ګل رحمن رحماني
په ۲۰۱۸ کال کې د نوبل کمېټې د مشرانو ترمنځ د مالي او اداري فساد، جنسي ځورونو او ځینو نورو ادارې ستونزو په سبب داسې خنډونه او جنجالونه راپورته شول چې د دې نړیوالې معتبرې جایزې پر ادارې او علمي ادبي اعتبار تر ټولو سخت ګوزار و.
د دې جنجالونو په لړ کې ځینې داسې رازونه هم را ښکاره شول چې باید پټ ساتل شوي وای، کمېټې هڅه وکړه چې پر دې رسوایۍ پرده وغوړوي او هغوی ته- چې تل د نوبل کمېټې د اعلان درناوی او انتظار وي- پاتې را نه شي، په همدې سبب یې د ۲۰۱۸ کال د ادب نوبل جایزه اعلان نه کړه او مشر یې ژمنه وکړه چې له راتلونکي کال ۲۰۱۹م سره به یې یو ځای اعلان کړي.
په یوټیوب کې د ده د ویډیويي پیغام بل مهم ټکی دا و چې د راتلونکي کال نوبل به ډېر استثنايي وي او هڅه به وکړي چې جایزه له اروپامحورۍ او نر محورۍ څخه را وباسي، په همدې سبب ډېرو تمه درلوده چې ښايي دا ځل خو ګټونکي دواړه ښځې وي او د دې تر څنګ به له اسیا او افریقا څخه ټاکل کېږي، خو ښکاري چې د نوبل کمېټې بیا هم په خپله ژمنه وفا ونه کړه.
د نوبل د جایزو منتقدین تل په دې نظر دي چې د سویډن نوبل کمېټې ته اروپا د نړۍ مانا لري او جایزې هم د دغه هېوادونو تر لیکوالو محدودې دي، که اسیا او نورو لویو وچو کې هم د ګوتو په شمېر لیکوالو ته ورکړل شوې، نو داسې لیکوال دي چې د خپل فرهنګ پر ځای اروپايي تمایلات لري او اروپا یې ستایلې ده. مثلا ترکي لیکوال ارهان پاموک یا مصری نجیب محفوظ ځکه دې جایزو ته رسېدلي چې دوی خپل فرهنګ په یوه ډول کمزوری بللی، بې ارزښته یا محدود یې ګڼلی او په بدل کې یې په ښکاره د غربي کلچر یا اروپايي ژوند ستاینه کړې ده.
تر کومه چې د امریکايي لیکوالو خبره ده، هلته بیا د نورې نړۍ په پرتله خبره برعکس وي، ځکه امریکایان خو یو ځانونه څه اروپایان او اروپا ته ژمن بولي او بل د هغوی د حکومت بهرنۍ پالیسۍ، کامیاب سیاست او لوړ اقتصادي او نفوذي ځواک هم پر اروپايي هېوادونو حاکم دی او نوبل کمېټه هم اړ وي چې امریکايي لیکوال ونازوي.
خبره مو د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ نوبل جایزو تر اعلان پورې کوله، کله چې دغه دوې جایزې یو ځای اعلان شوې، بیا هم دا اعلان د ډېرو ادب مینه والو خلاف و او د ستاینو تر څنګ یې اعتراضونه هم ملګري وو.
ددې جایزو ګټونکي اولګا توکارچوک او پیتر هانتکه Peter Handke غوره شول، خو په سیاست کې د ښکېلتیا او ځینو نظریو په سبب د خپلو مینه والو تر نیوکو لاندې دي. د ۲۰۱۸ م یا د نوبل د جنجالي کال ګټونکې مېرمن اولګا توکاچوک ۵۷ کلنه ده، په لهستاني ژبه لیکل کوي او په خپل هېواد کې لوړ شهرت لري، ددې تر څنګ د ۲۰۱۹ کال ګټونکی ۷۶ کلن پیتر هانتکه د اتریش دی، په داستان لیکنه، نندارلیک او ژباړه کې نړیوال شهرت ته رسېدلی دی.
دوی دواړه د هغه ۲۰۰ کسیز لړلیک له ډلې په اتو نهايي نوماندانو کې راغلي او په دویم پړاو کې ددغه جایزو ګټونکی اعلان شول. هېره دې نه وي چې تر دې دمه ۱۱۵ تنو ته د نوبل جایزه ورکړل شوې چې ۱۵ یې ښځینه لیکوالې دي.
توکارچوک چې Flights یا الوتنې رومان یې په انګلستان کې د بوکر نړیواله جایزه هم ګټلې او هغې ته یې نړیوال شهرت ورکړی، د نوبل کمېټې د ادبیاتو په ژبه د هغې فمینيستي ( ښځه پال) فعالیتونه او داسې خیالي روایتونه چې له خپل نړیوال شور سره د هېوادونو پولې ماتوي؛ د هغې د ټاکنې لاملونه بللي دي چې په وینا یې د کډوالۍ د فرهنګي توپیرونو پر موضوع یې ښه تمرکز کړی او خپل چټک مهارت یې ښودلی دی.
اتریشی پیتر هانتکه هم تر نوبل جایزې وړاندې سینما ته د نندارلیکونو او داستانونو د ښه لیکوال په نوم شهرت درلود، خو تر ډېره منفي شهرت و، دی چې یو مهال په جرمني کې نړیوال جایزې هاینریش هاین ته نوماند و، په خپله یوه وینا یې د سیاستوالو غوسه وپاروله، مخکې له دې چې پر دې نوماندې او لغوه کولو یې پرېکړه وشي، خپله یې اعلان وکړ چې نه غواړي څوک یې دغه جایزې ته نوماند کړي.
دغه ګټونکي اصلا دا وینا په ۲۰۰۶م کال کې د صرب جنګي جنایتکار او دیکتاتور میلاسویچ د جنازې مراسمو کې د هغه په ملاتړ او ستاینه کې کړې وه. ددې تر څنګ په ۲۰۱۴ م کال کې چې د یوې ټاکنې په سبب اسلو کې ګڼ لاریونونه وشول، هانتکه د خلکو مخکې غوښتنه کړې وه چې د ادبیاتو نوبل جایزه باید لغوه شي ځکه چې په تېروتنو او جنجالونه ولاړه ده. کله چې دی ګټونکو شو، یو شمېر مخالفینو یې لیکلي وو چې «هانتکه رښتیا ویل، دا جایزه سمه او وړ خلکو ته نه ورکول کېږي، باید لغوه شوې وی.»
نوبل کمېټې ددې ټولو په ځواب کې د نوموړی د ټاکنې په اړه وویل چې نوموړی له ۱۹۶۶ کال راهیسې په معاصر داستاني ادب کې یو نړیوال اغېزناک لیکوال دی. دی باید د ژان پل سارټر په څېر په سیاست کې ښکېل لیکوال ونه بلل شي، هغه په خپل ژوند کې هېڅ کوم سیاسي پروګرام نه درلود.
د بوکر نړیوال جایزې مشر ددغه دوو ګټونکو د نومونو له اعلان وروسته په خپله تبصره کې لیکلي وو چې دوی دواړه باید یو له بل سره څنګ تر څنګ ارزیابي شي، له دې ارزونې وروسته څرګندېږي چې د دواړو لیکنی یو له بل سره بشپړ توپیر لري، خو دواړه دداسې سیمو په باره کې لیکي چې یو رنګ شخړې او بحثونه په کې روان دي او اصلي کیسه هلته د انسانانو د اړتیاوو تعریف دی.