تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) اروپا له یوه داسي حالت سره مخامخ ده چې له یوې خوا یې نفوس په زړېدو دی او د کاري ځواک کمښت یې اقتصاد د کډوالو پر کار او مهارتونو ډېر متکي کړی، له بلې خوا یې حکومتونه د کډوالۍ او پولو د کنټرول تګلارې لا سختوي.
د دې دوو ظاهراً متضادو تګلارو سبب څه دی؟
د اروپا نفوس په چټکۍ زړېږي. د ماشومانو د زوکړو کموالی او د خلکو د ژوند د تمې زیاتېدا (د خلکو د عمر زیاتېدا یا د زړو زیاتېدا) د دې سبب شوي چې په ډېرو اروپايي هېوادونو کې د هغو کسانو شمېر کم شي چې کار کولی شي او د تقاعد شوو کسانو شمېر زیات شي.
دې بدلونونو د تقاعد پر نظامونو، روغتیايي خدمتونو او د کار پر بازار فشار زیات کړی دی. په روغتیا او درملنه، د زړو کسانو په پالنه، ودانیزو چارو، ترانسپورت او معلوماتي ټکنالوژۍ کې د کاري ځواک کمښت پر یوې ژورې ستونزې بدل شوی دی.
د اروپايي کمېسیون د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د څېړنې له مخې، د اروپايي ټولنې د کاري عمر لرونکو وګړو په منځ کې له ټولنې بهر زېږېدلو کسانو ونډه په ۲۰۱۴ کال کې شاوخوا اته سلنه وه، خو په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۲ سلنې زیاته شوې ده.
په وروستیو کلونو کې اروپا ته د کډوالو ورتګ د کارموندنې په زیاتېدو او د کاري ځواک د کموالي د یوې برخې په جبرانولو کې مرسته کړې ده. خو کارپوهان ټینګار کوي چې یوازې کډوالي (د نورو کډوالو منل) د اروپا د زړېدونکي نفوس ټولې ستونزې نه شي حل کولی.
اروپا ولې خپلې پولې سختوي؟
پر اقتصادي اړتیاوو سربېره، د اروپايي ټولنې د کډوالۍ تګلاره په وروستیو کلونو کې د کډوالو پر ورتګ د کنټرول، د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د چټکې ارزونې او د هغو کسانو د بېرته ستنولو پر چارو ډېره متمرکزه شوې چې په اروپا کې د اوسېدو قانوني حق نه لري.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ او پناه غوښتنې نوی تړون، چې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۱۲مې یې پلي کېدل پیل شوي، د بهرنیو پولو د تېرېدونکو کسانو د هویت د معلومولو، د پناه غوښتنې د ځینو غوښتنلیکونو د ارزونې او د غړو هېوادونو ترمنځ د مسوولیت د وېش لپاره نوي میکانېزمونه رامنځته کړي دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې راغلي چې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې د لومړنیو غوښتنلیکونو شمېر په ۲۰۲۵ کال کې د تېر کال پرتله ۲۷ سلنه کم شوی او شاوخوا ۶۶۹ زرو ته رسېدلی دی.
خو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو کمېدا په دې معنا نه ده چې کډوالي نور سیاسي اهمیت نه لري.
په ډېرو اروپايي هېوادونو کې کډوالي د انتخاباتي سیالیو پر یوې مهمې موضوع بدله شوې ده. د کورونو پر بازار، عامه خدمتونو، امنیت او ټولنیز ادغام د فشار په اړه اندېښنو، او همداراز د کډوالو د مخالفو ګوندونو فعالیتونو، حکومتونه دې ته هڅولي چې محدودوونکې تګلارې غوره کړي.
د دغو تګلارو ملاتړي باور لري چې د پولو اغېزمن کنټرول او د استوګنې د قوانینو پلي کول د کډوالو د مدیریت او د خلکو د باور ساتلو لپاره ضروري دي. خو د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي چې د غوښتنلیکونو د ارزونې او د کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر چټکېدل ښايي د پناه غوښتونکو حقوقي ملاتړ ستونزمن کړي.
د اروپا له نظره کوم کډوال د منلو دي؟
د دې ظاهري تناقض یوه مهمه برخه د کاري کډوالۍ او پناه غوښتنې ترمنځ توپیر ته ورګرځي.
اروپايي ټولنه له یوې خوا هڅه کوي چې د خپل اقتصاد لپاره د اړتیا وړ کاري ځواک، په ځانګړې ډول متخصصان او د غوښتنې وړ ماهر کسان، په اسانه جذب کړي. د «ايیو ټلنټ پول» (EU Talent Pool) په څېر طرحې د همدې لپاره جوړې شوې دي چې اروپايي کارګومارونکي له هغو کسانو سره په اسانه اړیکه ونیسي چې له اروپايي ټولنې بهر د کار په لټه کې دي.
له بلې خوا، حکومتونه غواړي د ورتلونکو کسانو او د هغو د استوګنې پر لارو ډېر کنټرول ولري.
خو د قانون له مخې پناه غوښتنه له کاري کډوالۍ سره اساسي توپیر لري. له هغو کسانو څخه ملاتړ چې د ځورونې او تعقیب له ګواښ سره مخ وي، د نړیوالو او اروپايي ژمنو برخه ده او یوازې د کار بازار د اړتیاوو له مخې یې په اړه پرېکړه نه شي کېدای.
دا توپیر د افغانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د یوروسټاټ د شمېرو له مخې، افغانان په ۲۰۲۵ کال کې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو دوهمه لویه ډله وه او شاوخوا ۶۳ زره او ۸۰۰ افغانانو د پناه غوښتنې لومړني غوښتنلیکونه ثبت کړي وو.
ایا د اروپا نوې تګلاره به بریالۍ شي؟
د اروپايي ټولنې اساسي ننګونه د درېیو هدفونو ترمنځ د توازن رامنځته کول دي: د اقتصاد لپاره د اړتیا وړ کاري ځواک برابرول، د کډوالۍ مدیریت او د پناه غوښتونکو پر وړاندې د قانوني ژمنو رعایتول.
د پولو د کنټرول سختېدل په خپله د کاري ځواک د کمښت ستونزه نه شي حل کولی؛ همداراز، د کاري کډوالۍ پراخول هم د کډوالۍ په اړه ټولې سیاسي او ټولنیزې اندېښنې نه شي له منځه وړلی.
له دې لیدلوري، د اروپا تګلاره تر ډېره د کډوالۍ د ټولو ډولونو پر مخالفت نه، بلکې د خلکو د ورتګ د لارو پر ټاکلو او مدیریت متمرکزه ده.
خو د دې تګلارې بریالیتوب یوازې د پولو په کنټرول پورې تړلی نه دی. اروپايي هېوادونه باید د بهرني کاري ځواک د جذبولو، د بهرنیو اسنادو او مهارتونو د منلو، د ټولنیز ادغام لپاره د فرصتونو د برابرولو او د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د عادلانه ارزونې وړتیا هم ولري.
اروپا د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کډوالو ته اړتیا لري، خو په ورته وخت کې غواړي پر دې ډېر کنټرول ولري چې څوک، له کومو لارو او په کومو شرایطو کې دې لویې وچې ته داخلېږي. د اروپا د کډوالۍ د تګلارې راتلونکی تر ډېره په دې پورې تړلی دی چې دغه توازن څنګه رامنځته کېږي.