پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeکلتورهالنډي سندره د ایرووېژن غوره سندره شوه

هالنډي سندره د ایرووېژن غوره سندره شوه

تاند- د هالنډي سندرغاړي (Duncan Laurence) سندره د ایرو وېژن د سږ کال د سندرو په مسابقه کې لومړی مقام وګوټ.

دا سندره چې (Arcade) نومېږي، تر مسابقې مخکې هم د ډېرو خوښه شوې وه.

د ایرووېژن سندرو د سیالۍ له مقرراتو سره سم به راتلونکی کال هالنډ د موسیقۍ د دې فیستوال کوربه وي.

تېره شپه د یورو وېژن د سندرو مسابقه د اسراییل په تل ابیب کې وشوه. اسراییلي سندره تېر کال د ایرووېژن د سندرو لومړی مقام ګټلی و.

دا مسابقه په درسته نړۍ کې لسګونه ملیون تنو په ژوندۍ بڼه ولیدله.

دوهم مقام د ایټالیايي او درېم د روسي سندرغاړي (Sergei Lazarev) سندرې (Scream) وګوټ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب