Home+دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله
لومړی ټوک
د غويي دوه انځورونه
درانه درانه غږونه
غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو دانې تکې شنې وې، بارانونو اسمان پرېولی و، خو د کاکا پر تندي لیکې ورځ په ورځ زیاتېدې، د کوټې پر تګده به ناست و، یو سګرټ به یې لا تمام کړی نه و چې بل به یې ولګاوه.
یوه شپه درانه درانه غږونه اورېدل کېده، ځمکه ښورېده، د تاج بېګ له تپې نه سرې لمبې پورته شوې، کاکا سهار وختي له کوره وتی و، ببۍ په ختو او پرېوتو بام ستړی کړ، زه به ورپسې سم روان وم، راته ویل به یې:
ـ دا څه حال دی، کوټه کې کېنه!
ډاکتر کاکا له کوره و نه وت، د کاکا پوښتنه یې وکړه:
ـ معلم څه شو؟
ببې ور ته وویل:
ـ هغه خو سهار په خړه ووت.
ډاکتر کاکا سر وښوراوه:
ـ معلم په دې ورځ هم مکتب ته ځي! ته دا ورځ وګوره!
ببۍ تروره شوه:
ـ لالا څه خبره ده؟
ـ تمامه شپه مو دا ډزې وا نه ورېدې!
ـ هغه ډېر نارامه و.
ـ ځه اوس دې خدای پاک خیر پېښ کړي.
ـ لالا نو څه خبره ده؟
ـ خبره به وروسته معلومه شي! خو داسې ښکاري چې جنګ شوی دی.
ډاکتر کاکا هم ناکراره و، په ختو پرېوتو یې د بام سر ستړی کړ، د تاج بېګ تپې ته یې کتل او ویل یې:
ـ بس هره خبره چې ده اوس دغلته ښکاري.
ببۍ ډېره اوتره او تروره وه:
ـ لالا خیر خو به یي کنه؟
ډاکتر کاکا یو سوړ اسویلی وایست:
ـ ډزې خو د خیر نه وې، وګورو!
مونږ ټولو د ببۍ په ترورو ورورو سترګو ته کتل، هغې به ویل:
ـ ځمکې تر پښو لاندې سره لمبه ده. اوس دې خدای پاک معلم پخیر را ولي.
تر غرمې درنې او سپکې ډزې وې، ببۍ د بام بوټۍ خوا کې ناسته وه او د تاج بېک تپې ته یې کتل، ډاکتر کاکا به هم کله بام ته خوت او کله په حویلۍ کې ګرځېده، همدا یوه خبره به یې کوله چې معلم ته وګوره په دې ورځ هم دی مکتب ته تللی دی! لوړ ماسپښین و چې کاکا د کور پر وره پل کېښود، خوله یې نه راټینګېده، په برېتو یې لاس راښکه، ډاکتر کاکا چې دده خندانه مخ ته وکتل ور ته یې وویل:
ـ معلمه خیر خو دی!؟
د هغه ښکی وښکی کوږ شو:
ـ انقلاب کامیاب شو.
ډاکتر کاکا یو دم وویل:
ـ داوود خان څه شو؟
کاکا ور ته وویل:
ـ داوود خان یې د توپ خولې ته وتاړه او تره کی د انقلابي شورا رییس شو.
زه په انقلابي شورا نه پوهېدم، خو کاکا به بار بار همدا خبره تکراروله چې تره کی د انقلابي شورا رییس شو، خپله کابینه به ژر اعلان کړي.
ډاکتر کاکا ور ته وویل:
ـ ته چېرته تللی وې، زه خو قلا فتح الله مکتب ته تللی وم، بیا هنر غیرت ته ورغلم.
ـ نو خبره خلاصه شوه؟
ـ بالکل کودتا کامیابه شوه!
دا نو د ۱۳۵۷کال د ثور اومه وه.
۱۰۶
ترانې
شاوخوا ټوله سرو ټوټو او د تره کي عکسونو ونیوه، هرې خوا ته سره بیرغونه رپېدل، هر چا به له ډوله بیرغ ګرځاوه، موږ به هر سهار چې ټولګي ته ننوتلو، نو ټولګي ته تر ننوتلو وړاندې به ښوونکیو د ښوونځي په غولي کې راټول کړو، هر صنف به پخپل ځان لیکه ودرېد، ګڼ هلکان به یې په مخکې ودرېدل او دا ترانه به یې را واخسته:
سر بلند باد دوستان خلق
سرنګون باد دشمنان خلق
کله به مو چې وویلې:
سربلند باد دوستان خلق
دې وخت کې به مو سرې جنډې پورته کړې او و به مو رپولې چې کله به یې وویل:
سرنګون باد دشمنان خلق
بیا به یې راباندې لاس موټی کړ. دا ترانه به ټولو په یوه آواز ویلې.
هر شاګرد یوه، یوه جنډه راوړله، ما ته هم کاکا یوه جنډه راوړې وه، تکه سره وه، د خلق ټاپه ورباندې وه، بې جنډې یې څوک مکتب کې نه پرېښودل، بس دا جنډه راسره وه، جنډه به مو رپوله، کانسرتونه شوو، سندرې وې، بد حال و، خوشحالۍ وې، ډولونه وو، غږېدل.
موږ به کله، کله تر ناوخته مکتب کې وو، دې ډولونو ته به ناست وو.

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...