شنبه, مې 18, 2024
Home+ټولنیزې رسنۍ زموږ تمرکز له منځه وړي؟| ژباړه: هوسۍ طارق

ټولنیزې رسنۍ زموږ تمرکز له منځه وړي؟| ژباړه: هوسۍ طارق

کله چې موږ په خپل ټیلیفون کې یو پیغام ترلاسه کوو ذهن مو سم د لاسه خپل تمرکز له لاسه ورکوي. آیا د ډیجیټال ټکنالوژي له حده زیات کارول زموږ فکري تمرکز له ستونزو سره مخ کوي؟

تاسې فکر نه کوئ چې دا اغېز به دومره پیاوړی وي، خو تر ډیره امکان لري چې تاسې دغه مقاله تر پایه ونه لولئ او په منځ منځ کې خپل ټیلیفون چک کړئ او یا هم له یوه ملګري سره په پیغامونو بوخت شئ. د یوې مقالې تر پایه لوستل په دې ورځو کې داسې یوه موضوع ګرځیدلې چې ان انسان ننګولی شي ځکه ډیر لږ امکانات یې شته چې انسان تر پایه یو څه په دقیقه توګه ولولي.

دا یوه ډېره مشهوره شایعه ده چې زموږ ګرځنده ټلیفونونه زموږ د تمرکز په کمولو کې ډېر لوی لاس لري. خو آیا رښتیا د انسټاګرام، ټېک ټاک او همداسې نورو ټولنیزو رسنیو د موجودیت له امله موږ خپل تمرکز له لاسه ورکوو؟

دا یوه ډېره جوته موضوع ده چې ټولنیزه رسنۍ او د نن سبا ټکنالوژي زموږ د تمرکز په کمولو کې لوی لاس لري. حتی نن سبا هر څه داسې طرح شوي چې انسان یې په اړه فکر کولو ته اړ کیږي. لکه ټولنیزه رسنۍ داسې ډیزاین شوې چې د انسان ذهن په غیر ارادي توګه ورته غبرګون ښیي او ورسره بوخت کیږي.

ځکه نو اړینه ده چې موږ  او تاسې یې باید په اړه وغږیږو.

زموږ تمرکز محدود دی.

مخکې له دې چې د دې څېړنې لاس ته راوړنو او پر مختلفو اړخونو خبرې وشي اړینه ده چې پوه شو چې  تمرکز مختلف ډولونه لري.

د مالوماتو اخیستنه او مرتب کول یې:

موږ هره شېبه له لس هاوو میلیونو مالوماتو سره مخ کیږو، د بیلګې په ډول کله چې موږ ریل کې یو، د ریل ګاډي دننه حالت، ګرمي، د ډیرو خلکو شتون، د خلکو د ټلیفونونو زنګونه، د خلکو د خبرو غږ چې څنګ ته مو ناست دي او خپله په ټرین کې د تم ځایونو اعلانونه.

ذهن او تمرکز مو له موږ سره مرسته کوي چې دغه مالومات فلټر کړو او د خپل ذهن تمرکز په مناسبه توګه وکاروو یانې یوازې هغه څه ته پاملرنه وکړو چې مهم دي. دا د دې لپاره چې زموږ د ذهن ظرفیت محدود دی او نه شي کولای چې ټول مالومات په یو ځل له ځان سره وساتي .

انتخابي تمرکز:

انتخابي تمرکز هغه تمرکز دی چې موږ سره د مهمو مالوماتو په اخیستلو او ساتلو کې مرسته کوي. یوه طریقه چې موږ پر انتخابي تمرکز ښه پوهولای شي هغه د (اسټروب) په نامه یادیږي. مثلا که په دې لاندې کلمو کې وګورو او کلمې په یوه رنګ نه دي لیکل شوي نو موږ د موضوع په پوهیدلو له معمول نه ډېر وخت ته اړتیا لرو څو چې په مطلب یې پوه شو. کټ مټ زموږ تمرکز هم همداسې دی کله چې موږ خپل ځان په یو وخت کې په شلو کارونو کې بوختوو او هغه هم داسې کارونه چې اړین نه وي پرته له دې چې زموږ وخت ضایع کړي نور موږ ته هیڅ ګټه نه شي رسولای.

آبي  زرغون  تور  سره ژیړ

سور ژیړ آبي تور زرغون

تور سور ژیړ آبي زرغون

سور زرغون آبي تور ژیړ

ژیړ تور آبي زرغون سور

د دغه کار په ترسره کولو خپل ځان یو ځل وازمایئ. په تمرکز کې د دغې تاخیر کشف کوونکي د ریدلي اسټروپ په نامه یادیږي او دغه څېړنه د ۱۹۳۵ کال په لومړیو کې ثبت شوې ده. دغه ټسټ موږ ته دا راښيي چې د دغې کلمو په لوستلو موږ یوازې د کلمې په لوستلو پوهیږو خو مانا او مفهوم څه ؟ په مانا او مفهوم پوهیدل اصلا زموږ د تمرکز کار دی.هر څومره چې زموږ ذهن په یوه ټاکلي وخت کې په شلو کارونو بوخت وي موږ اصلا کومه اغېزناکه لاس ته راوړنه نه لرو. له دغه ټسټه د تمرکز د ټسټ او څېړنې لپاره کار اخیستل کیږي.

وېشل شوی تمرکز

دا هغه حالت کې وي چې موږ دوه کاره په یو وخت کې ترسره کوو.دا د څو کارونو د ترسره کولو په مانا نه دی. ځکه چې زموږ ذهن یوازې او یوازې په یوه وخت کې پر یوه کار تمرکز کولای شي. نو ځکه کله چې په یو وخت کې په مختلفو کارونو بوخت یو نو دا یوازې او یوازې زموږ وخت ورسره ضایع کیږي. څېړنو ښودلې چې د دغې کړنې تر سره کول زموږ د کارونو په موثریت کې ۴۰٪ اغېز لرلای شي. او حتی زموږ د خلاقیت خنډ هم کیدلای شي. حتی که موږ خپل تمرکز او توجه له یوه کار څخه د یوې ثانیې لپاره هم لرې کړو دا زموږ په کار باندې ډېر منفي اغېز لرلای شي. دغه تاثیر د تعویضي اغېز په نامه یادیږي ځکه موږ خپله توجه په یوه وخت کې له یوې موضوع په بلې موضوع اړوو.

کله چې موږ خپل پام او تمرکز په عین وخت کې ویشو نو دا په دې مانا ده چې یو کار په مطلقه توګه په خپل سر باید ترسره شي ځکه چې ذهن همداسې تنطیم شوی دی، یو څه ته په یو وخت کې پاملرنه کوي. مثلا د تګ په وخت کې د مبایل چک کول دا چې ټول پام مو مبایل ته دی نو تګ مو باید په خپله ترسره شي.

خو

موږ څنګه کولای شو چې تمرکز وازمایو؟

د کالیفورینا د پوهنتون یو څیړونکي په ۲۰۰۴ کال کې د انسان پر تمرکز څېړنې پیل کړې.هغه له ګډون کوونکو وغوښتل چې په کمپیوټر خپله یوه موضوع ولیکي، هغوی د دغې موضوع د لیکلو په وخت کې نورې پاڼې هم خلاصولې. د مارک موخه دا وه چې د انسان تمرکز و ازمایي. دغه ټسټ په کال ۲۰۰۴ کې دونیم دقیقې ونیولې خو په کال ۲۰۱۹ کې د انسانانو تمرکز د یوه وړوکي کار په ترسره کولو کې ۴۷ ثانیې توپیر راغلی و، د کلونو په تېرېدو د انسان تمرکز نور هم کم شوی و. د څيړونکي په اند دلیل یې دا دی چې د انسان چاپیریال خپل تاثیر کوي. ټلیفون، کمپیوټر، او مختلف آپلیکیشنونه د انسان د تمرکز په کمولو کې رول لوبوي.

آیا تمرکز په اسانۍ د بدلون وړتیا لري؟

سره له دې چې دا یو ستونزه ده، خو دا له علمي او ساینسي پلوه یوه بحث پارونکې موضوع ده. له دې موضوعاتو ورخوا زموږ ذهن له ننګونو سره عادي کیږي ځکه نو تر ډېره تطبیقي کارونه ترسره کوي. د امسټردام پوهنتون مطالعاتو ښودلې، کله چې ځوانان په یوه وخت کې د مختلفو کارونو د ترسره کولو هڅه کوي نو دغه ځوانان خپله په مختلفو دندو د ترسره کولو په حالت کې موندل کیږي. د ځوانانو په ډله کې دا یو ډول مهارت بلل کیږي. دلته ځوانان له ستر ګواښ سره مخ کیږي ځکه چې د دغه کار ترسره کول سم دي خو دا زموږ ذهن ته څومره زیان رسولي شي، په تېره بیا زموږ تمرکز ته ځکه زموږ خلاقیت په مستقیمه توګه له لوی خطر سره مخ دی.

اوسني شرکتونه زموږ ذهن کې څه ډول تاثیرات لرلای شي

کله کله موږ پر ځینو موضوعاتو چې زموږ توجه ځان ته راجلبوي، هیڅ اغېز نه لرو. دا د دې لپاره چې د ورځې په لړ کې زموږ ذهن ته ډیر زیات نامحدود مالومات راځي او په ډیرې اسانۍ زموږ د ذهن په اخیستنه او تمرکز باندې تاثیر لري.

اوسني شرکتونه دغه چاره له علمي موضوعاتو زموږ پام ځان ته را اړولو لپاره دا کاروي. مثلا کله کله یې اعلانونه په ډیرو برجسته رنګونو لکه سرو او نورو پام جلبونکو رنګونو زموږ د توجه د جلب کولو لپاره کارول کیږي. یا هم اوس خو ویډیوګانې تر ډیره کارول کیږي. دغه اعلانونه په ډېرې اسانۍ زموږ توجه ځان ته راجلبوي. څیړنې ښودلې چې موږ کله په ټولنیزو رسنیو کې خپل ډیر وخت تیرو داسې ده لکه چې انسان د نشه يي توکو روږدی شوی وي او مجبور وي چې دغه کار بار بار ترسره کړي.

او اوس؟

موږ څنګه کولای شو چې خپل تمرکز پیاوړی کړو؟

ښه خبره دا ده چې، حتی که ډیره سخت هم وي موږ کولای شو چې د خپل تمرکز د پیاوړي کولو لپاره هڅه وکړو. مختلفې کړنلارې موجودې دي. لکه لازمه ده چې خوب مو ډیر منظم وي. منظم خوب له موږ سره مرسته کولای شي چې د یوې اوږدې مودې لپاره د ډير پیاوړې تمرکز څښتنان شو. ورزش ډېر زیات مرسته کولای شي. او ترڅنګ یې بیلابیل فعالیتونه مرستندوی تمامیدای شي. ځکه چې دغه فعالیتونه مو د ( کورتیزول) د اسټرس هورمون په آزادولو کې لوی لاس لري کله چې مو تمرکز ډیریږي او په داسې موضوعاتو کې ترې استفاده کیږي نو په اسانۍ سره انسان له اسټرسه خلاصیږي او تمرکز یې ډیر پیاوړی کیږي.

خپل ګرځنده ټلیفون مو له له خپلې خونې لرې د کور په یو بل ځای کې کیږدئ.

په امریکا کې په یوه مطالعه کې ښودل شوې چې یوازې او یوازې زموږ ټلیفون زموږ تمرکز ته تر ډیره زیان رسوي. په دغه مطالعه کې له ۵۴۸ زده کوونکو د یوه ټسټ په ترسره کولو وغوښتل شو چې : خپل ټلیفون باید له ځانه لرې کړي.

بیا په دویم پړاو کې ترې وغوښتل شو چې خپل ټلیفون په خپلو جیبونو کې کیږدي او په درېیم پړاو کې ترې وغوښتل شو چې خپل ټلیفونونه د میز په سر کیږدي.

پایله یې دا وه چې کله چې د زده کوونکو مبایلونه په جیب یا د میز په سر وو نو د زده کوونکو تمرکز په مستقیمه توګه ډېر کم شو. ځکه د دوی ټول تمرکز مبایل ځان ته اړولی و او دغه کار پر هغوی ډېر تاثیر لري چې تقریبا ټول پر مبایل روږدي شوي وو.

 ځیني موضوعات زموږ پام ځان ته نه جلبوي

کله چې د یوه کار په ترسره کولو بله موضوع  زموږ توجه ځان ته نه راجلبوي او موږ پرته له دې چې وخت ته توجه وکړو یوازې او یوازې په خپل کار بوخت یو.مثلا کله چې د ورزش لوبغاړی تمرین کوي هغوی یوازې او یوازې تمرکز کوي چې خپل موخې ته ورسیږي. د یوه کار په ترسره کولو کې موږ دوه حالته لرو چې یا خو یو کار ډیر زیات اسان وي او یا هم ډېر زیات سخت وي. شاید هم دی ته فکر کوو چې شاید دغه کار ترسره نه شو کړای نو په دې حالت کې بیا هم ځو او ځینې ویډیو ګانې ګورو چې زموږ تمرکز بیا هم د زیان له خطر سره مخ کیږي. له بلې خوا هغه کارونه چې له حده زیات اسان دي نو موږ ته د بې حوصله ګۍ احساس پیدا کیږي. که موږ خپل مهارتونه په سمه توګه ونه کارو نو دلته بیا هم په ډېرې اسانۍ موږ خپل تمرکز له لاسه ورکوو او بیا هم خپل ځان ټیلیفون ته تسلیمیږو.

1 COMMENT

  1. مننه. په زړه پوري ژباړه وه. له دې ستونزي سره تقریباً هر ځوان اوس لاس و ګریوان دئ. بيا هم مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب