Homeخبرونهد دوحې غونډه کې د افغان مېرمنو او مدني فعالانو په ګډون...

د دوحې غونډه کې د افغان مېرمنو او مدني فعالانو په ګډون د ملګرو ملتونو ټینګار

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۷مه) د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند ستیفن دوجاریک وایي، چې د افغانستان په اړه د دوحې د روانې اوونۍ غونډه کې به د افغان مېرمنو ګډون حتمي وي.

نوموړي ویلي: څرنګه مو چې وویل د استازو او د مدني ټولنې د ډلو تر منځ به یوه غونډه وي، چې البته افغان میرمنې به پکې ګډون ولري. دا ډېره مهمه ده چې په دغو غونډو کې د افغان مېرمنو غږ واورېدل شي. “

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته دوه ورځې پاتې دي.

دا غونډه د بیلابیلو هیوادونو د استازو په حضور کې د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره د فبرورۍ په ١٨مه او ١٩مه د قطر په مرکز دوحه کې جوړیږي.

معلومه نه ده، چې په دې غونډه کې د افغان مېرمنو او مدني فعالانو په استازیتوب څوک بلل شوي او د بللو معیار یې څه دی؟

تر دې مخکې د افغان مېرمنو او فعالانو په نوم غونډو ته بلل شویو کسانو د بللو پر څرنګوالي زیاتې نیوکې شوې دي.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم په دغه غونډه کې خپل ګډون مشروط کړی او ویلي، چې دوی پکې مانا داره ګډون غواړي.

ویل کیږي، چې د طالبانو د مخالفت یو دلیل په دې غونډه کې د نورو افغانانو په ځانګړي ډول د دوی د مخالفانو احتمالی او د ښځینه فعالانو حتمي ګډون دی.

څارونکي باور لري، چې که طالبان په دې غونده کې برخه وانخلي او د دوحې غونډې د ناکامولو هڅه وکړي، په دې پسې د بلې او تر دې د جدي او پر طالبانو د سخت فشار راوړلو غونډو او هڅو ته به زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...