دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Home+د تاریخ تکرار؛ د جینوا او دوحې تړونونو د پایلو تر منځ...

د تاریخ تکرار؛ د جینوا او دوحې تړونونو د پایلو تر منځ لنډه پرتله

شاه محمود میاخېل

د افغانستان لپاره د امریکا د سولې د انستټیټیوت پخوانی رییس او د ننګرهار پخوانی والي

د جنیوا قرارد د ۱۹۸۸ل کال د اپرپل په څوارلسمه نېټه د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شو، چې د امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد د هغه قرارداد ګرنټور یا تضمین کوونکي وو. د دغه قرارداد او د دوحې قرارداد تر منځ ډېر شباهتونه شته چې په لنډه توګه یې یادونه کوم.

د جینوا قرارداد له لاسلیک څخه وروسته د ملګرو ملتونو خاص استازی ډیګو کوردویز، پېښور ته لاړو او هلته یې د کچه ګړۍ په کمپ کې د مهاجرینو سره وکتل. د مهاجرینو په استازيتوب سید محمود حسرت هلته خبرې وکړې او ډېګو کوردویز ته یې وویل، چې کاش د قرارداد له امضا څخه مخکې تاسي دلته د مشورې لپاره راغلی وی؛ خو ستاسې اوسنی راتګ صرف د قرارداد د امضا د اطلاع ورکولو په خاطر دی ځکه قراداد امضا شوې او زمونږ مشورې اوس په درد نه خوري.

هغه وویل؛ زمونږ پوښتنه دا ده، چې ایا دا قرارداد د افغانانو ستونزې حل کولې شي که نه؟

ایا د دې قرارداد په اساس افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کېدلی شي که نه؟

ایا په افغانستان کې جنګ ختمېدلی شي که نه؟

ډیګو کوردویز دویم ځل خبرو ته اوچت شو او ویې ویل؛ دا قرارداد د شوروي اتحاد د قواو د وتلو لپاره دی او تاسې چې دا دوه مشکله یاد کړل، د قرارداد پر بنسټ حلېدلی شي. د دې علت دا دی چې کله دوی د مجاهدینو د مشرانو، د پاکستان، امریکا او نورو هېوادونو سره خبرې کولې، ټولو ویلي که د شوروي اتحاد قواوې له افغانستان څخه ووځي نو د افغانستان ټول مشکل حل کېدلي او جنګ ختمیدلې شي.

په دې توګه دا قرارداد د شوروي اتحاد د قواو د وتلو لپاره دی. هماغه و، چې د جنیوا قرارداد په اساس د ۱۹۸۹ز کال د فېبرورۍد میاشتې په پنځلسمه نېټه، د قرارداد څخه یو کال وروسته، د شوروي اتحاد ټولې قواوې له افغانستان څخه ووتلې. افغانستان د داخلي او نیابتي جګړو میدان شو او په لسګونو زره افغانان د هغه جنګونو قرباني او افراطیت لا نور په افغانستان او سیمه کې تقویه شو.

د دوحې تفاهمنامه هم چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ۲۰۲۰زکال د فېبرورې په نهه ویشتمنه نېټه لاسلیک شوه، دا هم د امریکا او ناټو د قواو د وتلو لپارهوه.

د قرارداد لږ څه د پاسه یو کال وروسته د امریکا او ناتو ټولې قواوې د ۲۰۲۱زکال د اګست په اولسمه نېټه له افغانستان څخه ووتلې.

طالبانو او پاکستان او همدا شان نورو سیمه يیزو هېوادونو دا اصرار کاوه که ناټو او امریکا له افغانستان څخه ووځي، د افغانستان مشکل حل کیږي.

یو ځلې د بي بي سي رادیو سره په خبرو اترو کې په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند او زه میلمانه وو.

رستم شاه مومند همدا خبره کوله چې په افغانستان کې ستونزه د امریکا قواو جوړه کړې ده او که د امریکا قواوې ووځي نوره مساله پخپله افغانان په خپلو منځونو کې حل کولې شي.

ما ورته وویل، چې د جینوا د قرارداد په وخت کې هم تاسي همدا ویل که د شوروي اتحاد قواوې له افغانستان څخه ووځي؛ نو د افغانستان مشکل حل کیږي خو خبره هغسې نه وه.

د جینوا په قرارداد کې هم د جنګ یوه خوا چې مجاهدین وو، په خبرو کې شامل نه شول او پایله یې د نظام ړنګول او داخلي جنګونه شول. د دوحې په قرارداد کې هم د جنګ مهمه خوا چې د افغانستان حکومت او ولس و، څنډې ته او نظام ړنګ شو.

د افغانستان ستونزې او ورته والی:

د افغانستان ستونزې د جنیوا د قرارداد په شان پر خپل ځای پاتې او د افغانستان راتلونکی په نامعلومه خوا روان دی. البته د دوحې او د ویتنام د قرارداد تر منځ هم ډېر شباهتونه شته دی چې هغه جدا بحث دی.

د جنیوا او دوحې په خبرو کې سیمه ییز او نړۍوال اکټران هماغه پخواني لوبغاړي وو. د پاکستان رول په دواړو خبرو اترو کې مهم و. هغه وخت هم د افغانستان د مسالې کیلي د پاکستان په لاس کې وه، چې امریکا یې په دې قانع کړې وه چې د شوروي اتحاد له قواو د وتلو څخه وروسته، د افغانستان مساله نوره سیمه ییزه مساله ده او دوی ته باید پرېښودل شي چې مدیریت یې وکړي.

د دوحې په خبرو کې هم د افغانستان د مسالې کیلي د پاکستان په لاس کې وه. امریکا ته یې بیا هم قناعت ورکړې و، چې د طالبانو مدیریت دوی کولې شي. د پخوا په شان افغانستان یو ځل بیا د امریکا او ناټو قواو لپاره اولویت نه لري او دا مساله یې زیاته سیمه ییزو هېوادونو ته پرېښودې ده.

د جینوا په خبرو کې د وخت حکومت اشتباه وکړه، چې دا قرارداد یې باید نه وی امضا کړې؛ ځکه د جنګ مخالفو خواو پکې ګډون نه درلود. که څه هم د قرارداد له امضا څخه وروسته، د ډاکتر نجیب الله رژیم ډېرې هلې ځلې د “ملي روغې جوړې” په نوم وکړې؛ خو هغه هلې ځلې ناوخته وې او څه نتیجه یې ورنه کړه. همداشان؛ ډاکتر نجیب الله ونه شو کړی، چې د خپل حکومت ټولې خواوې متحدې وساتي او پایله یې دا شوه چې نظام له داخل څخه سقوط وکړ.

هغه وخت مجاهدینو د پاکستان لارښوونو ته غوږ نیوه او د کابل حکومت سره یې خبرې اترې ونه کړلې.

طالبانو هم باید د دوحې هوکړه لیک له امریکا سره نه وې امضا کړی؛ ځکه د قضې لویه خوا د افغانستان حکومت او ولس و. طالبانو دا ځل هم د پاکستان خبرو ته غوږ ونیوه او د کابل حکومت سره یې خبرې اترې ونه کړلې او پایله یې دا شوه، چې طالبان اوس ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري.

طالبان د انزوا په حالت کې دي. په دې بحث نه کوو، چې په تېرو تقریباً درې کلونو کې د طالبانو کړنو پخپله دې ته نوره هم زمینه مساعده کړه، چې طالبان خپل محبوبیت د ولس او د دنیا په سطحه له لاسه ورکړي.

مجاهدینو هم هغه وخت د داخلي جنګونو له امله خپله محبوبیت د لاسه ورکړ.

د ډاکتر نجیب الله د حکومت په څېر ډاکتر اشرف غني هم ونه کړی شول، چې د حکومت ټولې خواوې سره متحدې وساتي او حکومت په حقیقت کې له داخل څخه سقوط وکړ، ځکه په امنیتي قواو یې خپل کنترول له لاسه ورکړ، سیاسي مخالفینو د حکومت له مشورې نه په غیر بېلابېلو هېوادونو ته له طالبانو سره د جوړ جاړي په خاطر سفرونه کول او پایله یې د حکومت ړنګېدل شول.

یو لوی توپیر دا و، چې ډاکتر نجیب الله ونه شو کړی چې له هېواده ووځي او د دوستم د ملېشو له خوا له هوایي ډګر څخه وګرځول شو؛ خو دا ځل ډاکتر غني‌ وکړې شول چې له هېواده څخه ووځي.

د جنیوا په خبرو کې هغه وخت هم زلمي خلیزاد د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د سلاکار په توګه رول درلود او د دوحې په خبرو اترو کې د ده رول خو د امریکا د خاص استازي په توګه ښکاره و.

هغه وخت هم زلمی خلیلزاد د Negative Symmetry چې د کابل په حکومت او مجاهدینو نظامي مرستې ودرول شي، پلوی و. د دوحې د خبرو په وخت کې هم د فعاله دفاع د رول پلوي کولهچې امریکا د افغانستان له حکومت سره د طالبانو په ضد په عملیاتو کې مستقیمه مرسته ونه کړي بلکې یوازې د طالبانو د تهاجم پر وخت چې کله ښارونه سقوط کوي، مرسته وکړي.

زما ښه یاد شي، کله چې د جینوا قرارداد امضا شو نو زلمی خلیلزاد پېښور ته لاړو او هلته یې د خپل سفر په ترڅ کې د خبریالانو او نورو مستقلو کسانو چې د تنظیمونو سره یې کار نه کاوه، ماښامنۍ درلود. هغه دا پوښتنه مطرح کړه، چې ستاسي نظر د Negative Symmetry په هکله څه دی؟

هغه وخت ما ورته وویل، چې Negative Symmetry په دې معنا دی، چې جنګ دوام وکړي یعنې نه د افغانستان حکومت دومره قوت ولري چې مجاهدین له منځه یوسي او نه مجاهدین دا قوت ولري، چې د کابل حکومت له منځه یوسي. زما په اند که نورې وسلې دواړو خواو ته ورکړل شي او که نه خو دومره وسلې په افغانستان او سیمه کې شته چې هر څوک کولی شي، چې جنګ ته په یو شکل نه یو شکل دوام ورکړي.

د جنګ دوام د افغانانو په ګټه نه دی. د فعالې دفاع معنا هم دا وه، چې حکومت طالبانو ته شکست ورنه کړی شي او هم طالبان حکومت ته شکست ورنه کړی شي تر څو یو غیر مشروع او ضعیفه حکومت رامنځته شي.

هغه وخت هم د نظام ډېرې وسلې چور او کباړ شوې، چې په هغو وسلو تر اوسه جنګونه کېدل. د کلاشنیکوف کلچر حاکم شو. دا ځل هم د نظام ډېرې وسلې چور او په سیمه کې خپرې شولې چې اینده کې به یې عواقب د افغانستان او سیمې لپاره ښه نه وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې یو شمېر وسلوالو ډلو هم دغو وسلو ته لاسرسی پېدا کړی دی.

دا ځل به د کلاشینکوف د کلچر په عوض د ایم فور کلچر حاکم وي. د شوروي اتحاد له وتلو وروسته د مجاهدنیو داخلي جګړو، افغانستان انزوا ته کړ او زمینه یې د طالبانو راتګ او دالقاعدې رشد ته مساعده کړه.

دا ځل هم د یو غیر قانونمند او نامشروع حاکمیت په موجودیت کې چې ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري، افغانستان انزوا ته شوې دی. د یوې القاعدې په عوض څو نورې ډلې د القاعدې د ډلې څخه لا زیاتې افراطي رامنځته شوي دي، چې د دغه ډلو د قوت پایله به افغانستان او سیمې لپاره په ډېر لویه بیه تمامه شي. د شوروي اتحاد د قواو د وتلو له امله یوازې افغانانو تاوان وکړ؛ خو که افغانستان همداسې د انزوا په حالت کې وي، دا ځل د افغانانو تر څنګ به سیمه هم د خپلو غلطو پالیسیو تاوان ورکړي.

د جینوا د تعهداتو زیان نېږدې درې لسیزې دوام وکړ، خو که د دوحې له تړون سره شوی او روان غیر شعوري چلند همداسې دوام وکړي، د راتلونکي اور بڅري ټولې نړۍ ته رسېدلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب