دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+انلاین کره کتنه او نرګسیت | فهیم بهیر

انلاین کره کتنه او نرګسیت | فهیم بهیر

نرګسیت یا نارسیزم (پر ځان مینېدل) له یوې یوناني اسطورې څخه اخېستل شوی دی، د فرویډ نظریه ده. په یوناني اسطورې کې د انګۍ او نرګس(Narcissus) په اړه بېلابېلې کیسې موجودې دي. د فرویډ د نظریې په اساس به ادبیاتو کې دا موضوع په شعر او داستاني ادبیاتو کې ډېره مطرح او څېړل کېږي. په لنډه توګه ویلای شو، چې نرګسیت د ارواپوهنې اصطلاح ده. کله چې موږ نارسیزم یا نرګسیت یادو موخه مو همدا روانۍ ناروغۍ ده، چې فرد ته خپله هره کړنه ښه ښکاري. پر خپل ځان عاشق دی نور هیڅ نه وینې. د خپلو غوښتنو او د خپل ځان لوړولو له پاره له هرې موخې څخه کار اخلي.

نرګسیت بېلابېلې بڼې لري. کله چې په ادب کې د یونان اسطورې یادوو؛ نو طبعاً په ادب کې اوږد تاریخ لري. ډیری ادیبان، لیکوال او شاعران هم په دې ناروغۍ اخته دي. د نرګیست رنځ د دوی په اثارو کې هم له ورایه ښکاري. نرګسیت په کره کتنه هم سیوري غوړولی دی. اوسمهال په انلاین کره کتنه کې هم نارسیسزم کره کتونکي له ورایه پېژندل کېږي.

کله چې د نرګسیت سیوري په کره کتنه پروت وي؛ نو طبعاً کره کتنه تر سوال لاندې راولي. اوسمهال زموږ په انلاین کره کتنه یا ټولنیزو پاڼو کې دا بېلګې ډېرې موجودې دي. نه یوازې چې ادب ته ګټه رسوي؛ بلګې زیان ورته اړه وي. د نارسیزم په ناروغۍ اخته لیکوال انلاین شبکې د یوې وسیلې په توګه کاروي. په متن باندې یې د خپلې خبرې، منطق او د ځان لوړونې رنګونه پراته وي.

د ادبیاتو په تړاو پوهانو بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي. ادب هنر دی او هنر ټاکلی تعریف نه لري. همداسې د ساینس په څېر ټاکلي فرمول کې هم نه ځایېږی. د یو هېواد د ادبیاتو تیوري د بلې ژبې پر ادبیاتو هو بهو نه تطبیق کېږي. همدا ډول کره کتنه هم ټاکلي علمي او ثابت معیارونه نه لري، چې هر مهال د هغو په اساس نقد مخته لاړ شي. نقاد باید خپله د هنر خاوند وي. د ادبي متن په هنري اړخونو پوه وي او ځانګړنې یې وپېژني. په کره کتنه کې تر ډېره د نقاد خپل شخصي برداشت او لید لوری متبارز دی. په نارسیزم اخته کره کتونکي په انلاین کره کتنه کې د نورو په نظریو او مسایلو مستقیماً سره کرښه کاږي.؛ مګر خپلې خبرې او منطق ورته د الماسو ټوټې ښکاري، چې هیڅ نه کړوپېږي.

نارسیزم کره کتونکی هم د نورو د لیکنو په اړه لومړی داسې دلایل وړاندې کوی، چې لوستونکي قانع کړي. په پای کې په قاطع ډول پرېکړه خپله کوي، د خپل نظر  او د خپلو مثالونو په ننداره بوخت وي او لوستونکو ته داسې احساس ورکوي چې  په همدې  موضوع باندې یوازی دی پوهېږی او بس.

د نارسیزم ناروغۍ په ځوانانو کې زیاته وي. د ځوانۍ د لومړیو کلونو په تېرېدو سره د خپل شخصیت د تبارز په فکر کې وي. د خپل ځان، شخصیت او راتلونکي په اړه فکر کوي او غواړي چې له نورو یې انداز، کړه وړه د ژوند شرایط او په ټولنه کې یې موقف جلا وي. په منفی نارسیزم اخته کسان بیا دې موخو ته د رسېدو له پاره  د نورو هېلې هم تر پښو لاندې کوي. نارسیزم کره کتونکی هم د نورو لیکوالو د اثارو ارزښت کموي. پښتو ادب مخه ډبوي.

زموږ په اوسني فرهنګي بهیر کې ډیری لیکوال او کره کتونکي شته دي، چې په دې رنخ اخته دي او دا نمونې او بېلګې د دوی په ټولنیزو شبکو او انلاین کره کتنو کې پرتې دي. که بېلګې یې راوړو؛ نو طبعاً د هغوی د خفګان سبب کېږی. همدا علت دی چې تر دې دمه زموږ په ادب کې کره کتنې هغسې ګړندی حرکت ونه کړ.

نارسیزم کره کتونکی پرته له دې چې د شاعر او لیکوال د اثر ډیری ښې برخې را وسپړې؛ بلکې هڅه یې یوازې د پنځګر  د متن د کمزوریو راسپړل او د خپلې خبرې قوي کول دي. په دې اړه یو ځوان لیکوال د پښتو ژبې د یو نامتو او پیاوړې لیکوال د اثر په اړه پرله پسې منفې  ټکي راسپړلي و او بیا یې خپل نظر دومره لوړ لوستونکو ته وړاندې کړی و، چې حیران ورته پاتې شوم. ما ور ته مسیج وکړ دلایل مې وړاندې کړل او د هغه د انتقادو په اړه مې ځوابونه وړاندې کړل. ځوان غلی شو. اوسمهال هم پر خپله پاڼه داسې لیکنې خپروې، چې د نرګسیت زېړ رنګ لري.  د دې نقد تر سیوري لاندې هم ډیری لوستونکي اغېزمن کېږي. د پنځګر اثر ته منفي رایه ورکوي او کره کتونکی ورته د وخت د ادبیاتو د میدان ستر فاتح ښکاري. کله چې موږ د انلاین شبکو پر پاڼو خپله نقد خپروو باید د نارسیزم له زېړ رنګ څخه پاک وي. د چاپي نقد په پرتله نارسیزم په انلاین شبکو کې زیات زیان اړولی شي.

1 COMMENT

  1. دا لیکنه مې خوښه شوه. د لیکوال صاحب يې خانه اباده. ښې موضوع ته تم شوی و. يو شمير نقادان د نرګسیت ستونزه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب