جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسههیله/ اجمل پسرلی

هیله/ اجمل پسرلی

 د ونې تازه پاڼه یې پر رغوي کښیوده، د پاڼې رګونه یې د خپل لاس تر رګو ګڼ خو نري ورته ښکاره شول. پاڼه یې په ګوتو کې وڅرخوله راوڅرخوله. پاڼه، لکه له تاره پرې شوی کاغذ باد، زانګه وانګه پریوته.

د ونې پر زیږه ډډه یې ګوتې تیرې کړې. د ډډه پورته برخه دوې غټې څانګې د لیندې غوندې پورته شوې وې. زړه یې وشو چې د کوچینوالې په څير ورختلی وای، هلته غلی کښیناستلی وای.

د چرګې کغا شوه. زیړې پیشو د دیوال له سره د باغ خواته ټوپ کړل. د دیوال په لور ورغی. سپینه چرګه ورو ورو د غوجل په لور روانه شوه. ده د پخڅه دیوال په بیخ کې له وچې ویالې یو موټ لمده شګه ورواخیسته، پورې غاړه یې د دیوال لور ته رابوټیدلي بوټي پر امسا راکش کړل، د بوټو شاته تیر شو. ځای تنګ و، د ناستې نه و، جامې یې له لمانځه وتلې. د مرغۍ چڼا ته یې سترګې پټې ونیولې. سر یې پر دیوال کیښود. ملا یې وچه شوه. له ویالې بیرته پورې وت.

 د باغ په خوله کې ماشوم په لوړ غږ وخندل، ده لاس پورته کړ چې د هلک پر سر یې تیر کړي. هغه وځغاستل، ور پسې ګړندی شو، امسا یې له لاسه ولویده. د جومات پر چوتره ناست کلیوال رامنډه کړه. امسا یې په خندا ورته ونیوله. ده بد بد ورته وکتل.

کلیوال ورته وویل:

حاجي صاحب مخ دې په خاور سپیره شوی

 حاجي د واسکټ له تخرګ جیبه د نسوارو ډبی راوایست، د ډبي هنداره یې مخ ته ونیوله له سپینې ږیرې یې خځلې لرې کړې.  کلیوال یې شاته په خاورو ککړې جامې وروڅنډلې. ماشوم څيرمه ولاړ و، پر خوله یې غبرګ لاسونه نیولی وو له خندا سره داسې خوځیده لکه ایشیدلې چاینکه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب