Homeخبرونهپه افغانستان کې د داعش د خطر په اړه د ملګرو ملتونو...

په افغانستان کې د داعش د خطر په اړه د ملګرو ملتونو او چین خبرداری

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۷مه) د ملګرو ملتونو مرستیال او له ترورېزم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر    و لادیمیر ورونکوف خبردای ورکړی، چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د بیا را پورته کېدو خطر شته.

نوموړي پرون د نړیوال امنیت او سولې په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل:اپورونه ښيي چې په افغانستان کې له داعش سره د تړلیو ډلو د وړتیاوو پر ضد د اوسنیو واکمنو هڅو اغېز کړی دی، خو بیا هم دا ډله له هېواده بهر د حملو نیت لري. له دې لاس‌ته راوړنو سره سره د داعش د بیا را پورته کېدو خطر لا هم پاتې دی.

 په امنیت شورا کې د چین استازي ژنګ جون وویل، په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرۍ ګواښ؛ نه یوازې دا هېواد له خطر سره مخ کړی، بلکې د سیمې امنیت و ثبات هم ګواښي.

چینایي استازي زیاته کړه: ترهګرو ډلو په افغانستان تمرکز کړی او همدا اوس په دې هېواد کې داعش خراسان ډله او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له یوه و بله سره نږدې همکاري لري.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژيم دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې داسې ادعاوې رد کړې وې.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه ورته راپور په غبرګون کې، یو شمېر نړیوال سازمانونه د داعش ډلې لپاره په تبلیغاتو تورن کړل.

3 COMMENTS

  1. پنجاب د ترهګرو ځاله
    په آسیا براعظم کې د ټولو مشکیلاتو، ترور، وحشت دهشت او داعش زیږنده پنجابیستان دی. ملګری ملتونه، چین او نوره نړی دیی د پنجاب ترهګر خکومت ته خبر او اخطار ورکړی.

  2. ولي ځوزي ماځوزي د تورغري پنجابي په هکله نه وائي سي ددغو ډلو فابریکه هلته ده او ډیزاینران یې امریکه برطانیه او اسرائیل لعنت الله دي؟ 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...