یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه | څېړندوی دوست سرواني

د خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه | څېړندوی دوست سرواني

Assistant Prof. Sharifullah Dost

یادوونه: دا مقاله د افغانستان په علومو اکاډمۍ کښي د کنفرانس په ډول وړاندي سوې او په کابل مجله کښي خپره سوې ده.(د.س)

لنډیز

خیرالبیان د بایزید روښان کتاب دی چې په څلورو ژبو لیکل شوی دی. موږ کولای شو د دې کتاب په متن او نثر کې بېلابیل ژبپوهنیز موضوعات پیدا کړو لکه: فونولوژيکه کتنه:(د فونیمونو ډېرښت، د فونیمونو کمښت، د فونیمونو بدلون، التباس، ادغام او…)، موفولوژیکه کتنه:(ضمیري ادات، ضمیري وروستاړي، وییډوله او…)،سینټکس:(د جملو موصولي تړنګ، اسنادي ځای، همبنسټه …) او دې ته ورته د معناپوهنې او لیکدود په برخه کې څېړنې.

 سریزه

خیرالبیان د پیرروښان مشهور تصوفي، اجتماعي او سیاسي اثر دی. پر نورو اړخونه یې څه نا څه کار شوی خو پر ژبپوهنیز بُعد یې اړین کار نه دی شوی. په ژبپوهنیز اړخ یې لږ څېړنه لومړی ځل پروفیسور مارګنسترن ۱۹۳۹م  کړې ده، بیا پوهاند حبیبي، پوهاند رشاد، استاد بینوا، حافظ عبدالقدوس، قلندرمومند، استاد معصوم هوتک او نورو پوهانو څېړني کړي دي. دا دی په دې څېړنه کې له نویو ژبپوهنیزو آرونو سره متني څېړنه او شننه کیږي. دا څېړنه د اوسني دودیزې پښتو سره د پښتو ژبي د ۵۰۰ کاله مخکني نثر پر توپیرونو او ورته والي شوې ده. دا توپیرونه او ورته والي پر ځینو ژبپوهنیزو اصولو تکیه لري.

د څېړنې اهمیت او مبرمیت: د خیرالبیان پر نوور اړخونو باندې لږ و ډېر لیکنې شوې دي خو د خیرالبیان پر ژبپوهنیز اړخ ورلټول او منسجم بحث لا هم نه دی شوی، په دې څېړنه کې دا په ډاګه سوې چې خیرالبیان د عرفان، تصوف، ادب او تاریخ تر څنګ ژبپوهنیز ارزښت هم لري.

د څېړنې موخه: د خیرالبیان ژبپوهنیز اړخونه  پېژندل او لا ډېرو نورو ژبنیو څېړنو ته لاره پرانیستل.

د څېړنې پوښتنې

– خیرالبیان څه ډول اثر دی؟

-تر دې دمه خیرالبیان ته څومره ژبپوهنیزه کتنه شوې ده؟

-د خیرالبیان ژبپوهنیز ارزښت په څه کې دی؟

د څېړنې مېتود

په دې څېړنه کې د تحلیلي – تشریحي مېتوده ګټه اخیستل شوې ده.

آر متن

په ټولیز ډول د خیرالبیان اثر او د هغه د لیکوال د لنډې پېژندنې تر څنګ، د خیرالبیان نثر ته فونولوژیکي، مورفولوژیکي، سنټیکسي او لیکدودي/Orthographic کتنه شوې ده.

د بایزید روښان لنډه پېژندګلوي

بایزید روښان د قاضي عبدالله زوی ، د محمد لمسی په خټه اورمړ په کال (۹۲۵ هـ) شاوخوا د پنجاب په جالندهر کې زېږېدلی، د مور یې بیبڼه (صورت مهند بي بي) وه.

زده کړه: بایزید اورمړله کوچنیوالي څخه زده کړي پیل کړې استادان یې خپل پلار قاضي عبدالله، ملاپاینده، ملاسلیمان او نور وو. عربي او دیني پوهه یې زده کړه. په ادب ، فلسفه او تصوف کې یې ژور مطالعات وکړل. آخوند درویزه د ده مخالف هم وايي چې بایزید روښان لوی عالم دی، نور یې پیر تیاریک باله.

تصوف:په ځوانۍ کې یې د خپل اکا د زوی شیخ اسمعیل لاس ونیوی، زهد، مراقبه، تفکر او د نفس تزکیه یې حاصله کړله، د قربت او وصلت مدارجو ته ورسېدی.

سفرونه: په پنځلس کلنۍ(۹۴۷هـ) کې تر کندهار، سمرقند او ماوراءالنهر پورې ولاړی او د آسانو سوداګري یې کوله.

مبارزې: د پردیو پر وړاندي د روښانیانو غورځنګ ۱۵۰ کاله دوام وکړ. (۱۹:۵مخ)

مړینه: پیر روښان په۹۸۵ هجري د جلال آباد د شینوارو په توراغه کې د مغل قومندان محسن خان سره په جنګ کې د ۵۶ کالو په عمر شهید شو.

خیرالبیان له ۵۰۰ کلنې مخینې سره

لنډه پېژندنه خیرالبیان د بایزید روښان اورمړ(ز۹۲۵- مړ۹۸۵) کتاب دی چې په څلورو ژبو (پښتو، دري، هندي او عربي) لیکل شوی دی. منځپانګه یې: تصوف، عرفان، ، فقهي مسایل ، قام ته  سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه بیداري ده. همداسې د پښتو ژبې د لیک لوست او ګرامر په برخه کې هم ویړ بحثونه لري.

د خیرالبیان د لیکلو په هکله خپله د پیر روښان نظر دادی: “دا راته د الله تعالی له خوا الهام وشو چې د خیرالبیان په نوم کتاب ولیکم.” د الهام الفاظ: وکښه په اغاز د کتاب په ښه درست د حرفونو ، بسم الله تمام…

د خیرالبیان لومړنۍ پېژندنه: د خیرالبیان په باب لومړی کس ناروېژی عالم مارګنستیرن دی نوموړي بیا د خیرالبیان یوه کاپي په ۱۹۲۶م له (سرډیسن راس) انګریز څخه اخیستې وه. ډیسن د خیرالبیان خطي نسخه له برتانوي هنده انګلستان ته له ځانه سره په غلا او پټه وړې وه.

