Homeخبرونهایلن مسک د نړۍ لومړنی تریلیونر شو

ایلن مسک د نړۍ لومړنی تریلیونر شو

د ایلان ماسک سپېس‌اېکس د ونډو په لومړۍ ورځ ۳۰ سلنه لوړې شوې

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) د ایلن مسک اړوند شرکت سپېس ایکس SpaceX ونډې د جمعې په ورځ د عامه پلور په لومړۍ ورځ تر ۳۰ سلنې پورې لوړې شوې، چې له امله یې مسک د نړۍ لومړنی کس شو چې شتمني یې تر یو ټریلیون ډالرو واوښته.

د سپېس‌اېکس د ونډو دغه تاریخي عامه پلور له ۷۵ میلیاردو ډالرو ډېرې پانګې راجلب کړې او تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سترو شرکتونو د ونډو د عامه پلور نوې څپه پیل کړي.

د شرکت ونډې د نیویارک په Nasdaq بازار کې هره ونډه (سهم یا سټاک) په ۱۳۵ ډالرو عرضه شوې وه، خو د معاملاتو په لومړیو ساعتونو کې یې بیه ۱۷۵ ډالرو ته لوړه شوه.

مسک د ټکساس په سټاربېس کې د شرکت کارکوونکو ته وویل: «سپېس‌اېکس غواړي خلک سپوږمۍ، مریخ او آن تر هغه هم لرې سیمو ته ورسوي.»

له دې سره د سپېس‌اېکس بازار ارزښت له دوو تریلیون ډالرو واوښت او شرکت د امریکا د لسو تر ټولو ارزښتناکو شرکتونو په ډله کې شامل شو.

سپېس‌اېکس چې په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوی، اوس د توغندیو، سپوږمکۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې یو له سترو نړیوالو شرکتونو څخه ګڼل کېږي او د مسک د مصنوعي ځیرکتیا شرکت xAI هم پکې مدغم شوی دی.

د راپورونو له مخې، د سپېس‌اېکس د ونډو د اخیستو تقاضا د عرضه شوې اندازې څلور برابره زیاته وه، چې د پانګه‌والو د پراخ ملاتړ څرګندونه کوي.

1 COMMENT

  1. ELON MUSK IS NOT A GOOD MAN,DONT BE HAPPY
    HE LIKE NATANYAHU, HAPPY TO KILL PEOPLE,BUT NOW NOT IN POWER.IN SHORT TIME HE RECOGNIZED BY PEOPLES AND PEOPLES COMEOUT TO THE STREET AGAINST MUSK.
    I DON,T LIKE HIM EITHER.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...