Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان د ښځو د حقونو له تر ټولو سخت بحران...

ملګري ملتونه: افغانستان د ښځو د حقونو له تر ټولو سخت بحران سره مخامخ دی

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مرستیال اجرايي مشرې، نایارادزايي ګومبونزواندا، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد په نړۍ کې د ښځو د حقونو له تر ټولو سخت بحران سره مخ دی.

نوموړې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د جګړه ځپلو سیمو د ښځو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته په وینا کې، په جګړو پورې د تړلو جنسي تاوتریخوالو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او د سولې په بهیرونو کې یې د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ.

ګومبونزواندا د افغان نجونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې هغوی له داسې زده‌کړو بې‌برخې شوې دي چې کولی شي د ژوند لوری یې بدل کړي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې خبرداری ورکړی چې جګړې تر پخوا د ښځو او نجونو لپاره ډېرې خونړۍ شوې دي او نړیواله ټولنه باید د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او د ښځو او نجونو د کړاوونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې نه شي.

د هغې په وینا، تېر کال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په وسله‌والو نښتو کې تر ۳۷ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي، چې څلورمه برخه یې ښځې او نجونې وې. همداراز، تر ۷۵۰ میلیونو ډېرې ښځې او نجونې د جګړو له فعالو سیمو څخه د ۵۰ کیلومترو په واټن کې ژوند کوي او هره ورځ لږ تر لږه ۲۵ ښځې او نجونې وژل کېږي.

ګومبونزواندا زیاته کړې چې وسله‌والې جګړې د ښځو روغتیايي خدمتونو، درملنې او د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د روغتیايي پاملرنې اسانتیا هم له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

هغې د غزې وضعیت ته په اشارې ویلي چې د روغتونونو او د زېږون د مرکزونو د ویجاړېدږ او لومړنیو اړتیاوو ته د خلکو د لاسرسي د ګډوډېدو له کبله د ژوندیو زېږېدلو ماشومانو په شمېر کې ۴۱ سلنه کموالی او د سقط په پېښو کې تر ۳۰۰ سلنې زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مرستیال اجرايي مشرې همداراز، په جګړو پورې تړلي جنسي تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ کال کې د دغه ډول تاوتریخوالي ۹ زره او ۷۸۸ پېښې تایید کړې دي.

د نوموړې په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د سولې په ۵۷ بهیرونو کې ښځو د مذاکره کوونکو یوازې پنځه سلنه جوړوله.

ګومبونزواندا د سولې په ټولو خبرو کې د پرېکړه‌کوونکو په توګه د ښځو د ګډون او د ښځو د بنسټونو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې هم، په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار، په عامه ژوند کې د ګډون او خپلو اساسي حقونو ته د لاسرسي په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د ښځو پر ګډون محدودیتونو په نړیواله کچه پراخې اندېښنې راپارولې دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو څو ځله د دغو محدودیتونو د لرې کولو او د افغان ښځو او نجونو د اساسي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...