجارت، دوکانداری او ساختماني کارونو بوخت دي په دې ورستیو کې یې د دیني او عصري زده کړو ډګر ته په بې ساري ډول ور دانګلي دي، چې د هر ولایت په پوهنتون کې یې زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.

   او د کلو نومونه یې دادي: پرګرد، کرخېل، آیت خېل، علم خېل، رسول خېل، جام بت خېل، ملي خېل، آوشوی، شاهي خېل، آب درګک، سپیلک زار، خار زار، کاڼه خېل، ترناو غلام جوی، دادمامت خېل او آجدګاه.

   د سرخي دره

   دا دره د سیاګرد بازار جنوب لورته پرته ده، چې د خوېشکو د درې پیل له همدې درې څخه دی او ټول وګړي یې په پښتو ژبه خبرې کوي او د دې درې بڼوڼه د خوېشکو د لویې درې د سیند په اوبو خړوبېږي او په دې دره کې ډول ډول ميوې کېږي. اکثره وګړي یې په تجارت بوخت دي  او ځینې وګړي یې په کرکیله بوخت دي په دې نږدې وختو کې یې د علم ډکر تود ساتلی دی او مشهور کلي یې دادي: میرعلم خېل، لوی کلی،یعقوب خېل، غونډۍ، دورباف، د جروکلی، قلاچه، قدیرخېل، ملاخېل، موسی خېل او د نار د غاړې کلی. 

   د رحیم خېلو دره

  دا قریه چې د درې په نامه نه یادېږي خو له درې کمه نه ده دا د تیخان او یخدرې په شمال کې واقع ده د یادې سیمې بڼوڼه د یخدرې د سیند په اوبو خوړوبېږي د دې قریې وګړي په کرکیله، تجارت، دوکاندارۍ او ساختماني کارونو بوخت دي. د زده کړې ډګریې هم تود ساتلی دی او د کلو نومونه یې دا دي: هجوم خېل، شاباس خان خېل، ابراهیم خېل، ګلک خېل، لالاخېل، خوجنورخېل او سمي خېل. د شمال لورته یې د سمڅوکلی، د شرق لورته یې د خوېشکو لویه دره، د جنوب لورته یې د تیخان او یخدرې دره او د غرب لورته یې د چارده او د چیلان دره پرته ده.

   ټولنیزحالت

   د خوېشکو په لویه دره کې د څوکلو راهي سې د طالبانو حکومت واکمن دی، چې د وګړو ترمنځ هوکړې د قرآن او د حضرت محمد ص د احادیثوپه رڼا کې کوي او څوک نه پرېودي، چې په نظامي چارو کې دنده اجراکړي د ګوتو په شمېر کسانو، چې له دې مادې څخه سرغړونه وکړه هغوی یې د ژوند له بازار څخه د مرګ کلي ته د مرمیو په واسطه یوړل او وګړو یې په دې وروستیو کې د زده کړې ډګر تود ساتلی دی، چې د هر ولایت په پوهنتون کې په لوړوزده کړو بوخت دي.

    او د یاد نه دې وتلې نه وي، چې زیات وګړي په تجارت او کرکیله لګیادي او ځینې یې د خپل هېواد څخه بهر هم تللي دي د کار او مزدورۍ لپاره، چې خپل مورپلاراو اولاد ته د ارامه ژوند پرده و غوړوي خپل ځان هرډول سختیو ته ورکوي، چې د هغو له جملې څخه یې یوهم د ایران هېواد ته قاچاقي تلل دي زه د داسې پېښوشاهد یم داسې ورځې هم تېرې شوي، چې د څلورپینځه ځوانانو جنازې یې  د خپل وطن ته راوړي، چې یابه موټر پرې اوښتی و، یابه یې په مرز کې ویشتلي وو او یابه د تندې او ولږې له لاسه هلاک وو. 

   د دې درې خلک ډېر میلمه دوسته با عزته او باشهامته خلک دي ژوند یې نه کوچیاني دی اونه ډېر ښاري بلکه د دوی ژوند ته به نسبتآ ښاري ژوند و وایم داځکه، چې هروګړی یې په اونۍ کې  يوځل کابل یا د خپل ولسوالۍ ښار ته راځي او ځینې خو یې په ورځ کې یو ځل د ولسوالۍ بازارته ځي، چې دې راتګ د دوی ژوند له کلي والي ژوند نه لږ د ښاري ژوند ته ورنږدې کړي دی. 

   اقتصادي حالت

   په غوربند کې، چې شتمن دي د همدې لویې درې خلک دي، چې ډېری وګړي یې په تجارت بوخت دي ډېر لوی لوی تجاران له دې لویې درې دي، خو د ضعیف اقتصاد وګړي هم لري چې د خپل د اولاد نفقې ته حیران وي. 

  د دې درې د وګړو اقتصاد هغه وخت ښه و کله چې امریکا په ایران تحریمونه نه وو لګولي هره ورځ به بازارونه د پلورونکو ګرم وو، خو چې کله امریکا په ایران تحریمونه ولګول نو د دې درې د تجار نه نیولي تر ترګاڼ پورې تول د خپل د اقتصاد نه نالېږي داسې خلک هم شکایت کوي، چې په ایران کې یو پردېس هم نه لري.

   کله چې دایران پیسه لوړه وه په یوې اونۍ کې به د دې لویې درې په وړو درو کې دوه درې ځایه ودونه وو، خو کله چې د ایران پیسه ټیټه شوه په درې میاشتو کې ما کوم واده ونه لیده، چې شوی وي دا ځکه چې د دې درې اکثره وګړي په ایران کې په ساختماني کارونو بوخت دي او اوس په دې څو کلونو کې د ایران څخه د ترکیې په لورخپل سفرونه اوږده کړي دي.

   د ښوونځیو شمېر

   په یاده دره کې یې هره وړه دره دوه درې لېسې لري په لسګونه متواسطې او په لسګونه ابتدایه ښوونځي، چې دهرې درې به په تفصیل سره وړاندې کړم.

    د تیخان د درې د ښوونځیو شمېر 

   * د تیخان په دره کې یو مدرسه ده،چې لېسه ده په نامه دسمندریې د دې درې یو ولي شخص و اودا مدرسه  د ده په نامه ده، چې تعمیر یې د هدیرې شمال لورته موقعت لري.

   * په دې دره کې  یوه متواسطه ده او د تیخان د متواسطې په نامه ده.

   * دوه ابتدایې د ذکورو دي یوه په نامه د بهادرخان خېلو اوبله په نامه د سربلاک.

   * یوه ابتدایه د نسوانو ده چې په نامه د کجیرخېلو د نجونو ابتدایه ښوونځی او دا درې واړه ابتدایې او متواسطه یې دولتي تعمیرونه نه لري او په کرایي کورونو کې زده کوونکي په زده کړوبوخت دي.

   د یخدرې د ښوونځیو شمېر

  په دې دره کې یوه لېسه، دوه ابتدایې او یوه متواسطه ښونځي موجود دي.

   *لېسه یې د غونډۍ د کلي شرق لور ته واقع ده، چې دلته یواځې د یخدرې د درې ماشومان او ځوانان  په زده کړو بوخت دي.

   * یو د نجونو ابتدایه ښوونځی دی، چې د ګځک د کلي شرق لورته واقع دی.

   * یوابتدایه ښوونځی چې د ریمانو د ښونځي په نامه دی اوتر اوسه رسمي تعمیر نه لري.

   * یوه متواسطه د جوزار په کلي کې ده، چې د همدې کلي په نامه یادېږی.

   د خوېشکو په لویه دره کې د ښوونځیو شمېر  

   په دې دره کې دوه لېسې دي درې متواسطې او دوه ابتدایې د دې درې د  زده کوونکو په مخ یې دروازې پرانستې دي.

   * د خوېشکو د درې عالي لېسه، چې په دې لېسه کې د تیخان د درې، د رحیم خېلو د درې او د ( د خېشکو په وړو درو کې د لویې درې) زده کونکي روزل کېږي، چې د جامبت خېلو د کلي شمال لورته واقع ده او دوه پوړیزه ودانۍ لري او هر کال د سلو په شا او خوا زده کوونکي ترېنه فارغېږي. 

