سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد خپل رژیم د مخالفانو پالونکو هېوادونو ته د خلیل حقاني ګواښ

د خپل رژیم د مخالفانو پالونکو هېوادونو ته د خلیل حقاني ګواښ

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۷مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د دوی د رژیم پالونکو هېوادونو ته، پرته له دې چې دغه هېوادونه روښانه کړي، د دوی مخالفانو سره د نه همکارۍ ګواښ وکړ.

خلیل حقاني له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتو د ۳۵ مې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل: « که پر لحاظ دوی دغه خلکو ته ځای ورکوي او دوی تربیه کوي او په افغانستان باندې یو بله جګړه تحمیلوي نو دوی دې هم چمتو اوسي او دا خبره دې واوري چې هېڅ کله به موږ دوی ونه بښو.»

دغه طالب وزیر هغو هېوادونو ته چې د افغانستان پر فضا بهرنیو بې پيلوټه الوتکو ته د الوتنو لاره ورکوي، هم ګواښ وکړ او ویې ویل چې له دوی څخه به حساب واخلي.

مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د دوی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي پاکستان پر افغان خاورې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدو مرستندوی ګڼلی و.

د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي، چې دوی بې پيلوټه الوتکو ته د افغانستان د هوایي حریم د نقض لاره نه ده ورکړې.

په وروستیو کې د طالبانو چارواکي په پرله پسې ډول د خپلو بهر مېشتو مخالفو څېرو پر وړاندې د کوربه هېوادونو د قیوداتو او د هغوی د مهارولو غوښتنې کوي، خو نه مشخصوي چې له دغو هېوادونو څخه یې هدف کوم هېوادونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب