Homeخبرونهافغان موټر چلوونکو ته د پاکستاني چارواکو بیا ځلي خبرداری

افغان موټر چلوونکو ته د پاکستاني چارواکو بیا ځلي خبرداری

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۷مه) پاکستاني چارواکو یو ځل بیا دغه هېواد ته د تجارتي مالونو موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د مارچ میاشتې تر پایه پاکستان ته د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې ځانته واخلي.

په تورخم کې یوه پاکستاني مقام ویلي، چې له پاسپورټ او ویزې پرته به افغان موټر چلوونکو ته د پاکستان د سفر اجازه ورنه کړي.

په تورخم کې د سوداګرو اتحادیې مشر مجیب شینواري پر دې اقدام اندېښه ښوولې او زياته کړې يې ده چې له دې سره به یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمينځ تجارت اغېزمن شي.

نوموړي ویلي، چې په دومره کمه موده کې پاسپورټ او ویزه اخیستل ممکن نه دي.

د پاکستان اوسني موقت حکومت له دغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستو د پراخو عملیاتو تر څنګ څو ځله هغو موټر چلوونکو ته د پاکستان د سفر اجازه ورنه کړه، چې پاکستان سره یې د سوداګرۍ موټرې چلولې.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم هم د پاکستان د دغه کار په غبرګون کې افغانستان ته د بې اسنادو پاکستاني موټر چلوونکو تګ راتګ منع کړ، چې له امله یې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري اغېزمنه شوه.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان خلک هم په شرم خبر نه دی. ېا پاسپورت جوړ کړۍ ېا نو بېخی له دی ګنده تجارته ور تېر شۍ او بله لاره درته وګورۍ. د دوی موټر هم مه راپرېږدۍ او تاسو هم مه ورځۍ. نو جنجال به مکمل ختم شی.

  2. بل مثله عمل دې ورسره وشی هيڅ پنجابی ته دی د افغانستان د دخول اجازه نه ورکوې او د افغاتستان دریواران دې له اټک نه هغه غاړې ته پرته له اجازی نه ځې او پښور کښې اجازی ته ضرورت نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...