   * د شاهي خېلو د درې عالي لېسه، چې د دې کلي شمال لورته واقع ده او د دې لېسې ودانۍ یو پوړ لري، چې هر کال د څلوېښتو په شا او خواکې زده کوونکي فارغ ورکوي.

  * د کاڼه خېلو متواسطه چې د کاڼه خېلو په کلي کې یې ودانۍ موقعیت لري.

  * د دوآبه متواسطه چې د غلام جوی په سیمه کې موقعیت لري.

  * یوه ابتدایه د نجونو د آبدرګک په کلي کې ده،چې نوی یې د نجونو په روزنه پیل کړی دی.

  * یوه متواسطه د علم خېلو په کلي کې ده، چې هغه هم د نجونو په روزنه کې ونډه لري.   

  * د سرد په سیمه کې دماشومانو پرمخ د یوه ابتدایه ښونځي دروازې وازې دي.

   د رحیم خېلو د درې د ښوونځیو شمېر

   * په دې لویه قریه کې د نجونو یو لېسه ده، چې د هجوم خېلو د کلي په کوزه خواکې په یوه شخصي کور کې د نجونو په روزنه فعالیت کوي او تر اوسه یې کومه دوره فارغینې نه دي ورکړي.

   * یوه متواسطه چې د ګلک خېلو د کلې غرب لورته په یوه دښته کې د سرې آوارې په نامه یادېږي یوه ودانۍ لري او لس دورې فارغین یې تر اوسه ورکړي دي.

   * یو د نجونو ابتدایه ښوونځی لري، چې د ابراهیم خېلو په کلي کې په یو شخصي کور کې د ماشومانو په روزنه فعالیت کوي.

  د سرخي د درې د ښوونځیو شمېر

  * په دې درې کې د نجلۍ ګانو یوه لېسه ده، چې تر اوسه یې کومه دوره فارغینې نه دي ورکړي او د دې درې  په لوی کلي کې یې رسمي ودانۍ ده.

   * متواسطه یې د ذکورو ده، چې د میر عالم خېلو په کلې کي یې ودانۍ ده او څو دورې فارغین یې ورکړي دي.

   لاسي صنایع

   په دې دره کې هغه وخت،چې دوی مالونه لرل په نیمڅیو جوړولو بوخت وو خو کله، چې یې مالونه اسماني افتونو او اقتصادي کمزوریو له منځه یوړل نو دا صنعت یې ورته د کمزوریو خواته نږدې کړ او اوس یې په ډېرو کمو سیمو کې د جوړولو صنعت پاتې دی.

   په پخوا زمانو کې ګیلم هم اوبدل خو اوس دا صنعت په ټپه ولاړ دی  د مالوچونه ښې ښې بړستنې اوس هم حوړوي، چې منجلسي بړستنو په نامه یادېږي هغه چاقوګان په دې لویه دره کې جوړېږي، چې لاستی یې د لرګي وي او اکثره وکړي یې د نیال ګیو د پیوند لپاره ترېنه کار اخلي، ځکه دا ډېره اوږده او برداره اوسپنه لري او ډېر تېره دي. په دې لویه دره کې نجلۍ ګانې د مریو څخه ډول ډول شیان جوړوي؛ لکه: تسبې، د قلم پوښ، د تلېفون پوښ، ګوشوارۍ، لاس بند، ګوتۍ او د ماشومانو د وږو ځونډي.

سرچینې: 

  1. پښتنې قبیلې.
  2. د پښتون قوم شجرې
  3. بېلابېلې  وېبپاڼې
  4. د خویشکو له ولسي او قومي مشرانو سره مرکې.

1 COMMENT

  1. ښاد شې صاحبه؛
    خو یوځای درنه پاتې دی چې هغه دننګرهار مربوط ښېوې ولسوالۍ مرکزي قریه کې د خېشکو په نوم یو کلی دی چې زه هم دهمدې کلی اوسېدونکی یم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب