سه شنبه, مې 7, 2024
Home+جبل طارق یا جبل طارا | دولت وزیري

جبل طارق یا جبل طارا | دولت وزیري

جبل طارق د اسپانیا هیواد سهیل/ جنوب/ ته د طارق د ابنا سره وصل سیمه ده.

د دې سیمې ټول پراخوالی ۶۷۰۰ کیلو متره مربع، د اوسیدونکو شمیر يې ۳۰ زره تنه او د مدیترانې درياب له اوقیانوس اتلس سره نښلوي.

دغه سیمه په لومړې ځل په ۱۷۰۴ م کال د بريتانيې او هالنډ لخوا ونیول شوه وروسته په ۱۷۱۳ م کال یواځې د بریتانیا هیواد په ځان پورې وتړله.

جبل طارق د اسپانیا خاوره ده، خو تر اوسه په بریتانیا پورې تړلې ده ، ځکه يې اسپانیا خپله خاوره ګني او د بریتانیا د هیواد د يوې برخې په توګه يې په رسميت نه پيژني.

نوموړي سیمه د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې ډیره مهمه سیمه ده. د جبل طارق ابنا چې ټول پراخوالی يې ۱۳ کیلو متره ډی، د نړۍ ټولې کښتۍ د جبل طارق له ابنا څخه تيريږي او د سویز کانال له لارې د هند بحر ته داخلیږي.
دغه سیمه ځکه د طارق په نامه یادیږي ځکه چې د امویانو د كورنۍ د شپږم خليفه لومړي وليد د واکمنۍ پر مهال موسى د نصير زړی د شمالي افريقا واکمن حاکم و، پر دې مهال په شمالي افریقا کې مسلمانان ښه په زور کې وه. دوی پریکړه وکړه چې په هسپانیا هیواد کې چې هلته دعیسویانو واکمني وه، د پای ټکی کیږدي. همغه و چې د ۷۱۱ م کال د اپریل په ۳۰ مه د طارق د ذیاد د زوی له خوا ونیول شوه. وروسته يې د اسپانیا ډیرې سیمې ونیولې او لویه اسلامي واکمني يې په اسپانیا کې جوړه کړه. پلازمینه يې د کوردوبا ښار و. طارق د زیاد زوی د ۱۲ زرو جنګیالیو سره د ابنا څخه تیر شو، خپلې کښتۍ وسوځولې او شعار يې ورکړ چې مرګ یا بریا، ځکه يې په ځان پسې عقبې یا تر شا لار د کښتیو په سوځولو سره وتړله. د دوی واکمنې تر ۱۴۹۰ م کال پورې نیږدې اته پيړي دوام وکړ.
ناپلیون بوناپارت به ویل: زه له هغو سلو جنګیالیو څخه ډیره ویره لرم چې قوماندان يې زمری وي او له هغو سلو زړو جنګیالیو څخه هیڅ ویره نه لرم چې قوماندان يې سیرلکی وي.

طارق د زیاد زوی هم همداسې د ۱۲ زرو جنګیالیو زمری قوماندان و چې د هغه وخت د هسپانيا د سلو زرو جنګیالیو مقابله يې په ډیره زړورتیا وکړه.

په پوخي هنر پوه، عادل او زړور قوماندان تل خپل جنګیالي زړور روزي او د جګړې په ډګر کې يې د دې تر څنګ چې خپله په زړورتیا او بې له ویرې جګړه کوي خپلو سرتیرو ته هم مورال ورکوي او هم يې د بریا تر پولې رهبري کوي.
په ۲۰۰۸ م کال کوردوبا ته لاړم، هلته مې د اسلامي امپراتورۍ د ښارګوټي څخه چې د سیلانیانو د د لیدلو لپاره د موزيم په توګه ساتل شوې دی او له هغه ستر جومات څخه چې زر ستنې يې لرلې لیدنه وکړه.

په ۲۰۲۲ م کال کې مې د جبل طارق څخه لیدنه وکړه او تر څنګ يې د اسپانیا د ملایا ښار په شاوخوا کې د ډیرو نورو لرغونو ځایونو څخه چې د هغه وخت د اسلامي واکمنانو لخوا جوړ شوي وو، لیدنه وکړه. جبل طارق په زړه پورې سیمه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب