Homeخبرونهعباس ستانکزی پاکستان ته؛ زموږ پر ضد د هرې مرمۍ حساب درسره...

عباس ستانکزی پاکستان ته؛ زموږ پر ضد د هرې مرمۍ حساب درسره کوو

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۷مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په یوه وینا کې د پاکستان او ډیورنډ فرضي کرښې پر ضد توندې څرګندونې کړي.

د هغه د څرګندونو په یوه رسنیزه شوې ویډیو کې، چې دی یوې غونډې ته د وینا پر مهال ښيي ویل شوي: ډیورنډ فرضي کرښې افغانستان د انګرېز په لاس دوه ټوټې کړی، موږ نه دا کرښه منلې او نه یې منو، یوه ورځ به د بنګال پېښه بیا تکرار شي.

د ستانکزي اشاره په ۱۹۷۱ کې د پاکستان دوه ټوټې کېدو او پر پاکستان او بنګله دېش هېوادونو وېشل کېدو ته یې وه.

هغه دغه راز د دوی د لومړي رژیم سقوط ته اشاره وکړه، چې په خبره یې پاکستان پکې د امریکا بریدونو ته لاره هواره کړې وه.

ستانکزي پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان له ارامیدو سره به د هرې هغې مرمۍ حساب کوي، چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته راغلې او په وینا یې د دوی طالبان پرې وژل شوي.

پاکستاني چارواکو د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

هغه د طالبانو په لیکو کې له محدودو چارواکو څخه دی، چې د پاکستان خلاف توند دریځ او له افغانانو سره د طالبانو په کړنو کې د نرمښت غوښتنه کوي.

ستانکزی له دې امله په خلکو کې له محبوبیته هم برخمن شوی او ورته ویناوې یې تل هرکلي سره مخ شوې دي.

2 COMMENTS

  1. د عباس ستانکزی خبری د قدر وړ دی، د پنجابیستان د پیداښت سره افغانستان ښه ورځ ونه لیدله، تر څو چه د انګریز د لاس دغه ګوډاګی پنجاب ځمونږ تر څنګ وجود ولری مونږ به تل په جګړه کی یاستو.

    د ډیورنډ کرښې په نوم افغانان کوم شی نه پیژنی. که په پنجابیستان کی د عاصم منیر په شان مغروره ناپوهه واکداران وی، کیدایشی چه ډیر ژر ټوټه ټوټه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...