Homeادبشعرنظم، بختیار تلاش

نظم، بختیار تلاش

 له یوې سرګردانې ناروغۍ وروسته:

نظم

دا دی غر یم لوېږم راشه!
زلزلې مې درنه اخلي

په خپل ځان کې مې سا نه شته
ناکردې مې درنه اخلي

په وجود مې باور نه شته
ښايي مړ شمه او لاړ شم

تا ته نه شوم، ژوند، بدرنګ او
نه به بیا د شونډو پاړ شم

اوږدومه زنده ګي مې
رالنډېږي وخت د تللو

زه به څه شم، چې بیا نه یم
روانېږي وخت د تللو

ته به اور شې شور به جوړ کړې
زه به اور غوندې په خوله یم

زه به نه یم، زه به به نه یم
زه به روح د بېلتانه یم

بیا به چغې وهې! څه شوې؟!!!
زه به مړ یم، هست به نه یم

ته به ځان خورې په نوکارو
چې زه نه یم، زه به څه یم؟

زما چغې به راشنې شې
زه به قبر کې ویده یم

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...