لومړنی کس چې د خیرالبیان نثر ته یې ژبپوهنیزه کتنه کړې،همدا نارویژی پوه مارګنستیرن دی، نوموړی په خپله لیکنه چې په ۱۹۳۹م یې کړې او په New India Antiquary مجله ۵۶۶- ۵۷۴ مخونو کې خپره شوې، د خیرالبیان په تړاو  مهمو خبرو ته اشاره کړې ده ، په وینا یې ” په خیرالبیان کې د پښتو کانسونینټونو د بېلابیلو نخښو سره دا دلیل کېدای شي چې دا لیکدود/Orthography ” پخوانی دی، دویم دا چې  آخوند درویزه به هم هیڅکله د خپل سرسخت مخالف د لیکدود پیروي نه وای کړې.(۲۱:۵مخ)

د مقالې لیکوال ورپسې د خیرالبیان پر ژبه او لهجه او ګرامري ځانګړتیاوو تبصره کړې ده. بیا یې د خیرالبیان څو پښتو برخې په فونیمیکي الفبا او وروسته یې انګریزي ژباړه ورسره خپره کړې ده.

په آخر کې وایي: “د خیرالبیان کتاب تر اوسه په پښتو ژبه کې تر ټولو پخوانی معلوم اثر دی.پښتو له بېلابېلو لهجو سره یوه ټینګه واحده ژبه ده، او پښتو یواځې ژبه نه بلکي قانون هم دی. پښتون هغه نه دی چې پښتو وايي باید پښتو هم ولري.”(۲۱۱:۳مخ)

تر مارګنستیرن ۲۴ کاله وروسته علامه حبیبي په پښتو ادب تاریخ کې د خیرالبیان او روښاني غورځنګ په باب تحقیقي لیکنه کړې ده. ۴ کاله وروسته د پېښور پښتو اکېډمي د خیرالبیان دا نسخه د حافظ محمدعبدالقدوس په څېړنه ۹۲ مخه چاپ کړله.

د دې څېړنې تکیه، پر دوو نسخو ده: لومړی: د آلمان تیوبنګن موزیم خطي نسخه چې په (۱۰۶۱هجري) فقیربهار تويي لیکلې کاپي یې فاضل استاد عبدالرؤف بینوا را غوښتې او په ۱۳۵۳ هـ.ل کې د کابل پوهنتون پښتو څانګي د همدې خطي نسخې اصلي کاپي خپره کړې ده .

دویمه نسخه: د هندوستان د حیدرآباد د سالار جنګ میوزیم نسخه ده چې په (۱۰۷۹هجري) میرزا محمد کاتب لیکلې ده او لومړی ځل زما قدرمن لارښود استاد زلمي هېوادمل (د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخو ۱۳۶۳هجري) کې معرفي کړې ده. ما متن او کلمو د انتخاب لپاره د استاد محمدمعصوم هوتک په زیار د چاپ شوي کتاب(۱۳۹۶ ش) څخه استفاده کړې ده. د دواړو نسخو متن،  ژبنۍ کلمې او اصطلاحات مې سره مقابله او مقایسه کړي دي.

ژبپوهنیزه کتنه/The Linguistics View

په دې لیکنه کې لومړ پر فونولوژیکي، بیا مورفولوژیکي، سنټیکس او سیمنټکس اړخونو بحث شوی دی:

۱. فونولوژیکي کتنه/The Phonological view

په فونولوژیکي کتنه کې د خیرالبیان فونیمیکي تغییرونو او بدلونونو ته په لاندې کرښو کې کتنه شوې ده:

د فونیم ډېروالی/Extra phoneme

وستری/wustray< وروستی                          بهنه/bahna< بهانه/bahᾱna

شمېره د خیرالبیان بڼه مخ اوسنۍ بڼه ګرامري حالت اضافه فونیم
1 وستری/wstray ۲ک(کتاب) وروستی/wrustay صفت و/u
2 بهنه/bahna ۱۴ک بهانه/bahana نوم آ/ᾱ

د اوسنۍ محاورې سره په وروستي کې د /و-u/ او په بهانه کلمه کې د /اa-/ فونیم ډېر شوي دي.

د فونیم کموالی/Reduction : له اوسنۍ محاورې سره یو فونیم لږوالی دی. لکه: / چاریوryučᾱ  چارو/ručᾱ      ۱۵مخ د /ی y/ فونیم لوېدل.

– د فونیمونو بدلون/:Phonemes changes

الف) فونیم+ فونیم بدلون/Phoneme+Phoneme

۱.د واول بدلون/ablaut sing,sang,sung: بدلون ته وايي،لکه: پېژندګلي/pežangali  پېژندګلو/pežandgalo   د /يi / فونیم بدلون په /وo/ سره.

۲. د کانسونینټ بدلون/Consonant Lenition: ښېګړه/egaṛǝṣ>ښېګڼه/مڼ ، مړ = مړیی پسونه.په اوسنۍ محاورې کې /ړ/ په /ڼ/ بدلون کړی دی.

ب) د واول د ځای بدلون:لکه: دیو/diyao = دوی/ doay/ څڅاکي – څاڅکي ۱۷۸مخ-ک د /ā ا/ فونیم ځایي بدلون. بخره/ برخه.

ج(د کانسونینټ بدلون/ اروم / اورم> په دواړو کې د /r ر/ د ځای بدلون.

د فونیم ادغام/Alternation: خیرالبیان ” درونوالی – دروندوالی> د /د/ ادغام ۱۱۵ مخ ک یعنې کتاب  “

د فونیم غورځېدل/Omission: وېښته / ورېښته د /ر/ فونیم غورځېدل. دیغه/ دغه اشاري ضمیر.

ځایناستي/Substitute : هغه فونیم چې یو د بل پر ځای راشي. ۱۴۳ مخ ک: نوس/ نفس د /و/ فونیم د /ف/ ځایناستي. یا هسان/ اسان، /هـ، د الف پر ځای).

التباس/Assimilation:د فونیمونو ورته والی او یورنګي. لکه: د /ړ/ او /ڼ/ مشابهت، د س/ او څ ورته والی، د /ژ/ او /ږ/ ورته والی:

شمېره د خیرالبیان بڼه مخ اوسنۍ بڼه ګرامري حالت التباسي
1 ښېګړه/egaṛǝṣ 14 ښېګڼه/egaṇǝṣ نوم ṛ/ṇ
۲ انګڼ/Angǝṇ میرزاخان اورمړ انګړ/angǝṛ نوم ṇ/ṛ

ساییزفونیمونه/Glottal Phoneme: پهـ ، تهـ ، کهـ یا چاکنایي فونیمونه چي په پښتو ژبه کې دا ځانګړنه د ویدا او سنسکریت ژبو له وخته څخه خوندي ده. د پیر روښان د خیرالبیان په نثر کې دا کیفیت له ورایه خوندي دی.

ګهنده/ghandә  کهول/khol، کول/kawol= کورنۍ ټبر.

(پس دی نیت چې ګهندَ به فرض روژه لرم.(۴:الف ۹۸ مخ):اوسنۍ بڼه: ګانده/gāndә د سبا او راتلونکي په معنا. د خیرالبیان په هندي متن کې ساییز فونیمونه خورا ډېر دی.

لوړ سنګینه څپه/Superheavy Syllable

   دا د عروضي فونولوژۍ/ Prosodic phonology بحث دی، په مسجع نثر یا نظم کې هغه فونیمیکي څپې ته ویل کیږي چې سجع یې له یوه اوږده واول او یوه کانسونینټ څخه جوړه وي. لکه: د خیرالبیان کا/kā په کاسیري/kāserɪ، یا ښې/ṣe په ښېګړه/ṣegǝṛǝکې. دویم د دووکانسونینټونو او یوه اوږد واوله جوړ وي، لکه: ځېد/ǰed  په خوځېدونیو/xuǰedunyu کې. په مسجع نثر کې دا ډول فونیمیکي جوړښت د څپو په هماهنګۍ کې مثبت رول لري. یا هم په آدمیان، نیوکاران، عیان کې: (ګوره! زه بدل کړم نوم ، خوی او حال د آدمیان، هر چي بده چاره پریږدي ترو ښېګړه که. له ده به نوم د ګنهکارۍ واخلم او نوم به یې کړم له نیکو کاران، عیان.(۱۲۵:۵مخ)

ناجولیز/Dissimilation

هغه فونیمیکي بهیر دی چې یو فونیم د بل پر ځای په داسې بڼه راشي چې په پایله کې یې دواړه فونیمونه خپلې لومړنۍ فونیمکي ځانګړنې له لاسه ورکړي او متفاوت شي، خو معنا یې پر خپل ځای وي. لکه: د خیرالبیان توانګړ/توانګر، ځما/زما ، تښتن/څښتن کې د /ړ، ځ،ت/ په /ر، ز، څ/ یو د بل پر ځای راتلل.(۵: ۲، ۴۴، ۷۶ مخونه)

خپلواکه رنګارنګي/Free Variation

لومړی:دا په متن کې داسې فونیمکي رنګارنګۍ ته وايي چې دوه فونیمونه په یوه بافت کې یو د بل ځایناستي شي خو معنايي بدلون رامنځته نه کړي، لکه: د خیرالبیان کې/کړده/کړنه/ د /د/ او /ن/ ځیناستي، ځانکندن/زکندن کې د /ځ/ او /ز/ فونیم ځایناستي. خپلواکه شکلي رنګارنګي راغلې خو معنايي بدلون یې نه دی کړی.

دویم: د دوو فونیمونو داسې بدلون په داسې فونیمیکي بافت کې چې درې یا ډیرې بڼې ورڅخه تر لاسه شي، لکه: بهنه، بهانه ، بانه/ مزکه، مځکه، ځمکه ۱۴مخ. لومړۍ قاعده منده او دویمه بې قاعدې رنګارنګي بولي.

آهنګین غونډ/Intonation Phrase

دې ته فونیمیک – ټونیک هم وايي، په یوه مسجع نثر کې د فونیمیکي غونډونو همګاهنګۍ ته وايي. لکه پیر روښان ویلي:” مرګ به ورشي وسړي ته ننګهان؛ نشته د سړي په دنیا کې تل دتله مقام.(۶۹:۵مخ)

لومړۍ برخه یې لوړ آهنګین، دویمه برخه یې کښته آهنګین غونډ دی. لنډیز یې(Ip) دی.

منځ لوېدنګ/Syncope

په متن کې هغه همزماني بهیر دی چې په منځ کې د یوه واول په حذف سره یوه څپه حذف شي. پیر روښان:

“دا خصلتونه دي ترک که(کړي، د غایب له پاره)عیان” د /ی/ په حذف سره د /ړي/ څپه حذف کیږي.

۲.مورفولوژيکي کتنه/Morphological view

د مورفولوژۍ اصطلاح له یوناني مورفو څخه مشتق ده چې د مورفویمونو علمي څېړنې او شننې ته ویل کیږي. په دې معنا چې د کلام د بېلابیلو موفولوژیکي اړخونو څېړنه د دې پوهې په مټ کیږي. لکه: د بیالوژۍ پوهه، همداسې د مورفولوژۍ څېړنه.

The term “morphology” (from the Greek μορφή, morphé = form) is used in a number of scientific disciplines to refer to the study of the structural relationships between different parts or aspects of the object of study. For example, in biology, morphology is the study.(۴:۱۱مخ)

ضمیري توکي/Pronominal Particle:”مې ، یې دي”دي ته بهرنیو پښتو ګرامر لیکونکو کمزوري ضمیرونه هم ویلي خو زه ورسره موافق نه یم ځکه د ځای استعمال ته په کتلو دا هم زورور ضمیرونه کېدای سي.  ضمیري توکي-ادات روښان د اوسني محاورې سره سم دي،لکه: کلمه د شهادت مې د هغه روا کړې ده.یې بیا د /چي/ سره ګډ لیکلی. /چيِيْ/

د کلمو هېرېدنه: له یوه مرکب لغت څخه د یوې کلمې او یوه مورفیم هېرېدل هغه وخت رامنځته کیږي چې د را وروستو نسلونو لپاره نا اشنا وي، دوی اړ کیږي چې دیوه بسیط او مرکب لغت یوه برخه حذف او یا يې ټول لغت واړوي، لکه: فاتحه= پاتیه/ صلاة= لمونځ/ خلاص=خلاصون

طرفي ضمیرونه/Pronominal Suffix دې ته ضمیري مختاړي هم ویل شوي، لکه: را ، ور ، در. روښان پیر  د پښتو د اوسنۍ محاورې سره برابر دي، : راوښیه ، ور کړه، درځي.

آره بڼه/Elegant Form: هغه وییونه او کلمې دي چې په متن کې یې آره بڼه وکارول شي: کړندر/شمېر، ګڼل/شمېرل د پښتو خپلې آرې بڼې دي.

 همداسې؛ پیر روښان د آري بڼې پر ځای اوښتي بڼې هم کارولې دي، لکه: حزروی = حضوري ۱۵۷مخ،  نوس = نفس.(۵۲،۵۰:۵مخونه)

وییډوله/Allogos:   دا مرکب ډول وییونه دي چې نه بشپړ د وییونو په ډله کې راځي او نه هم منظم فونیمونه دي. تر هغو چې یې بشپړه معنا پیدا کیږي په وییډوله وییونو کې راځې.

لکه: لیکښی/Likșay تر اوسه یې بشپړه معنا نه ده معلومه. که څه هم استاد معصوم هوتک(لوستی، سواد داره) معنا کړی. یا هم بارغکران/bᾱraγkirᾱn.

څومعنايي وییونه/Homographs

    هغو وییونو ته ویل کیږي چې په بڼه کې له نور وییونو سره یو ډول خو دوې یا ډېرې معناوي ولري، لکه: د خیرالبیان لل/lәlیا لي/li  (مص، ف)   د ویل، بلل، اداکول، ټولو  معناګانو له پاره کارېدلي دي. د بولګي په ډول:

-که د شاهدۍ یا ګواهۍ په کلمو سره راسي د (اداکولو) معنا ورکوي.

-که له سلام سره راشي د (اچولو او ګرځولو) معنا لري.

-که له قسم یا سوګند سره راشي د (اخیستلو) معنا لري.

-که له بانګ او آذان سره راسي د (کولو) معنا لري.

    په خیرالبیان کې یې اوښتي بڼي داسې راغلي: “زه ګواهي لم (ورکوم) په خپل ځان چې زه پاچاه د ملک یم.(۴:الف ۳۵ مخ).

یا هم ” په التحیات پسې په وروستي ناستي کښي دي، لولي وړمی وښي، … وکیڼ رُخ وته دي لي(کوي) سلام.(۴: ۱۷۸-الف مخ)

یا هم لیږي/liẓɪ د لېږلو او ګمارلو ، اماده کولو ، ولاړولو، ترغیب ورکولو ټولې معناوې ورکوي.

خیرالبیان” ګوره تکبیر تحریمه حراموي په لمونځ کړونی بې د کبر ریا له یادو او ولاړيلیږي  د ښي چاریو ته په هر ځای چې وي او منعه کوي له ګناهونو او لوستن لیږي و تسبیحات د ژبي وښې وینا وته او منعه کوي یې له بد کلام  او رکوع لیږي و خدمت و نغوته د پیرتمام او منعه کوي د پیر ناتمام په تا دي وي اعلام. “

لیکډوله/Allograph: چې حرف ګونه هم ورته وايي، هغه لیکنګ ډول دی چې د یوې ژبې له معیاري لیکدود سره سر نه خوري. داسې لیکډوله مورفیمونه په خیرالبیان کې خورا ډېر دی. لکه: هسان = آسان، مزکه = ځمکه.(۱۹۸:۵مخ)

نوم جوړونه/Nominalization

هغه مورفولوژیک بهیر دی چې یو مورفیم په بل نوم  سره بدل کړي. دا تصریف د ځینو وندونو او فونیمونو په مټ رامنځ ته کیږي. لکه د خیرالبیان : مهربان/، کړ/ ، توانا/  قاماقام ، د /ی، ا، وني، من/ فونیمونو او مورفیمونو سره په (مهرباني، کړونی، توانمن، قام قام) نومیز صرفي بهیرباندې بدل سوي دي.

ويي جوړونه/Neologism

هغه نوي وییونه دي چي په ژبه کې د ځینو ریښو او قاعدو له مخې جوړ شي. پیروښان په خیرالبیان کې د داسي ویي جوړونو او وییرغاوونو هڅې کړي دي، لکه: کړونکړ/kṛunkaṛ د امر او نهي په معنا. کړندر/kṛәndәr د شمار په معنا. هتیات/hatyāt د احتیاط په معنا. کړده/ فارسي کرده د فعل ، عمل په معنا.(۱۱۳:۶مخ).

اشتقاقي مورفولوژي/Derivational Morphology

د ویي جوړونې د بهیر له مخي د نویو وییونو او کلمو جوړول او راوتل. د وند د ډېروالي په سبب، د یوې کورنۍ ژبو اړیکه له یوبل سره. شرط دادی چې دا صرفي اشتقاق به د ویونکو تر منځ د نسبتاً عیني معنا لرونکی وي، لکه: د خیرالبیان (کوږول= ښورول)، ورکاوی= ورکوالی.(۷۵:۵مخ).

د مورفیم توږل/Morpheme Clipping

چې د یوه مورفیم یوه برخه و توږل شي ، نوی لاس ته راغلی مورفیم د نوي پر ځای کارېدنګ ولري خو په معنا کې یې بدلون را نه شي، لکه د خیرالبیان : وته = ته مخاطب ضمیر، دیغه= دغه ، هیغه= اشاري ضمیرونه(۵: ۴۴مخ.)

منځتاړی/Interfix

هغه تاړي او وندونه دي چې د دوو مورفیمونو تر منځ راشي. خپله کومه معنا نه لري. له خپل مخکني مورفیم سره متصل راشي یا هم په منځ کې راشي. د خیرالبیان: قاماقام/ اa/ سراسر/ فونیم منځتاړی دي. دا ډول منځتاړی ممکن /او، په، و/  کي هم وي.

د فعل تصریف/Conjugation

دا د فعل تصریف شوې بڼې ته وايي. روښان په خیرالبیان کې د فعل ځانګړي تصریفي بڼې راوړي دي، لکه: ورستو = ور استوم، وکوږوم= وښوروم. ځیروم = زهیروم.(۵: ۷۵، ۷۶ مخونه)

کمزوری تصریف/Weak inflection

هغه تصریف ته وايي چې ضعیف وي. د روښان ځیني تصریفونه د پښتو ژبي له اوسنۍ محاورې سره کمزوري دي. تل د تله= تل تر تله،  غره ګی= ډاډمن، پېغلکۍ/پېغلوټې.

وصفي وجه/Participle

د فعل څخه مشتق صفت دی چې د فعل ځینې ځانګړنې یې خوندي کړي وي. په انګریزي کې تېره وصفي وجه (Educated= تحصیل کرده) ده. په خیرالبیان کې جالبې وصفي وجهې کار سوي دي، لکه لیکښي/likṣay، نانکوری/nānkoray=کنجوسي، غره ګی/γaragay، ناپېژندویي/nāpežanduyɪ ،لیږي/liẓi=ګماري،(۴: ۴۴ب.مخ)

ارکایک وییونه/Archaic Words

 په خیرالبیان کې یو ډېر شمېر ارکایک او زاړه وییونه- کلمې شته چې ریښه یې اندو- اروپايي ، اندو- آریايي او آریاني ژبکورنیو او ژبښخونو ته رسیږي.

لکه: کهول/ کورنۍ، ټبر ،  میرڅی/دښمن تښتن/څښتن، ګهنده/ سبا  یا راتلونکی، مزدک، نمزدک/ مسجد، د عبادت ځای، لېږدی/ د باروړلو څاوری دا ویی وڼېڅې لهجې هم خوندي کړی دی، هورې لېږدا/ د غوايي په معنا ورکوي.

درېدنګ(Juncture) : دا هغه درېدنګ، مکث او توقف ته ویل کیږي چي له هر ګرامري واحد وروسته رامنځته کیږي. په دې معنا چي هر ګرامري واحد لکه: کلمه او جمله خپل ځانګړی درېدنګ لري. تر ټولو مهم درېدنګ د جملو وروستنی درېدنګ دی. تر دې چي جوړښتپالو(ساختګرا) ژبپوهانو د جملې پر شکلي جوړښت یعني له معنا پرته تعریف ته بدلون ورکړی او جمله یې داسي تعریف کړې ده: ” جمله هغه وینا ده چي ورستی درېدنګ(مکث) ولري، دا حالت د خیرالبیان په مسجع نثر کې ډېر تر سترګو کیږي.(۳۱۵:۱۲مخ)

آهنګ(intonation): د جملو په وینګ کې د ږغونو  زیر وبمي ارتفاع ته آهنګ ویل کیږي. ځکه نو آهنګ د جملې او په شعر کې د بیت له ځانګړنو څخه دی. آهنګ د ویناوال د عواطفو او احساساتو د څرګندتیا وسیله ده، پر دې بنسټ د امري، عاطفي، تعجبي او پوښتنیزو جملو  آهنګ چي بېلابېل احساسات لري له یو بل سره توپیر لري. د جملو آهنګ ښايي لوړ وي یا ځوړ. لوړ آهنګ په دې معنا چې د ږغ ارتفاع په کښي لوړیږي، په پیل کې ږغ بم وي وروسته لوړ سي. لکه: د پوښتنیزي جملې آهنګ؛- میرویس چیرې ولاړی؟

ځوړ آهنګ برعکس دی، لکه: د خبري جملې آهنګ: – میرویس پوهنتون ته ولاړی. په ټوله کي د پوښتنیزو او تعجبي جملو آهنګ په مراتبو لوړ دی. څه ښایسته ګل!خورا تازه هوا!

د ځینو ژبپوهانو په اند آهنګ پر جمله سربېره پر کلمې او کلاز- فقره کې هم راځي او په کلام کې یوه منحني موسیقي رامنځته کوي. د خیرالبیان مسجع نثر هم آهنګین دی.

۳. نحوې/Syntaxته کتنه

په ټوله کې د خیرالبیان د متن جملې له اوسنۍ محاورې سره توپیر لري. د مضاف الیه، مضاف مخ و شاته والی، د پارټیکلونو او ادواتو توپیر، د نومونو او فعلونو توپیرونه …

موصولي تړنګ(ربط)/Relative Clause ؛ د جملې هغه برخي ته وايي چې د یوه څيز یا شي په تړاو اضافي معلومات وړاندي کړي. په پښتو ژبه کې (چې، او، له) د ربط توری د موصولي تړنګ دنده لري. په انګریزي ژبه  کې (Which,the,Who) دا رول پر غاړه لري. موصولي تړنګ کېدای سي محدود یا نامحدود وي، دلته د نحوي دندې تر څنګ معنايي ارزښت ته هم کتل کیږي. لکه:

– هغه سړی چې خړ کالي یې اغوستي پیر محمد کاروان دی.

– ته نه وې راغلی چې زه له کوره ووتم ، ښار ته پلی ولاړم.

– د میرویس سره له کوره راغلم.

– میرویس او زلمی مې ملګري دي.

خیرالبیان: ” او بایزیده! ووایه چي مرګ ډېر ډېر یادوي ادمیان او یا دوی دي عذاب د ځانکندن چي روح به وزي له تنه د ادمیان”.(۷۰:۵مخ)

ګټه اخیستنه/Benefactor ؛ له جملې ګټه اخیستنه هم یو عنصري – معنايي ونډې ته وايي یعني له جملې څخه ګټه یا نفع په لاس راشي، لکه: میرویس خپل ملګري ته کتاب واخیست.

خیرالبیان: ” او بایزیده! رښتینې لار  دانبیاء ده، د انبیاء لار هغه ده چي ځما و پېژندګلي ته بولي آدمیان ” په پورتني متن کې الهي لارښوونه راغلې چې د آخرت مفهومي ګټه ده.

اسنادي ځای/Predicative Position ، هغه نحوي ځای ته وايي چې بېله ځنډه  تر فعل مخکې ربطي او اسنادي نوم یا توکی راشي.

– مامون ښوونکی دی./ دلته ښوونکی د (مامون) نوم او (دی) فعل تر منځ ربطي او اسنادي ځای لري.

خیرالبیان: ”  ګوره د دیغي زمانې ادمیان غواړي دنیا او هر چي پکښې دي، پې مشغول. (۶۸:۵مخ)

په پورتني متن کې اسنادي او اساسي ځای د /ادمیان/ کلمه ده چې ټوله جمله پر همدې راڅرخي.

امریه جمله/Imperative Sentence، هغه فعلي جمله چې تر ډېره ښکاره فاعل نه لري او د یوه کار د ترسره کېدو غوښتنه په کې مراد وي. بایزید روښان په خپل اثر خیرالبیان کې خورا ډېر له امریه جملو کار اخیستی دی.

وکښه = وکاږه!ځما تسبیح وایه! د خپلي پوهي په اټکل یې وکښه/وکاږه! وکښه په دا کتاب صلواة په خاتم د انبیاء چي محمد دی علیه السلام. او نور ډېر ډولونه…

همبنسټه/Coordination

همبنسټه یا همپایه هغه نحوي جوړښت دی چې د یوه همپایه حرف ربط څخه لاس ته راغلی وی. لکه: /و ، او/

کابل او کندهار.  بخیل او سخي.   میرویس ولاړ او کریم یې پر ځای کښېناست.

خیرالبیان:  ” ګوره نفس اماره و حرام ، لوامه و شبهي ، ملهمه  و حلال، مطمئنه و پاکي وته لیږي ادمیان.

اوبایزیده! و سړي (ته) بویه چي و پېژني شیطان ، مکر او میرڅي(دښمن) یې. (۲۸۷:۵مخ)

۴. سیمنټکس/Semantics

د خیرالبیان مسجع نثر ځانګړی معنايي جوړښت لري چې د پښتو ژبې له اوسنۍ محاورې سره څه ناڅه توپیر لري او تر خاصو معناپوهنیزو قاعدو لاندې راځي:

معنايي هسته/Semantic head

معنايي هسته په یوه یوستوې یا مرکبه کلمه یا هم نحوي ډله کې مرکزي معنایي ونډې ته وایي، لکه: خیرالبیان ” په قیام لوستن، په زوره لوستن، په ورو لوستن ۱۹۸مخ” ټولو کې معنايي هسته لوست/Luwast ده.

همجولَتوب/Syncretism

د دوو تصریف سویو مورفیمونو یوه نظامنده جوله او بڼه  چې یو له بل سره نسبتاً جولیز او معنایي ورته والی ولري. دا ډول همجوله مورفیمونه په خیرالبیان کې په پېخر دي. لکه: توانګړ = توانګر ، زوننګ/زنګون جمع یې زوننګه = زنګنونه. مزدک= مسجد. لیرونی= لاروی.

معنايي اوښتون/Bleaching

په متن کې هغه معنايي اوښتون ته وايي چې د یوه فونیم یا وند – تاړي په ډېرښت او کمښت په بشپړ مورفیم او کلمه کې معنايي اوښتون راشي . کُښي = کاږي د /ږ/ فونیم اوښتون په /ښ/ سره. نغړل/nγәṛәl= خوړل. اوس نغړل پېچلو ته وايي د /ړ،ر/ فونیم اوښتون. نننۍ بڼه یې نغرل/nγәral ده.

۵. لیکدود/Orthography:

په انګریزي ژبه کې د یوه منل شوي لیک له پاره: Orthography ,spelling ,dictation ,Empathy همداسې (ideography writing) ، (logographic writing)، script linguistics او لا نور ډولونه کارېدلي دي او لا هم کاریږي. په فارسي دري کې املاء، آیین درستنویسي و… چې مفهوم یې همدا سم او کره لیکل دي.

د املاء او لیکدود توپیر: املاء او لیکدود په خپل منځ کې معنايي او مفهومي توپیر لري. لیکدود قراردادي (contractually) وي لکه: ښوونکی ولیکو که ښونکی؟ نمونه (بولګه، بېلګه) ولیکو که نومونه؟ نوموونه (نامګذاري)ولیکو که نومونه؟ خو املاء تحولي (Evolutionary) او تکاملي (Involutionary) ده. یعني د پښتو ژبي بعضي کلمې د ژبي تکاملي سیر ته په کتلو  څرنګه و لیکل شي؟ «یواځې/یواځي» که «یوازې/یوازي»، «زوی» که «ځوی»، «زلمی» که «ځلمی»، «فولاد» که «پولاد»، دښن که دښمن، ځمکه که مځکه، ټوپک که توپک؟ د تصغیري (ک) په لرلو د توپ تصغیري بڼه باید توپک وي نه ټوپک، ځکه ټوپ د ټوپ(ځغستي) سره التباس رامنځته کوي.

د املاء او لهجې توپیر:! د پښتو لیکدود په سمون او رغون کې لهجې هم خپل ارزښت او درنښت لري. خو املاء او لهجه باید سره ګډه نه سي.

املاء دا ده چي (زه) ولیکو که (زۀ) ؟ لهجه دا ده چې (زمی) ولیکو، (جمی) که (ژمی)؟ (موږ) ولیکو که (مونږ)، ژرنده ، جرنده که زرنده؟

د املاء او تلفظ توپیر: ډېر وختونه موږ پر دې سره مښتي یو چي: (ږغ) ولیکو که (غږ)؟ (مي) ولیکو که (مې)، مښتی ولیکو که نښتی، مښتی د مښل مصدر څخه دی ښه دا دی چي مښتی ولیکل سي، خو دا تلفظي توپیرونه دي. په تاریخي فونولوژۍ او ایتمولوژۍ باید فیصله شي.

د خیرالبیان لیکدود/Orthography

دلته مطلب معیاري لیکدود نه بلکې د هغه وخت رواجي او دودیز لیکل دي. پیر روښان د خیرالبیان د لیکلو له پاره د کتاب په سر کې د پښتو لیک یوه رساله ګۍ لیکلې ده. د پښتو فونیمونو له پاره یې ځني ګرافیمونه جوړ کړي او ټاکلي دي. د خیرالبیان نثر د روښانیانو د لیکدود مبدأ او بنسټ بلل کیږي.

فونیمونه او ګرافیمونه/Phonemes & Graphemes

۱.کانسونینټونه/Consonants

پیر روښان په خیرالبیان کې د پښتو  ځانګړي کانسونینټ فونیمونو ته دا ډول ګرافیمونه ټاکلي چي اوسني ګرافیمونه ورسره برابر دي؛

پ/p، ټ/ṭ، چ/č ، څ/c ، ډ/ ḍ  ، ړ/ṛ   ، ښ/ṣ  ، ڼ/ṇ  یې په اوسنۍ بڼه لیکلي دي.

د /ځ ǰ/ فونیم له پاره ګرافیم ته یې تر دال لاندي ټکی ایښی دی  /ڊ/.

د /ږ / فونیم له پاره ګرافیم ته یې دال ته په غېږ کې ټکی ورکړی دی  /د./.

د /ژ ž/ فونیم له پاره یې د اوسنۍ / ږ / ګرافیم کارولی.

د /ګ/ فونیم په دې /ګ/ ګرافیم لیکي. او کله تر د /ک/ ګرافیم تر کش لاندې ټکی ایږدي //

علامه رشاد دواړه ګافه مکرر بللي. خو ډاکتر عبدالرزاق پالوال دوه بېل // ګ/ بللي. چي یو یې غبرګ فونیم /نْګ/ او بل یې یوستوی فونیم یا اوسنی /ګ/ دی چې په سنسکریت او اوستا کې هم شته.

د /نْګ/ له پاره یې د ترنْګ، شرنْګ، ړنْګ مثالونه راوړي. خو دوست شینواري بیا دویم /ک/ د اورمړي د کاڼګرام لهجې ځانګړی فونیم بللی دی.

د / ګ/ له پاره یې د ګرګه، بګۍ، مثالونه راوړي.

زما (دوست) په باور د خیرالبیان دا دوه ګرافیمونه  // ګ/ د دوو فونیمونو استازیتوب کوي، لومړی ګرافیم زموږ د اوسني فونیم مطابق چې په دري ژبه کې هم شته او  دویم ګرافیم د اندوآریايي مشترک فونیم /نْګ/ نماینده ګي کوي چې پر پښتو سربېره په اوستا او سنسکریت کې هم شته:

دا /نْګ ŋ/ په ختیځه آریاني ژبه اوستا کې 49 فونیم په دې / ? ŋ / ګرافیم ښودل شوی.

د سنسکریت ژبې د کانسونینټونو په لړ کې دا پنځم فونیم په دې /ŋ/ ګرافیم ښودل شوی.(۲:۹مخ)

د خیرالبیان د فونیمونو له پاره ځانګړي ګرافیمونه:

شمېره د پښتو لیک اوسنۍ بڼه د خیرالبیان لیک د مخزن لیک د خوشحال د کورنۍ لیک مثالونه
۱ ټ/ ټ ټ ط غټ= غط
۲ څ/c څ څ ء څوک= حوک
۳ ځ/Ĵ څ/ج ءح ځما= حما
۴ ډ/ ډ ډ دء ډېر= دېر
۵ ړ/ ړ ړ رء زړه= زره
۶ ږ/ د۰ ږ ژ رسیږي=رسېدي- رسېژي
۷ ښ/ ښ ښ ش ښاغلی = شاغلی
۸ ڼ/ ڼ ڼ – نړ نء رڼا=رنړا=رنا

 

د خیرالبیان واولونه/Vowels

پښتو ژبه ټول نهه واولونه لري:

ᾱ: ممدوده الف(آسيا) a :زور:مڼه ә(ه) زورکی:تره o:لنډ(و) ځانګو u:څرګند(و)

تالو

ō:اوږد(و)

کور

i:(ي)دوستي e(اوږده ې) ادې کسره: امضاء -ɪ

: ممدوده الف

د خیرالبیان په نثر کې دا اوږد واول ډېر راغلی دی. یوه خبره د یادولو وړ بولم چې زه د ممدوده الف، زور، زورکي، پېښ  له نوموونو سره په دخیلو عربي کلمو کې موافق یم خو په نږه آریاني وییونو او کلمو کې موافقه نه ورسره لرم ځکه د آریاني ژبو دا واولونه بېل کیفیت لري، نه کټ مټ د عربي ژبې په څېر. دلته مې د دود له مخې راوړي، نوې ژبپوهنه دا نوموونې نه مني.

د پیرو روښان بولګي : لکه: پیل :  آدمیان/ādmyān ، منځ: چار/čār،  پای: ځما/ǰmā(۹۶:۵ مخ)

a: زور

خیرالبیان: ” ګوره! زه نه کړم په  زده کړه د حرف د لفظ بې چاري دانا له یګانګۍ – ولي په زده په چار د یګانګۍ دانا کړم  آدمیان. (۱۳۹:۴-ب مخ) بولګي: زده/zda ، زده کړه/ zdakṛә ، کب/kab “

ә/ه/ زورکی

خیرالبیان: ” ګوره ، زه به لنډ کړم په ورځ د قیامت حجت چي وویني په نامه کښي کښلي… ۱۲۴ مخ-ک “

ګوره/ gorә    زه/zә، به/ bә ، په/pә ، نامه/nāmә ، سَخ/sәx = خوښي

O:لنډ /و/“… و هغو ته د توبې په بهنه وړاندي ګناهان ولي تن د ژغوري ترو منعه کړه یاران، محبان (۱۲:۴ الف مخ)ترو/tro، هغو/oγha ، توري/tori = سیاهي.

u:څرګند/و/تالو”…  پیوند یا ګوښی شي مال ملک زیاتیږي… (۱۵۹:۴ ب مخ)

پوزی/puzay ، کوهی/kuhay ، ګوښی/guaṣay، غومبسه/γumbәsә،  سون/sun = خوا، طرف

ō:اوږد/و/” … یا پسه یا ستور یا سړی پکښي ومري.(۴:64-الف مخ)

ستور/stōr ، ډول/ḍōl= د اتڼ ، پوهنه/pōhana. دا فونیم په اوسنۍ دودیزې پښتو کې له پامه غوځېدلی خو په پښتو، اوستا، سنسکریت کې شته، باید تاریخي اصالت ته په کتو خوندي شي.

i:/ي/د خیرالبیان په نثر کې څرګندې یا معروفه یې (لنډواول) ته مخکني فونیم ته یې کسره او زېر ورکوي او پر /ی/ کړۍ ږدي/یْ/

” مرګ به ورشِيْ و سړِيْ ته ننګهان نشته د سړِيْ په دنیا کښِيْ تل د تله مقام.(۷۳ مخ – ک)/ چي د ګناهګاره ځانکندن شي. ۹۷مخ-ک ” یا ” په کوهي کښي پلیتي پرېوزي. (۱۷۳:۴ ب مخ)

بولګي: ورشي/wari ، سړي/saṛi  ، کښِيْ/kṣi ، شِيْ/ši ، کوهي/kuhi، پلیتي/pәliti ، پرېوزي/preozi

  :e/ې/ د خیرالبیان په نثر کې دا اوږد واول یا مجهوله /ې/ په څو ډولونو لیک شوې ده، کله مخکني توري ته زېر او تر /ی/ لاندې دوه ټکي، د /ی/ پر لکۍ پرانیستې کړۍ(حلقه) کله هم شد/ّ/ او کله خوله پټې کړۍ ایږدي.

بیایِيّ = بیا یې، د فایدِیْ = د فایدې ې  ، دې/دي یې له اوسني لیکدود سره سم، یا هم پرته /ے/ د اوږدې /ې/ پر ځای لیکلې ده.(۳۳:۵مخ)

ɪ: کسره/ـــِ/ خیرالبیان: ” د اورتي اِمامتي مکروه ده عیان. روا نه ده چي اِمامتی که معذوران ۷۳ – الف مخ “

اِمامتي/ɪmānati

دیفتانګونه/diphthongs

هغه مرکب فونیمونه دي چې لومړی فونیم یې واول او دویم یې سیمي واول وي.

۱.نرمه/ی ay/

خیرالبیان ” که څاروي دیرش شي هاله ګوښیزاړی دی که کال یې تېر شي تمام.(۱۰۴:۴ الف مخ)

ګوښی/guṣay  ، زاړی/zāṛay = پختیا ته نژدې کښت ته ویل کیږي.

āy/ځای= jāy

Oy/ځوی، سوی= ǰoy، soy

uy/خوی، بوی = xuy،  buy

۲.әy/

چې لکۍ لرونکې یاء ورته وايي د پښتو نومونو او په لوېدیځه لهجه کې فعلونو په پای کې راځي، لکه: ځۍ، کښېنۍ او…

خیرالبیان: ” اوبایزیده! د شریعت د طریقت د حقیقت د معرفت د یګانګۍ پوهه مي د پیغمبرانو کړې ده. ۱۴۲مخ-ک/په کتابو یې او په پیغمبرانو یې او په وسترۍ(ورستۍ) ورځ. (۱۳۳: ۵مخ)

په پښتو کښي نور دیفتانګونه:

وسترۍ/wastrәy ،  یګانګۍ/yagānagәy

aw/: لو/law

āw / جړاو/

iw/ تریو/

Әw/ کنډو/

کلسټرونه/Clusters

د دوو کانسونینټونو مرکب ته ویل کیږي: نمر/ nmar، شپه/ špa، سپی/spay

د وییونو لیکبڼه

د خیرالبیان نثر د وییونو او کلمو په برخه کې ځانګړې لیکبڼه لري:

۱.په وییونو کې تر /س/ لاندې درې ټکي ږدي.

و دوڛتان/ودوستان(۴۰:۴ الف مخ)

رڛول/رسول

هڛي/هسي

غڛل/ غسل ۶۰ الف مخ

خو ټول ځایونه هم تر /س/ فونیم لاندي درې ټکي /ڛ/ نه کاږي. لکه:( ۴۷ب مخ )تسبیحات ، سړی.

سنت ۵۱ د خطي نسخې الف مخ له همدې اوسني لیکدود سره سم دي.(۵۰،۵۱:۴ الف،ب مخونه)

۲. سربل/preposition  د نومونو ، ضمیرونو، صفتونو او قیدونو سره یوځای لیکي:

لواړو/له واړو

پدنیا/په دنیا (۱۳۶:۴ الف مخ)

پقرآن/ په قرآن –( ۳۵ ب مخ)

پما/ په ما ۳۸ – ب مخ)

پولاړي/په ولاړي –(۷۱ الف مخ)

ومليدی/ و مي لیدی(۵۶ ب مخ)

پږب/ په ژبه (۵۶ ب مخ)

صفت + فعل

ګښیشي/ ګوښی شي

فعل+ غایب ضمیر

لولیدِ/لولي دي

نهي+فعل

نشته/نه شته

د/چي/ حرف ربط او وستربل/postposition /چي/ لیکي.

زما په /ځما/ لیکلی

کې په/کښي/ ، / کښِ/ لیکلی

د اِعراب short vowels  پر ځای اوږد واول کاروي، خو تر ډېره اعراب هم د کلمو د وروستیو فونیمونو پر ځای کاروي.

د جمع وروستاړي /ونو/ پر ځای یواځې /و/ کاږي. (کبو، پسو) چې د لوی کندهار د لهجې ځانګړنه ده.(۷۹:۴مخ)

د /وتل/ مصدر د مضارع په ډول په /ځ/ لیکي: /وځي(وزي).

/وخت/ یې په /وقت/ لیکلی دی. دې ته ورته ډېرې نورې لیکدودي او ژبپوهنیزې ځانګړنې هم لري چې ویړ بحث پر کېدای سي.

پایله

خیرالبیان څو اړخیز اثر دی. د عرفاني، تصوفي، فقهي، ادبي، سیاسي، اجتماعي اړخونو تر څنګ ژبپوهنیز اړخ هم لري. موږ کولای شو چې د خیرالبیان له نثر څخه د پښتو ژبې د معیاري لیکبڼي له پاره د بنسټیز اثر په توګه ګټه واخلو. د ګرامر او لیکدود په برخه کې د خیرالبیان نثر د خپل وخت یو پیاوړی اثر دی.د خیرالبیان نثر د پښتو ژبې د یوه کلاسیک نثر په توګه د آریاني ژبو په برخه کې د پرتلنې له پاره د پام وړ مواد لري. د ژبني تحول او تکامل له مخې کېدای شي چې پښتو ژبه د زړو ژبو په کتار کې ودریږي. موږ کولای شو د خیرالبیان ژبني اړخونه د ریګویدا او اوِستا له ګاڅونو سره پرتله کړو. په دې برخه کې د پروسوډیک یا عروضي ژبپوهنې له مېتود څخه ګټه واخلو.

مأخذونه

۱. تږی، حبیب الله. د پښتو ژبي نننۍ مسألې، دویم چاپ: کندهار، صداقت خپرندویه ټولنه۱۳۹۸هـ.ل. کال

۲. حبیبي، عبدالحی. د افغانستان لنډ تاریخ. ژباړن، عبدالرؤف بینوا، دویم چاپ: کابل، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴هـ.ل کال.

۳. دامستتر،مورګنستیرن او نور. تاریخ تلفظ و صرف پشتو. مترجم؛روان فرهادی، کابل پوهنتون: کابل،۱۳۵۶هـ.ل کال.

۴. روښان، بایزید. خیرالبیان. د تیوبنګن موزیم نسخه(کاپي)، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې څانګه، ۱۳۵۳هـ.ل کال.

۵. روښان، بایزید. خیرالبیان. د معصوم هوتک په زیار،کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶هـ.ل کال.

۶. شقاقي، ویدا. فرهنګ توصیفی صرف. چاپ اول: ایران، ۱۳۹۴هـ.ل کال.

۷. هوتک، محمد معصوم. د ژبي د معیاري لیکدود اصول.(دمقالو ټولګه)، د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو څانګه، ۱۳۹۹هـ.ل کال.

۸.New Indian Antiquary, 1939-1940 د محمد معصوم هوتک د کتابتون څخه

۹. K.SR , LEAR SANSKRIT IN 30 DAYS,NEW DELHI,2002,P -2

۱۰. Paul Kiparsky. The phonological basis of soundschanges. Stanford University,2017

۱۱. Asunción Álvarez1 and Tom Ritchey, Applications of General Morphological Analysis, AMG Vol. 4 No. 1 (2015)

  • Herbert & Ali Jazayery, Grammar of modern Persian(PDF).

1 COMMENT

  1. محترم دوست صاحب دا لومړی ماخذ (۱. تږی، حبیب الله. د پښتو ژبي نننۍ مسألې، دویم چاپ: کندهار، صداقت خپرندویه ټولنه۱۳۹۸هـ.ل. کال) به د هارون خپل وي؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب